د نازي جرمني نژادي سیاست
د نازي جرمني نژادي سیاست په نازي جرمني کې د اډولف هیټلر تر دیکتاتورۍ لاندې د سیاستونو او قوانینو هغه ټولګه وه چې له مخې یې د آریايي نژاد برتري غوښتونکي هغه ځانګړي دکتورین پلي شول چې د علمي مشروعیت ادعا یې لرله. دغه سیاستونه د نژادي اصلاح له هغه پروګرام سره ترکیب شول چې موخه یې د هغو کسانو د اجباري عقیم کولو او له منځه وړولو پر مټ چې دوی ورته فرعي انسانان («Untermenschen») ویل د نژادي سمون راستول و؛ هغه چاره چې په هلوکاسټ سره خپل اوج ته ورسېده.
دغو نازي سیاستونو په هغو کسانو باندې د پردیو ټاپه ووهله چې له پېړیو راهیسې د جرمني په قلمرو کې استوګن و خو جرمني قومیت یې نه درلود لکه یهودان (په نازي نژادي تیوري کې شامي ریښه لرونکي سامي قوم ته اړوند بلل کېدل)، روما (د جیپسي یا کوچي وګړو په توګه پېژندل کېدل چې د هند د نیمه لویې وچې «هندي – اریايي» وګړي و)، د سلاوي وګړو پراخه اکثریت (چې ډیری یې پولنډي، صربستاني، روسي او نورو قومونو ته اړوند و) او ډېری هغه اروپایان په کې شامل و چې د غیر اریایي فرعي انسانانو په ډله کې ګڼل کېدل (د بېلګې په توګه هغه چې نوردیک ریښه یې نه لرله او د نازیانو د اصطلاح له مخې آریایان نه و) او د نژادي سلسله مراتبو پر بنسټ د خلکو په ټولنه کې (Volksgemeinschaft ) کې مخکښ نژاد (Herrenvolk) ته نه اړوند کېدل. [۱][۲][۳][۴]
د نازي ګوند او جرمني دولت نژادي سیاست د نژادي سیاستونو د دفتر له خوا مدیریت کېده چې یو شمېر اداري بنسټونو، اخبارونو او روزنیزو بنسټونو ته یې خپل لیدلوري او لارښوونې لېږلې. [۵]
د نازیانو د سیاستونو او نظریاتو تاریخي ریښه
[سمول]په وایمار جمهوریت (۱۹۱۸- ۱۹۳۳ زکال) کې خپله اډولف هیټلر او د نازي ګوند نور غړي نولسمې پېړۍ او د شلمې پېړۍ لومړیو ته د اړوندو مفکرینو او د چاپېریال پوهنې پر بنسټ انسان پوهنې، علمي نژاد پالنې، هر اړخیز علم او ارګانیکېزم اړوند د فلسفي، معرفتي او نظري هغو مخکښانو تر اغېز لاندې و چې د ارګانیکي نژادي ټولنو اړوند یې نظریاتي پېچلی سیسټم وړاندې کړی و. په ځانګړې توګه په نازیانو باندې مهم ایډیالوژیک اغېز د نوولسمې پېړۍ ملت پاله فیلسوف یوهان ګوتلیب فیشته درلود چې آثار یې هیټلر او د نازي ګوند نورو غړو ته الهام بخښونکی و او نظریات یې د نازي محوره ولکیش نیشنلزم په فلسفي او ایډیالوژيکي بنسټ جوړونه کې وکارول شول. [۶][۷][۸][۹]
نورنبرګ قوانین
[سمول]د ۱۹۳۵ زکال او ۱۹۳۶ زکال ترمنځ د یهودانو ځورونه په چټکۍ سره هغه مهال زیاته شوه کله چې د «Gleichschaltung» بهیر ( د معیاري کولو هغه بهیر چې نازیانو یې پر بنسټ په بشپړه توګه په جرمني ټولنه واکمني ومونده) اجرا شو. د ۱۹۳۵ زکال په مۍ میاشت کې یهودان د جرمني په وسله والو ځواکونو (ورماخت) کې له ګډون منع شول او د همدغه کال په اوړي کې په هټیو او رسټورانټونو کې د یهودانو ضد تبلیغات پیل شول. د نورنبرګ قوانین په نورنبرګ کې د نازیانو د لویو لاریونو پر مهال