د نړیوالې تودوخې لانجه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نړیوالې تودوخې لانجه په دې اړه عمومي بحث دی چې ایا نړیواله تودوخه پېښېږي که نه، په معاصرو وختونو کې څومره پېښه شوې، څه شی یې لامل شوي، اغېزې به یې څه وي، ایا د مخنیوي لپاره یې کوم اقدام کېدای شي یا باید وشي او که داسې وي نو دا اقدام باید څه وي. په علمی لحاظ قوي اجماع موجوده ده چې د نړۍ د تودوخې کچه په وروستیو لسیزو کې ډېره شوې ده او لامل یې هغه ګلخانه‌يي ګازونه دي چې د انساني فعالیتونو په پایله کې خپاره شوي دي. په ملي او نړیواله کچه هېڅ علمي بنسټ له دغه نظر سره مخالفت نه لري، که څه هم یو څو سازمانونه شته چې د استخراجي صنایعو داسې غړي لري چې دریځونه یې غیر متعهد دي او ځینو هم هڅه کړې تر څو خلکو ته قناعت ورکړي چې اقلیمي بدلون نه رامنځته کېږي؛ یا هم وايي چې د اقلیمي بدلونونو لامل انساني فعالیتونه نه دي او په دې توګه هڅه کوي چې په ساینسي اجماع کې شک پیدا کړي.[۱][۲][۳][۴][۵]

دا مجادله یا لانجه دا مهال د علمي بڼې پرځای تر ډېره سیاسي بڼه لري: یوه علمي اجماع موجوده ده چې وايي نړۍ د ګرمېدو په حال کې ده او لامل یې هم انساني فعالیتونه دي. خو په رسنیو کې د نړیوالې تودوخې د مهمو علمي حقایقو په اړه اختلافات تر علمي بحثونو زیات دي او دا ډول ستونزې حل شوې بولي. دا ډول اختلافات په متحدو ایالتونو کې د نورې نړۍ په پرتله زیات دي.[۶][۷][۸]

د نړیوالې تودوخې د موجودیت او لاملونو په اړه په سیاسي او عمومي بحثونو کې د تودوخې په مخینه کې د لیدل شوي زیاتوالي لاملونه شامل دي چې ایا د تودوخې پروسه له نورمالو اقلیمي بدلونونو څخه ډېره شوې ده که نه او ایا انساني فعالیتونو په دې کې ونډه لرلې ده که نه. ساینس پوهانو دا پوښتنې په قاطع ډول د دې نظر په ګټه ځواب کړې او حل کړې دي چې د تودوخې اوسنی شته دی او دوام لري، انساني فعالیتونه یې لامل دی او لږ تر لږه په تېرو ۲۰۰۰ کلونو کې بې ساري وې. عامه اختلافات چې علمي بحثونه هم منعکسوي، داسې اټکلونه رانغاړي چې اقلیمي سیستم به د ګلخانه‌يي ګازونو هرې کچې ته څومره ځواب ویونکی وي، اقلیم به څرنګه پر محلي او سیمه‌ييزه کچه بدل شي او د نړیوالې تودوخې پایلې به څه وي.[۹][۱۰][۱۱]

تاریخچه[سمول]

عامه نظر[سمول]

په متحدو ایالتونو کې ټولیزو رسنیو د ۱۹۸۸ کال تر وچکالۍ پورې د نړیوالې تودوخې په اړه د بحثونو پوښښ ته لږ وخت ورکړی و او سنا مجلس ته د جېمز اي هینسن شاهدۍ په صراحت نړیواله تودوخه داسې "غیر نارمل هوا وبلله چې ملت ورسره مخ دی". په متحدو ایالتونو کې نړیوالې تودوخې ته په ۲۰۰۶ کې د «ال ګور» د مستند فلم یا ډاکمنټرۍ «یو ځورونکی حقیقت» له خپرېدو وروسته پام ډېر شو.[۱۲]

د بریتانیا مطبوعاتو هم هغه مهال په دې اړه د خپل خبري پوښښ ډول بدل کړ چې د ۱۹۸۸ کال په پای کې «مارګرېټ تاچر» په سلطنتي انجمن کې وینا وکړه او د انساني فعالیتونو په پایله کې یې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د اقدام غوښتنه وکړه. هغه مهال چاپېریالي سازمانونو او سیاسي اپوزیسیون د داسې "حل‌لارو غوښتنه کوله چې د حکومت له حل‌لارو سره توپیر ولري". د ۲۰۱۳ کال په مې میاشت کې د وېلز شهزاده «چارلېز» په یوه وینا کې ځمکه له یوه داسې ناروغ سره پرتله کړه چې د مړینې په حال کې ده. ده د اقلیم له بدلون څخه پر انکار کوونکو او د شرکتونو پر لابي‌ګرانو دواړو سختې نیوکې وکړې او په دې برخه کې یې خپل دریځ روښانه کړ. "یوه علمي فرضیه تر بشپړ ویجاړي پورې ازمول کېږي، خو طب بیا په تمه نه شي پاتې کېدای. که یو ډاکټر ماشوم وویني چې تبه لري، نو د ازمېښتونو په تمه نه‌شي کېناستی. باید پر هغه څه عمل وکړي چې موجود دي."[۱۳][۱۴][۱۵]

