د ناسمو معلوماتو اغېز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د ناسمو معلوماتو اغېز هغه وخت رامنځته کېږي، کله چې د پېښې وروسته معلوماتو له امله د پېښو یادولو په اړه د شخص یادونه په پوره کچه دقیقه نه وي. د ناسمو معلوماتو اغېز د ۱۹۷۰مې لسیزې نیمايي راهیسې څېړل شوی دی. په دې برخه کې الیزابت لافتوس یو له خورا ډېرو اغېزمنو څېړونکو څخه دی.یوه تیوري دا ده چې اصلي معلومات له ګمراه ګوونکو معلوماتو سره چې له حقیقت وروسته وړاندې شوي دي،له یو بل سره یوځای شوي دي. بله تیوري دا ده چې ګمراه کوونکي معلومات اصلي معلومات پېچلي کوي. په پایله کې، پوهان د دې وړاندیز کوي،چې ګمراه کوونکي معلومات له دې امله ډېر وروستي دي چې هغو ته بیا لاسرسی ډېر آسانه دی. [۱][۲][۳][۴]

د ناسمو معلوماتو اغېز د نویو یادښتونو د لاسوهنې یوه بېلګه ده او هغه وخت رامنځته کېږي، کله چې وروسته وړاندې شوي معلومات د مخکې کوډ شویو معلوماتو ساتلو وروسته وړتیا سره لاسوهنه وکړي. اشخاص هم د دوی په يادښت (حافظه) کې د ګمراه کوونکو معلوماتو د شاملولو لپاره حساس ښودل شوي دي، په ځانګړې توګه کله چې دا د یوې پوښتنې دننه وړاندې کېږي.په اړینه توګه، هغه نوي معلومات چې یو شخص یې ترلاسه کوي د اصلي پېښې د یادښت د خرابولو لپاره د وخت په تېرېدو سره کار کوي. یوه کړنلاره(میکانیزم) چې د هغې له لارې د ناسمو معلومات اغېز رامنځته کېږي، د هغې نا سموالی ده، چې په کښې د پېښې وروسته ورکړل شوي غلط معلومات د اصلي پېښې په اړه د خلکو له یاددښت سره یو ځای کېږي. د ناسمو معلوماتو اغېز د یاددښت له کمزورتیا نه هم سرچینه اخلي،په دې معنا چې له پېښې وروسته ناسم معلومات د خلکو لپاره د پېښې یاد ساتل ستونزمن کوي.ناسم معلومات د یاددښت دوه اصلي ګناوې منعکسوي: وړاندیز کول،زمونږ په یادښت کې د نورو خلکو د تمو اغېز؛ او ناسم نسبت ورکول، هغه معلومات چې یوې ناسمې سرچینې ته نسبت ورکړل شوي دي.  [۵][۶][۷]

د ناسمو معلوماتو د اغېز څېړنې د یاددښت د دوام او اعتبار په اړه اندېښنې رابرسېره کړي دي. د ناسمو معلوماتو د اغېز پوهېدل د هغو د عیني شاهدانو د دقت په پام کې نیولو سره هم مهم دي، لکه څنګه چې له نورو شاهدانوسره د خبرو اترو،د پولیس د پوښتنو کولو او په محکمه که د را څرګندېدو له لارې د شاهدانو په یاددښتونو کې د ناسمو معلوماتو یو ځای کېدو ډېرې موکې شته. [۸][۹]

مېتودونه[سمول]

لافتوس میلر او بورنز د ناسمو معلوماتو اغېز په اړه رسمي څېړنه په ۱۹۷۸م کال کې پیل کړې. ګډونوالو ته یولړ سلایډونه وښودل شول،چې په یوه سلایډ کې یو ګاډی د درېدو په حال کې د درېدو نښان ته مخام ښيي.د سلایډونو له لیدو وروسته، ګډونوالو د هغه څه توضیحات لوستل چې وه یې لیدل. ځینو ګډونوالو ته د ناسمو معلوماتو لرونکي توضیحات ورکړل شوي ول، داسې په کښې ویل شوي ول چې ګاډی د بل ګاډي ته د لارې ورکولو له نښان سره ولاړ دی. د سلایډونو په تعقیب او د توضیحاتو په لوستلو سره، ګډونوال د هغه څه شي په وسیله وازمایل شول چې دوی ولیدل. پایلو وښوده چې هغه ګډونوالو ته چې دا ډول ناسم معلومات ورښودل شوي ول په ډېر احتمال سره یې د دې راپور ورکړ چې بل ګاډي ته د اجازې نښان یې لیدلی وه، په داسې حال کې چې هغوی ته ناسم معلومات نه وه ورکړل شوي.[۱۰]

