د هالنډ اقتصاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نړيوال بانک او د پيسو نړيوال صندوق په وينا په ۲۰۲۱ز کال کې د نيدرلينډ (هالنډ) اقتصاد په نړۍ کې اولسم ستر اقتصاد و (د کورني ناخالص عايد؛ جي ډي پي له اړخه). په ۲۰۱۹/۲۰ز مالي کال کې د دې هېواد د سړي سر جي ډي پي ۵۷۱۰۱ امريکایي ډالره وه، د کوم له امله چې دا هېواد په نړۍ کې يو له زیات عايد لرونکي هېواد ګرځي (د سړي سر جي ډي پي (پي پي پي) هېوادونو فهرست وګورئ). د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۰ز تر منځ کلونو کې، کلنۍ اقتصادي ودې (GDP) منځنۍ کچه له ۴٪ څخه زياته وه، دا کچه د هغه مهال د اروپايي منځنۍ کچې څخه ښه لوړه ده چې ۲.۵٪ وه. په ۲۰۰۱-۰۵ کې په وده کې د پام وړ سستوالی راغی چې دا د ۲۰۰۰ز کال د لومړيو د سوړبازارۍ برخه وه. ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې په کلني ډول ٪۳-۴ اقتصادي زیاتوالی راغی. د ۲۰۰۷-۲۰۰۸ز کلونو مالي بحران او له هغې وروسته د اروپايي دولتي پورونو بحران د هالنډ اقتصاد ته د پام وړ زیان ورساوه.

هالنډ له ۱۹۵۹ز کال راهيسې، کله چې يوه چينه موندل شوې وه، د طبيعي ګاز پیاوړي سرچينې لري. اوسمهال په اروپايي اتحاديه کې هالنډ د طبيعي ګازو له ۲۵٪ څخه زياتې زېرمې لري. په راتلونکو لسيزو کې، د طبيعي ګاز د پلور له لارې هالنډ د پام وړ عايد تر لاسه کړ. په هر حال، د هېواد د انرژۍ شتمنۍ بې تمې پايلو  په اصل کې د اقتصاد د نورو څانګو پر سيالۍ اغېز وکړ، د کوم په پايله کې چې د پراخه «ګرونجن» ګاز سيمې له کشف وروسته د «هالنډ ناروغۍ« تيوري منځ ته راوړه. (Dutch disease اصطلاح دا معنا ده کله چې په يو هېواد کې پراخه طبيعي زېرمې کشف شي، نو په اوږد مهال کې دا چاره په اقتصاد ناوړه اغېزې کوي).[۱][۲]

هالنډ يو غوړېدلی او پرانيستی اقتصاد لري، کوم چې تر ډېره بريده په بهرنۍ سوداګرۍ متکي دی. د دې هېواد اقتصاد د ثابتو صنعتي اړيکو، مناسبې کمې بې روزګارۍ او پړسوب، د وارداتو په نسبت د پام وړ صادراتو (کوم چې د دې هېواد اندازې ته په کتنې سره ان له المان څخه هم زیات دي) او د اروپايي نقل او حمل د مرکز په توګه د يوې مهمې ونډې تر لاسه کولو له امله شهرت لري. «روټرډيم» په اروپا کې تر اوسه تر ټولو ستر بندر دی او «امسټرډام» په نړۍ کې يو له سترو هوايي ډګرونو څخه لري. صنعتي فعاليتونه په بنسټيز ډول د خوراکونو په تصفيه، کيمياوي موادو، د نفتو تصفيه، پرمختللې ټيکنالوژۍ، مالي خدماتو، تخليقي برخه او برېښنايي ماشينونو کې تر سره کېږي. د دې هېواد د لوړې کچې ماشيني شوې کرنيزه برخه له ۲٪ زيات افرادي قوت ته دندې نه دي مهيا کړي، خو د خوراکي توکو د پروسس کولو صنعت او صادراتو لپاره ډېر زيات توکي برابروي. هالنډ د اروپايي اتحاديې له خپلو نورو يوولسو شريکانو سره، د ۲۰۰۲ز کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د يورو دودپيسې په کارولو سره پيل وکړ.

