د نړۍ نابغه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

يو نابغه چې نړۍ به یې بيا ژر ساری پيدا نکړي

د کېم پيکKim Peek په نامه شخص چې يو ميګا نابغه mega-savant و،  شاوخوا ۱۲۰۰۰ کتابونه یې ټکي په ټکي ياد کړي و او په عين حال کې یې د يوه کتاب دواړه مخه په ښۍ او چپه سترګه په عين وخت کې لوستل او لس مخه مطالعه یې په يوه دقيقه کې په ۹۸ فيصده ټکي په ټکي يادولو سره کوله ، نوموړي فوټوګرافيکه حافظه لرله یانې لکه د يوه متن ،نقشې يا يوه لېست عکس چې واخلې داسې یې په ذهن کې ثبتول، د امریکا د ټولو ښارونو کوڅه په کوڅه نومونه ورته ياد و او پستي کوډونه یې پېژندل.

هر کتاب، هر متن، هرغږ او هره موسيقي به یې چې اورېده په ذهن کې به یې سم له واره کاپي کوله.

د نوموړي په دماغو باندې ډاکټرانو ډېرې څېړنې وکړې او مغزي سکېنونه یې وکړل خو يوازې د مغزو په منځ کې یې يوه کوچنۍ  او تياره خاليګاه لرله او د مغزو د ښۍ او چپې خوا مغزو یې په خپل منځ کې عصبي رشتې هم نه وې سره وصل شوې .

ډېری هغه څېړونکي چې دده په مغزو یې څېړنې کولې ویل یې چې نوموړي په بېخي حيرانونکي ډول د خپلو مغزو په ښۍ خوا باندې کنترول درلود.

کېم يو دايره المعارف (پوهنغونډ) و، د هرڅه او هر شي په اړه یې چې لوستي و پوهېده، له شاوخوا ۲ ميليونه کسانو سره یې کتلي و ځکه هغوی د کېم د خارق العاده ذهن په اړه اورېدلي وو.

او لکه ګوګل چا به چې پوښتنه ورڅخه وکړه د هغو ۱۲ زره کتابونو څخه به یې د جلد او مخ حواله ورکوله چې کېم لوستي وو.د real rain man په نامه فلم هم په نوموړي جوړ شوی دی.

نوموړی په ۱۹۵۱ زېږدي کال کې په جسمي لحاظ يو معلول زېږېدلی و او سر یې هم له عادي ماشومانو ۳ چنده غټ و او په ۲۰۰۹ کال کې د زړه د حملې له امله مړ شو.


اينسټګرام ته راشئ👇

NoorAhmadAail