د هالنډ تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هالنډ تاریخ د سمندریزو خلکو تاریخ دی، چې د شمال لوېدیځې اروپا په شمالي سمندر کې د اوارې ځمکې اړوند سیند په دیلتا کې وده کوي. د څلورو پیړیو ریکارډونه شته دي، چې د روم د سترواکۍ په وسیله د نظامي سیمو د پولو جوړول ښیي. دا هرڅه د هغو المانیانو په وسیله چې د لویدیځ پر لور یې حرکت کاوه، د زیاتېدونکي فشار له کبله رامنځته شو. د روم د ځواک په سقوط او پاشل کېدو او د منځنۍ پیړۍ په پیل کېدو سره، په دې سیمه کې درې واکمن الماني توکمونه په سیمه کې سره یوځای او متحد شول، چې فریسیان په شمال او ساحلي سیمو کې، لوساکسونیان په شمال ختیځ کې او فرانکیان په سویل کې و. د منځنیو پیړیو په لړ کې، د کارولینجیانو د کورنۍ اولادونه په دې سیمو واکمن شول او بیا یې خپل واک د لویدیځې اروپا لویې برخې ته وغځاوه، یعنې هغې سیمې ته چې اوسني هالنډ سره سمون لري، له همدې امله د فرانکش سپېڅلی روم په سترواکۍ کې د لوتارینګیا یوه برخه شوه. د څو پیړیو لپاره یو شمېر واکمنانو لکه برابانت، هالیند، زیلیند، فریزلیند، ګیلدرز او نورو ټولو د واکمنیو بدلېدونکی حالت درلود او د عصري هالنډ لپاره هیڅ یو معادل متحد نه و.

په ۱۴۳۳ ز کال کې دوک بورګوندي د ډېرو اوارو سیمو کنترول تر لاسه کړ. هغه د بورګوندي هالنډ رامنځته کړ، چې عصري هالنډ، بلجیم، لوګزامبورک او د فرانسې یوه برخه په کې شامل و.

د هسپانیې کاتولیک پاچایانو د پروتستانتیزم پر وړاندې سخت ګامونه اوچت کړل، چې د اوسني بلجیم او هالنډ خلک یې دوه قطبي کړل. د هالنډ بل پاڅون په ۱۵۸۱ز کال کې د دې لامل شو، چې بورګوندي هالنډ یو په «هسپانوي هالنډ» چې کاتولیک و او په فرانسوي او هالنډي ژبه یې خبرې کولې (تر ډېره له عصري بلجیم او لوګزامبورک سره ورته) او بل هم «د شمالي متحده ایالتونو» یا «د هالنډ جمهوریت» باندې ووېشل شو، چې په هالنډي ژبه یې خبرې کولې او په ځانګړې توګه پروتستانت و. وروستۍ برخه یا هم د هالنډ جمهوریت یې بیا په عصري هالنډ بدل شو.

د هالنډ طلایي دوره، چې د ۱۶۶۷ز کال په شاوخوا کې یې خپل اوج ته ورسېده، په دې دوره کې سوداګرۍ، صنعت او علومو پراختیا وموندله. په ټوله نړۍ کې یوې بډایه هالنډي سترواکۍ وده وکړه او د هالنډ د ختیځ هند شرکت د یرغل، استعمار او د بهرنیو سرچینو د استخراج پر بنسټ په یو لومړني او تر ټولو مهم ملي سوداګریز شرکت بدل شو.

د هالنډ واک، شتمني او نفوذ د اتلسمې پیړۍ په لړ کې کم شو. له یو شمېر پیاوړو ګاونډیانو لکه بریتانیا او فرانسې سره د ‎جګړو لړۍ هالنډ کمزوری کړ. انګریزانو د شمالي امریکا مستعمره نیو امستردام ونیوله او هغه یې «نیویارک» ونوماوه. د اورنګیستانو او وطنپالو ترمنځ ناکرارۍ او شخړې مخ په زیاتېدو وې. د فرانسې انقلاب له ۱۷۸۹ز کال نه وروسته وده وکړه او په ۱۷۹۵ – ۱۸۰۶ز کلونو کې د فرانسې پلوه بایټانوي جمهوریت تاسیس شو. ناپلیون هغه د هالنډ سلطنت (۱۸۰۶ – ۱۸۱۰ز کلونه) د یو هوایي ایالت په توګه او وروسته په ډېرې اسانۍ سره د فرانسې د سترواکۍ په یو ولایت بدل کړ.

