د نشراتو تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

داسې ویل کېږي چې لومړۍ راډیويي خپرونه د یو لنډمهاله سټیشن څخه چې په ۱۸۹۵ ز کال کې د ګولیلمو مارکوني (Guglielmo Marconi) له لوري د وایټ په ټاپو (Isle of Wight) کې رامنځته شو، ترسره شوه. دا کار د الیسساندرو ولټا، اندرې-ماري امپیر، جورج اوم او جیمز کلرک میکسویل په شمول د یو شمېر کسانو د مخکښ کار څخه وروسته په دې ساحه کې ؤ.   [۱][۲][۳]

د موسیقۍ او خبرو راډیويي نشرات چې موخه یې پراخو اورېدونکو ته رسېدل وو، شاوخوا په ۱۹۰۵ – ۱۹۰۶ ز کال کې په تجربوي ډول او شاوخوا ۱۹۲۰ ز کال څخه تر ۱۹۲۳ ز کال پورې په سوداګریز دول پیل شول. د د ډېرې لوړې فریکوینسۍ (VHF) سټیشنونو له ۳۰ څخه تر ۳۵ کاله وروسته په کار پیل وکړ. په لومړیو ورځو کې، راډیویي سټیشنونو د اوږدو څپو، منځنۍ څپو او لنډو څپو بانډونو کې او وروسته په  ډېره لوړه فریکونسۍ (VHF) او په زیاته لوړه فریکونسۍ (UHF) کې خپرونې وکړې. که څه هم په انګلستان، هنګري، فرانسه او یو شمېر نورو ځایونو کې، د ۱۸۹۰ ز کال څخه وړاندې داسې سیسټم موجود ؤ چې له مخې یې خبرونه، موسیقي، ژوندی تیاتر، د موسیقۍ تالار، افسانې لوستل، مذهبي خپرونې او نور د دودیز تلیفون لیکې له لارې په شخصي کورونو [او نورو ځایونو] کې د لاسرسي وړ وو، چې پېرودونکو ته یو شمېر ځانګړي، شخصي غوږکۍ (headsets) ورکړې وې. دا سیسټم په برېتانیه کې د الیکټروفون په نوم پېژندل کېد او د ۱۸۹۵ کال یا ۱۸۹۹ ز کلنو [سرچینې توپیر لري] په پېل کې او تر ۱۹۲۶ ز کال پورې موجود ؤ. په هنګري کې د ټیلفون هیرموندو [۱۸۹۳ – ۱۹۲۰ لسیزه] او په فرانسه کې تیاټروفون [۱۸۹۰ – ۱۹۳۲] په نوم بلل کېد.د ټيليفون هرمونډو دایره المعارف پاڼه یو ۱۹۰۷ ز کال پروګرام لارښود لري، چې د هغو پروګرامونو له ډولونو سره د پام وړ ورتوالی لري چې د ۲۰ يا ۳۰ کلونو وروسته د ډېرو نشراتي سټېشنونو له خوا کارول کېدل.[۳]

په ۱۹۵۰ ز کال په لسیزو کې، تقریباً هر هېواد د نشراتو سیسټم درلود، په ځانګړې توګه یو د حکومت ملکیت او د حکومت لوري چلول کېد. په بدیل حالتونو کې سوداګریزې راډیو شامله وه، لکه په متحده ایالاتو کې ؛ یا دوه ګونی سیسټم چې هم دولتي او هم سوداګریز سټیشنونه یې درلودل، د ۱۹۲۴ ز کال په پیل کې په آسټرالیا کې او ورپسې په ۱۹۳۲ ز کال په کاناډا کې معرفي شو. نن ورځ د انګلستان په ګډون زیاتره هېوادونو دوه ګوني سیسټم ته تحول کړی. په ۱۹۵۵ ز کال کې، په شمالي امریکا او لوېدیځه اروپا او همدارنګه جاپان کې تقریباً هرې کورنۍ راډیو درلوده. د ۱۹۶۰ ز کال په لسیزه کې د انتقال وړ ارزانه کوچنی ټرانزیسټوري راډیوګانو په معرفي سره د پام وړ بدلون راغی، چې د ملکیت او کارونه زیاته پراخه کړه. په ټوله نړۍ کې لاسرسی تقریباً نړیوال شو.   

