د نیپال تاریخ
نیپال یو ګڼ توکمیز، ګڼ نژادي، څو کلتوري، څو مذهبي او ګڼ ژبنیز هېواد دی. تر ټولو زیات غږیدونکي ژبه یې نیپالي او وروسته د نورو توکمونو ژبې دي.
د نیپال نننی سلطنت په ۱۷۶۸ کال کې جوړ شو او د یوموټي والی کمپاین یې پیل کړ کوم چې د نن ورځې د نیپال خاوره جوړوي. ځینې پخوانۍ سیمې یې د چین-نیپال په جګړه کې له لاسه ورکړې. دا جګړه هم په بریا او هم په ماتې سره پای ته ورسېده او د نیپال سلطنت بالاخره د چین د چینګ له سلسلې سره له ۱۷۹۲ تر ۱۸۶۵ کال پورې د حراجي وضعیت ومانه. د نیپال او انګریز جګړه بیا د بریتانیا په بریا سره پای ته ورسېده او تر څنګ یې نیپال ځینې سیمې د سوګاولي په تړون کې له لاسه ورکړې. په یوه تاریخي رای اچوونه کې د نیپال پارلمان د موسسانو د مجلس د ټاکنې لپاره د ۲۰۰۶ کال په جون میاشت کې د نیپال سلطنت لغو اعلان کړ. د ۲۰۰۸ کال د مۍ په ۲۸مه نېټه نیپال په یوه فډرال جمهوریت باندې بدل شو او خپل نوم یې په رسمي بڼه په «د نیپال دیموکراتیک فډرال جمهوریت» ته بدل کړ او ۲۰۰ کلن زاړه شاهي سلطنت ته یې د پای ټکی کېښود.[۱]
توپونیم
[سمول]د نیپال منشا یا سرچینه د پنځمې پېړۍ اړوند لیکلو اسنادو د شتون با وجود یو راز پاتې دی. هندي کلاسکې سرچینې د نیپال نوم یادوي او نیپالي داستانونه د روښانه تاریخي رپوټونو د وړاندې کولو پر ځای په افسانو، مذهب او کلتور کې له ورایه ښکاري.[۲]
د نیپال د کلیمې اشتقاق د بېلابېلو تیوري ګانو موضوع ده:
- د شمالي نیپال زیاتره اوسېدونکي له تیبیت څخه راغلي دي، چېرې چې هغوی به رمې پوولې او وړۍ به یې تولیدولي. په تیبیتي ژبه کې، د Ne کلیمه د «وړیو» او د Pal کلیمه د «کور» په معنی ده. له همدې امله نیپال د «وړیو کور» دی.[۳]
- د کتمندو په دره کې تر ټولو نویو خلکو بیا خپلې خاورې ته نیپال وایه، چې له Nepa څخه را اخیستل شوی یعنې «د منځني زون هېواد»، چې په هیمالیا کې خپل مرکزي موقعیت بیانوي.[۳]
- مشهوره تیوري دا ده چې د Lepcha خلکو نیپال له یوه «مقدس یا سپېڅلې غار» سره تړلی بولي.[۳]
- د هندي افسانو له مخې، نیپال خپل نوم له یوه لرغوني هندو حکیم یعنې د Ne له نوم څخه را اخیستی چې په بېلابېلو بڼو د Ne Muni یا Nemi په نوم سره پېژندل کېږي.[۳]
- د بودايي افسانې له مخې، د منجوشري خدای د ناګاداها (هغه افسانه اې جهیل چې ګومن کېږي د کتمندو دره یې له اوبو ډکه کړې وه) دره له اوبو خالي کړه. وروسته دا دره د اوسېدو وړ وګرځېده چې د د یوه بوکتمان غوا لرونکي له خوا پرې حکومت کېده او د Ne په نوم له یوه حکیم څخه به یې مشوره اخیسته. Pala یعنې ساتونکی یا هغه چې پالنه کوي، له همدې امله د نیپال کلیمه له دوو تورو څخه جوړه ده چې لومړی کلیمه یې د حکیم له نوم څخه اخیستل شوې ده.[۳][۴]
لرغونی تاریخ
[سمول]له تاریخ مخکې
