د نیابتي پاچاهۍ (سلطنت) دوره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د لویې بریتانیا په متحده پاچاهۍ او ایرلنډ کې د نیابتي پاچاهۍ یا سلطنت دوره د جورجین دورې تر پایه پورې اړونده نږدې دوره وه، دا هغه دوره وه، چې کله درېیم جورج د خپلې ناروغۍ له امله د حکومت کولو لپاره ناتوانه شو او زوی یې د هغه په نیابت د نایب السطنه شهزاده په توګه حکومت وکړ. په ۱۸۲۰ز کال کې د درېیم جورج له مړینې وروسته شهزاده نایب السلطنه د څلورم جورج پر پاچاهۍ بدل شو. د Regency یا Regency era اصطلاحات بېلابېلې دورې بیانولای شي. ځینې يې له رسمي سلطنت نه اوږدې مودې، یعنې له ۱۸۱۱ز نه تر ۱۸۲۰ز پورې اړوندې دورې دي. له ۱۷۹۵ز نه تر ۱۸۳۷ز کال پورې اړونده دوره، چې د درېیم جورج د سلطنت وروستۍ برخه او د هغه د زامنو څلورم جورج او څلورم ویلیم سلطنتونه په کې شامل دي، ځینې وخت د سلطنتي دورې په توګه په پام کې نیول کېږي، چې د انجینیرۍ په برخه کې ځانګړي بهیرونه، ادبیات، فېشن، سیاست او د بریتانیا کلتور یې ځانګړنې او څرګندوونکي دي.

ټولنه[سمول]

د ښکلو هنرونو او معمارۍ په برخه کې Regency د خپلې ښکلا او لاسته راوړنو له امله ډېره د پام وړ ده. دا دوره د لویو ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي بدلونونو دوره وه. له ناپلیون سره او دغه راز په نورو جبهاتو کې جګړې ترسره شوې او پر کورنۍ او نړیوالې سوداګرۍ یې د اغېز ترڅنګ پر سیاست هم اغېز وکړ. سره له دې پر جګړو او وینو تویولو سربېره د Regency دوره د پراخ تهذیب او فرهنګي لاسته راوړنو دوره وه، چې د بریتانیا ټولنیز جوړښت یې د یو کلیت په توګه جوړ او بدل کړ.[۱][۲][۳][۴]

د هنر او معمارۍ یو تر ټولو لوی ملاتړ خپله شهزاده ریجنت (راتلونکی څلورم جورج) و. د لوړې طبقې ټولنې د فرهنګ او اصلاحاتو د کوچني رنسانس په یوه بڼه کې وده وکړه. د هنر د یو لوی ملاتړي په توګه شهزاده ریجنت داسې امر وکړ، تر څو د برایتون د ښکلې او نااشنا خیمې، د کارلتون ښکلې ماڼۍ او دغه راز د زیاتره نورو عمومي آثارو او معماریو رغونه او جوړونه پیل شي (جان نش، جېمز برتون او دیسیمس برتن وګورئ). په طبیعي توګه دې کړنې په خزانې او دغه راز په نایب السلطنت کې ډوبېدو ته اړتیا لرله او بیا وروسته د خلکو په لګښتونو باندې د پادشاه د مستۍ او خوشحالۍ اړوند لګښتونه د هغه له بودیجې نه زیاتېدل.

د هغې دورې په لړ کې ټولنه په ښه توګه وېشل شوې وه. په دې زمانه کې له زیاتره اړخونو نه د انګلستان د ښکلو او ښایسته برخو لپاره مبهمه مقابله موجوده وه. د لندن په نسبتاً وروسته پاتې سیمو کې غلاوې، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، قمار وهل، د ماشومانو کار کول او په دوامداره توګه د شراب څښل بېخي ډېر وو. همدارنګه د نفوس زیاتوالي هم یو ډول حیرانوونکې، بې ثباته او خوځنده صحنه رامنځته کړه، چې په ۱۸۰۱ز کال کې یو میلیون تنه وو، خو په ۱۸۲۰ز کال کې ۱،۴ میلیون تنو ته لوړ شو. د رابرت ساوتي په وینا په اصل کې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو تر منځ توپیر ډېر و: [۵][۶]

