د نړیړال سازمان جوړيدل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لیکنه: عبدالمنان دانش

۳.دملګروملتونوپریکړه لیک ۱۹۴۲ دیونړیوال سازمان دجوړیدولپاره یوبل مهم قدم دجنوری په ۱په کال ۱۹۴۲ کښی واخیستل سو.کله چی د امریکا ریس جمهورفرانکین روزیلټ،دبریتانیاصدراعظم چرچیل دشوروی اتحادمشرمګزیم لیتینوف اودچین ټی وی سونګ یوډیرلنډلیکلی سند امضاکړ.چی لږموده وروسته دغه سند دملګروملتونودپریکړه لیک په نامه یادشو.وروسته دغه پریکړه لیک د۲۶ هیوادونوترمنځ دملګروملتونود اعلامیی ترنامه لاندی لاسلیک کړه په یاده اعلامی کښی متفقینو ژمنه وکړه چی خپل ټول فوځی او اقتصادی امکانات به دمحورهیوادونو(جاپان،المان، ایټالیا، اودهغی ملاتړوپروړاندی په کار اچوی. همدغه راز په اعلامیه کښی ژمنه سوی وه چی د۲۶ هیوادونوله ډلی هیڅ هیوادبه په پټه او انفرادی ډول له دښمن سره سوله اوخبری نه کوی دملګروملتونوکلمه دیونړیوال سازمان لپاره دامریکا دریس جمهور روزیلټ لخواپیشهادسوه ډیره لژه موده وروسته ۲۱ نوروملکونوله دی پریکړه لیک څخه یی چی هدف یی دیونړیوال سازمان جوړیدل وه خپله پیروی اعلان کړه

۴، مسکوپریکره لیک ۱۹۴۳ په کال ۱۹۴۳ کښی د اکتوبرپه ۳۰ دمتفق ملکونه په دی فیصه شول چی دصلحی په پروسه کښی کامیابی لاسته راوړی نوپه دی خاطردوی غوښتل چی داسی یوحالت رامنځته کړی چی په هغه کښی خلک په ازادی اوبیله ویری څخه ژوند وکړی مګردیونړیوال سازمان دجوړیدوتهداب لاګونګ اوبی تعریفه پاتی وو، خودغه سازمان ته تعریف په هغه ملاقات کښی منځته راغی په کوم کښی چی دامریکا .بریتانیا، اوشوروی اتحادخارجه وزیرانوپه ۳۰ د اکتوبر-۱۹۴۳ دمسکوپریکړه لیک امضاکړ دمسکـوپریکړه لیک سربیره پرذکرسوهیوادونودچین سفیر په شوروی اتحادکښی هم امضاکړ اوکتاکیدیی وکړ چی یونړیوال پیژندل سوی سازمان ته سخت ضرورت دی چی دصلحی خوښونکوهیوادونوګټی پکښی محفوظی وی غړیتوب یی خلاص وی کوچنی اوغټ ملکونه ازادانه په کښی برخه ولری دمسکوپریکړه لیک ډیرمهم ووځکه په دغه پریکړه لیک کښی دیونړیوال سازمان جوړیدوډیرتاکیدسوی وو اوډیراهمیت یی هم ورکړی وو ددی پریکړه لیک یوه بله ښیګڼه داوه چی نړیوال سازمان پربعضوخاصیتونواوضروریتونوهم رڼا اچول سوی وه

۵،دتهران پریکړه لیک -۱۹۴۳ دډیسمبرپه اوله په کال ۱۹۴۳ کښی روزیلت،سټالین.اوچرچیل په تهران،ایران،کی سره وکتل او ویی ویل چی دوی دصلحی لپاره خورازیارکښلی دایران پریکړه لیک داسی ویل کیدای سی مونږپه دی خبره باوری یوچی زمونږ موافقه دصلحی لپاره وړونکی ده مونږپه دی هم پوهیږوچی مونږدصلحی ډیرغټ مسولیت پرغاړه لرومونږپردی هم مطمین یوو چی ملګری ملتونه دصلحی لپاره ډیرڅه کولای سی اوخلګ دجنګ له تباهی او ویری خلاصولی سی

۶، ډمبرټون کنفرانس(واشنګټن)۱۹۴۴ په یوه خاص محل کښی د(اګست له ۲۱ څخه دسیپټمبرتر۲۸ اوده همدی کال دسیپټمبرله ۲۹څخه داکتوبرتر۷ نیټی پوری.دامریکا بریتانیا.مسکو اوچین نماینده ګانوسره وکتل ددی کتنی هدف داطلانتیک دمنشور.دمسکو پریکړه لیک اوتهران پریکړه لیک څخه متشکل اودبعضونوروټکواو اصولو راټولواوچاپولوچی دهغوی پر اساس یونړیوال سازمان جوړیداسی خبری اتری په ۷ اکتوبرپه کال ۱۹۴۴ کښی پای ته وریدلی دنړیوال سازمان دجوړښت پیشنهاد دحاضروملکونوله خواوړاندی سو ددوی دپیشنهاد پراساس دملګری ملتونوسازمان بایدلاندی بنسټیز ارګانونه ولری. عمومی اسامبله دامنیت شورا نړیواله محکمه اوسکرتریت اقتصادی اوټولنیزه شورابه دعمومی اسامبلی تر کنترول لاندی هم په وجودراځی دبلی نړیوالی جګړی مخنیوی د امنیت دشورا وظیفه وګڼل شوه اودرایی ورکولوپه باره کښی خبری بلی ناستی ته وځنډیدلی