لومړني نشرات[سمول]

ارجنټاین  [سمول]

ارجنټاین په نړۍ کې دریم هېواد ؤ چې په ۱۹۲۰ ز کال کې یې خپل لومړني منظم نشرات ترسره کړل او په لاتین امریکا کې لومړی هسپانوي ژبی هېواد ؤ چې ورځني راډیويي نشرات يې وړاندې کول، نو د نشراتو په برخه کې په نړۍ کې مخکښ ؤ. اصلي سټیشنونه په بوئنس آیرس او کورډوبا کې وو. د یادونې وړ ده چې د ارجنټاین راډیو اړوند تاریخي حقایقو کې لومړي راډیويي نشرات د بوئنس آیرس د تیترو کولیسیو څخه د ریچارډ واګنر اثر اوپرا پارسیفال په ژوندۍ خپرونه سره ترسره شوه. د ۱۹۲۰ ز کال د اګست په ۲۷ نېټه د اینریک سوسیني ارجنټاین راډیویي ټولنې مسؤل، سزار ګوریکو، میګل موګیکا، لوئس رومیرو او اګناسیو ګومز چې د ودانۍ په بام یې د لېږد وسیله نصب کړه، دې کار په پار "د بام په سر لیوني کسانو" په نوم یادیږي.  

په ۱۹۲۱ ز کال کې، د کلاسیک موسیقۍ لېږد په ورځنۍ چاره یا پېښه بدل شو. راتلونکی کال، د ولسمشر مارسیلو تورکواتو دی الوار د لوړې مراسم په ژوندۍ بڼه خپاره شول. د لوئس اینجل فیرپو او جک ډمپسي تر منځ مشهوره "د پېړۍ جګړه" د ۱۹۲۳ ز کال په سپټمبر کې د نیویارک په پولو میدان څخه خپره شوه او د راتلونکي کال په اکتوبر میاشت کې د ارجنټاین او یوروګوای ملي لوبډلو ترمنځ لوبه خپره شوه. همدارنګه هغه مهال لومړني اعلانونه چې د "اشتهاراتو" یا " reclames" په نوم یادېدل، خپاره شول. د لسیزې په پای کې راډیویي ډرامه رامنځته شوه. په هغې کلونو کې ګڼ شمېر راډیويي سټیشنونه راڅرګند شول، ارجنټاین (په اصل کې ارجنټاین راډیو)، کلچر، ایکسلیر، مایټر (په اصل کې سویلي امریکا)، سپلېنډېډ (په اصل کې ګرنډ سپلېنډېډ)، بیلګرانو (په اصل کې نشنل)، پریتو (په اصل کې د کرټیک نشرات)، ډیل پیوبلو - ( په اصل کې د کویلمز براډکستېنګ)، امریکا-انټارټیدا (په اصل کې فینکس)، میونیسيپل، ریواداویا (په اصل کې میوبلس ډیز)، پورټینا او سټینټور (په اصل کې سرمینټو). 

د لوډ سپیکرونو معرفي د اورېدلو شرایط ډېر بدل کړل. برقي وسیلې په کور کې، د کورنۍ شاوخوا راټولولو کې یو مهم ځای ترلاسه کاوه. په عین وخت کې، د سټیشنونو زیاتوالی د هوایی څپو پر سر لومړنۍ شخړې رامنځته کړې، چې د ۲۰ لسیزې په پای کې د انتشار فریکونسیو په اړه د لومړيو مقرراتو لامل شول.  

