د نباتاتو پر ژواک بېلابېلوالي د اقلیمي بدلون اغېزې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اقلیم بدلون په متوسطه هوا کې یو اوږدمهاله بدلون دی چې د ځمکې محلي، سیمه‌يیز او نړیوال اقلیم مشخصوي. دا بدلونونه ګڼې لیدل شوې اغېزې لري چې له دغې اصطلاح سره مترادفې دي .اقلیمي بدلون د هوا اوږدمهالي بدلون ته ویل کېږي، هغه که د طبیعي بېلابېلوالي له امله وي یا د انساني فعالیتونو پایله وي. د نباتاتو پر ژواک بېلابېلوالي د اقلیمي بدلون اټکل شویو اغېزو ته د بېلابېلو ماډلونو په مرسته رسیده‌ګي کېدای شي، خو معمولاً ژواک اقلیمي ماډلونه ډېر کارول کېږي.[۱][۲]

د نورو عواملو تر څنګ چاپېریالي شرایط د نباتاتو د فعالیت او جغرافیایي وېش په تعریف کې مهم رول لري او په دې توګه د ژواک بېلابېوالي بېلګې بدلوي. په اوږدمهالو چاپېریالي شرایطو کې بدلونونه چې ښايي په ټولیز ډول له اقلیمي بدلون سره یوځای شي، د نباتاتو د تنوع پر اوسنیو بڼو خورا لوی اغېزې لري او په راتلونکي کې یې د لا ډېرو اغېزو تمه کېږي. د اټکل له مخې به په راتلونکي کې د ژواک بېلابېلوالي د بېلګو یو لوی محرک اقلیمي بدلون وي. انساني فعالیتونه دا مهال په ځمکه کې د نباتاتو د شپږم لوی ډله‌ییز انقراض لامل کېږي او په دې توګه د اکثرو نباتاتو په توزېع او ډېروالي کې بدلون پېښوي. د وعايي نباتاتو د نوعو په اړه د ۲۰۲۲ کال یوه ارزونه څرګندوي چې هغه نوعې چې په بشري ټولنه کې ډېر استعمال نه لري، د ورکېدو احتمال یې د هغو نباتاتو په پرتله ډېر دی چې په فعال ډول د کرنې یا ښاري ښکلا په څېر د انساني موخو لپاره کرل کېږي.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

لرغونی حالت[سمول]

د نباتاتو تر لومړي تکامل را وروسته په ځمکه کې دایمي اقلیمي بدلونونه پېښ شوي دي. د اوس په پرتله هغه مهال ځمکه یخه، ګرمه، وچه او مرطوبه وه او د کاربن ډای اکسایډ غلظت هم لوړ او هم ټيټ و. دا بدلونونه په دوامدار ډول د نباتاتو د بدلون له لارې منعکس شوي دي؛ د بېلګې په توګه یې هغه ځنګلي ټولنې یادولی شو چې د کنګلیزو دورو تر منځ پر اکثرو سیمو برلاسې وې او همدا راز هغه نباتي ټولنې چې د کنلګونو په دورو کې برلاسې وې. فوسیلي سوابقو ښودلې ده چې تېر اقلیمي بدلون د ځانګړتیاوو او انقراض د پروسو ستر محرک و. تر ټولو ښه بېلګه یې د کاربنفیرس باراني ځنګل له منځه تګ دی چې دا پېښه ۳۵۰ میلیون کاله مخکې شوې ده. دغې پېښې د ذوالحیاتینو نفوس له منځه یووړ او د څښېدونکو حیواناتو د ودې لامل شوه.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

اوسنی حالت[سمول]

دا مهال د وروستیو بشري اقلیمي بدلونونو یا د ځمکې د ګرمېدو په اړه څېړنو ته ډېره لېوالتیا موجوده ده. د دغو څېړنو تمرکز پر دې دی چې پر ژواک بېلابېوالي د اقلیمي بدلونونو اوسنۍ اغېزې وپېژني او په راتلونکي کې د دغو اغېزو وړاندوېینه وکړي.