۷، دیلتا (یلټا)کنفرانس ۱۹۴۵ په امنیت شوراکښی درایی ورکولو دکړنلاری په باره کښی دیلتا،کریمیا،په کنفرانس کښی چیری چی چرچیل روزیلت سټالین ددوی خارجه وزیران اوکارکونکوچی په ۱۱ فیبروری په کال ۱۹۴۵ کښی جوړسوبرخه اخیستی وه دیلتا کنفرانس په اخیرکښی دری سره هیوادونوپردی فیصله وکړه چی چی داپریل پر۲۵ مه به سانفرانسیسکوکښی به یوکنفرانس جوړسی چی دملګروملتونوپرمنشوربه خبری اوفیصله وکړی ددی کنفرانس مالی لګښت چین پرغاړه واخیستی او وروسته فرانسه هم حاضره سوه په یادکنفرانس کښی همدغه رازغوښتنه وسوه چی دسنفرانسیسکوکنفرانس ته رابلل سوی هیوادونه دسولی ټینګښت لپاره دهـڅوترڅنګ د۱۹۴۵ کال دمارچ ترلومړی نیټی باید دجاپان او المان پروړاندی وجنګیږی اوهمدغه رازد۱۹۴۲ کال دجنوری ترلومړی نیټی دی دملګروملتونواعلامیه هم لاسلیک کړی په پایله کښی دامنیت شوراکښی درایی اچونی ډول اوشرایط په سانفرانسیسکو کنفرانس کښی ومنل شو

۸، دسانفرانسیسکو کنفرانس۱۹۴۵ دسانسفرنسیسکو کنفرانس چی رسمآ دملګروملتونوکنفرانس دنړیوال سازمان په باره کښی نومیږی دپنځوس ملکونو استازو د اپریل ۲۵ په کال ۱۹۴۵ کښی دهغه دهغه پیشنیهادونوپه باره کښی خبری کړی کومی چی دډمبرټون دکنفرانس،یلتا کنفرانس اودبعضی هیوادنولخوادتغیراتوپرغوښتنی خبری اتری وکړی دغه کنفرانس دوی میاشتی وخت ونیوی ترڅوملګروملتونود۱۱۱ مادولرونکی منشورترتیب کړی دکنفرانس اخیری ناسته دجون پر۲۵ ـ ۱۹۴۵ کښی هغه وخت وسوه چی په سبایی ۵۰ حاضروملکونومنشور امضاکړدپولینډ هیوادمنشور داکتوبرپه ۱۵ امضا کړچی دټولوهیوادونومجموعه ۵۱ تنوته ورسیده افغانستان دهغوهیوادونوپه قتارکښی راځی چی منشوریی د۱۹۴۹ څخه وروسته امضاکړی خوغړیتوب یی په ۱۹۴۶ کښی ترلاسه کړی دی دملګروملتونوسازمان دمنشورد امضاکیدوڅخه وروسته سمدستی منځته رانه غی ځکه چی غړوهیوادونوبایدمنشورخپلوپارلمانونواوکانګریسونوته دتاییدلپاره وړی وای بلاخره داکتوبر پر ۲۴ په کال ۱۹۴۵ کښی دملګروملتونوسازمان جوړشودملګروملتونوسازمان نوم دملګروملتونودپریکړه لیک څخه واخیستل شو داګام د روزیلت دیادپه خاطرهم واخیستل شوځکه دانوم هغه وخت پیشنیهادکړی کړی و

دمـلـګروملتونواصلی مقر Hear office of the united nations دملګروملتونو دسازمان اصلی مرکز دامریکاپه نیویارک کښی دی اودنړی په ډیروهیوادونوکښی استازی اودفترونه لری ملګری ملتونه دامهال دنړی په بیلابیلوهیوادونوکښی شاوخوا ۲۰۰۰۰ څخه زیات کارکوونکی.سفیران اورضاکاران لری دملګروملتونوعمومی منشی انتخابول دسازمان دعمومی اسامبلی او امنیت شورا له ګډو واکونوڅخه ده

دمـلـګـروملتونورسمی ژبی official languages of united nations ملګری ملتونه شپږ رسمی ژبی لری چی عبارت دی له.عربی ،چینایی ،انګلیسی، فرانسوی. روسی، اوهسپانوی څخه ددغوژبوپه خپل منځ کښی تحریری اوتقریری ژباړه خورامهمه ده ځکه چی دغړوترمنځ دکارونومخته بیول خورا اسانه کیږی کله چی دسازمان یو استازی درسمی ژبوڅخه په یوی ژبی خبری کوی نوده ویناپه عین حال کښی ونورورسمی ژبوته په لفظی اولیکلی بڼه ژباړل کیږی که چیری یو استازی په کومه غیری رسمی ژبه خبری کول غواړی نوبایـد خپل وینا په یوه رسمی ژبی مخکی وژباړی اودناستی غړوته ورکړی اوبیاخپله ویناکولی سی دملګروملتونودسازمان ټول اسناد په شپږسره رسمی ژبوژباړل کیږی ملګری ملتونه دټولوژبو احترام کوی خصوصآدرسمی ژبودکال په مختلفو ورځوکښی دټولورسمی ژبولپاره یی خاصی ورځی ټاکلی ترڅوپه هغو ورځوکښی دهغه ژبی اوکلتوریی ولمانځل سی اوټولی ژبی په لاندی ورځوکښی لمانځل کیږی • Arabic (18 december • Chinese, 20 april • English ,23 april • French,20 march • Russian ,6 june • Spanish,12 october

