د نازيانو توقيفي پنډغالي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له 1933 څخه تر 1945ز کال پورې، نازي المان په خپله خاوره او د المان له خوا د اشغال شوې اروپا په ځينو برخو کې د فرعي پنډغالو په ګډون له زرو څخه زيات توقيفي پنډغالي اداره کول.

لومړي پنډغالي د 1933ز کال د مارچ په مياشت کې په المان کې واک ته د اډولف هټلر له رسېدو سملاسي وروسته جوړ شول. د SA (د نازي ګوند پوځي ځانګه) له خوا د 1934 له تصفيې وروسته، توقيفي پنډغالي په ځانګړي ډول د SS (نازي ګوند کې يو پوځي سازمان) له خوا د توقيفي پنډغالو د پلټونکې ادارې په مټ اداره کېدل، او وروسته د SS د مرکزي اقتصادي او اداري دفتر له خوا. په لومړيو کې، ډېری بنديان د المان د کمونست ګوند غړي وو، خو د وخت په تېرېدو سره د  "عادي مجرمانو"، د ټولنې مخالفو وګړو او يهوديانو په ګډون مختلفې ډلې ونیول شوې. د دويمې نړيوالې جګړې له پيل وروسته، په دې توقيفي پنډغالو کې د المان له خوا د نيول شوې اروپا څخه هم خلک بنديان شول. په دې پنډغالو کې شا اوخوا 1.65 ميلیونه خلک د بنديانو په توګه ثبت شوي وو، چې د دوی له منځه شا اوخوا يو ميلیون يې د دوی د بند پر مهال مړه شول. ډيری مړينې د دويمې نړيوالې جګړې په دويمه نيمايي کې منځ ته راغلې، چې په دوی کې لږ تر لږه د 700000 بنديانو درېيمه برخه هم شامله وه، څوک چې د 1945ز کال د جنورۍ تر مياشتې پورې ثبت شوي وو. د متحدينو د پوځي برياوو څخه وروسته، دا پنډغالي په 1944 او 1945ز کلونو کې سوکه سوکه ازاد کړای شول، په داسې حال کې چې د مرګ په يون کې سلګونه زره بنديان مړه شول.

په ډېرو پخوانيو پنډغالو کې د نازي حکومت د قربانيانو يادګاري ميوزيمونه جوړ شوي دي، او نازي توقيفي پنډغالي سيستم د تاوتريخوالي او وېرې يوه نړيواله نښه وګرځېده.

مخينه[سمول]

په دوديز ډول باور دا دی چې توقيفي پنډغالي د برتانويانو له خوا د دويمې Boer جګړې پر مهال ايجاد شوي دي، خو تاریخ پوه «Dan Stone» دليل وايي چې په نورو هېوادونو کې يې بېلګې موجودې وې، او دا پنډغالي "د دې ښکارندې منطقي پراختيا وه او دا له اوږدې مودې راهيسې د استعماري حکومت ځانګړتيا وه". که څه هم "توقيفي پنډغالي" ټکي د وژنې معنا د نازي توقيفي پنډغالو له امله خپله کړې ده، خو په سويلي افريقا کې په برتانوي پنډغالو کې په منظم ډول وژنې شاملې نه وې. الماني سترواکۍ د Herero او Namaqua ټولوژنې (1904-1907) پر مهال هم توقيفي پنډغالي جوړ کړي وو؛ د دې پنډغالو د مړينې کچه 45 سلنه وه، چې دا کچه د برتانوي پنډغالو دوه برابره لوړه وه.[۱][۲]

د لمړۍ نړيوالې جګړې پر مهال، له اته څخه تر نهه ميلیونه پورې جنګي بنديان د جنګي بنديانو په پنډغالو کې ساتل شوي وو، ځينې يې په هغو ځايونو کې و چې وروسته نازي پنډغالي شول، لکه Theresienstadt او Mauthausen. د 1907 د هاګ کنوانسيون څخه په سرغړونې، په قصدي ډول د خوراک بندولو او د کار کولو د خطرناکو حالاتو په پايله کې د المان تر واک لاندې ډېرې بنديان مړه شول. د فرانسې، بلجيم، ايټاليې، اتريش-هنګري او المان په څېر هيوادونو کې، د "دوښمن له اصل" په توګه پېژندل کېدونکي ولسونه له تابعيت محروم کړای شول. سلګونه زره بنديان په سختو حالاتو کې جبري کار ته اړ کړای شول. د عثماني سترواکۍ له خوا د ارمينيانو د ټولوژنې پر مهال، د سوريې سارا ته د تبعيد پر مهال عثماني ارمينيايي استوګن په پنډغالو کې ساتل شوي وو. له جګړې وروسته المان کې، "ناخوښه بهرنيان" – چې عموماً د ختيځې اروپا يهوديان وو – په Cottbus-Sielow او Stargard کې ساتل شوي وو.[۳][۴][۵][۶]