دا چې انفرادي نباتات او نوعې یوازې په فزیولوژیکي توګه فعالیت کولی شي او په بریالیتوب سره تر ځانګړو چاپېریالي شرایطو لاندې د ژوند دوره بشپړولی شي، له دې امله ښايي اقلیمي بدلونونه پر نباتاتو له انفرادي کچې څخه د ایکوسیستم یا بایوم تر کچې پورې لویې اغېزې ولري.[۱۴][۱۵]

د کاربن ډای اکسایډ اغېزې[سمول]

د کاربن ډای اکسایډ غلظت له دوو پېړیو راهیسې په دوامدار ډول لوړېږي. په اتوموسفیر کې د کاربن ډای اکسایډ د غلظت زیاتوالی د نباتاتو د فوټوسنټېز د عملیې پر ډول اغېز کوي او په پایله کې یې د نبات د اوبو د استعمال مؤثریت زیاتېږي، فوټوسنټېټیک ظرفیت یې لوړېږي او وده ډېروي. د کاربن ډای اکسایډ زیاتوالی د نباتاتو په ډبلوالي کې رول لري چې د نباتاتو پر جوړښت او فعالیت اغېز کوي. چاپېریال ته په کتو سره د C3 او C4 په څېر د ځینو مهمو نباتاتو یا څه ناڅه لرګینو ډولونو تر منځ په اتوموسفیر کې د کاربن ډای اکسایډ د لوړوالي لپاره توپیري غبرګونونه موجود دي چې د دغو ډلو تر منځ د رقابت د بدلولو وړتیا لري. د کاربن ډای اکسایډ زیاتوالی هم ښايي د کاربن د زیاتوالي لامل شي: د نباتاتو په پاڼو یا د پاڼو د کیمیا په نورو اړخونو کې د نایتروجن تناسب ښايي د بوټو تغذیه بدله کړي. څېړنې ښيي چې د کاربن ډای اکسایډ دوه برابره غلظت په C3 نباتاتو کې د فوټوسنټېز زیاتوالی څرګندوي، خو په C4 نباتاتو کې زیاتوالی نه څرګندوي. دا هم څرګنده ده چې C4 نباتات د C3 نباتاتو په پرتله په وچکالۍ کې ښه دوام کولی شي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د تودوخې اغېزې[سمول]

د تودوخې زیاتوالی په نباتاتو کې د فوټوسنټېز غوندې فزیولوژيکي پروسو سرعت د نبات ډول ته په کتو سره تر ډېره حده لوړولی شي. په فوټوسنټېز او نورو فزیکولوژیکي پروسو کې دا زیاتوالی د کیمیاوي تعاملاتو د زیاتوالي او د تودوخې په هرو ۱۰ سانتي ګراد درجو کې د انزایمیک محصول د تبادلې د نسبت د دوه برابره کېدو له امله رامنځته کېږي. کله چې تودوخه د نبات له فزیولوژیکي کچو څخه لوړه وي، په پایله کې د نبات د چټکې وچېدنې لامل کېږي.[۲۳]

د اوبو اغېزې[سمول]

دا چې د نباتاتو د ودې لپاره اوبه مهمې دي، د نباتاتو د وېش په ټاکلو کې هم مهم رول لري. په ورښت کې بدلونونه د تودوخې تر بدلونونو کم او د سیمو تر منځ بېلابېل اټکل شوي دي، همدا راز په اټکلونو کې ځینې سیمې مرطوبې او ځینې څه ناڅه وچې اټکل شوې دي. اوبو ته په لاسرسي کې بدلون په هغه سیمه کې د نباتي نوعو د ودې ژوندي پاتې کېدو له کچې سره مستقیمه اړیکه لري.[۲۴][۲۵][۲۶]

د لوړې کچې بدلونونه[سمول]

نوعې یا نباتي ډولونه اقلیمي بدلون ته په بېلابېلو لارو غبرګون ښيي. د نوعو په توزېع، فینولوژۍ او ډېروالي کې بدلون به د نوعو په نسبي ډېروالي او د هغوی په تعامل کې د ناڅاپي بدلون لامل شي. دا بدلونونه به د ایکوسیستم پر جوړښت او فعالیت اغېز وکړي. د الوتونکو د کډوالۍ بېلګې اوس مهال سوېل ته د الوتونکو په تګ کې ډېر ژر بدلون ښیي او بېرته په زر راستنېدو سره د وخت په تېرېدو پر ټول ایکوسیستم اغېز کولی شي. که الوتونکي زر له هغه ځایه ووځي نو دا به د وخت په تېرېدو سره په ځینو نباتاتو کې د تخمو د انتقال کچه راټیټه کړي. د الوتونکو کډوالي د اقلیمي بدلون ستر ثبوت دی چې په بېلابېلو وختونو کې به نباتات اغېزمن کړي.[۲۷]