ډېرو اروپایي هېوادونو تر ۱۹۹۰ کال پورې د ګلخانه‌يي ګازونو د انتشار یا خپرښت د کمولو لپاره اقدام وکړ. لوېدیځ جرمني وروسته له هغه اقدام وکړ چې زرغون ګوند په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې په پارلمان کې څوکۍ وګټلې. د اروپایي اتحادیې ټولو هېوادونو د ۱۹۹۷ کال د کیوټو پروتوکول تصویب کړ. د نادولتي مؤسسو له‌خوا هم ډېر فعالیتونه وشول. د متحدو ایالتونو د انرژۍ د معلوماتو ادارې راپور ورکړی چې په متحدو ایالتونو کې "د ۲۰۱۲ کال کمښت په دې معنا دی چې د ګلخانه‌يي ګازونو انتشار له ۱۹۹۴ کال راهیسې په ټیټه کچه کې دی او د ۲۰۰۷ کال تر وروستۍ کچې ۱۲ سلنه ډېر ټیټ دی."[۱۶][۱۷]

دا تیوري چې د ګلخانه‌يي ګازونو زیاتوالی د تودوخې د زیاتوالي لامل کېږي، په لومړي ځل په ۱۸۹۶ کال کې سویډني کیمیاپوه «سوانټ ارینیوس» وړاندې کړه، خو اقلیمي بدلون تر ۱۹۹۰یمو کلونو پورې د سیاسي موضوع په توګه نه و مطرح شوی. دې ځانګړې موضوع ته د هر ډول پام راجلبولو کلونه وخت ونیو.[۱۸]

په اروپا کې پر اقلیم د انسان د اغېز مفهوم د متحدو ایالتونو او نورو هېوادونو په پرتله په چټکۍ سره په پراخه کچه ومنل شو. په ۲۰۰۹ کال کې یوې سروې یا نظرپوښتنې ومونده چې اروپایانو د «لوږې او د خوړو او څښاک د اوبو د نشتوالي» او «د لوی اقتصادي زوال» تر منځ اقلیمي بدلون د نړۍ دوهمه جدي ستونزه ګڼلې ده. په سلو کې ۸۷ سلنه اروپایانو اقلیمي بدلون یوه جدي ستونزه ګڼلې ده، خو لس سلنه خلکو بیا جدي نه ده نه بللې.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