ورته مېتودونه به د ناسمو معلوماتو د اغېز په څېړنو کې په پرله پسې توګه وکارول شي. په معیاري مېتودونو کې ، معمولا ډول د سلایډ شو یا ویډیو په بڼه د موضوعګانو یوه پیښه ښودل شامل دي. په پایله کې، ګډون وال د اصلي  پيښې د ياددښت په اړه بیا وازمایل شول. اصلي څېړنې د اغېز څو نقلونو ته لاره هواره کړه،څو چې داسې شیان لکه ځانګړي بهیرونه چې په لومړي قدم کې د اغېز رامنځته کېدو لامل شوي دي او دا چې څنګه فردي توپیرونه د اغېز په ا ړه حساسیت اغېزمن کوي. [۱۱]

عصبي لاملونه[سمول]

له ۲۰۱۰م کال راهیسې،د انځور اخیستنې فعال مقناطیسي ریزورانس Functional magnetic resonance imaging د مغز ځینې هغه برخې په ګوته کړې چې په ځانګړې توګه د ناسمو یاددښتونو د بیا ترلاسه کولو په وخت کې فعالې وې. ګډونوالو د fMRI په وخت کې انځورونه ولوستل. وروسته،هغوی د انځورونو په اړه هغه توضیح کوونکې جملې ولوستلې چې د ځینو معلومات یې له انځورونو سره په ټکر کې ول. یوه ورځ وروسته، ګډونکوونکي د انځورونو د منځپانګې په اړه د ياددښت د تشخیص یو حیرانوونکې برخې ته راستانه شول.[۱۲]

پایلو دا وښودله، چې ځینو ګډونوالو ناسم ياددښتونه رامنځته کړي دي، دا چې د لفظي معلوماتو راپور ورکول یې له انځورونو سره په ټکر کې دي. د اصلي پړاو په بهیر کې، په کیڼ اړخ کې د fusiform gyrus او ښي temporal/occipital cortex کې د فعالیت زیاتوالی موندل شوی، چې ممکن د لید توضیحاتو ته یې پاملرنه منعکسه کړې وي، چې د بحراني مواردو په اړه وروستی دقیق یاددښت همدارنګه د وروستیو ناسمو معلوماتو په اړه د مقاومت پایله وګرځېده. د ریښتونو یاددښتونو بیا ترلاسه کول د حسي ځانګړو کورټیسونو په لویه کچه بیا فعالېدو سره تړاو درلود، د بېلګې په توګه: د لید لپاره occipital cortex. د دې مسئلې په اړه د الیکټروینسفالوګرافي Electroencephalography څیړنه هم د دې وړاندیز کوي، چې د ناسمو معلوماتو بیرته تر لاسه کول د ریښتونو یادونو په پرتله د پام کمولو او د یادولو اړوند پروسس کولو سره تړاو لري. [۱۳]

حساسیت[سمول]

د دې په یاد کې ساتل اړین دي،چې د ناسمو معلوماتو په اړه هر څوک حساس نه دي. د ناسمو معلوماتو یادولو په اړه انفرادي ځانګړتیاوې او وړتیاوې حساسیت یا زیاتوي او یا یې هم کموي. دا ډول ځانګړتیاوې او وړتیاوې عمر،د یاددښت کاري وړتیا،شخصیتي ځانګړتیاوې او انځوریزې وړتیاوې په بر کې نیسي. [۱۴]

عمر[سمول]