تاريخ[سمول]

لومړني پنډغالي (1933-1934)[سمول]

د 1933ز کال د جنورۍ په دېرشمه نېټه، د پخواني صدراعظم «Franz von Papen» سره له پټې معاملې وروسته  اډولف هټلر د المان صدر اعظم شو. واک ته له رسېدو مخکې نازيانو د توقيفي پنډغالو لپاره هېڅ طرحه په پام کې نه درلوده. په المان کې د نازيانو د زرګونو مخالفينو د ځپلو د هيلې له امله، په وروستیو مياشتو کې د توقيفي پنډغالو سيستم منځ ته راغی. د 1933ز کال د فبرورۍ په مياشت کې په Reichstag کې د اور لګېدو پېښه د ډله ييزو نيولو لپاره يوه بهانه شوه. د Reichstag د اور لګېدو پېښې اړوند فرمان د Weimar (د المان په تاريخ کې يو پړاو دی) په اساسي قانون کې د ورکړل شوې شخصي ازادۍ حق ختم کړ، او له کومې محاکمې پرته په بند کې د ساتالو لپاره يې قانوني اساس جوړ کړ. لمړی پنډغالی د Nohra په نوم و چې د 133ز کال د مارچ په درېيمه نېټه په يو ښوونځي کې جوړ شوی و.[۷][۸][۹][۱۰]

په 1933-1934 کې د بنديانو د شمېر ټاکل ستونزمن دي؛ تاريخ پوه «Jane Caplan» دا شمېر د 50000 اټکل کړی دی، په داسې حال کې چې شونې ده له 100000 څخه زيات کسان نيول شوي وي. اتيا سلنه بنديان د المان د کمونست ګوند غړي وو او لس سلنه يې د المان د ټولنپال ديموکراتيک ګوند غړي وو. ډيری بنديان د 1933ز کال په وروستيو کې خوشې شول، او د کرسمس له بښنې وروسته، یوازې څو درجنه پنډغالي پاتې شول. شا اوخوا 70 پنډغالي په 1933ز کال کې جوړ شوي وو، او دا پنډغالي په اسانه ودانۍ کې جوړ شوي وو چې بنديان پکې ساتل کېدای شول، په هغې کې خالي فابريکې، زندانونه، کلیوالي ملکيتونه، ښوونځي، کارخونې او کلاوې شاملې وې. کوم ملي سيستم شتون نه درلود؛ دا پنډغالي د سیمه ييزو پوليسو، SS او SA له خوا، د کورنيو چارو وزارتونو، يا د پورته يادو شويو ټولو ادارو له خوا په شریکه اداره کېدل. په 1933-1934ز کلونو کې ابتدايي پنډغلي د جلا نوعيت لرونکي وو، او په مديريت، شرايطو او د بنديانو د ډلو په نظر کې نيولو سره له 1935ز کال وروسته جوړو شويو پنډغالو په پرتله په بنسټيز ډول توپير لرونکي وو.[۷][۷][۸][۱۱][۱۲][۱۳]

اداري کول (1934-1937)[سمول]