هغه ناخوالې او کمۍ چې د Regency اړوندې ټولنې په اډانه کې موجودې وې، د شهزاده ریجنت له ټولنیزې ډلې سره یې کلک توپیر رامنځته کړ. فقر یوازې په جزيي توګه د پام وړ وګرځېد. د درېیم جورج تر تقاعد کېدو وروسته د سلطنتي حکومت رامنځته کېدل د متدینې او محتاطې ټولنې له منځه تلو او پای ته رسېدو سره مل و او یو ډول بېهوده او ځانغوښتونکې ټولنه یې رامنځته کړه. دا بدلون پخپله د ریجنت تر اغېز لاندې راغی، چې په بشپړه توګه له سیاسي دسیسو او نظامي استعمارونو نه لرې وساتل شو. دې کار مثبت لوري ته د هغه د انرژیو د هدایت کولو په برخه کې له هغه سره هېڅ ډول مرسته  ونه کړه.

د دې بدلونونو اصلي محرک یوازې پیسې یا په ناز او نعمت لوی شوي ځوانان نه و، بلکې د ټکنالوژۍ اړوند لوی پرمختګونه هم وو. په ۱۸۱۴ز کال کې تایمز د بخار چاپېدل ومنل. په دې طریقې سره یې اوسمهال کولای شول ۱۱۰۰ پاڼې په هر یوه ساعت کې چاپ کړي، نه دا چې د تېر په څېر ۲۰۰ پاڼې، یعنې د تولید او تقاضا په برخه کې پینځه برابره زیاتوالی راغلی دی. دا پرمختګ د یو شمېر پیاوړو او د ډېرو د خوښې وړ ناولونو د رامنځته کېدو لامل شو، چې په هغو کې خپروونکو داستانونه، شایعات او دغه راز د اشرافو او شتمنو خلکو مدحې او ستاینې خپرولې، نه دا چې په پټه توګه د دې خلکو ځانګړي هویت ته اشاره وکړي. د ټولنې د اړوندو وګړو د بېلابېلو طبقو تر منځ واټن او درز دومره زیات و، چې خلکو به لوړې طبقې د یو حیرانوونکي او خارق العاده داستان، په بشپړه توګه غیر ملموس او له لاسرسي نه د لرې شیانو په توګه بللې.

پېښې / واقعات[سمول]

۱۸۱۱ز کال[سمول]

د ویلز شهزاده، جرج اګوستېس فردریک د نایب السلطنه په توګه خپله نهه کلنه دوره پیل کړه او پر نایب السطلنه شهزاده باندې مشهور شو. د جورجین دورې، دغې فرعي دورې رسمي نیابتي سلطنت یا Regency پیل کړ. فرانسویان د دوک ویلنګتون له خوا د شبه الجزیرې په جګړه کې په Fuentes de Oñoro او Albuhera کې وساتل شول. شهزاده ریجنت د واک تر لاسه کولو او سلطنت ته د رسېدو په ویاړ د ۱۸۱۱ز کال د جون په ۹مه په کارلتون ماڼۍ کې د شپې په ۹بجو یو لوی جشن ونیوه. [۷]

۱۸۱۲ز کال [سمول]

د سپنسر پرسیوال په نامه لومړی وزیر په ولسي جرګه (پارلمان) کې ووژل شو. د ماربلز الګین وروستۍ محموله انګستان ته ورسېده. سارا سیدونز د تیاتر له صحنې نه تقاعد شو. د کښتۍ چلولو او جګړه ییزو سیمو په هکله اختلافاتو د انګلستان او متحده ایالاتو تر منځ د ۱۸۱۲ز کال جګړه پیل کړه. انګلیسان د سالامانکا په جګړه کې پر فرانسوي ځواکونو غالب شول. د ګازو شرکت (د لایت او کوک د ګازونو شرکت) جوړ شو. د ویکتوریا د دورې نامتو بریتانیايي تاریخ لیکونکی او ټولنیز منتقد چارلز دیکنز د ۱۸۱۲ز کال د فبروري په ۷مه دې نړۍ ته سترګې وغړولې.

