د میوو روزنه
مېوه د گل د تشکیل څخه ورسته په نبات کی جوړیږی. هغه علم چی میوی مطاله کوی د Pomology په نامه سره یادیږی. دا کلمه د لاتین د pomum یا میوی ته وایی او logy یا پوهی او مطالعی ته وایی، اخستل شوی ده.
د میوی استفاده
[سمول]په نړۍ کې په سلهاوو میوی شتون لری چې هم په خام او هم په پاخه ډول خوړل کیږی. ځینی میوی د انتقال، ساتنی او یا غذایی ارزښت د علاوه کولو په مناسبت پروسس کیږی، مربا او یا جوس ورڅخه جوړیږی. په میوه کې په عمومی شکل سره ډیره بوره وی، مګر ډیری میوی صحی ګټی لری. میوی د پروټین، ویټامینونو، پولیفینولونو او فایبر ښه منبع ده.
د میوو ډولونه
[سمول]غوښینی میوی: د میوو ته pome fruit هم وایی او د ګل څخه منځ ته رازی. دا ډول میوی ډیری خستی یا مندکی لری. مثال یی مڼه ده.
سخت زړی میوی: دا میوی د drupe fruit په نامه سره یادیږی. معمولا بیرونی برخه یی غوښینه او یوه مندکه لری. مثال یی شفتالو دی.
دانه لرونکی میوی: دا میوی د berry fruit په نامه سره یادیږی. ډیر خستی لری او ښه مثال یی رومی بانجان دی.