Jump to content

د نړۍ هېوادونو شمېر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دا مهال ۱۹۷ هېوادونه په نړۍ کې شتون لري. له دې ډلې نه ۱۹۳ د ملګرو ملتو غړيتوب لري په داسې حال کې، چې فلسطین، واتیکان، کوزوو او ټایوان په یاد بنسټ کې د ناظرینو په توګه شتون لري. د یادونې وړده، چې د چین هېواد تایوان د خپلې خاورې برخه بولي؛ همدارنګه صربستان هم په کوزوو باندې دېته ورته دعوه لري؛ خو فلسطین له اسرائیل سره د ځمکې په سراوږده شخړه لري. واټیکان د لږ مساحت لرونکی ځای دی، چې د کاتولیک مسیحیانو مرکز او د روم ښار په داخل کې موقعیت لري