دملګروملتونوبیرغ اونښان دملګروملتونوبیرغ اونښان دیوګروپ ډیزینرانولخواپه کال ۱۹۴۵ کښی ډیزین سوی دی ددغه کارګروپ مشر اولیورلیکن لنډلویسټ وو دملګروملتونوبیرغ اونښان دډیسمبرپر ۷ په ۱۹۴۵ کښی دغړوهیوادونولخواتاییدشول

دملګروملتونودمنشورسریزه دملګروملتونومنشور دملګروملتونو اساسی اهداف داسی تشریح کوی، ۱ اوسنی او راروان نسلونه دجنګ اودجنګ له تباهی ساتل ۲ په رسمی ډول پربشری حقوقو دخلګوباورټینګول او اعلامول ۳ دعدالت ټینګول اودنړی والی دتعهداتومراعاتول ۴ دټولنیزژوند بهتره کول اوژوند معیاری کول دملګروملتونوسریزه. دغړوهیوادونوڅخه داغوښتنه کوی چی پورته اهدافوته درسیدلولپاره بایدله زغم څخه کارواخیستل سی،ښه همسایګلوی وکړی کوښښ وسی ترڅودصلحی او امنیت لپاره ډیرکاروسی غړی هیوادونه باید دایقینی کړی چی دمشکلاتودحل په برخه کښی ترډیره بریده له فوځی امکاناتوکارونه خیستل سی اوپه اخیره کښی سریزه دنړیوالو اصلی اوفـرعـی ارګانونوڅخه په ټینګارغوښتنه کوی چی دژوندپه بهتره کولوکښی ډیری هڅی وکړی نــوټ: دملګروملتونوسازمان دملی حاکمیت لرونکواو ازادوملکونویوه اتحادیه ده، اوڅه چی په منشورکښی لیکل شوی اوڅه چی په اکثریت غړی وغواړی هغه ډول به کیږی.