په ۱۸۱۳ – ۱۸۱۵ز کلونو کې د ناپیلیون له ماتې وروسته، «د هالنډ یو متحد سلطنت» د نارنجي مانۍ په سلطنت سره رامنځته شو، چې په بلجیم او لوګزامبورګ هم واکمن و. پاچا په بلجیم باندې نامناسب پروتستانتي اصلاحات پلي کړل، چې په ۱۸۳۰ ز کال کې بلجیمیانو پاڅون وکړ او په ۱۸۳۹ز کال کې بلجیم په رسمي توګه له هالنډ نه خپلواک شو. له یوې ابتدايي محافظه کارې دورې وروسته د ۱۸۴۸ز کال اساسي قانون له معرفي کولو وروسته د بلجیم هیواد له دې اساسي قانون سره په یوه پارلماني دیموکراسۍ او یو مشروطه پاچاهۍ بدل شو. نننی لوګزامبورګ په ۱۸۳۹ز کال کې په رسمي توګه له هالنډ نه خپلواک شو؛ خو یوه شخصي اتحادیه تر ۱۸۹۰ز کاله پورې پاتې شوه. له ۱۸۹۰ز کاله راپه دېخوا دا هېواد د ناسائو کورنۍ د یوې بلې څانګې په وسیله اداره کېږي.

هالنډ د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال بې طرفه و؛ خو د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د نازي جرمني په وسیله اشغال او تر یرغل لاندې راغی. نازیانو د خپلو ډېریو همکارانو په ګډون د هیواد نږدې ټول یهودیان راټول او هغوی یې ووژل. کله چې د هالنډ مقاومت ډېر شو، نازیانو د هیواد په ډېریو برخو خوراکي توکي بند کړل، چې په ۱۹۴۴ – ۱۹۴۵ز کلونو کې د سختې لوږې لامل شو. په ۱۹۴۲ ز کال کې د هالنډ ختیځ هند د جاپان په وسیله فتح شو؛ خو تر دې مخکې هالنډیانو د تیلو هغه څاه ګانې ویجاړې کړې وې، چې جاپان ورته نا امیده و. اندونیزیا په ۱۹۴۵ز کال کې له هالنډ نه خپله خپلواکي اعلان کړه او ورپسې سورینام په ۱۹۷۵ز کال کې خپلواک اعلان شو، چې له جګړې وروسته کلونو کې د چټکې اقتصادي رغونې (د امریکايي مارشال اړوند طرحې په مرسته) او د دې په تعقیب د یو هوسا او فلاحي دولت رامنځته کېدو شاهد و. هالنډ له بلجیم او لوګزامبورګ، بینیلکس سره یو نوی اقتصادي اتحاد جوړ کړ او درې واړه هېوادونه د اروپایي اتحادیې او ناټو سازمان بنسټ ایښودونکي غړي شول. په وروستیو لسیزو کې د هالنډ اقتصاد د المان هېواد له اقتصاد سره نږدې اړیکې لرلې او له ډېرې هوساینې او سوکالۍ څخه برخمن و. دا څلورو هیوادونو د ۲۰۰۲ز کال په جنوري میاشت کې له اته تنو نورو غړو هېوادنو سره یادې اتحادیې یورو د پولي واحد په توګه ومنله.