په ۲۰۰۹ز کال کې د هغه مهال د اعتباري بحرانونو (پيسو بحران) له امله سخته مالي تګلاره پرېښودل شوه. د بانکدارۍ نسبتاً ستره برخه دولتي کړای شوه او د دولتي مداخلې په مټ وژغورل شوه. د ۲۰۱۱ز کال په دوبي کې د بې روزګارۍ کچه تر ۵.۰٪ پورې راوغورځېده، خو د ۲۰۱۳ز کال د مۍ په مياشت کې په تېزۍ سره ۷.۳٪ ته لوړه شوه او په ۲۰۱۵ز کال کې دا کچه ۶.۸٪ ته ورسېده. د ۲۰۱۸ز کال د مارچ په مياشت کې د بې روزګارۍ کچه يو ځل بیا تر ۳.۹٪ پورې راغورځېده. په ۲۰۱۵ز کال کې د دولتي بوديجې کچه شا اوخوا ۲.۲٪ وه چې دا کچه د اروپايي اتحاديې له معمول څخه ۳.۰٪ کمه وه. په ۲۰۱۶ز کال کې دولتي بوديجې ۰.۴٪ زياتوالی وښود. اټکل شوی و چې په ۲۰۱۷ز کال کې به دا زياتوالی تر ۱.۰٪ پورې لوړ شي. له تاریخي اړخه، هالنډيانو د ونډو بازار اختراع او متعارف کړی، کوم چې په لومړيو کې د هالنډ ختيځ هندوستان کمپنۍ په سوداګريزو توکو تمرکز درلود. هالنډ د اروپايي اتحاديې، OECD او نړيوال سوداګريز سازمان بنسټګر غړی دی.[۳][۴][۵][۶][۷]

تاريخ[سمول]

په ۱۵۸۱ز کال کې د اسپانيې د سترواک «دويم فليپ» څخه د خپلواکۍ تر اعلان وروسته، هالنډ نږدې د يوې پېړۍ لپاره هېښونکې اقتصادي وده تجربه کړه. د «فلينډرز» پروټسټان سوداګرو له امله چې هالنډ ته تښتېدلي وو، د بېړۍ جوړولو او سوداګرۍ په علم او پانګه کې د يو تخنيکي انقلاب له دې نوي جمهوريت سره مرسته کړه چې د اولسمې پېړۍ په نيمايي کې په سوداګرۍ يو واکمن ځواک وګرځي. په ۱۶۷۰ز کال کې، هالنډي سوداګرو په ټوليز ډول ۵۶۸۰۰۰ ټنه سامان الات د سمندر له لارې ولېږداول – کوم چې د ټولې اروپايي د مجموعې نيمايي و. د دې بنسټيز لاملونه په اروپايي سوداګرۍ کې د امسټرډام پر بندر واکمني او د هالنډي ختيځ هندوستان کمپنۍ (یا Verenigde Oost-Indische Companie – VOC) او همدا راز د لويو وچو تر منځ د لوېديځ هندوستان شرکتونه وو. بې ساري خبره دا وه چې V.O.C. لومړۍ ګڼ ملتي شرکت و، په داسې حال کې چې د دې شرکت په اسهامو د امسټرډام د ونډو په بازار کې سوداګري کېده، کوم چې په نړۍ کې د ونډو لومړی بازار دی. د سوداګرۍ تر څنګ، يو لومړي «صنعتي انقلاب» (چې د باد، اوبو او سکرو په مټ چلېدو)، له سمندر څخه د ځمکې بېرته رغول او کرنيز انقلاب د هالنډ له اقتصاد سره مرسته وکړه چې د اولسمې پېړۍ تر نيمايي پورې په اروپا (او اټکلاً په ټوله نړۍ کې) کې د ژوند تر ټولو لوړ معيار تر لاسه کړي. بډايتوب دې ته لاره برابره کړه چې دا د زرين پير په نوم وپېژندل شي. دا اقتصادي وده د ۱۶۷۰ز کال په شا اوخوا کې د سياسي-پوځي پاڅونونو او منفي اقتصادي پرمختګ د ګډولۍ له امله یو ناڅاپي پای ته ورسېده. بيا هم هالنډ د سوداګرۍ او کرنې له امله د لوړې کچې نېکمرغي پر ځای وساتله.