دمـلـګـروملتونودسازمان موخی اواصـول ـpurpose of united nations ۱ . نړیواله صلح اوثبات دملګروملتونودجوړښت اساسی ضرورت دجنګ څخه دخلګواوهیوادونوخلاصون وو،دملګروملتونودمنشورپه اوله ماده اوله پارکښی رغلی چی ددی سازمان اساسی هدف نړیواله صلح اوامنیت دی ، اودصلحی لپاره به په کلی ډول اقدامات کیږی.داسازمان مسولیت لری چی صلحی ومخی ته دهر ډول پرتوګواښونومخه ونسی دصلحی په برخه کښی کاراومسولیت دامنیت دشوراپه غاړه دی . ۲ . دغړوهیوادونوترمنځ ددوستانه فضا منځته راوړل دغړوهیوادونوترمنځ دمخالفتونود مخنیوی اود دوی ترمنځ دښوروابط منځته راوړل د دی سازمان یوبل مهم هدف دی د ملکونوترمنځ دښو روابط دمنځ ته راوړلو لپاره ملګری ملتونه مسولیت لری چی مختلف سهولتونه اوامکانات برابرکړی ترڅوروابط ښه سی ۳ . نړیواله همکاری دملګروملتونودمنشورداولی مادی په ۳ پاراکښی دوه مهم مقصدونه راغلی چی تقریبا سره ورته دی اول یی دنړیوالی همکاری جذبول دنړیوالو اقتصادی ،ټولنیزو،کلتوری اوبشری مسایلو په حل کښی اودهم یی دنړیولی همکاری جذب دی ترڅودبشری حقوقو احتام وسی او خلګ باید له هرډول فرق او تبعیض څخه نجات پیداکړی ۴ . ملګری ملتونه دهمغږی په فورم بدلول ملګری ملتونوڅلورهدف چی په اولی مادی او څلورمی پاراکښی راغلی هغه دادی چی ملګری ملتونه چی یونړیوال بنسټیزسازمان دی نو باید دټولو ملکونو په فعالیتونو کښی همغاړی او همږغی رامنځته کړی نوپدی اساس ملګری ملتونو سازمان یو نړیوال بنسټ دی چی پکښی دوه اړخیزه سیمیزاونړیوال مشکلات تر بحث لاندی نیول کیږی اودحل لپاره یی بحثونه کیږی او دحل لاری ورته په نظر کښی نیول کیږی د ملګری ملتونواصول ـ principles of united nations ملګری ملتونو سازمان ځانته بعضی خاص اصول لری د دمنشور په دوهمه ماده کښی ذکرسوی ټول غړی هیوادونه د ملګری ملتونود اصولوتابع باید چی دغه اصول په لاندی ډول دی ۱ . ملګری ملتونو په سازمان کښی ټول غړی مساوی دی که څه هم هیواد ونه غټ یا کوچنی وی خود دوی تر منځ برابروالی په ملګری ملتونو کښی یو اصل دی باید ټوله تابع اوسی ۲ . په ریښتنی اوورین تندی باید ټوله غړی هیوادونه دسازمان اساسنامه ژمنواو فیصلوباندی عمل وکړی اوعمل یی کړی ۳ . نړیوالوشخړو اوجنجالونوته سولیز دحل لاری پیداکوی دغړوهیوادونه اومجموعی ډول دسازمان وظیفه ده ۴ . دهیوادونو او دولتونو په داخلی چاروکښی نه مد اخله ۵ . دغړو دهیوادونوسره هراړخیزی مرستی کول اوکه چیری ضرورت وی دمرستوبندول پر هغو دهیوادونو کوم چی دمنشور او فیصلو څخه سر کښی وکړی ۶ . هغو دهیوادونو لپاره چی دسازمان غړی نه وی دغړکیدو او داساسنامی سره سم دعمل کولوامکانت برابرول . دملګرملتونو د سازمان غړیتوب membership of united nations organization – هرهغه دهیواد چی د ملګری ملتونواساسنامه اواصول منی او دسازمان په باورکولا سی د اساسنامی ټولی پریکړی عملی کړی د ملګری ملتونوغړیتوب تر لاسه کولای سی تاریخی پلوه کولی سوچی د ملګری ملتونو سازمان غړی پر دوو برخو ویشلای سو ۱ . اصلی یا بنسټ ایښودونکی غړی د ملګری ملتونو سازمان اصلی او لومړنی غړی نیږدی۵۱ هیوادونه چی دسنفرانیسکوپه کنفرانس کښی یی دبنسټ ایښودونکو په توګه برخه اخستی وه اود ملګری ملتونو اعلامیه یی لاسلیک کړی وه ترکیه ، مصر ، عراق ، ایران ، او سوریه هم د ملګری ملتونودبنسټ ایښودونکوله جملی څخه وو د ملګری ملتونو اصلی غړی هغه هیوادونه دی چی دنړیوال سازمان تاسیس لپاره یی په سانفرانسیسکوغوتډ کی برخه اخیستی وه او هم د ملګری ملتونو اعلامیه او منشور یی لاسلیک کړی دی ۲ . نوی غړی دنویوغړولپاره بعضی شرایط د منشورد ۴ مادی له مخی په ملګری ملتونوسازمان کښی نویوغړولپاره لاندی بعضی مهم شرایط وجود لری »دولتولی »سوله غوښتنه »دمنشورپر یکړو ته درناوی »دمنشورپلی کول داپورته شریط لږ اړین دی دولتولی یا حاکمیت درلودل په سازمان کښی دغړوپر حقوقو نو مستقیم تاثیرلری هیوادونه چی پورحاکمیت ونلری دهغو هیوادونوسره چی پوره حاکمیت ولری دسازمان پر وړاندی برابرحقونه نلری هغه هیوادونه چی حاکمیت لری کولاسی چی دملګروملتونومنشوراو نور فیصلی په ګړندی ډول عملی کړی خو هغه هیوادونه چی حاکمیت او خپلواکی نلر ی شاید په ذکر سوی هڅوکښی پاته راسی سوله غوښتل یو ډیر اوتهدابی ضرورت دی یو غړی لپاره هغه هیواد چی غواړی دملګرملتونوغړیتوب تر لاسه کړی باید چی سوله غوښتونکی وی پر بل هیواد بانی دیرغل هوډونلری او هیڅ وخت فوځی لارو څخه کاروانخلی او نړی د هیوادونه سره دسولی لا ری هر ډول راکړه ورکړه او اړیکی ولری دمنشور وژمنوته درناوی او دمنشورعملی کول په ملګرو ملتونو کښی دغړیتوب اساسی شرطونه دی

دملګروملتونوپه سازمان کښی غړیتوب دملګروملتونوپه سازمان کښی غړیتوب دامنیت شوراپه توصیی اودعمومی اسامبلی له تایید وروسته منل کیږی.په دی اساس عمومی اسامبلی دنوی غړیتوب په وړاندیزپه دوه ثلثه رایوتاییدوی خودغړیتوب په وړاندیزپه منلوکښی امنیت شورا دویټوله حق څخه برخمنه ده دامنیت شوراددایمی غړوغوڅ اکثریت بلکل ضروری دی که نه نویوه ویټورایه کولای سی چی دغړیتوب غوښتنه ردکړی لکه دشوروی اتحادیه چی ترکال ۱۹۵۵ پوری یی ۴۷ واری یی د۱۶ هغوهیوادونوپرړاندی ویټو وکاروله چی غوښتل یی دملګروملتونودسازمان غړیتوب ترلاسه کړی

دملګروملتونوپه سازمان کښی دناغړوهیوادونو وضعیت ملګرملتونومنشوردهغوهیوادنولپاره ځانګړی مقررات لری چی ددی سامان غړی نه دی دناغړوهیوادونوله خوادمنشورمنل دمنشورپه ۲مادی او۶ فقری کښی راغلی چی هغه هیوادونه دملګروملتونوغړیتوب نه لری، دسازمان منشورته په درناوی کولای سی چی دنړیوالی سولی او امنیت په برخه کښی له ملګروملتونوسره همکاری وکړی