په ۲۰۱۰ کال کې د «شک سوداګر» (Merchants of Doubt) په نامه کتاب لیکوالانو د دې ادعا لپاره اسناد وړاندې کړل چې ګواکي مسلکي منکرانو هڅه کړې چې په عامه افکارو کې شک خپور کړي تر څو د انساني فعالیتونو په پایله کې د کاربن د خپرښت د اغېزو کمولو لپاره د هر ډول بامعنا ټولنیز یا سیاسي پرمختګ مخنیوی وکړي. دا واقعیت چې د امریکا نیمایي نفوس په دې باور دی چې د نړۍ تودوخه د انساني فعالیتونو له امله رامنځته کېږي، دغو انکار کوونکو ته فرصت ورکوي چې ځانونه بریالي وبولي. د لیکوالانو له اصلي دلیلونو څخه یو دا دی چې ډېری هغه مشهور ساینس پوهان چې له نړیوالې اجماع سره مخالفت کوي، د د موټرو او تېلو په څېر د نورو هغو صنعتونو له‌خوا تمویلېږي چې د حکومت له‌خوا د ګلخانه‌يي ګازونو د تنظیم له امله تاوان کوي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. "'Climate Change 2013: The Physical Science Basis.' IPCC Fifth Assessment Report, Working Group I, Summary for Policymakers. 'The best estimate of the human-induced contribution to warming is similar to the observed warming over this period.'" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Julie Brigham-Grette; et al. (September 2006). "Petroleum Geologists' Award to Novelist Crichton Is Inappropriate". Eos. 87 (36): 364. Bibcode:2006EOSTr..87..364B. doi:10.1029/2006EO360008. The AAPG stands alone among scientific societies in its denial of human-induced effects on global warming. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. DiMento, Joseph F. C.; Doughman, Pamela M. (2007). Climate Change: What It Means for Us, Our Children, and Our Grandchildren. The MIT Press. د کتاب پاڼې 68. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-262-54193-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Mann, Michael E.; Toles, Tom (2016). The Madhouse Effect. New York Chichester, West Sussex: Columbia University Press. doi:10.7312/mann17786. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0231541817. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Oreskes, Naomi & Conway, Erik (2012). Merchants of doubt : how a handful of scientists obscured the truth on issues from tobacco smoke to global warming. Bloomsbury. OCLC 934374946. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1408824832. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  6. "Scientific consensus: Earth's climate is warming". Climate Change: Vital Signs of the Planet. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Boykoff, M.; Boykoff, J. (July 2004). "Balance as bias: global warming and the US prestige press" (PDF). Global Environmental Change Part A. 14 (2): 125–136. doi:10.1016/j.gloenvcha.2003.10.001. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۶ نومبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  8. Oreskes, Naomi; Conway, Erik (2010). Merchants of Doubt: How a Handful of Scientists Obscured the Truth on Issues from Tobacco Smoke to Global Warming (الطبعة first). Bloomsbury Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59691-610-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Committee on Surface Temperature Reconstructions for the Last 2,000 Years and National Research Council (2006). Surface Temperature Reconstructions for the Last 2,000 Years. Washington, DC: The National Academies. doi:10.17226/11676. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-10225-4. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Public Support for Climate and Energy Policies in March 2012 (PDF). Yale Project on Climate Change Communication. 2012. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 27 June 2011 باندې). Climate sceptic Willie Soon received $1m from oil companies, papers show.
  12. McCright, A. M.; Dunlap R. E. (2000). "Challenging global warming as a social problem: An analysis of the conservative movement's counter-claims" (PDF). Social Problems. 47 (4): 499–522. doi:10.2307/3097132. JSTOR 3097132. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) See p. 500.
  13. Speech to the Royal Society (27 September 1988), Public Statement, Speech Archive, Margaret Thatcher Foundation. Retrieved 9 April 2007.
  14. Carvalho, Anabela (2007). "Ideological cultures and media discourses on scientific knowledge" (PDF). Public Understanding of Science. 16 (2): 223–43. doi:10.1177/0963662506066775. hdl:1822/41838. S2CID 220837080. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 9 May 2013 باندې). Charles: 'Climate change sceptics are turning Earth into dying patient'.
  16. "USEIA U.S. Energy-Related Carbon Dioxide Emissions, 2012". 21 October 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Mintzer, Irving M. (1992). Confronting climate change. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 265–272. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-42091-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Bodansky, Daniel (2001). "The History of the Global Climate Change Regime" (PDF). In Luterbacher, Urs; Sprinz, Detlef F. (المحررون). International Relations and Global Climate Change. The MIT Press. د کتاب پاڼي 23–40. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۷ مارچ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Crampton, Thomas (4 January 2007). "More in Europe worry about climate than in U.S., poll shows". International Herald Tribune. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ جنوري ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Little Consensus on Global Warming – Partisanship Drives Opinion – Summary of Findings". Pew Research Center for the People and the Press. 12 July 2006. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. TNS Opinion and Social (December 2009). "Europeans' Attitudes Towards Climate Change" (Full free text). European Commission. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 5 September 2007 باندې). BBC switches off climate special. BBC.
  23. McCarthy, Michael, Global Warming: Too Hot to Handle for the BBC Archived 15 September 2007 at the Wayback Machine., The Independent, 6 September 2007
  24. BBC drops climate change special. The Guardian. 5 September 2007. Retrieved 15 December 2011.
  25. Oreskes, Naomi; Conway, Erik (2010). Merchants of Doubt: How a Handful of Scientists Obscured the Truth on Issues from Tobacco Smoke to Global Warming (الطبعة first). Bloomsbury Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59691-610-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Weart, Spencer (2006). "The Public and Climate Change". In Weart, Spencer (المحرر). The Discovery of Global Warming. American Institute of Physics. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-01157-1. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 26 March 2006 باندې). Poll: Public Concern on Warming Gains Intensity. ABC News.
  28. GlobeScan and the Program on International Policy Attitudes at University of Maryland (په 25 September 2007 باندې). Man causing climate change – poll. BBC World Service
  29. Oreskes, Naomi (2010). Merchants of doubt : how a handful of scientists obscured the truth on issues from tobacco smoke to global warming. Conway, Erik M. (الطبعة 1st US). New York: Bloomsbury Press. OCLC 461631066. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1596916104. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)