ډېرو څېړنو د عمر په مختلفو ډلو باندې د ناسمو معلوماتو د اغېز په اړه د نفوذ تمرکز کړی دی. ځوان – په ځانګړې توګه له ښوونځي نه مخکي عمر لرونکي ماشومان د غټ عمر لرونکو ماشومانو او مشرانو په پرتله – د ناسمو معلوماتو په اړه ډېر حساس دي. کوچني ماشومان په ځانګړي ډول د دې اغیزې لپاره حساس دي، ځکه چې دا د پردیو یادونو او معلوماتو سره تړاو لري، لکه څنګه چې ځینې شواهد د دې وړاندیز کوي، چې د ناسمو معلوماتو اغېز د نوي جوړ شوي یاددښت په پرتله پر شته ضمني یاددښت پیاوړی اغېز لري. دا اغېز دوه چنده کیږي که سرچینه یې د پوښتنې پر ځای د داستان په بڼه وي. که څه هم، ماشومان هم په ډېر احتمال سره ناسم معلومات هغه وخت مني، کله چې د خلاصو پوښتنو پر ځای د خاصو پوښتنو پر ځای وړاندې شي. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د دې سربېره، په لویانو کې د ناسمو معلوماتو د اغېز د زیانمنتیا په اړه ډول ډول لید لوري شته. ځینې شواهد د دې وړاندیز کوي، چې د ناسمو معلوماتو په اړه مشران د ځوانانو په پرتله ډېر حساس دي. د دې لید لوري پر خلاف، که څه هم، نورې څېړنې ښیي چې د ناسمو معلوماتو د اغېز په اړه مشران د ځوانانو په پرتله لږ تیروځي، دا د پوښتنې ډول او په یادولو کې اړینو مهارتونو پورې اړه لري.دا متضاد لید لوری دا په ګوته کوي، چې هغه عمر پورې تړلی ځانګړی فکټور لږ تر لږه په لویانو کې په لویه کچه د دوی د پوهېدو وړتیا پورې اړه لري، او د پوهېدو(درک) خرابوالی چې په معمول ډول له عمر سره مل وي،د عمومي لیدل شوي کمښت عام لامل وي. د دې سربېره، ځینې څېړنې د دې وړاندیز کوي، چې مشران د ځوانانو په پرتله د ناسمو معلومات پروړاندې یو ډول حساس دي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د کاري ياددښت وړتیا[سمول]

هغه اشخاص د یاددښت ډېره کاري وړتیا لري، چې د اصلي پېښې ډېر همغږی انځور رامنځته کړي. ګډونوالو دوه ګونې دنده ترسره کړه: په یوه وخت کې د کلمو د نوملړ په یادولو سره د ریاضي حساب په اړه سم قضاوت کول.هغه ګډونوالو چې د دوه ګونې دندې په اړه یې ډېر دقت درلود، د ناسمو معلوماتو د اغېز په اړه لږ حساس ول چې پر بنسټ یې دوی ناسم معلومات رد کړل. [۲۴][۲۵]

سرچینې[سمول]