دملګروملتونودسازمان دغړو وتل. ایستل اوغړیتوب ځنډول دسازمان څخه وتل دملګروملتونودسازملن څخه دغړوهیوادونودوتلومخنیوی په برخه کښی کوم خاص مقررات نه دی پیشبینی کړی خود ایستلولپاره دسازمان په منشورکښی ځینی مقررات ټاکلی دی دمنشوردتـدوین په وخت کښی بعضی هیوادونوپه منشورکښی غړوهیوادونوته دوتلودحق سره مخالف کاوه دملګروملتونودسازمان دجوړیدوراهیسی تراوسه یوځل دارمنځته سوی ده چی په کال ۱۹۶۴ کښی له دغه سازمان څخه اندونیزیاوتل وو. دملګروملتونومالی منبع.بودیجه دملګروملتونوکلنی بودیجه دسازمان دغړوهیوادونولخوابربریږی هرهیواد دخپلو وګړودسردکلنی عاید له مخی دملګروملتونوبودیجی ته پیسی ورکوی.دسازمان عمومی اسامبله دهرهیواد اقتصادی طاقت ته په کتوپـرهغه دبودیجی ونډه اوپه پایله کښی دملګرملتونوکلنی بودیجه ټاکی ملګری ملتونه په مختلفوبرخوکښی خپله بودیجه دضرورت په وخت کښی مصرفوی دمثال په ډول دخپل بودیجی ۲۲٪ برخه په پرمختلونکوهیوادونوکښی مصرفوی دبودیجی ډیره برخه خپل پرفوځیانواوملګروملتونودصلحی پرکاروان چی په مختلفوهیوادونوکښی جریان لری مصرفوی په کال ۲۰۱۳ـ۲۰۱۴ کښی یی ۷.۲۵ میلیونه ډالره خپل خاص خپل پرفوځیانوچی په ۱۵ هیوادونوکښی دصلحی لپاره عملیاتوکښی مصروف دی مصرف کړی دی

دملګروملتونوبنسټیز ارګانونه.principal organs of the united nations ۱ عمومی اسامبله ــــــــــــــــــــــــــــــ general assembly ۲ امنیت شورا ــــــــــــــــــــــــــــــــ security council ۳ اقتصادی اوټولنیزه شورا ـــــــــــــــ economic and social council ۴ د امانتداری اوباورشوراـــــــــــــــــ trusteeship council ۵ نړیواله محکمه ـــــــــــــــــــــــــــــ international court of justice ۶ دارالانشا.سکرتریت ـــــــــــــــــــــ secretariat