د ښکار راټولونې لومړنۍ ښکاري ډلې (۵۰۰۰ کاله مخکې له میلاده)[سمول]

هغه سیمه چې اوس هالنډ ده، لږ تر لږه ۳۷.۰۰۰ کاله مخکې د لومړنیو انسانانو په وسیله د استوګنې وړ وه، لکه څنګه چې په ۲۰۱۰ز کال کې په ووردېن Woerden کې د چقماق ډبرو اړوند وسایل یې ښيي. په ۲۰۰۹ ز کال کې په وویردن کې د ۴۰.۰۰۰ کاله پخواني انسان کوپړۍ یوه ټوټه د زیلیند ساحل نه د سمندر په لاندې برخه کې د شمال په شګو کې وموندل شوه.[۱][۲]

د وروستي یخونو وروستۍ زمانې په لړ کې، هالنډ د توندرا اقلیم درلود، چې په کمه کچه نباتات او اوسیدونکي یې د ښکارونو په راټولو ژوندي پاتې وو. د یخبندان زمانې له پای ته رسیدو وروسته بېلابېلې پیلیولیتیکي ډلې په دې سیمه کې استوګنې شوې. ښکاره ده، چې شاوخوا ۸۰۰۰ کاله مخکې له میلاده د (Burgumer Mar (Friesland)) سیمې ته نېږدې یوې میسولیتیکي یا د منځنۍ دورې اړوند قبیلې ژوند کاوه. یوه بله ډله چې په نورو ځایونو کې ژوند کوي، هغه د کوچنیو کښتیو یا قایقونو په جوړوونکو مشهور دي. په نړۍ کې تر ټولو زړه ترلاسه شوې کوچنۍ کښتۍ یا قایق Pesse کښتۍ ده. د C14 تاریخي تجزیې او تحلیل پر بنسټ دا کښتۍ د ۸۲۰۰ م.ز او ۷۶۰۰ م.ز کلونو ترمنځ په یو ځای کې جوړه شوې ده. دا کوچنۍ کښتۍ یا قایق د اسین په ډرینټس موزیم کې نندارې ته وړاندې شوې.[۳][۴][۵]

د کرنې رسېدنه (شاوخوا ۵۰۰۰ ـ ۴۰۰۰ مخکې له میلاد)[سمول]

کرنه د ۵۰۰۰ مخکې له میلاد کال په شاوخوا کې هالنډ ته د خطي لوښو له کلتور سره ورسیده، چې ښایي د مرکزي اروپا بزګرانو په وسیله پیل شوې وي. کرنه یوازې په سویلي برخه «سویلي لیمبورګ» کې د لوس برخو کې ترسره کېده؛ خو ان هلته هم په دایمي توګه رامنځته نه شوه او د هالنډ په پاتې برخو کې فارمونو وده ونه کړه. همدارنګه د هېواد په نورو برخو کې د کوچنیو استوګنځیو ځینې شواهد هم شتون لري. دې خلکو د ۴۸۰۰ او ۴۵۰۰ مخکې له میلاد کلونو ترمنځ د څارویو پالنې ته مخه وکړه. د کویجمنز (Leendert Louwe Kooijmans) په نامه هالنډی لرغونپوه لیکي «په زیاتیدونکې توګه روښانه کیږي، چې د پخوانیو ټولنو کرنیز بدلون یو بشپړ کورنی بهیر و، چې په تدریجي ډول ترسره شوی دی» دا بدلون د ۴۳۰۰ – ۴۰۰۰ مخکې له میلاد کلونو په پیل کې رامنځته شو.[۶][۷]

سرچينې[سمول]

  1. "Neanderthal may not be the oldest Dutchman | Radio Netherlands Worldwide". Rnw.nl. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Neanderthal fossil discovered in Zeeland province | Radio Netherlands Worldwide". Rnw.nl. 16 June 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ مې ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Van Zeist, W. (1957), "De steentijd van Nederland", Nieuwe Drentse Volksalmanak, 75, د کتاب پاڼي 4–11 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The Mysterious Bog People – Background to the exhibition". Canadian Museum of Civilization Corporation. 5 July 2001. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ مارچ ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Louwe Kooijmans, L.P., "Trijntje van de Betuweroute, Jachtkampen uit de Steentijd te Hardinxveld-Giessendam", 1998, Spiegel Historiael 33, pp. 423–428
  6. Volkskrant 24 August 2007 "Prehistoric agricultural field found in Swifterbant, 4300–4000 BC"
  7. Raemakers, Daan. "De spiegel van Swifterbant Archived 10 April 2008 at the Wayback Machine.", University of Groningen, 2006.