د هالوکاسټ (د يهودو ټولوژنه) مسئوليت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هالوکاسټ مسئولیت، په څو لسيزو خپور د تاریخي بحث يوه دوامداره موضوع ده. د هالوکاسټ د ابتداء په اړه بحث د وظيفيت (دنده ييز والی/عملي والی) په مقابل کې د نيت پالنې په توګه پېژندل کېږي. د «لوسي ډيوډوچز» په څېر نيت پالونکي دليل وړاندې کوي چې اډولف هټلر د 1918ز کال په لومړيو کې د يهوديانو د ټولوژنې طرحه جوړه کړې وه، او په شخصي ډول به يې د دې طرحې د پلې کولو څارنه کوله. په هر حال، د «راول هلبرګ» په څېر وظيفيت پالان دليل وړاندې کوي چې د نورو تګلارو د ناکامۍ په ځواب کې د تر سره شويو هغو نوښتونو په پايله کې د ټولوژنې (بېخ بنياد ايستل) طرحې په پړاونو کې چمتو شوې وې، کوم نوښتونه چې بيوروکراتانو تر سره کړي وو. تر ډېره حده، دا بحث د متمرکزې طرحه جوړونې او غېر متمرکزو رويو او انتخابونو په منلو سره حل شوی دی.

د هالوکساټ بنسټيز مسئولیت د هټلر او نازي ګوند د مشرتابه په غاړه دی، خو د يهوديانو، رومي خلکو، هم جنس پرستانو او نورو د ځورولو فعاليتونه Schutzstaffel (SS)، Wehrmacht، او عادي الماني اتباعو او تر څنګ يې د ګڼو اروپايي حکومتونو د مرستياپالو غړيو، او د دوی د سرتېرو او ملکيانو له خوا هم تر سره شوي دي. د عامې توکمپالنې (د سام "يهود" دوښمنۍ په ګډون)، مذهبي کرکې، ړانده متابعت، بي تفاوتۍ، سياسي فرصت طلبۍ، جبر، ناروا ګټې اخيستنې، او له پردیو وېره او کرکه درلودنې څخه نيولې، په هغه چاپيريال کې ډېرو لاملونو خپله ونډه درلوده، په کوم چاپيريال کې چې په دې ټوله لويه وچه کې ظلمونه وشول.

تاریخي او فلسفي تفسيرنه[سمول]

د هالوکاسټ لوی والي او خرابوالي ډېر تحليلونه منځ ته راوړي دي. هالوکاسټ د صنعتي نابودۍ د طرحې په توګه ښودل شوی دی. له دې امله د «Enzo Traverso» په څېر لیکوالانو په «The Origins of Nazi Violence» کې د دې موضوع په اړه بحث کړی دی، چې «Auschwitz» په څرګند ډول د لوېديځ مدنيت توليد و، کوم چې په منځنيو پېړيو کې د مذهبي او توکميزې ځورونې څخه منځ ته راغلی و، کوم چې يوه "ځانګړې ډول بدنامي.....د استعماري جګړو او ټولوژنې په رڼا کې بيا تر فکر لاندې ونيول شو".د ګيلوټين په تشريح کولو سره د خپل کتاب په پيلولو سره، کوم چې د هغه په ټکو په د اعدام په سزا کې د صنعتي انقلاب داخلېدل په نښه کوي، نوموړی لیکي: "د تاریخ د پېغور له لارې، د فريډريک ټيلر نظريات (ټيلرزم) د مطلق العنان حکومت له خوا پلي شوي وو، تر څو د پیداوار نه، بلکې د ټولوژنې خدمت وکړي".[۱][۲][۳]