سره له دې چې د نباتاتو ځینې ډولونه یا نوعې له ګرم اقلیم سره زیانمنېږي، د الوتونکو حشراتو خوړو ته هم زیان رسوي. د تودوخې درجه په مستقیم ډول د نباتاتو او حشراتو پر تنوع، دوام او پاښت اغېز کوي. کله چې دغه نبات خوړونکي حشرات کم شي، ګڼې هغه نوعې هم ورسره کمېږي چې خوراک یې دغه حشرات دي. دا ناڅاپي پېښه به ځمکې او ننني طبعیت ته زیان ورسوي.[۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. Garcia, Raquel A.; Cabeza, Mar; Rahbek, Carsten; Araújo, Miguel B. (2014-05-02). "Multiple Dimensions of Climate Change and Their Implications for Biodiversity". Science. 344 (6183). doi:10.1126/science.1247579. ISSN 0036-8075. PMID 24786084. S2CID 2802364. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Shaftel, Holly. "Overview: Weather, Global Warming and Climate Change". Climate Change: Vital Signs of the Planet. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Sahney, S.; Benton, M.J.; Falcon-Lang, H.J. (2010). "Rainforest collapse triggered Pennsylvanian tetrapod diversification in Euramerica". Geology. 38 (12): 1079–1082. doi:10.1130/G31182.1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Dadamouny, M.A.; Schnittler, M. (2015). "Trends of climate with rapid change in Sinai, Egypt". Journal of Water and Climate Change. 7 (2): jwc2015215. doi:10.2166/wcc.2015.215. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Sala OE, Chapin FS, Armesto JJ, et al. (March 2000). "Global biodiversity scenarios for the year 2100". Science. 287 (5459): 1770–4. doi:10.1126/science.287.5459.1770. PMID 10710299. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Duraiappah, Anantha K. (2006). Millennium Ecosystem Assessment: Ecosystems And Human-well Being—biodiversity Synthesis. Washington, D.C: World Resources Institute. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-56973-588-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. FITZPATRICK, MATTHEW C.; GOVE, AARON D.; SANDERS, NATHAN J.; DUNN, ROBERT R. (2008-02-07). "Climate change, plant migration, and range collapse in a global biodiversity hotspot: the Banksia (Proteaceae) of Western Australia". Global Change Biology. 14 (6): 1337–1352. Bibcode:2008GCBio..14.1337F. doi:10.1111/j.1365-2486.2008.01559.x. ISSN 1354-1013. S2CID 31990487. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Kress, W. John; Krupnick, Gary A. (July 2022). "Lords of the biosphere: Plant winners and losers in the Anthropocene". Plants, People, Planet (په انګلیسي ژبه کي). 4 (4): 350–366. doi:10.1002/ppp3.10252. ISSN 2572-2611. S2CID 247388985 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Chapin III, F. Stuart; Zavaleta, Erika S.; Eviner, Valerie T.; Naylor, Rosamond L.; Vitousek, Peter M.; Reynolds, Heather L.; Hooper, David U.; Lavorel, Sandra; Sala, Osvaldo E. (May 2000). "Consequences of changing biodiversity". Nature. 405 (6783): 234–242. doi:10.1038/35012241. ISSN 0028-0836. PMID 10821284. S2CID 205006508. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Dunlop, M., & Brown, P.R. (2008) Implications of climate change for Australia's National Reserve System: A preliminary assessment. Report to the Department of Climate Change, February 2008. Department of Climate Change, Canberra, Australia
  11. "Access Electronic Resources". www.library.yorku.ca. doi:10.1007/s43538-021-00034-5. S2CID 237873467 Check |s2cid= value (مساعدة). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Huntley, B. (2005). "North temperate responses". In Hannah, Lee Jay; Lovejoy, Thomas E. (المحررون). Climate Change and Biodiversity. New Haven, Conn: Yale University Press. د کتاب پاڼي 109–24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-11980-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Sahney, S.; Benton, M.J.; Falcon-Lang, H.J. (2010). "Rainforest collapse triggered Pennsylvanian tetrapod diversification in Euramerica". Geology. 38 (12): 1079–1082. doi:10.1130/G31182.1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. W. Thuiller et al., Nature 430, 10.1038/nature02716(2004).