عمومی اسامبلی general assembly عمومی اسامبله دملګروملتونویومهم اوبنسټیز ارګان دی چی دغړوهیوادونوڅخه جوړمشورتی ارګان هم ورته وایی. عمومی اسامبلی یونړیوال مجلس په ډول دنړیوالی ټولنی اوغړودنظریاتواوبحثونوځای دی دملګروملتونومنشورد۹ مادی څخه نیولی بیاتر۲۲ مادی پوری دعمومی اسامبلی پرواکونواوصلاحیتونوبحث سوی دی هرهیوادپه عمومی اسامبلی کښی مساوی غړیتوب اوځایګاه لری نوپرهمدی اساس هرهیواد۵ استازی لری اوهرهیوادصرف دیوی رایی حق لری تر۲۰۰۲ کال پوری عمومی اسامبلی به هر کال دسیپټمبر دمیاشتی د دریمی سی شنبی څخه بیا تر ډیسمبر پوری غو نډی او ناستی لرلی خودما رچ په ۳ په کال ۲۰۰۳ کښی یو تغیرمنځته راغی هغه داسی چی عمومی سامبلی به هر کال دسیپټمبر ۱۶ خپلی ناستی او غونډی پیلوی اوبیا تر ډیسمبر ه پوری دوام کوی دغه ناستی عمومی سامبلی دکلنی ناستی په نامه سره یادیږی د عمومی سامبلی دریاست او معاونیت لپاره په هر ناسته کښی نفر انتخابیږی دغونډو د وخت شروع او ختم ټوله دریس لخو ا تعینیږی دخاصو او عاجلو ناستو لپاره عمومی سامبلی دامنیت شورا په غوښتنه په اکثریت رایو سره رټولیږی او پر عاجلو او خاصو مسایلو بحث کوی که څه هم عمومی سامبلی دملګروملتونو یو نړیوال ارګان ګڼل کیږی خو تر یو مودی سازمان ته نوی غړیتوب له مناو ډډه وکړه هغه دوه عمد لاملونه درلو دل چی »د دوه نړیوالو سترو واکونو (امریکا ـ شوروی ) سیالی »له جغرفیاوی پلو ه دیو شمیر هیوادونو کوچنیوالی تر ۱۹۵۵ کال پوری دیادو دووستر و قدرتو نو دسیاسی رقابت له وجهی سازمان ته دنویو هیوادونو غړیتوب وځنډی دی خو ورورسته یو زیات شمیر لویو او کوچنیو هیوادونو دملګرو ملتونو سازمان ته دغړیتوب لار پیداکړیه چی له دی سر عمومی سامبلی دنړیوالتوب ماهیت څرګند کړ (سویس هم په کال ۲۰۰۲ کښی دملګروملتونو غړیتوب تر لاسه کړ) دنوی غړیتوب په تر لاسه کولو کښی یو بل مشکل له جغرفیاوی پلو ه دیوشمیر هیوادونو دکوچنیوالی مسله وه تر اویایمی لسیز ی امریکا او بعضی نورو غربی هیوادونو په ملګروملتونو کښی دکوچنیوهیوادونو (micro state ) له غړیتوب سره مخالفت کاوه او دلیل یی دا وو چی کوچنی هیواد ونه نشی کولا دمنشور دپر یکړو مطابق خپلی ژمنی سرته ورسوی خو بلا خره داویایمی لسیزی په لومړیو کلونوکښی کوچنی هیوادونه په دی وتوانیدل چی دملګروملتونو دیو سازمان غړیتوب تر لا سه کړی »درایی اچونی سیسټم : دملګروملتونودمنشورد ۱۸ مادی له مخی په عمومی اسامبلی کښی هر غړی هیواد یو رایه لری او ا سامبلی کښی برابری او دموضوع ارزښت خورا اهمیت لری » عمومی اسامبلی کښی دمهمو مسا یلو په اړه دوه ثلثه رایه تصمیم نیسی او مهم مسایل عبارت دی له لاندی رسمی نوملړ څخه ـــ‎ دنړیوالی صلحی او امنیت دټینکښت په اړه توصیه کول ـــ دامنیت شورا دغیردایمی غړوټاکل ـــ اقتصادی اوټولنیزه شورادغړوټاکل ¬¬ــ قیمومیت دشورادغړوټاکل ــ دملګروملتونوپه سازمان کښی نوی غړومنل ــ دغړودمزایاوواوحقونوځنډول اودغړو ایستل ــ دقیمومیت دنظام اړونده مسایل دعمومی اسامبلی واکــونه او وظایف » عمومی اسامبلی په ملګرملتونوکښی په عمومی ډول یومشوره ورکونکی بنسټیز ارګان دی خوبیاهم دډیروتصمیمونوصلاحیت لری په عمومی ډول عمومی اسامبلی دملګرملتونوپرسازمان اوفرعی ارګانونوباندی بحث کولوترنظر ایستلو.تحقیقاتو. کنټرول. او انتقاد دنده لری. عمومی اسامبله چی دټولوهیوادونو استازوڅخه جوړه شوی ده دیونړیوال لیدلوری څرګندونه کوی دعمومی اسامبلی ټول غړی دمنشور د۱۰ او ۱۷ مادوپربنسټ له پراخه واکونوڅخه برخمنه ده خوپه لنډ ډول کښی پوه سی باید داسی ووایوچی عمومی اسامبلی داسی قوانین تصویبوی چی الزامی وی خوپریکړه لیکونه یی ټول دتوصیوی بڼه لری دملګروملتونود۱۰ می مادی مطابق عمومی اسامبلی کولی سی هرهغه مسله چی دملګروملتونودمنشورسره سرخوری تربحث لاندی نیسی خوپه هیڅ وجه ترنورملکونوپه داخلی مسایلوکی لاس وهنه نه سی کولی عمومی اسامبلی کولای سی چی دنړیوالی صلحی اومنیت په موخه دګډی همکاری اصول لکه دبی وسلی کول اودوسلوالودتنظیم اصول تربحث اوڅـیړنی لاندی ونیسی اوکولای سی دیادو اصولوپه اړه دسازمان غړواویاهم امنیت شورا ته توصیه وکړی اوهمدغه رازدمهمو مسایلو په اړه پریکړه به دعمومی اسامبل له خواتربحث وروسته امنیت شوراته وړاندی سی » الف: دعمومی اسامبلی انحصاری واکونه عمومی اسامبله په لاندی برخوکښی انحصاری واک لری اودسازمان نوری څانګی حق نه لر چی داسامبلی په چاروکښی لاس وهنه وکړی ۱، دفرعی څانګوجوړول: عمومی اسامبلی کولی سی دضرورت اولازم ګڼلو په وخت کښی فرعی څانګی جوړی کړی.دغه څانګی دخاصو وظایفو دترسره کولولپاره جوړیږی لکه.UNHCR *UNICEF* WHO اونـورو

۲ دنړیوالوتـدریـجی پـراختیا اوتـدوین دمنشور۱۳ می مادی له مخی عمومی اسامبله دنړیوالوحقـوقـودپراختیا اوتـدوین په موخه لازمی هڅی کوی په همدی اساس عمومی اسامبلی په کال ۱۹۴۷ کښی دنړیوالوحقـوقـوکمیسیوجوړکړیادکمیسیون له ۳۴ تکړه حقوق پوهانوڅخه جوړسوی دی اوداسامبلی له خوادپنځوکلونولپاره ټاکل کیږی دغه کمیسیون په کال کښی یوځل غونډه کوی اوهدف یی دنړیوالوحقوقی پراختیا اوقانونی طرحواماده کول دی.