د ۱۸۰۰ز لسيزې پر لور، د اروپا د نورو هېوادونو په څېر هالنډ په تېزۍ سره صنعتي نه شو. د دې يو لامل دا ښودل شوی چې هالنډ هڅه کوله په نړۍ کې د خپل پیاوړي اقتصادي (په بنستيز دول په سوداګرۍ او کرنه ولاړ) او سياسي درځ له لاسه ورکولو څخه وروسته خپلې چارې سمې کړی. «ګريفتس» استدلال کړی چې په نولسمه پېړۍ کې دولتي تګلارو د واحد هالنډي ملي اقتصاد د جوړولو شونتيا پيدا کړه. په دې کې د داخلي تعرفو او اصنافو ختمول، د یوې واحدې سکې نظام؛ د ماليې د راټولولو نوې طريقې، د وزن او اندازه کولو معياري کول او د ګڼو سرکونو، کانالونو او اورګاډي پټليو جوړول شامل و.

په نولسمه پېړۍ کې پاتې اروپا په کرار کرار په نوې منځنۍ طبقې صنعتي ټولنې د هالنډ د بدلېدو شامله وه. په کرنه کې د خلکو د استخدام شمېر کم شو، په داسې حال کې چې دې هېواد د ډېر زيات مسابقتي صنعتي او سوداګريز کاروبار کې د خپلې ونډې د درلودلو اتلواله هڅه وکړه. هالنډ په صنعتي کېدو کې د نولسمې پېړۍ تر وروستيو پورې له بلجيم څخه وروسته پاتې و، له هغې وروسته تر شا او خوا ۱۹۲۰ز کال پورې تر بلجيم ورسېد. په سترو صنعتونو کې رخت جوړول او (وروسته) د فليپس ستره صنعتي ډله شامل وو. «روټرډام» د بېړۍ له لارې د بار وړلو او توليداتو يو ستر مرکز شو. کرار کرار بې وزلي کمه شوه او د خلکو لپاره د کاري حالاتو په ښه کولو کې د پرله پسې ودې له امله سوال کول (ګدايي ګري) هم تر ډېره بريده له منځه ولاړل.[۸]

له ۱۹۵۹ز کال راهيسې، هالنډ د طبيعي ګاز پراخې سیمې وموندلې. طبيعي ګازو صادرات د سترو ګټو لامل وګرځېدل. په هر حال، د یوې بې تمې پايلې په توګه، باور دا و چې له همدې امله په هالنډ کې د تولیداتو په برخه کې کمښت راغی.[۹]

سرچينې[سمول]

  1. (په 17 June 2009 باندې). The Dutch curse: how billions from natural gas went up in smoke.
  2. (په 17 June 2009 باندې). The Dutch curse: how billions from natural gas went up in smoke.
  3. "Kerncijfers - arbeid". Centraal Bureau voor de Statistiek. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Unemployment falls below 4 percent". CBS. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 17 February 2012 باندې). Begrotingstekort 2011 valt hoger uit.
  6. "CBS StatLine - Overheid; Overheidssaldo en overheidsschuld". Statline.cbs.nl. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Missing File" (PDF). 1.worldbank.org. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۴ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Loyen, Reginald; et al. (2003). Struggling for Leadership: Antwerp-Rotterdam Port. Competition 1870–2000. Springer. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-7908-1524-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The Dutch Disease" (26 November 1977). The Economist, pp. 82–83.