د 1933ز کال د جون په شپږ ويشتمه نېټه، «Theodor Eicke» د Himmler له خوا د Dachau د دويم قوماندان په توګه وټاکل شو،  چې د يوې نمونې په توګه وګرځېد او نورو پنډغالو يې پيروي کوله. Eicke د یوې تاديبي او تعزيري کړنلارې مسوده جوړه کړه، دا يو لارښود و چې د نافرماني کونکو بنديانو لپاره پکې سختې سزاوې ټاکل شوې وې. نوموړي همدا راز د بنديانو د مؤظفينو یو سيستم هم جوړ کړ، چې وروسته د پنډغالو د مشرانو، د بلاکونو د مشرانو او د پنډغالو اداره کونکو بنديانو کې يې وده وکړه. د 1934ز کال د مۍ په مياشت کې، SS له پروشيايي ادارې څخه Lichtenburg په واک کې واخيست، له کوم څخه چې د ګوستاپو (پټ پوليس) د هغه وخت مشر، Heinrich Himmler په مټ د انتقال بهير پيل شو. د 1934ز کال د جون په دېرشمه نېټه د SA له تفصيې وروسته، چې Eicke پکې مخکښه ونډه درلوده، د SA له خوا اداره کېدنکي پاتې پنډغالي SS په واک کې واخيستل. د 1934ز کال د ديسمبر په مياشت کې، Eicke

په Sachsenhausen کې بنديان، د 1938ز کال د ديسمبر 19

د پنډغالو د پلټنې ادارې (IKL) لومړی پلټونکی وټاکل شو؛ یوازې د IKL تر ادارې لاندې بنډغالي د "توقيفي بنډغالو" په توګه وبلل شول.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د 1934ز کال په لومړيو کې، د بنديانو شمېر بیا هم د کمېدو په حال کې و او دا نه وه روښانه چې ايا دا سيستم به پر ځای پاتې شي که نه. د 1935ز کال په نيمايي کې، يوازې پنځه پنډغالي پاتې وو، چې 4000 بنديان پکې پاتې و، او د IKL په مرکزي دفتر کې ديارلس کارکونکي موجود و. په ورته وخت کې، 100000 کسان د المان په زندانونو کې بنديان وو، چې څلورمه برخه يې د سياسي جرمونو له امله نيول شوي وو. په دې باور سره چې نازي المان د داخلي دوښمنانو له ګواښ سره مخ دی، Himmler د «نيمه انسانانو د منظمو عناصرو» پر ضد د جګړې غوښتنه وکړه، چې په هغوی کې کمونستان، ټولنپالان، يهوديان، ماسونيان او مجرمان شامل وو. Himmler د هټلر ملاتړ تر لاسه کړ او د 1936ز کال د جون په اولسمه نېټه د المان د پوليسو مشر وټاکل شو. د 1936ز کال په نيمايي کې د SS له خوا اداره کېدونکو شپږو فعالو پنډغالو له ډلې يوازې دوه (د Dachau او Lichtenburg پنډغالي) تر 1938ز کال پورې بيا هم موجود وو. د تړل شويو پنډغالو په ځای کې، Eicke په Sachsenhausen (د 1936ز کال په سپتمبر کې) او Buchenwald (د 1937ز کال په جولای کې) کې نوي پنډغالي پرانيستل. د پخوانيو پنډغالو پر عکس، نوي پنډغالي د یوې موخې لپاره جوړ شوي وو، له خلکو او د قانون له واکمنۍ څخه ګوښه و، او په دې ډول SS ته د بشپړ واک کارولو وړتيا ورکړل شوه. بنديان چې پخوا يې ملکي لباس اغوست، اوس اړ کړای شول چې د نازي د توقيفي پنډغالي لرونکي نښان ځانګړی لباس واغوندي. د بنديانو شمېر يو ځل بيا په زياتېدو شو، د 1936ز کال د نومبر په لومړۍ نۍټه د 4761 څخه دا شمېر د 1937ز کال تر پای پورې 7750 ته ورسېده.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. Stone 2017، صص. 19–20.
  2. Stone 2017، ص. 11.
  3. Stone 2017، ص. 25.
  4. Stone 2017، ص. 28.
  5. Stone 2017، ص. 31.
  6. Stone 2017، صص. 23–24.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ White 2009، ص. 5.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Buggeln 2015، ص. 334.
  9. Wachsmann 2009، ص. 19.
  10. White 2009، ص. 3.
  11. Orth 2009a، ص. 183.
  12. Wachsmann 2009، ص. 20.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ White 2009، ص. 8.
  14. Wachsmann 2009، ص. 21.
  15. Wachsmann 2009، صص. 20–21.
  16. White 2009، ص. 10.
  17. White 2009، ص. 7.
  18. Wachsmann 2009، صص. 22–23.
  19. Wachsmann 2009، ص. 23.
  20. Wachsmann 2009، ص. 22.
  21. Wachsmann 2009، صص. 21–22.