  15. Weiskrantz, Lawrence (1999). Consciousness Lost and Found. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780198524588. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Neftel, A.; et al. (1985). "Evidence from polar ice cores for the increase in atmospheric CO2 in the past two centuries". Nature. 315 (6014): 45–47. Bibcode:1985Natur.315...45N. doi:10.1038/315045a0. S2CID 4321970. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Steffen, W. & Canadell, P. (2005). 'Carbon Dioxide Fertilisation and Climate Change Policy.' 33 pp. Australian Greenhouse Office, Department of Environment and Heritage: Canberra
  18. Gifford RM, Howden M (2001). "Vegetation thickening in an ecological perspective: significance to national greenhouse gas inventories". Environmental Science & Policy. 4 (2–3): 59–72. doi:10.1016/S1462-9011(00)00109-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Giam, Xingli; Bradshaw, Corey J.A.; Tan, Hugh T.W.; Sodhi, Navjot S. (July 2010). "Future habitat loss and the conservation of plant biodiversity". Biological Conservation. 143 (7): 1594–1602. doi:10.1016/j.biocon.2010.04.019. ISSN 0006-3207. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Jeffrey S. Dukes; Harold A. Mooney (April 1999). "Does global change increase the success of biological invaders?". Trends Ecol. Evol. 14 (4): 135–9. doi:10.1016/S0169-5347(98)01554-7. PMID 10322518. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Gleadow RM; et al. (1998). "Enhanced CO2 alters the relationship between photosynthesis and defence in cyanogenic Eucalyptus cladocalyx F. Muell.". Plant Cell Environ. 21: 12–22. doi:10.1046/j.1365-3040.1998.00258.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. HAMIM (December 2005). "Photosynthesis of C3 and C4 Species in Response to Increased CO 2 Concentration and Drought Stress". HAYATI Journal of Biosciences. 12 (4): 131–138. doi:10.1016/s1978-3019(16)30340-0. ISSN 1978-3019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Wolfenden, Richard; Snider, Mark; Ridgway, Caroline; Miller, Brian (1999). "The Temperature Dependence of Enzyme Rate Enhancements". Journal of the American Chemical Society. 121 (32): 7419–7420. doi:10.1021/ja991280p. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "National Climate Assessment". National Climate Assessment. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Flory, S. Luke; Dillon, Whalen; Hiatt, Drew (April 2022). "Interacting global change drivers suppress a foundation tree species". Ecology Letters. 25 (4): 971–980. doi:10.1111/ele.13974. ISSN 1461-0248. PMID 35132744 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 246651860 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Porporato, Amilcare; Daly, Edoardo; Rodriguez‐Iturbe, Ignacio (November 2004). "Soil Water Balance and Ecosystem Response to Climate Change". The American Naturalist. 164 (5): 625–632. doi:10.1086/424970. ISSN 0003-0147. PMID 15540152. S2CID 25936455. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Walther, Gian-Reto; Post, Eric; Convey, Peter; Menzel, Annette; Parmesan, Camille; Beebee, Trevor J. C.; Fromentin, Jean-Marc; Hoegh-Guldberg, Ove; Bairlein, Franz (March 2002). "Ecological responses to recent climate change". Nature. 416 (6879): 389–395. Bibcode:2002Natur.416..389W. doi:10.1038/416389a. ISSN 0028-0836. PMID 11919621. S2CID 1176350. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Bale, Jeffery S.; Masters, Gregory J.; Hodkinson, Ian D.; Awmack, Caroline; Bezemer, T. Martijn; Brown, Valerie K.; Butterfield, Jennifer; Buse, Alan; Coulson, John C. (January 2002). "Herbivory in global climate change research: direct effects of rising temperature on insect herbivores". Global Change Biology. 8 (1): 1–16. Bibcode:2002GCBio...8....1B. doi:10.1046/j.1365-2486.2002.00451.x. ISSN 1354-1013. S2CID 86258707. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)