آرسټرالیا  [سمول]

په آسټرالیا کې د نشراتو تاریخ له یوې پېړۍ څخه ډېر وخت لپاره په اوږده واټن کې د ارتباطاتو ستونزې له امله اوهمدارنګه په بډایه ټولنه کې قوي اډه چې د غږیز ارتباطاتو سره ژوره علاقه درلوده، رامنځته شو. آسټرالیا د خپلو انجینرانو، تولید کونکو، پرچون پلورونکو، ورځپاڼو، تفریحي خدماتو او خبري آژانسونو له لارې خپل سیسټم ته وده وکړه. حکومت لومړنی راډیويي سیسټم جوړ کړ، او د آماتورانو او علاقمندانو سوداګریزې ګټې یې څنډې ته بوتلې. د کارګر ګوند له راډیو سره ځانګړې علاقه درلوده، ځکه چې دوی یې ته اجازه ورکوله چې د هغو ورځپاڼو چې زیاتره د مخالفینو تر کنټرول لاندې وې، مخه ونیسي. دواړو ګوندونو د ملي نظام پر اړتیا موافقه وکړه او په ۱۹۳۲ ز کال کې یې د آسټرالیا د نشراتو کمیسیون، چې د یوه دولتي آژانس په توګه تر ډېره حده د سیاسي لاسوهنو څخه جلا ؤ، جوړ کړ. لومړني سوداګریز خپرونکي چې په اصل کې د "" B درجې سټیشنونو په نوم بلل کېدل، په ۱۹۲۵ ز کال کې په آنټن کې راغلل. د سټیشنونو شمېر (سوداګریز او ملي) د دوهمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې او د جګړې نه وروسته دوره کې نسبتاً غیر فعال وو. 

جوړوونکي کلونه  [سمول]

د آسټرالیا آماټور راډیو چلوونکي (radio hams) د ۱۹۰۰ ز کال د لسیزې لومړیو ته رسي. د ۱۹۰۵ ز کال د بې سیم ټیلګراف قانون په داسې حال کې چې د بې سیم ټیلګراف شتون تائیدوي، په آسټرالیا کې يې ټول نشراتي مسائل د فدرال حکومت تر کنټرول لاندې راوستل. په ۱۹۰۶ ز کال کې، په آسټرالیا کې د مورس کوډ لومړی رسمي لېږد د مارکوني شرکت له لوري د ویکتوریا د کوینز کلف او د تسمانیا د ډوونپورټ ترمنځ ترسره شو.   [۴][۵]

د موسیقۍ د نشراتو آزمایښتونه  [سمول]

د موسیقۍ لومړۍ خپرونه د بې سیم ادغامي (اوقیانوسیې) یا AWA – Amalgamated Wireless (Australasia) څخه د ارنسټ فسک (وروسته سر ارنسټ) له لوري د ۱۹۱۹ ز کال د اګسټ په ۱۳ د یوې مظاهرې په جریان کې ترسره شوه. یو شمېر آماټوران په ۱۹۲۰ او ۱۹۲۱ ز کلونو کې د موسیقۍ خپرول پیل کړل. ورپسې زیاتو نورو آماټورانو ډېر ژر دا کار پیل کړ. 2CM د چارلز مکلورن له خوا پرمخ وړل کېد، نوموړي دا سټیشن په ۱۹۲۱ ز کال کې د سیډني د وینټورت هوټل څخه د یکشنبې ماښام منظم نشراتو سره پیل کړ. 2CM اکثراً د آسټرالیا لومړی، منظم، غیر رسمي سټیشن ګڼل کیږي.   [۶][۷]

مجوز سټ سیسټم  [سمول]

د ۱۹۲۳ ز کال نومبر میاشت نه وه شوې چې حکومت بالاخره یو شمېر رسماً پېژندل شوو منځنۍ ​​څپو سټیشنونو ته اجازه ورکړه. ټولو سټیشنونو تر ځانګړي مجوز سټ سیسټم لاندې فعالیت کاوه، چې د هر سټ مجوز د یوه سټیشن فریکونسۍ ته ورکړل شو. د سټ قیمت یوه برخه د پسټ عمومي ادارې (Postmaster-General's Department) له لارې حکومت ته تله، او پیسې هم خپرونکي ته تلې. د زیات محدودو اعلاناتو سربېره، دا د خپرونکو د عاید یوازینۍ سرچینه وه. له پیل څخه په سیسټم کې ستونزې راپورته شوې. زیاتره ځوانانو خپل سټونه جوړ کړل، چې کولی یې شول ټول سټیشنونه ونیسي. د مجوز سټ سیسټم د بې سیم ادغامي (اوقیانوسیې) یا AWA – Amalgamated Wireless (Australasia) څخه په نشراتو مخکښ ارنسټ فسک له خوا جوړ شو.   [۸][۹]