رامنځته شول او په دې سره د ۱۹۳۵ زکال د سپټمبر په ۱۵ مه «د جرمني ویني او ویاړ د خوندیتوب قانون» تصویب شو. د دغه قانون پر بنسټ په لومړني ګام کې د جرمنانو او یهوادونو ترمنځ واده او جنسي اړیکې جرم وبلل شوې، خو وروسته دغه قانون «جیپسي وګړو، تورپوستو او د هغو د حرامي اولادې اړوند» هم عمومیت وموند؛ دغه چاره د قانون پر بنسټ د نژادي خرابۍ «Rassenschande» په مفهوم مجازات وړ وګرځېده. له دې وروسته د «رایش تابعیتي قانون» تصویب شو چې په نومبر میاشت کې د یوه فرمان پر بنسټ یې لا ننګه وشوه. د دغه قانون له مخې جرمني تابعیت «جرمنۍ او هغو ته اړوندې وینې» ته اړوند بلل کېده او دا په دې معنی و چې له ټولو یهودانو څخه د هغوی تابعیت اخیستل کېده او په رسمي توګه «د دولت مطیع» بلل کېدل. په دې بنسټ هغوی له خپلو اولیه حقوقو لکه د رایو ورکولو له حق محروم کېدل. د دغه حقوقو له لاسه ورکولو د یهودیت ضد ځورونې په برخه کې اساسي رول درلود: د تابعیت د له لاسو ورکولو بهیر نازیانو ته د دې لار برابره کړه چې له «ملي ټولنیز جوړښت» («Volksgemeinschaft») څخه د یهودانو له ویستو سربېره د هغوی ځورونې ته قضايي مشروعیت ور وبخښي؛ بالاخره په دې برخه کې شدیدو قوانینو د هغوی له منځه وړو ته لار هواره کړه. فیلسوفه هانا آرنت د استبداد د ریښې په نامه (۱۹۵۱ زکال) اثر کې د هلوکاسټ دغه مهم قضايي اړخ ته اشاره کړې او څرګنده کړې یې ده چې نازي جرمني د بشري حقونو د نقض په موخه په پیل کې انسانان د خپل تابعیت څخه محروم کړل. آرنت ټینګار کوي چې د بشر او اتباعو د حقونو په اعلامیه کې د اتباعو حقوق د بشري حقونو څخه وړاندې دي چې وروستی یې د یوه مشخص دولت له اړخه ملاتړ ته واقعي اړتیا لري.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
د نورنبرګ د قوانینو مسوده جوړونه تر ډېره پورې هانس ګلوبکه ته اړونده بلل کېږي. ګلوبکه د دغو قوانینو څو اړخونه ولیکل لکه د هغه فرمان په څېر چې هغه یهودان یې چې یهودي نوم یې نه درلود د رایش د اتباعو د قانون پر بنسټ باید په خپل نوم کې اسرائیل یا سارا لومړنی نوم اضافه کړي. [۱۴]
په ۱۹۳۶ زکال کې یهودان له ټولو مسلکي دندو څخه منع شول او په عملي توګه یې د زده کړو، سیاست، عالي زده کړو او صنعت په برخه کې د هغو د نفوذ مخه ونیوله. په دې سره د جرمني په اقتصاد کې هېڅ داسې څه نور شتون نه درلود چې په هغو کې دې د یهودیت ضد اقدامات ترسره شي.
د ۱۹۳۷ زکال او ۱۹۳۸ زکال ترمنځ نوي قوانین راوتلل او په دې سره د «جرمني د اریايي نژاد» او یهودانو ترمنځ جلاوالی بشپړ شو. په ځانګړې توګه یهودان د خپل یهودي توب له امله مالي جریمه شول.
د ۱۹۳۸ زکال د مارچ له لومړۍ نېټې څخه دولتي قراردادونه یهودي سوداګریو ته نه ورکول کېدل. د سپټمبر له ۳۰مې وروسته یوازې «آریايي» ډاکټرانو کولای شول د «آریايي» ناروغانو درملنه وکړي. یهودانو ته د طبي خدماتو ارایه له وړاندې څخه له ستونزې سره مخ وه ځکه چې یهودان یې له ډاکټر کېدو منع کړي و.