۳ ناخـپلـواکه سیمی. عمومی اسامبلی ترقیمومیت(سرپرستی) لاندی سیموپه اړه یولړپراخ واکونه لری دقیمومیت اوڅارنی په اړه دهوکړه لیکـونوتصویب اوترقیمومیت لاندی هیوادنوته دخپلواکی په اړه پریکړه دعمومی اسامبلی له انحصاری واکونوڅخه ګڼل کیږی عمومی اسامبلی دناخپلواکه سیموته دازادی په ترلاسه کولوکښی ډیری هلی ځلی کړی دی دملګروملتونوپه سازمان کښی داخل بعضی واکونه

» الف: عمومی اسامبله دملګروملتونودسازمان دبودیجی تصویب اودڅیړنی واک لری 

» ب: عمومی سامبله مــسولیت لری چی دسازمان مالی لګښت دتامین په موخه له غړوهیوادونوڅخه ټاکلی ونډه راټوله کړی »ج: عمومی اسامبله ټول هغه مالی بودیجوی مسایل چی ۵۷ می مادی له مخی دسازمان تخصص ارګانونوته منظوریږی


نــوټ: دسازمان مالی لګښت په دری برخوویشل سوی دی عادی بودیجه عادی بودیجه په هرو دری کلونوکښی یوځل دعمومی اسامبلی له لوری تصوییبیږی دبودیجی پیشنهاد. لومړی دعمومی منشی له خواکیږی. وروسته بیادڅیـړلوپه موخه د اداری اودبویجوی چارومشورتی کمیټی ته وړاندی کیږی نااټکل سوی اوغیری عادی بودیجه دملګروملتونونااټکل سوی اوفوق العاده بودیجه په هروودووکلونوکښی په عمومی بودیجه کښی پیشبینی کیږی عمومی منشی واک لری چی دملګروملتونودمالی اوبودیجی چارومشوراتی کمیټی سره په مشوره دنړیوالوبیړنیومسایلوپه موخه نیژدی ۲ میلیونه کلنی بودیجه اماده کړی که چیری دځانګړویاغیری عادی بودیجی لپاره تر۲ میلیونه ډالره زیاتوپیسوته اړتیاولیدل سی نوعمومی اسامبله بایدپه دی اړه بیړنی غونډه راوغواړی اوپریکړه وکړی »دمعاشوتوله ملیاتو څخه لاسته راغلی بودیجه په کال ۱۹۴۸ کښی دمعاشوتوله ملیاتو صندوق په جوړیدو سره دهر کال لپاره دڅلویښت میلیونه ډالرو معادل بودیجه ورته اټکل سوه په ۱۹۸۵ کال کښی دا مبلغ ۱۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړ سو چی د یو شمیر هیوادونو له نیوکو سره مخ سو د دی صندوق پیسی دولتونو له خوا تا مینیږی په سازمان کښی دبودیجی کر په جبیرانولو کښی مرسته کوی » عمومی سامبلی واک لری ترڅونړیواله همکاری دهیوادونو ترمنځ زیاته کړی خصوصا په دووبرخو کښی دهمکاری ښه جدی سپارښتنه کولاسی هغه لکه سیاسی همکاری چی نړیوال حقوقو دساتنی او مراعات په برخه کښی کولا سی »انتخابی وظایف /غیر انحصاری واکونه

عمومی اسامبلی چی دملګروملتونو یو مرکز ارګان دی نوځکه صلاحیت لری چی دنورو ارګانونو بعضی غړی وټاکی هغه لکه لاندی ټاکنیز صلاحیتو 

۱ . عمومی اسامبلی دامنیت شورا ۱۰ غیردیمی غړی هرکال ټاکی اوپه هغوکښی ۵ غړی په هر دوو کلونوکښی خپله کاری دوره پای ته رسوی ۲ . عمومی اسامبله دقتصادی او ټولنیزی شورا ۵۴ غړی انتخابوی په هغو کښی ۱۸ غړی یی هر کال انتخابیږی ۳ . عمومی اسامبلی دا مانتداری دشورا بغضی غړی ټاکی ۴ . عمومی اسامبلی دامنیت شورا په غوښتنه دملګروملتونو سر منشی انتخابوی ۵ . عمومی اسامبلی دملګروملتونو دفرعی ارګانونوغړی انتخابوی یاداښت : هرانتخاب امنیت شورا ، اقتصادی او ټولنیز شورا ، او امانتداری په شور کښی دوه پر دری کثریت رایی ته ضرورت لری دنړوالی محکمی قاضیانو د عمومی اسامبلی او امنیت شورا په غوڅ اکثریت انتخابیږی »دغړیتوب ـ ځنډول ـ او ایستل : عمومی اسامبلی دملګروملتوتوپه سازمان کښی دیوهیواد ته د غړیتوب ورکوی دامنیت شورا په پیشنهاد سره کوی امنیت شورا او عمومی اسامبلی اوږه په اوږه دیو هیواد غړی کول ځنډوال او ایستل تر سره کوی ۶ . دنړیوالی صلحی او دامنیت ساتنه عمومی اسامبلی اوامنیت شورا ګډواک چی دمنشورلسمه مادی یی په باره کښی داسی وایی (عمومی اسامبله کولا سی دمنشور له مخی هر ه مسله که هغه په هر ارګان پوری اړه ولری او تر بحث لاندی ونیسی او په ۱۲ مه مادیه کښی له راغلی حالت پر ته عمومی اسامبله همدغه راز کولاسی چی ملګروملتونوغړویا منیت شورا ته دځینیو مسایلو په اړه توصیه وکړی ) ۷ . عمومی اسامبله دلومړی کمیټی له لاری سیاسی او امنتی مسایل څیړی ۸ . عمومی اسامبله ملګروملتونوپر ټولو فعالیتوتو دڅارنی په تر څ کښی هر کال دامنیت شورا او عمومی منشی دکار راپور څیړی په اړه یی لا زمی څیړنی کوی ۹ . عمومی اسامبله دامنیت شورا دغیر دایمی غړو په ټاکنه کښی مهم رول لوبوی دامنیت شورا ۲/۳ برخه غړی عمومی اسامبلی لخوا ټکل کیږی » عمومی اسامبلی جوړښت عمومی اسامبلی په هر ناسته کښی دریاست او معاونیت لپاره اشخاص ټاکی دناستی دشروع څخه مخکی اسامبلی مکلفیت لری چی بحث اجنډاټولو کمیونونوته ورکړی په عمومی اسامبلی کښی ۶ مختلفی کمیټی وجودلری چی دنامه مطابق هره کمیټه خپله دنده لری اوسرته یی رسو ی دغه کمیټی عبارت دی له ۱ . سیاسی اوامنیتی کمیټه ۲ . مالی اواقتصادی کمیټه ۳ . بشری ، ټولنیزه او کلتوری کمیټه ۴ .دباور او امنتد اری کمیټه ۵ . دبودیجی او اداری کمیټه ۶ . حقوقی کمیټه په عمومی اسامبلی کښی بعضی دایمی او موقتی کمیسونونه هم شته چی په خاصو حالاتو کښی منځه ته راځی موقتی کمیسونونه دخاص دنده دسرته رسولو ورورسته منحل کیږی

