د نوې کېدونکې وړ تودوخه (چې په يو ځل استعمال له منځه نه ځي)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نوي کېدو وړ تودوخه د نوې کېدو وړ انرژۍ يو ډول کارول دي، کوم چې د نوي کېدو وړ سرچينې څخه د تودوخې تر لاسه کولو ته اشاره کوي؛ د بېلګې په ډول، د فوسيلي سون توکو د اوبو ګرمونکي پر ځای، د متمرکزې لمريزې شعاع په مټ د تودو شويو اوبو سره راديتور (يخچال) ته ځواک ورکول. د نوي کېدو وړ تودوخې په ټیکنالوژيو کې د نوي کېدو وړ بيالوژيکي سون توکي، لمريزه تودوخه، ځمکمنۍ تودوخه، د تودوخې پمپونه او د تودوخې تبادله کوونکي شامل دي. جلا والی عموماً د تل لپاره د نومي کېدو وړ تودوخې د پلې کېدو په څرنګوالي کې يو مهم عنصر دی.

ډېری ساړه هېوادونه د برېښنا د برابرولو په پرتله ډېره انرژي د تودوخې لپاره مصرفوي. د بېلګې په ډول، په ۲۰۰۵ز کال کې انګلستان ۳۵۴ تيراواټه برېښنايي طاقت کارولی و، خو د تودوخې اړتيا يې ۹۰۷ تيراواته وه، د کوم ستره برخه (۸۱٪) چې د ګاز په کارولو سره پوره شوې وه. استوګنيزې برخې یواځې ۵۵۰ تيراواټه انرژي د تودوخې لپاره کارولې وه چې عموماً له «ميتان» څخه تر لاسه شوې وه. په انګلستان کې نږدې نيمه کارول شوې انرژي (۴۹٪) د تودوخې په بڼه کې وه، له دې ډلې څخه ۷۰٪ يې په کورنيو او سوداګريزو او دولتي ودانيو کې شوې وه. کورنيو عموماً تودوخه د هوا د تودولو لپاره کارولې وه (۶۹٪).[۱][۲]

د نوي کېدو وړ برېښنا او د نوي کېدو وړ تودوخې پرتليزه سيالي د انرژۍ او چاپېريال په اړوند د يو هېواد د تګلارې تر ليدلوري پورې اړه لري. په ځينو هېوادوندو کې په فوسيلي سون توکو چلېدونکې تودوخې سره د مرستې له امله د نوي کېدو وړ تودوخې په مخ کې خنډ ګرځېدلی. په دې هېوادونو کې، لکه سويډن، ډنمارک او فينلينډ، چېرته چې حکومتي مداخلت د کاربن د تشخيص د ټيکنالوژۍ د بې طرفه شکل سره نژدې دی (يعنې د کاربن او انرژۍ ماليات)، د نوي کېدو وړ تودوخې د انرژۍ په وروستي لګښت کې د پام وړ نوي کېدو انرژۍ په ونډه کې مخکښه برخه درلودلې ده. په هغو هېوادونو کې، لکه المان، متحده ايالات او انګلستان، چېرته چې د مختلفو ټيکنالوژيو، استعمال او پیمانې لپاره په بېلابېلو کچو د حکومتي مداخلې ټاکنه شوې ده، د نوي کېدو وړ تودوخې او نوي کېدو برېښنا ټيکنالوژيو ونډې د اړوند ملاتړ تر کچې پورې اړه لري او د دې په پايله کې د انرژۍ وروستي لګښت کې يې عموماً د نوي کېدو ونډه کمه ده.[۳]

د نوي کېدو وړ تودوخې مخکښې ټيکنالوژۍ[سمول]

لمريزه تودوخه[سمول]

لمريزه تودوخه د ودانۍ د جوړولو يو سبک دی، کومه چې د دوبي يا ژمي د لمر د ځلا انرژي کاروي، څو يوې ودانۍ ته ابتدايي يا مرستندویه اقصتادي تودوخه برابره کړي. دا تودوخه هم د هوا د تودوخې لپاره کارول کېدای شي (د هوا لمريزه تودوخه وګورئ) او هم د اوبو د تودوخې لپاره کارېدای شي (لمريزې تودې اوبه وګورئ). د لمريزې تودوخې طرحه په دوه ډلو وېشل شوې ده:

  • منفي لمريزه تودوخه، د تودوخې د راټولولو لپاره د کور په طرحه او جوړښت پورې اړه لري. د منفي لمريزې ودانۍ په طرحه کې بايد همدا راز د تودوخې په زېرمه کولو او وېشلو هم غور وشي، کومه چې په غېر فعال ډول بشپړېدای شي، يا د زېرمه کولو لپاره د ودانۍ پر بنسټ تودوخه په فعال ډول راکش کولو لپاره د هوا د ايستلو څخه کار اخيستلای شي. دا ډول يوه طرحه تر يو بريده د لمر لرونکي دوبي په ورځ کې (-7 °C يا 19 °F) د کور د تودوخې درجه تر ۲۴ سانتيګراد (۷۵ فارنهايت) پورې زياتولو سره اندازه شوې وه او ادعا کېږي چې دا سيستم په غېر فعال ډول د ودانۍ ډېرې برخې ته تودوخه برابروي. د ۴۰۰۰ فوټ مربع (۳۷۰ متر مربع) کور د يو مربع فوټ (۳۷۰ متر مربع) پر سر ارزښت ۱۲۵ ډالره دی (يا ۳۷۰ متر مربع په ۱۳۵۱ ډالره په يو متر مربع)، دا د دوديز نوي کور له قیمت سره برابر ارزښت دی.[۴]
  • د تودوخې فعال لمريز سيستم له پمپ څخه کار اخلي، څو د لمريزې تودوخې له راټولونکي څخه هوا يا مايع يوې ودانۍ يا زېرمه ځای ته ولېږدوي. د لمريزې هوا تودوخې يا لمريزې اوبو تودوخې په څېر وسايل په عام ډول په تختو کې لمريزه تودوخه جذب کوي، کوم چې وروسته په نورو وسايلو کې کارېدای شي، لکه د هوا تودوخه او يا د استوګنيزو اوبو تودونکو لپاره تودخه پوره کول. به برېښنا د لمر وړانګو بدلونکو تختو په عکس، کومې چې د برېښنا د توليد لپاره کارول کېږي، برېښنايي تودوخې تختې ارزانه دي او د لمريزې انرژۍ ډېر لوړ تناسب له ځانه سره زېرمه کوي.

د لمريزې تودوخې سيستمونه عموماً د يوې کوچنۍ بشپړونکې تودوخې سيستم مرستې ته اړتيا لري، که هغه دوديز وي يا د نوي کېدو وړ وي.

د ځمکنۍ ګرمۍ تودوخه[سمول]

د ځمکنۍ تودوخې انرژۍ ته د اوبو د کيندلو يا د بخار د څاګانو له لارې په داسې يوه پروسه کې لاسرسی کېدای شي، لکه د تيلو لپاره کيندل کول. د ځمکنۍ تودوخې انرژي يوه ستره، لږه استعمال شوې تودوخه او د انرژۍ سرچينه ده، کومه چې پاکه ده (د شنې خونې ډېر کم او يا بيخي ګاز نه خارجوي)، باوري ده (د منځني سيستم شتون يې ۹۵٪ دی) او په کور کې د جوړېدو وړ ده (خلک په تيلو کم تکيه ګرځوي).[۵]

ځمکه د لمر انرژي جذبوي او دا په سمندرونو او د ځمکې لاندې تودوخې په توګه زېرمه کوي. د ځمکې د تودوخې درجه د کال په اوږدو کې له ۴۲ څخه تر ۱۰۰ درجې فارنهايت (له شپږ څخه تر ۳۸ سانتيګراد پورې) په نقطه پاتې کېږي، خو تر دې پورې اړه لري چې تاسې د ځمکې په کومه برخه کې ژوند کوئ. د ځمکنۍ تودوخې يو سيستم د ځمکې د سطحې په ښکته برخه کې موندل کېدونکې ثابتې تودوخې درجې څخه ګټه اخلي او دا بيا د ودانيو د تودولو او سړولو لپاره استعمالوي. دا سيستم د ځمکې لاندې د نصب شويو پايپونو د يوې لړۍ څخه جوړ دی، کومه چې په يوه ودانۍ کې له نورو پايپونو سره تړلې وي. يو پمپ د مدار په مټ مايع په څرخ کې راولي. په ژمي کې پايپ کې شته مايع د ځمکې تودوخه جذبوي او هغه بيا د ودانۍ د تودولو لپاره استعمالوي. په دوبي کې، دا مايع تودوخه له ودانۍ څخه جذبوي او هغه بيا په ځمکه کې له منځه وړي.[۶]

د تودوخې پمپونه[سمول]