[سمول]د ډنګ ولسوالۍ په سیوالیک غونډیو کې د ډبرو د لرغونې دورې، منځنۍ دورې او نوې دورې اړوند سایټونه کشف شوي دي. باور پر دې دی چې د موډرن نیپال او د هغه د شاوخوا سیمو لومړني اوسېدونکي د سند د درې خلک و. دا احتمال شته چې د ډراویډي قوم چې تاریخ یې د هند په نیمه قاره کې د برونزو له زمانې څخه زوړ دی (له میلاد څخه ۳۳۰۰ کاله وړاندې) ښايي دلته د نورو توکمیزو ګروپونو لکه تیبیټ-برمانیانو او هندواریايي له راتګ وړاندې دلته مېشت و.د تاروس قوم چې د تیبیټ-برمانیانو یوه ښاخه ده هغوی په سویلي سیمو کې له هنديانو سره ډېر ګډ شوی دي، کوم چې د نیپال د تیرای د مرکزي سیمې اوسېدونکي دي. په نیپال کې لومړني ثبت شوي قبایل د کرات قوم دی. د کیرات د پاچاهانو اسناد ښیي چې کیراتا له میلاد څخه ۸۰۰ کاله وړاندې دلته حاکمان و. همداشان اسناد ښیي چې کیراتیانو په نیپال کې له ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ کلونو پورې پاچاهي درلوده او د هغوی د پاچاهي حدود یو وخت د ګنګا تر دلتا پورې رسېده. نورې قومي ډلې چې د هنداریايي منشا یې لرله هغوی بیا د نیپال سویلي برخو ته د هند له شمالي سیمو څخه کډه وکړه.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
سټیلا کرامریش (۱۹۶۴) له ډراویډیانو او ډراویډیانو نه وړاندې د یوه نژاد یادوونه کوي چې ان تر نیوارانو وړاندې په نیپال کې مېشت و، چې د کتمندو د درې د لرغونو اوسېدونکو اکثریت یې جوړاوه.[۱۱]
سترواک اشوکا په نیپال کې د ګڼو اصلی ودانیو د جوړولو مسوول و. په دې کې د راماګراما سټوپه، د اشوکا د ګوتیهاوا پایه، د اشوکا د نیګالي-ساګار د پایې کتبیه او د اشوکا د لومبیني د پایې کتیبه شاملیږي. چینايي زایر فه-هاین (۳۳۷ میلادي کال – ۴۲۲ میلادي کال) او Xuanzang (۶۰۲ – ۶۶۴ میلادي کال) په خپلو سفرلیکونو کې د کاناکاموني سټوپه او د نیپال په اوسنۍ سیمه کې د اشوکا د ستنې یادونه کړې ده. ژوانزانګ بیا د یوې پایې پر سر د زمري یادونه کړې ده چې اوس نشته. په ګواتیهاوا کې د اشوکا د پایې یو بیز له نیګالي ساګار څخه څو مایله لرې کشف شوې ده او ویل کېږي چې د نیګالار ساګار د پایې د قطعاتو اصلي پایه ده. په ۲۴۹ میلادي کال کې، سترواک اشوکا د نیپال د لالیتاپاتان ښار جوړ کړ.[۱۲][۱۳][۱۴]
افسانې او لرغونې زمانې
[سمول]که څه هم د نیپال د پخواني تاریخ په اړه ډېر کم معلومات شته، خو افسانې او لیکل شوي ریفرنسونه له میلاد څخه وړاندې ۳۰مې پېړۍ ته رسیږي. همداشان، د تاریخي سایټونو شتون لکه والمیکي اشرام، په هغه وخت کې د نیپال په ځینو برخو کې د سناټانا (لرغونې) هندي کلتور د شتون ښکارندوی دي.[۱۵]
د افسانوي روایاتو له مخې، د نیپال پخواني حاکمان ګوپالاوامسي (ګوپال بنسا) یا «د غوا لرونکو سلسله» وه چې په احتمال سره یې د پنځو پېړیو لپاره حکومت کړی دی. ویل کېږي چې له هغوی وروسته، ماهیشاپالاواشا یا «د ګاومېښ رمې لرونکي سلسله» وه چې د بهول سنګ په نوم د یداوي له خوا رامنځته شوې وه.[۱۶]