دامنیت شوراsecurity council ـ ـ امنیت شورا دملګرو ملتونو یو بسټیز اصلی او ډیر مهم ارګان دی دنړیوالی صلحی او دصلحی ټینګښت دنده پر غاړه لری دیادونی ده چی امنیت شورا ته د دی ډول مسولیت سپارل د سترو قدرتونو له خواچی د دویمی نړیوالی جګړی پرمهال یی مهال یی دیوه نړیوال سازمان دجوړیدوهیله لرله په وړاندی سوی طرحه کښی ورکړل سوی دی دملګروملتونودتا سیس په وخت کښی یو دایمی ارګان چی دنړیوالی صلحی او امنیت مسولیت پر غاړه ولری پیشبینی سوی وه او هغه دایمی څانګه په ملګرو ملتونو کشی عبارت وه له امنیت شورا څخه . په اول ګښی یی ۱۱ غړی درلودل . خو هغه تغیرات چی په کال ۱۹۶۵ ګښی منځته راغله دغړو هیوادونه تعداد یی ۱۵ ته رسیږی . دامنیت شورا غړی پر دوو بر خو ویشل سوی دی . دمنشور د۲۳ می مادی له مخی امنیت شورا له پنځلس غړو څخه جوړه شوی ده . چی یوه برخه یی دایمی او بله یی غیر دایمی غړی دی هغه دایمی غړی چی هم ددایم غړیتوب امیتاز لری اوهم دویټوله ځانګړی واک څخه هم برخمن دی ، عبارت دی له چین ، فرانسی ،شوروی ، بریتانیا او امریکا څخه . ملګرو ملتونو دامنیت دشورا دغړو زیاتیدو په باره کښی ډیر مزاکرات او مجلسونه سوی دی . خو نتیجه یی نده ورکړی . اکثره هیوادونه ددی غوښتونکی دی چی باید دامنیت دشورا دغړو تعداد زیات کړای سی او ددایمی غړو عملی تاثیرات کم سی . خو هرکله چی ددی خبری غوښتنه کیږی غربی ټولنه او دایمی غړی هغو ته منفی رنګ ورکوی اورده وی یی . او ددوی دلیل دادی چی که غواړی چی صحیح کار وکړی نو باید تعداد مو همداسی کم وی ، خوړ کیسی رنګ اصلا دادی چی دلته دقدرتمندو هیوادونو ګټی په خاطر کښی لویږی ، نو ځکه یی مخالفت کوی ، ددایمی غړو په باری کښی همیشه نیوکی صورة نیسی ، خو اوس داسی احساس کیږی چی المان ، جاپان برازیل او هند به څیر یو شمیر نور دمخه پر دوی هیوادونو باندی امنیت شورا کښی ددایمی غړیتوب مسحق ګڼل کیږی دمانیت شورا پر جوړښت بیا کتنه نده سوی خو لږ څه تغیرات چی راغلی هغه داچی غیری دایمی غړو شمیر لږ زیات سوی په عمومی اسامبلی کښی دغیر دایمی غړو دټاکلو لپاره لاندی شرایط په پام کښی نیول کیږی . ۱ـ دنړیوالی سولی او امنیت وا دسازمان دنورو مخو په تحقیق کښی مرسته ۲ـ جغرافیی له مخی په ښورا کښی دڅو کیو عادلانه ویش دغیر دایمی غړو په ټاکلو کښی عمومی اسامبلی یو معیار جغرافیی پر اساس چی دکال (۱۹۶۵) پوری دغړو تعداد او انتخاب په لاندی ډول دی . ــ لاتینی امریکا دولتونه (۲غړی) ــ لویدیځه اروپا (۱غړی) ــ ختیځه ارويآ (۱غړی) ــ منځینی ختیځ (‍۱غړی) ــ دګډو ګټو هیوادونه (۱غړی)