۱۸۱۳ز کال[سمول]

د غرور او تعصب په نامه د جېن آستین اثر خپور شو. د بیلي ویلیام هدلي پوفینګ، چې د لومړني بخار یو لوکوموتیو دی، پر هوارو اورګاډو چرخېده. الیزابیت فرای د کویکر د زندان اصلاح غوښتونکې خپله خدمتي دوره په نیوګیت زندان کې پیل کړه، رابرت ساوتي د غوره شاعر جایزه وګټله.

۱۸۱۴ز کال[سمول]

پر فرانسې د متحدینو یرغل د پاریس د هوکړې لامل شو او یوه ناپلیوني جګړه یې پای ته ورسوله. ناپلیون له سلطنته استعفا وکړه او د ایلبا په نامه سیمې ته جلا وطن شو. دوک ولینګتون د لندن د برلینګتون په ماڼۍ کې ونمانځل شو. انګلیسي سرتېرو سپینې ماڼۍ ته اور واچاوه. د تیمس سیند وروستی جشن ترسره شو، چې د وروستي ځل لپاره یاد سیند یخ وهلی و. ګازي رڼاوې د لندن په ښارونو او واټونو کې وګړو ته وپېژندل شوې.  

۱۸۱۵ز کال[سمول]

د فرانسې لومړي ناپلیون د واترلو په جګړه کې د اووم ائتلاف له خوا له ماتې سره مخ شو، ناپلیون د هلنا سېنت ته جلا وطن شو. د انګلستان د غلو جاتو قوانینو د غلو او دانو واردات محدود کړل. سرهمفري دیوي د کان کیندونکو امنیتي څراغ لوړې کچې ته ورساوه. د جان لودون مادام د سړک جوړونې طریقه ومنل شوه.

۱۸۱۶ز کال[سمول]

پر عوایدو مالیه لغوه شوه، یو کال وروسته (بې اوړي کال) په اندونیزیا کې د اور لګېدنې پېښه رامنځته شوه. میري شیلي فرانکشتیاین ته ولیکل: چې ویلیم کیبېت خپله ورځپاڼه د رسالې په توګه خپره کړه. انګلیسانو اندونیزیا بېرته هالنډ ته ورکړه. د لندن د ریجنت کانال د جوړولو لومړی پړاو پیل شو. بیو برومل له خپلو پور ورکوونکو نه فرانسې ته وتښتېده.

۱۸۱۷ز کال[سمول]

انتونین کاریم د برایتون په سلطنتي خیمه کې د شهزاده ریجنت لپاره یو په زړه پوری جشن جوړ کړ. د امیندوارۍ اړوندې ناروغۍ له امله د شهزادګۍ شارلوت (د شهزاده ریجنت لور) مړینې، د زېږون اړوندې طریقې بدلې کړې. د الګین مرمر ډبرې د بریتانیا په موزیم کې نندارې ته وړاندې شوې او کاپیتان بلایګ ومړ.  

سرچينې[سمول]

  1. Parissien, Steven. (2001). George IV: Inspiration of the Regency, p. 117. New York: St. Martin's Press.
  2. Dabundo, Laura; Mazzeno, Laurence W.; Norton, Sue (2021). Jane Austen: A Companion. McFarland. د کتاب پاڼي 177–179. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4766-4238-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Innes (1915), p.50.
  4. کينډۍ:London Gazette
  5. Smith, E. A., George IV, page 14. Yale University Press (1999).
  6. Low, Donald A. (1999). The Regency Underworld, page x. Gloucestershire: Sutton.
  7. "George IV (r. 1820–1830)". The Royal Household. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)