د شاکیا طایفې بیا یو خپلواک اولیګارشي جمهوري غوښتونکی دولت جوړ کړ چې د ویډي دورې (۱۰۰۰ تر ۵۰۰ له میلاد وړاندې کلونو کې) د «شاکیا ګاناراجیا» په نوم مشهور و او دویم یې د ښارې مېشتو (له میلاد څخه ۶۰۰ تر ۲۰۰ کلونو پورې) حکومت و. د دې حکومتونو پلازمېنه کاپیلواستو وه چې ښايي د ننني نیپال په تیلوراکوټ کې و. ګوتاما بودا (له میلاد څخه ۶-۴ پېړیو پورې)، چې د هغه خبرې د بودا د دین بنسټ وګرځېدې، د شاکیا تر ټولو پېژندل شوی کس و. هغه په خپل ژوندوني کې د «سیذارتا ګوتاما» او «شاکیاموني» (د شاکیانو حکیم) په نوم هم پېژندل کېده. هغه د شاکیا ګاناراګیا د منتخب مشر سودهودانا زوی و.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
د کیرات سلسله
[سمول]په نیپال کې د لیچاوي سلسلې او بیا وروسته د ماهیسپال سلسلې (اهیر) نه وروسته د کرات سلسلې په اړه بېلابېلې لاسې لیکنې راغلي دي. د کرات سلسله د نیپال په تاریخ کې تر ټولو اوږده حاکمه سلسله وه چې له میلاد څخه ۸۰۰ کاله وړاندې پیل او له میلاد څخه وروسته ۳۰۰ کال کې له نږدې ۱۲۲۵ کاله حکومت وروسته پای ته ورسېده. هغوی د سان کوشي او تاماکوشي د سیندونو تر منځ د خپلې سیمې له ټاکلو وړاندې په خپله پلرنۍ خاوره یعنې د کتمندو په دره کې حکومت کاوه. د کراتي پاچاهانو لیست د ګوپال په شجره لیک کې راغلی. د ماهیپالا سلسله بیا هغه سلسله وه چې د ابیرا له خوا رامنځته شوه کوم چې د کتمندو پر دره یې حکومت کاوه. هغوی وروسته له هغه چې د ګوپالا د سلسلې ځایناستي شول، نو د نیپال کنټرول یې په لاس کې واخیست. د ماهیساپالا د سلسلې دریو پاچاهانو وړاندې تر دې چې د کیراتا سلسلې له خوا له منځه ولاړ شي، پر دغه دره باندې حکومت کړی دی.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ کينډۍ:Google books
- ↑ Shaha, Rishikesk (1992). Ancient and medieval nepal. Kathmandu: Ratna Pustak Bhandar. p. 2. ISBN 9788185425696.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ ۳٫۴ Bhattarai, Krishna P. (2008). Nepal. Internet Archive. New York : Chelsea House. ISBN 978-0-7910-9672-7.
- ↑ Shaha, Rishikesk (1992). Ancient and medieval nepal. Kathmandu: Ratna Pustak Bhandar. pp. 6–7. ISBN 9788185425696.
- ↑ "The Prehistory of Nepal" (PDF). Archived from the original (PDF) on 2022-06-03.
- ↑ Krishna P. Bhattarai (2009). Nepal. Infobase publishing. ISBN 9781438105239.
- ↑ Brega, A; Gardella, R; Semino, O; Morpurgo, G; Astaldi Ricotti, G B; Wallace, D C; Santachiara Benerecetti, A S (October 1986). "Genetic studies on the Tharu population of Nepal: restriction endonuclease polymorphisms of mitochondrial DNA". American Journal of Human Genetics. 39 (4): 502–512. ISSN 0002-9297. PMC 1683983. PMID 2876631.
- ↑ Hodgson, B. H. (Brian Houghton) (1880). Miscellaneous essays relating to Indian subjects. Robarts - University of Toronto. London, Trübner.