د تودوخې پمپونه تودوخه له يو ځای څخه بل ځای ته د لېږدولو لپاره کار استعمالوي او دا د تودوخې او هوا د سړولو دواړو لپاره کارول کېږي. که څه هم  زیاتې پانګې ته اړتيا لري، بيا هم د تودوخې پمپونه د استعمال لپاره  اقتصادي او د نوي کېدو وړ برېښنا په مټ چلېدای شي. د تودوخې د پمپ دوه عام ډولونه د هوا د سرچينې په مټ د تودوخې پمپونه (ASHP) او د ځمکې د سرچينې د تودوخې پمپونه (GSHP) دي، په دې پورې اړه لري چې ايا تودوخه له هوا څخه لېږدول شوې ده او که له ځمکې څخه. هغه مهال کله چې د بهرنۍ هوا د تودوخې درجه تقريبا ۱۵ سانتيګراد څخه کمه وي، نو د هوا له سرچينې څخه تودوخه تر لاسه کونکي پمپونه اغېزناک نه دي، په داسې حال کې چې د ځمکې له سرچينې څخه تودوخه تر لاسه کونکي پمپونه نه اغېزمن کېږي. د تودوخې د پمپ فعاليت اغېزمنتيا د فعاليت په عامل مشترک (CoP) سره اندازه کېږي: د برېښنا د هر واحد لپاره چې د تودوخې د پمپ کولو لپاره کارول شوی دی، د هوا د سرچينې څخه د تودوخې تر لاسه کونکی پمپ له ۲.۵ څخه تر ۳ يونټه پورې تودوخه توليدوي (دا معنا چې دا له ۲.۵ څخه تر ۳ پورې CoP  لري)، په داسې حال کې چې GSHP له ۳ څخه تر ۳.۵ يونټه پورې تودوخه توليدوي. د انګلستان لپاره د سون توکو د اوسنيو قیمتونو پر بنسټ، د ۳-۴ CoP  په اټکل کولو سره، کله کله GSHP د برېښنايي، تيلو او جامدو سون توکو د تودولو په پرتله د هوا د تودوخې د سيستم ارزانه شکل دی. د تودوخې پمپونه همدا راز د موسمونو تر منځ د تودوخې انرژۍ د زېرمه کولو (توده يا يخه) سره تړل کېدای شي، له تودې ځمکې څخه د تودوخې په را ايستلو سره CoP  له ۴ څخه تر ۸ پورې دوه برابره زياتوي.[۷][۸]

د موسمونو تر منځ د تودوخې لېږد[سمول]

د موسمونو تر منځ د تودوخې په لېږد سره د تودوخې يو پمپ د تودوخې اضافي حرارت د تودوخې په زېرمه ځايونو کې زېرمه کولو لپاره فعاله لمريزه انرژي راټولوي، د ځمکې د سرچينې تودوخې د پمپونو په مرسته، تر څو هغه په ژمي کې د هوا د تودوخې لپاره بهر وايستلای شي. په دې سره د «لفټ» اړتيا کميږي او د تودوخې د پمپ CoP دوه برابره لوړوي، ځکه چې پمپ له ځمکې څخه د يخ پر ځای د تودوخې له زېرمه ځای څخه په ګرمۍ پيل کوي.[۹]

سرچينې[سمول]

  1. Department of Trade and Industry report UK Energy in Brief July 2007, Page 25 Archived May 27, 2008, at the Wayback Machine. (URL accessed May, 2008)
  2. UK Government Call for Evidence on Heat, Office of Climate Change, Jan 2008 'Heat Call for Evidence', Paragraphs 11 and 12 Archived May 27, 2008, at the Wayback Machine. (URL accessed May, 2008)
  3. "Renewables 2021 – Analysis". IEA (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Solar House, Solar Home, Solar Homes, Solar Houses". Solarhouseproject.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Geothermal Basics Overview". Office of Energy Efficiency and Renewable Energy. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "What is Geothermal? - Geothermal Resources Council". Geothermal.org. 2013-01-22. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Ground Source Heat Pumps: Costs, savings and financial support Archived December 2, 2016, at the Wayback Machine. Retrieved 2016-12-02
  8. "GSHP | Ground Source Heat Pumps | GSHPs | Ground Source Heating | Coefficient of Performance CoP | Ground source heat pump efficiency | Thermal Energy Storage". Icax.co.uk. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Thermal Banks store heat between seasons | Seasonal Heat Storage | ThermalBanks from ICAX save carbon emissions | Thermal Energy Storage using Inter seasonal Heat Stores | Underground Thermal Energy Storage UTES | Reusable Heat". Icax.co.uk. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)