د «رسل جيکوبي» په څېر نور ادعا لري چې هالوکاسټ د المان د تاريخ يو توليد دی، کوم چې د "الماني مطلق العنانيت، کمزوري ليبراليزم، بې زړه ملتپالنې يا وژونکې سام دوښمنۍ" څخه په الماني ټولنه کې ژورې ريښې لري. "د «A. J. P. Taylor» د پنځه پنځوس کاله مخکې «The Course of German History» (د المان د تاریخ جریان) څخه د «Daniel Goldhagen» تر لانجمن اثر «Hitler's Willing Executioners» (د هټلر چمتو جلادان) اثر پورې، نازيزم د يو لړ بې سارو الماني ځانګړتياوو د يو اوږد تاريخ پايله بلل کېږي". په داسې حال کې چې ځينې ادعا لري چې د هالوکاسټ د ځانګړتياوو جرړې هم د همدې پرله پسې سام دوښمنۍ کې وې، له کوم څخه چې د مسيحيت د بنياد اېښودلو راهيسې يهوديان هدف ګرځېدلي دي، روښانفکره تاريخ پوه «جورج موس» دليل وړاندې کوي چې د اروپايي توکمپالنې انتهايي بڼه، کومه چې د هالوکاسټ لامل وګرځېده، په اتلسمه پېړۍ کې په بشپړ ډول راڅرګنده شوه. د نورو دليل دا دی چې د شبهه علمي توکمپالنې تيوريانې د سپين پوستو د لوړ والي د جواز وړاندې کولو لپاره تشریح شوې وې، او دا چې له دې تيوريانو سره، د توکميز خونديتابه تر ټولو مناسبو او اصلاح غوښتونکو تصوراتو په بقا کې د داروين باور ملګری و – په ځانګړي ډول په الماني علمي ټولنه کې.[۴][۵]

واک ورکول[سمول]

د نازي دولت تر واک لاندې په ټوليز ډول د شويو ظلمونو سوال د هغو خلکو د اوليګارچي (د لږکيو واکمنۍ) څخه تېرېږي، څوک چې په واک کې و، چې اډولف هټلر د دوی په سر کې ځای لري. د 1939ز کال د اکتوبر په مياشت کې، نوموړي په T-4 Euthanasia پروګرام کې د هغو خلکو د لومړۍ نازي ډله ييزې وژنې واک ورکړ، په چا چې د "نامطلوب"  ټاپه لګېدلې وه. نازيانو داسې خلکو ته د "ژوندي چې د ژوند حق نه لري" نوم ورکړ، يا لکه دوی چې په الماني ژبه کې ويل چې « lebensunwertes Leben». له دې وړاندې چې په المان کې د euthanasia پروګرام (euthanasia د زړه سوي وژنې ته ويل کېږي او عموماً ډاکټران سخت ناروغ وژني تر څو له کړاو خلاص شي) پای ته ورسېږي، نازيانو د 65000-70000 تر منځ کسان وژلي وو. تاريخ پوه «هنري فريډلينډر» دې پړاو ته د T4 پروګرام "لومړی پړاو" نوم ورکوي، په کوم کې چې 70000 بالغان ووژل شول، ځکه چې دې پروګرام او په دې پروګرام کې ونډه درلودونکو هالوکاسټ چټک کړی و. د 1940ز کال د جون د وروستيو په منځ کوم  پړاو کې، کله چې په لومړي ځل د «بارباروسا» د عملياتو لومړۍ طرحه کول پيل شول، او د 1941ز کال په مارچ کې، د Einsatzgruppen د بيا رامنځ ته کولو لپاره هټلر فرمانونه تاييد کړل (پاتې تاريخي شواهد د کره تاريخ په اړه د دقيقو پايلو تر لاسه کلو اجازه نه ورکوي). هټلر د 1941ز کال د جولای د مياشتې په يوه وينا کې د Einsatzgruppen له خوا د ختيځې اروپا د يهوديانو د وژلو ملاتړ وکړ. شواهد وړانديز کوي چې د 1941ز کال د مني په موسم کې، Reichsführer-SS Heinrich Himmler او هټلر د 1941ز کال د ديسمبر په دولسمه نېټه، په يوه وينا کې په څرګند ډول "د يهوديانو د له منځه وړلو" د حکم په ورکولو سره، د ګاز په مټ د اروپا د يهوديانو په بشپړ ډول ټولنيزې وژنې پر سر په اصولي ډول اتفاق کړی و، تر کومه وخته چې په بالتيک دولتونو کې يهوديان په اغېزناک ډول ختم کړای شوي وو. د دې تش به نوم يهودي قضيې وروستي حل په پلې کولو کې، بين الدولتي مرستې لپاره د 1942ز کال د جنورۍ په شلمه نېټه د برلين سره نږدې د Wannsee کانفرانس جوړ شوی و، په کوم کې چې پنځلسو لوړ پوړو مسئولینو ګډون کړی و، او مشري يې Reinhard Heydrich او Adolf Eichmann کوله؛ د کوم تاریخي ثبوتونه چې د هالوکاسټ د مرکزي طرحه کولو تر ټولو غوره ثبوت وړاندې کوي. يوازې پنځه اونۍ وروسته، د فبرورۍ په دوه ويشتمه نېټه، د شواهدو تر مخې هټلر خپلو نږدې همکارانو ته وويل: "موږ بايد يوازې د يهوديانو په ختمولو سره بېرته خپله روغتيا تر لاسه کړو".[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د ظلمونو په اړه د متحدينو پوهه[سمول]