  1. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  2. Challies, Dana. "Whatever Gave You That Idea? False Memories Following Equivalence Training: A Behavioral Account of the Misinformation Effect". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Davis, Ben. "What is an example of the misinformation effect?". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Yuhwa, Han. "The Misinformation Effect and the Type of Misinformation: Objects and the Temporal Structure of an Episode". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Ogle, Christin M.; Chae, Yoojin; Goodman, Gail S. (2010), "Eyewitness Testimony", The Corsini Encyclopedia of Psychology (په انګلیسي ژبه کي), American Cancer Society, د کتاب پاڼي 1–3, doi:10.1002/9780470479216.corpsy0338, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-470-47921-6, د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  7. Belli, Robert F.; Loftus, Elizabeth F. (1996), Rubin, David C. (المحرر), "The pliability of autobiographical memory: Misinformation and the false memory problem", Remembering our Past: Studies in Autobiographical Memory, Cambridge: Cambridge University Press, د کتاب پاڼي 157–179, doi:10.1017/cbo9780511527913.006, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-46145-0, د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Saudners, J.; MacLeod, Malcolm D. (2002). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "New evidence on the suggestibility of memory: The role of retrieval-induced forgetting in misinformation effects"]. Journal of Experimental Psychology 8 (2): 127–142. doi:10.1037/1076-898X.8.2.127. PMID 12075691. 
  9. Quigley-Mcbride, Adele; Smalarz, Laura; Wells, Gary; Quigley-Mcbride, Adele; Smalarz, Laura; Wells, Gary (2011). "Eyewitness Testimony". obo (په انګلیسي ژبه کي). doi:10.1093/obo/9780199828340-0026. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Lee, Kerry (2004). "Age, Neuropsychological, and Social Cognitive Measures as Predictors of Individual Differences in Susceptibility to the Misinformation Effect". Applied Cognitive Psychology 18 (8): 997–1019. doi:10.1002/acp.1075. https://semanticscholar.org/paper/2a0aa7527deaa091b39f747ac3040957a0e70611. 
  11. Vornik, L.; Sharman, Stefanie; Garry, Maryanne (2003). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The power of the spoken word: Sociolinguistic cues influence the misinformation effect"]. Memory 11 (1): 101–109. doi:10.1080/741938170. PMID 12653492. 
  12. Baym, C. (2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Comparison of neural activity that leads to true memories, false memories, and forgetting: An fMRI study of the misinformation effect"]. Cognitive, Affective, & Behavioral Neuroscience 10 (3): 339–348. doi:10.3758/cabn.10.3.339. PMID 20805535. 
  13. Kiat, John E.; Belli, Robert F. (2017). "An exploratory high-density EEG investigation of the misinformation effect: Attentional and recollective differences between true and false perceptual memories". Neurobiology of Learning and Memory 141: 199–208. doi:10.1016/j.nlm.2017.04.007. ISSN 1074-7427. PMID 28442391. https://digitalcommons.unl.edu/cgi/viewcontent.cgi?article=1839&context=psychfacpub. 
  14. Lee, Kerry (2004). "Age, Neuropsychological, and Social Cognitive Measures as Predictors of Individual Differences in Susceptibility to the Misinformation Effect". Applied Cognitive Psychology 18 (8): 997–1019. doi:10.1002/acp.1075. https://semanticscholar.org/paper/2a0aa7527deaa091b39f747ac3040957a0e70611. 
  15. Loftus, E. (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Planting misinformation in the human mind: A 30-year investigation of the malleability of memory"]. Learning & Memory 12 (4): 361–366. doi:10.1101/lm.94705. PMID 16027179. 
  16. Bruck, Maggie; Ceci, Stephen J. (February 1999). "The Suggestibility of Children's Memory" (in en). Annual Review of Psychology 50 (1): 419–439. doi:10.1146/annurev.psych.50.1.419. ISSN 0066-4308. PMID 10074684. http://www.annualreviews.org/doi/10.1146/annurev.psych.50.1.419. 
  17. Frenda, Steven J.; Nichols, Rebecca M.; Loftus, Elizabeth F. (2011-02-01). "Current Issues and Advances in Misinformation Research" (in en). Current Directions in Psychological Science 20 (1): 20–23. doi:10.1177/0963721410396620. ISSN 0963-7214. https://doi.org/10.1177/0963721410396620. 
  18. Gobbo, Camilla (March 2000). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Assessing the effects of misinformation on children's recall: how and when makes a difference"]. Applied Cognitive Psychology 14 (2): 163–182. doi:10.1002/(sici)1099-0720(200003/04)14:2<163::aid-acp630>3.0.co;2-h. ISSN 0888-4080. 
  19. Loftus, E. (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Planting misinformation in the human mind: A 30-year investigation of the malleability of memory"]. Learning & Memory 12 (4): 361–366. doi:10.1101/lm.94705. PMID 16027179. 
  20. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  21. Frenda, Steven J.; Nichols, Rebecca M.; Loftus, Elizabeth F. (2011-02-01). "Current Issues and Advances in Misinformation Research" (in en). Current Directions in Psychological Science 20 (1): 20–23. doi:10.1177/0963721410396620. ISSN 0963-7214. https://doi.org/10.1177/0963721410396620. 
  22. Roediger, Henry L.; Geraci, Lisa (2007). "Aging and the misinformation effect: A neuropsychological analysis.". Journal of Experimental Psychology: Learning, Memory, and Cognition 33 (2): 321–334. doi:10.1037/0278-7393.33.2.321. ISSN 1939-1285. PMID 17352614. http://pdfs.semanticscholar.org/5efd/6c93f2c82cfe8f57ee6bbb42ed595d2fe6dc.pdf. 
  23. Tessoulin, Marine; Galharret, Jean-Michel; Gilet, Anne-Laure; Colombel, Fabienne (2020-01-01). "Misinformation Effect in Aging: A New Light with Equivalence Testing". The Journals of Gerontology: Series B 75 (1): 96–103. doi:10.1093/geronb/gbz057. ISSN 1079-5014. PMID 31075169. https://doi.org/10.1093/geronb/gbz057. 
  24. Lee, Kerry (2004). "Age, Neuropsychological, and Social Cognitive Measures as Predictors of Individual Differences in Susceptibility to the Misinformation Effect". Applied Cognitive Psychology 18 (8): 997–1019. doi:10.1002/acp.1075. https://semanticscholar.org/paper/2a0aa7527deaa091b39f747ac3040957a0e70611. 
  25. Jaschinski, U., & Wentura, D. (2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Misleading postevent information and working memory capacity: an individual differences approach to eyewitness memory"]. Applied Cognitive Psychology 16 (2): 223–231. doi:10.1002/acp.783.