د اګست په ۱۷مه ټول هغه یهودي وګړي چې غیر یهودي لومړني نومونه یې لرل په قانوني توګه مکلف وبلل شول چې اسرائیل (په نارینه نومونو کې) او سارا (په ښځینه نومونو کې) په خپلو نومونو کې اضافه کړي او همدارنګه د « J» لوی حرف د اکتوبر له ۵ مې وروسته د هغو په پاسپورټونو کې چاپ کېده. د نومبر په ۱۵ مه یهودي ماشومان دولتي ښوونځیو ته له تلو منع شول. د ۱۹۳۹ زکال په اپرېل میاشت کې ټول یهودي شرکتونه د مالي فشارونو او د ګټو د کمښت له امله له منځه ولاړل او یا هم اړ شول څو هغه په دولت وپلوري چې په دې سره د یو انسان په توګه د هغوی حقونه راکمېدل. هغوی له ډېری اړخونو په اغېزمنه توګه له جرمني وګړو څخه جلا شول. [۱۵]
هغه مخ پر ودې استبدادي نظام چې هیټلر په جرمني تحمیل کړی و هغه ته یې اجازه ورکوله څو پوځي چارې په خپل واک کې واخلي. د ۱۹۳۸ زکال د نومبر په اوومه د هرشل ګرینزپان په نامه یو پولنډي یهودي ځوان په پاریس کې د جرمني د سفارت په دیپلمات ارنست ووم راث باندې برید وکړ او هغه یې وویشت. له همدې امله د ۱۹۳۸ زکال د اکتوبر په ۲۸ مه د ګرینزپان کورنۍ له نورو ۱۲۰۰۰ پولنډۍ الاصله یهودانو سره پولنډ ته وشړل شوه. جوزف ګوبلز د غچ اخیستونکي غبرګون امر صادر کړ. د نومبر د ۹مې نېټې په شپه، اس اس (د نازي ګوند محافظتي ګارد) او اس اې (د جرمني د سوسیالیست کارګري ګوند ملیشه ځواک) د «ماتې شیشې د شپې» («Kristallnacht») په نامه عملیات ترسره کړل چې لږ تر لږه ۹۱ یهودان په کې ووژل شول او ۳۰۰۰۰ نور ونیول شول چې هغوی بیا د نازيانو د اجباري کار کمپونو ته ولېږدول شول. د جګړې له پیلېدو او د ګڼ شمېر اروپايي هېوادونو له نیولو وروسته یهودي وګړي ځانګړو ښارونو (ګتو) ته ولېږدول شول او له هغه ځایه د وژنې کمپونو ته لېږدول کېدل چې بیا هلته وژل کېدل.
سرچينې
[سمول]- ↑ Operation Barbarossa: Ideology and Ethics against Human Dignity, by André Mineau, (Rodopi, 2004) page 180
- ↑ The Czechs under Nazi Rule: The Failure of National Resistance, 1939–1942, Vojtěch Mastný, Columbia University Press کينډۍ:Page needed
- ↑ Hitler's Home Front: Wurttemberg Under the Nazis, Jill Stephenson p. 135, Other non-'Aryans' included Slavs, Blacks and Roma .
- ↑ The Politics of Fertility in Twentieth-Century Berlin - Page 118 Annette F. Timm - 2010 The Nazis' singleminded desire to "purify" the German race through the elimination of non-Aryans (particularly Jews, Gypsies, and Slavs)
- ↑ Ihrig, pages 90-135.
- ↑ Harrington, Anne (2021). "CHAPTER SIX: Life Science, Nazi Wholeness, and the "Machine" in Germany's Midst". Reenchanted Science: Holism in German Culture from Wilhelm II to Hitler. Princeton, New Jersey: Princeton University Press. p. 175. doi:10.1515/9780691218083-009. ISBN 9780691218083. JSTOR j.ctv14163kf.11. S2CID 162490363.
When Hans Shemm in 1935 declared National Socialism to be "politically applied biology," things began to look up, not only for holism, but for the life sciences in general. After all, if the good National Socialist citizen was now seen as the man or woman who understood and revered what were called "Life's laws," then it seemed clear that the life scientists had a major role to play in defining a National Socialist educational program that would transmit the essence of these laws to every family in every village in the country. [...] So much seemed familiar: the calls among the National Socialists to return to authentic "German" values and "ways of knowing," to "overcome" the materialism and mechanism of the "West" and the "Jewish-international lie" of scientific objectivity; the use of traditional volkisch tropes that spoke of the German people (Volk) as a mystical, pseudobiological whole and the state as an "organism" in which the individual was subsumed in the whole ("You are nothing, your Volk is everything"); the condemnation of Jews as an alien force representing chaos, mechanism, and inauthenticity. Hitler himself had even used the stock imagery of conservative holism in Mein Kampf when he spoke of the democratic state as "a dead mechanism which only lays claim to existence for its own sake" and contrasted this with his vision of statehood for Germany in which "there must be formed a living organism with the exclusive aim of serving a higher idea."
- ↑ Deichmann, Ute (2020). "Science and political ideology: The example of Nazi Germany". Mètode Science Studies Journal. 10 (Science and Nazism. The unconfessed collaboration of scientists with National Socialism). Universitat de València: 129–137. doi:10.7203/metode.10.13657. ISSN 2174-9221. S2CID 203335127.