له ۱۹۲۴ ز کال څخه په آسټرالیا کې کټګورۍ[سمول]

مجوز سټ سیسټم د ۱۹۲۴ ز کال د جولای په لومړیو کې ناکام اعلان شو او پرځای یې د A درجې او B درجې سټیشنونو سیسټم غوره شو. په هر لوی بازار کې یو یا دوه د A درجه سټیشنونه وو او لګښت یې د اورېدونکو د جواز فیس له لارې چې په ټولو اورېدونکو باندې تحمیل ؤ، ورکول کېد. هغه پنځه پخواني مجوز سټیشنونه د A درجې په سټیشنونو بدل شول او ډېر ژر د نورو ایالتونو په مرکزونو کې د سټیشنونو سره ونښلول شول.  [۱۰]

له ۱۹۲۹ ز کال څخه، د A درجې ټولو سټیشنونو خپل ټول پروګرامونه د یوې سرچینې، د آسټرالیا نشراتي شرکت څخه ترلاسه کول، د دې شرکت شریکان دا کسان دي: د لویې اتحادیې تیاترونه (د فلم تیاتر یوه سلسله)، د فلر تیاترونه (د ژوندی تیاتر یوه سلسله) او جې. البرټ او سنز (د موسیقۍ خپرونکي او پرچون پلورونکي). د B درجې یو شمېر سټیشنونو ته هم جوازونه ورکړل شول. دوی هېڅ ډول دولتي پیسې نه ترلاسه کولې او دوی ته لازمه وه چې خپل عاید د اعلاناتو، مالي ملاټر، یا نورو سرچینو څخه ترلاسه کړي. د B درجې سټیشنونه د څو کلونو په موده کې د "سوداګریزو سټیشنونو" په توګه وپېژندل شول.  

آماټور خپرونکو د اوږدې او لنډې څپې په بانډونو کې خپل فعالیت ته دوام ورکړ.  

کله چې د آسټرالیا نشراتي شرکت قرارداد پای ته ورسېد، یو ملي خدمت، د آسټرالیا د نشراتو کمیسیون د ۱۹۳۲ ز کال په جولای کې رامنځته شو. یاد شرکت د A درجې ټولو سټیشنونو شتمنۍ په واک کې واخیستې. هغه لاهم د آسټرالیا نشراتي شرکت په توګه وجود لري. د آسټرالیا نشراتي شرکت خپل نوم مشترک المنافع نشراتي شرکت او وروسته د آسټرالیا راډیويي شبکې ته واړاوه. ډېر ژر یې د سیډني سوداګریز سټیشن 2UW وپېرود او اوس د آسټرالیا په کچه د سوداګریز سټیشنونو شبکه لري.  [۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. Mimi Colligan (1991) Golden Days of Radio, Australia Post, کينډۍ:ISBN
  2. Australian Radio History, Bruce Carty, Sydney, 2011
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Bernard Harte (2002). When Radio was the Cat's Whiskers. Rosenberg Publishing, 2002. د کتاب پاڼې 138. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781921719707. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ جون ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Wireless Telegraphy Act 190. Australian Federal Register of Legislation
  5. R.R. Walker (1973) The Magic Spark – 50 Years of Radio in Australia, Melbourne.
  6. "1923 - Evolution of Australian Domestic Radio". bpadula.tripod.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Australian Radio History, Bruce Carty, Sydney, 2011
  8. Australian Radio History, Bruce Carty, Sydney, 2011
  9. R.R. Walker (1973) The Magic Spark – 50 Years of Radio in Australia, Melbourne.
  10. R.R. Walker (1973) The Magic Spark – 50 Years of Radio in Australia, Melbourne.
  11. Bernard Harte (2002). When Radio was the Cat's Whiskers. Rosenberg Publishing, 2002. د کتاب پاڼې 138. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781921719707. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ جون ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)