له درې سوه څخه زياتو يهودي سازمانونو د متحده ايالاتو ولسمشر فرينکلين روزويلټ ته په اروپا کې پر يهوديانو د شويو ظلمونو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو هڅه وکړه، خو د امريکايي يهودي کډوالو ټولنو د توکميز او کلتوري تنوع او په متحده ايالاتو کې د دوی د سياسي ځواک د پرتليز کموالي، د دوی د دې وړتيا مخه ونيوله چې په تګلاره اغېز ولري. د 1938ز کال کې له Anschluss (Anschluss له المان سره د اتريش ضميمه کول) وروسته، يهوديانو ته د جبران ورکولو په څېر ډول ډول ستراتيژيانې، د ډېرو لاملونو پر بنسټ ناکامې شوې، چې په متحده ايالاتو کې د يهودي ټولنو له خوا خپلو غم ځپلو وروڼو ته د مالي مرستې وړاندې کولو کې نه ميلان او نا اهلي هم له دې لاملونو څخه نه شي ايستل کېدای. داسې روښانه شواهد شته چې ونسټن چرچل له هغو استخباراتي راپورونو څخه خبر و، چې د 1941ز کال د اګست په مياشت کې د المان د مکالمو څخه را ايستل شوي وو، د کوم پر مهال چې هغه وويل:[۱۵][۱۶]

ټولې ولسوالۍ نابوديږي. الماني پوليس-سرتېري، په سړه وینه، د زرګونو –په کره ډول زرګونو – د خپلې پلرنۍ سيمې دفاع کونکي روسي هېوادپالو اعدامونه ترسره کوي. په شپاړسمه پېړۍ کې د مغولو له خوا پر اروپا د بريد راهيسې، هېڅکله په دې ډول منظمې، بې رحمانه طريقې سره په دې کچه خونړيتوب نه دی شوی، نه دې اندازې ته نږدې شوی دی. -وينسټن چرچل، د اګست څلور ويشتمه 1941.

سرچينې[سمول]

  1. Traverso 2003، صص. 21–27, 35–41.
  2. Traverso 2003، ص. 19.
  3. Confino 2011، صص. 126–128.
  4. Weikart 2006، صص. 3–10, 186–206.
  5. Mosse 1980، صص. 1–16.
  6. Lifton 1986، صص. 63–64.
  7. Burleigh او Wippermann 1991، صص. 106–107.
  8. Gerlach 2000، صص. 122–123.
  9. Hillgruber 1989، صص. 95–96.
  10. Hillgruber 1989، ص. 94.
  11. Friedlander 1995، ص. 85.
  12. Proctor 1988، ص. 192.
  13. Proctor 1988، صص. 177–198.
  14. Proctor 1988، ص. 177.
  15. Laqueur او Baumel 2001، ص. 2.
  16. Laqueur او Baumel 2001، صص. 1–2.