Although in their basic framework Nazi anti-Semitic and racist ideology and policies were not grounded in science, scientists not only supported them in various ways, but also took advantage of them, for example by using the new possibilities of unethical experimentation in humans that these ideologies provided. Scientists' complicity with Nazi ideology and politics does, however, not mean that all sciences in Nazi Germany were ideologically tainted. I argue, rather, that despite the fact that some areas of science continued at high levels, science in Nazi Germany was most negatively affected not by the imposition of Nazi ideology on the conduct of science but by the enactment of legal measures that ensured the expulsion of Jewish scientists. The anti-Semitism of young faculty and students was particularly virulent. Moreover, I show that scientists supported Nazi ideologies and policies not only through so-called reductionist science such as eugenics and race-hygiene, but also by promoting organicist and holistic ideologies of the racial state. [...] The ideology of leading Nazi party ideologues was strongly influenced by the Volkish movement which, in the wake of the writings of philosopher Johann Gottlieb Fichte and other nineteenth century authors, promoted the idea of Volk (people) as an organic unity. They did not base their virulent anti-Semitism and racism on anthropological concepts.
- ↑ Anker, Peder (2021). "The Politics of Holism, Ecology, and Human Rights". Imperial Ecology: Environmental Order in the British Empire, 1895-1945. Cambridge, Massachusetts and London: Harvard University Press. p. 157. doi:10.4159/9780674020221-008. ISBN 9780674020221. S2CID 142173094.
The paradoxical character of the politics of holism is the theme of this chapter, which focuses on the mutually shaping relationship between John William Bews, John Phillips, and the South African politician Jan Christian Smuts. Smuts was a promoter of international peace and understanding through the League of Nations, but also a defender of racial suppression and white supremacy in his own country. His politics, I will argue, were fully consistent with his holistic philosophy of science. Smuts was guided by the efforts of ecologists such as Bews and Phillips, who provided him with a day-to-day update of the latest advances in scientific knowledge of natural laws governing Homo sapiens. A substantial part of this chapter will thus return to their research on human ecology to explore the mutual field of inspiration linking them and Smuts. Two aspects of this human ecological research were particularly important: the human gradualism or ecological "succession" of human personalities researched by Bews, and the concept of an ecological biotic community explored by Phillips. Smuts transformed this research into a policy of racial gradualism that respected local ways of life in different (biotic) communities, a policy he tried to morally sanctify and promote as author of the famous 1945 Preamble of the United Nation Charter about human rights.
- ↑ Scheid, Volker (June 2016). "Chapter 3: Holism, Chinese Medicine, and Systems Ideologies: Rewriting the Past to Imagine the Future". In Whitehead, A.; Woods, A.; Atkinson, S.; Macnaughton, J.; Richards, J. (eds.). The Edinburgh Companion to the Critical Medical Humanities. Vol. 1. Edinburgh: Edinburgh University Press. doi:10.3366/edinburgh/9781474400046.003.0003. ISBN 9781474400046. S2CID 13333626. Bookshelf ID:NBK379258 – via NCBI.
Common Roots: Holism Before and During the Interwar Years: This chapter cannot explore in detail the complex entanglements between these different notions of holism, or how they reflect Germany's troubled path towards modernity. My starting point, instead, is the interwar years. By then, holism had become an important resource for people across Europe, the US and beyond – but once again specifically in Germany – for dealing with what Max Weber, in 1918, had famously analysed as a widely felt disenchantment with the modern world. The very word 'holism' (as opposed to ideas or practices designated as such today), as well as related words like 'emergence' or 'organicism', date from this time. It was coined in 1926 by Jan Smuts to describe a perceived tendency of evolutionary processes towards the formation of wholes, granting these wholes a special onto-epistemic significance that parts lack. This was cultural holism now underpinned by evolutionary science and deployed by Smuts not only as a tool for grasping the coming into being of the world but also as an ideological justification for the development of Apartheid in South Africa. In Weimar Germany and then under Nazism, holistic science became a mainstream academic endeavour, once more intermingling cultural politics and serious scientific research. Holistic perspectives also became popular in the interwar years among academics and the wider public throughout the UK and US. In France, it was associated with vitalist philosophies and the emergence of neo-Hippocratic thinking in medicine, manifesting the unease many people felt about the shifts that biomedicine was undergoing at the time.
- ↑ Wistrich, Robert (2002). Who's Who in Nazi Germany. Routledge. ISBN 0-415-26038-8.
- ↑ S. H. Milton (2001). ""Gypsies" as social outsiders in Nazi Germany". In Robert Gellately and Nathan Stoltzfus (ed.). Social Outsiders in Nazi Germany. Princeton University Press. pp. 216, 231. ISBN 9780691086842.
- ↑ Burleigh او Wippermann 1991، م. 49.
- ↑ Brown, Kellie D. (2020). The sound of hope: Music as solace, resistance and salvation during the holocaust. McFarland. p. 13. ISBN 978-1-4766-7056-0.
- ↑ Wistrich, Robert (2002). Who's Who in Nazi Germany. Routledge. ISBN 0-415-26038-8.
- ↑ Wistrich, Robert (2002). Who's Who in Nazi Germany. Routledge. ISBN 0-415-26038-8.