- ↑ Social Inclusion of Ethnic Communities in Contemporary Nepal. KW Publishers Pvt Ltd. 15 August 2013. pp. 199–. ISBN 978-93-85714-70-2.
- ↑ Sarkar, Jayanta; Ghosh, G. C. (2003). Populations of the SAARC Countries: Bio-cultural Perspectives (په انګليسي). Sterling Publishers Pvt. Ltd. ISBN 9788120725621.
- ↑ Susi Dunsmore British Museum Press, 1993 - Crafts & Hobbies - 204 pages
- ↑ Vincent A. Smith (1958-12-01). Early History of India. Internet Archive. Oxford University Press. p. 207. ISBN 978-0-19-821513-4.
249 BCE, Pilgrimage of Asoka to Buddhist holy places; erection of pillars at Lumbini Garden and near a stupa of Konakamana; his visit to Nepal, and foundation of Lalita Patan his daughter Charumati becomes a nun.
- ↑ Sen, Gercrude Emerson (1948). Pageant Of India’s History Vol.1. Longmans, Green And Co. New York. p. 131.
Asoka is also credited with having founded two important cities, Srinagar in Kashmir and Lalita Patan in Nepal.
- ↑ Ghosh, A. (1967). "The Pillars of Aśoka - Their Purpose". East and West. 17 (3/4): 273–275. ISSN 0012-8376.
- ↑ "Kirates in Ancient India by G.P. Singh/ G.P. Singh: South Asia Books 9788121202817 Hardcover - Revaluation Books". abebooks.com (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2017-12-09.
- ↑ Shaha, Rishikesh. Ancient and Medieval Nepal (1992), p. 7. Manohar Publications, New Delhi. ISBN 81-85425-69-8.
- ↑ Groeger, Herbert; Trenkler, Luigi (2005). "Zen and systemic therapy: Similarities, distinctions, possible contributions of Zen theory and Zen practice to systemic therapy" (PDF). Brief Strategic and Systematic Therapy European Review. 2: 2.
- ↑ Srivastava, K.M. (1980), "Archaeological Excavations at Priprahwa and Ganwaria and the Identification of Kapilavastu", Journal of the International Association of Buddhist Studies, 3 (1): 108
- ↑ Tuladhar, Swoyambhu D. (November 2002), "The Ancient City of Kapilvastu - Revisited" (PDF), Ancient Nepal (151): 1–7
- ↑ Huntington, John C (1986), "Sowing the Seeds of the Lotus" (PDF), Orientations, September 1986: 54–56, archived from the original (PDF) on 28 November 2014
- ↑ Vaidya, Tulasī Rāma (1985). Crime and Punishment in Nepal: A Historical Perspective (په انګليسي). Bini Vaidya and Purna Devi Manandhar.
- ↑ Regmi, D. R.; Studies, Nepal Institute of Asian (1969). Ancient Nepal (په انګليسي). Firma K. L. Mukhopadhyay.
- ↑ Shaha, Rishikesh (2001). An Introduction to Nepal (په انګليسي). Ratna Pustak Bhandar. p. 39.
- ↑ Singh, G. P. (2008). Researches Into the History and Civilization of the Kirātas (په انګليسي). Gyan Publishing House. ISBN 978-81-212-0281-7.
- ↑ Khatri, Tek Bahadur (1973). The Postage Stamps of Nepal (په انګليسي). Sharada Kumari K.C.
- ↑ Khatri, Shiva Ram (1999). Nepal Army Chiefs: Short Biographical Sketches (په انګليسي). Sira Khatri.
- ↑ Ḍhakāla, Bāburāma (2005). Empire of Corruption (په انګليسي). Babu Ram Dhakal. ISBN 978-99946-33-91-3.
- ↑ "The Lichhavi and Kirat kings of Nepal". telegraphnepal.com. Archived from the original on 2017-12-10. نه اخيستل شوی 2017-12-09.
- ↑ Hodgson, B. H. (Brian Houghton) (1880). Miscellaneous essays relating to Indian subjects. Robarts - University of Toronto. London, Trübner.