د میلېتوس تالیس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د میلېتوس تالیس (په انګلیسي: Thales of Milteus؛ پیدایښت: شاوخوا ۶۲۶/۶۲۳، مړینه: شاوخوا ۵۴۸/۵۴۵ق‌م) د کوچنۍ اسیا په ایونیا کې د میلېتوس د لرغوني یونان تر سقراط مخکې فیلسوف ؤ. تالیس د لرغوني یونان د بنسټګرو څېرو له ډلې او د اووه حکیمانو له جملې څخه ؤ چې او په دلفي کې پر اپولو معبد باندې حک شوې مشهوره فلسفي جمله «خپل ځان وپېژنه» ورته منسوب شوې ده.

د ډېریو په اند هغه د لرغوني یونان لومړی فیلسوف دی چې د نړۍ او کایناتو د تشرېح کولو لپاره یې د خرافاتو او د افسانو پوهې پر ځای له طبیعي فلسفې څخه کار واخېست. له‌دې امله لومړی کس ګڼل کېږي چې له ریاضیاتو، ساینس او استنتاجي استدلال سره یې سر او کار ؤ.[۱]

د واحدې نهایي مادې د شتون بنسټ په توګه د ټول طبیعت په بیان کې لومړیو فیلسوفانو د هغه پَل څارلی. د تالیس له‌خوا د وړاندې شوې نظریې له‌مخې، دغه واحده ماده اوبه وې. تالیس فکر کاوه د ځمکې کُره په اوبو کې لامبو کوي.

په ریاضیاتو کې، تالیس «د تالیس تیوري» سره همنومی دی او د تقاطع قضیه هم د تالس تیوري په نوم یادولای شو [د تقاطع قضیې له‌مخې، که چېرې دوه یا څو موازي کرښې دوه یا څو نورې کرښې قطع کړي، د قطع شویو کرښو پر مخ متناسب ټوټه کرښې جلا کوي]. ویل کېږي چې تالس د مصر هرمونو جګوالی او د سمندر له غاړې څخه د بېړیو واټنونه محاسبه کول. په ساینس کې، تالیس یو ستورپوه (منجم) ؤ چې د ځینو په باور د هوا حالاتو او د لمر تندرې (کسوف) وړاندوینه یې کولای شوه. هغه د دب اکبر اسماني صورت (د ستورو ټولګه) او همدا راز د لمریز انقلاب او اعتدال د کشف کولو ویاړ یې درلود. د دې ترڅنګ، تالیس یو انجنیر ؤ او د هالیس سیند (قزل‌اِرماک سیند چې په اوسنۍ ترکیه کې بهېږي) د بهیر لوری یې اړولی ؤ. [۲]

ژوندون[سمول]

د تالیس د ژوندون او کار د جزئیاتو په هکله لویه سرچینه د ډوکسوګرافر دیوجانس لایرتي د درېیمې زېږدیزې پېړۍ اړوند اثر «د سترو فیلسوفانو ژوندلیک او اندونه» دی. په داسې حال کې چې دغه اثر یوازېني پخوانی او باوري سرچینه ده، دیوجانس د هغه په هکله له اتو پېړیو وروسته لیکي او د هغه اخځلیکونه او سرچینې په اغلب ګومان سره «ناموثقه او جعلي معلومات» وړاندې کړي دي. معلومه ده چې تالیس له میلېتوس ؤ او دغه سوداګریز ښار د مندریس سیند په ورخ کې پروت ؤ.[۳][۴]

د تالیس د ژوندانه نېټې په دقیقه توګه څرګندې نه‌دي، خو په سرچینو کې د څو نېټو لرونکو پېښو له‌مخې په تقریبي ډول ټاکل کېدلای شي. د پنځمې زېږدیزې پېړۍ لیکوال او مورخ هېرودوت په وینا، تالیس په ۵۸۵ق‌م کې د یوې لمر تندرې وړاندوینه کړې وه. د آتن اپولودوروس په تاریخ کې (چې په دوه‌یمې ق‌م پېړۍ کې لیکل شوی دی)، داسې انګېرل کېږي چې د لمر نوموړې بشپړې تندرې د پېښېدلو پر مهال تالیس ۴۰ کلن ؤ، نو له‌دې امله د زېږېدلو کال یې ۶۲۵‌ق‌م کېږي.[۵][۶][۷]

اصل او نسب او کورنۍ[سمول]

په داسې حال کې چې په اغلب احتمال تالیس د ډېریو میلېتوسیانو په څېر یوناني ؤ، خو د هېرودوت په باور د تالیس ډېر پخوانی او لېرې نیکه فینیقي ؤ. دیوجانس لایرتي د هېرودوت، دوریس او دېموکریتوس په حواله وایي چې، «تالیس د اګزامیاس او کلیوبولینا زوی ؤ او تلیداوو پورې یې اړه درلوده چې په اصل کې فینیقي او د کادموس او آګنور تر ټولو اشرافي اولاده وه» چې له فینیقیا څخه تبعید شوي وو او تالیس له نېلیوس سره یوځای د میلېتوس تابعیت ترلاسه کړ. [۸][۹][۱۰][۱۱]

سره له‌دې، فریدریک نېتشي او نور دغه اقتباس یوازې په دې معنی تفسیر کوي چې ګواکې د هغه نیکه‌ګان د بیوتیا کادمیایي وګړي او ماڼوګان وو. همدا راز دغه احتمال شتون لري چې مختلط اجداد ولري، ځکه چې پلار یې کاریایي او مور یې یوناني نوم لري. داسې برېښې چې دیوجانس لایرتي د یوې بدیلې سرچینې پر بنسټ وایي: «…خو ډېري لیکوالان هغه د یوه کره میلزي په توګه او له یوې وتلې او ممتازې کورنۍ غړی پېژني». بریتانیکا پوهنغونډ (دایرةالمعارف) (۱۹۵۲ز) داسې پایله ترلاسه کړه چې تالیس په غالب ګومان یو اصیل میلزي، اشرافي او په ښکاره توګه یو یونانی ؤ.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

دیوجانس د لا زیاتو متناقضو راپورونو په وړاندې کولو سره دوام ورکوي: په یوه ځای کې وایي چې، الیس واده وکړ او د یوه زوی (سیبیس‌توس یا سیبیس‌تون) پلار شو او خپل وراره ته یې هم همدا نور غوره کړ؛ په بل ځای کې بیا لیکي چې تالیس هېڅکله واده ونه‌کړ، په ځوانۍ کې یې مور ته وویل چې لا د واده لپاره ډېر وخت لرم او کله چې زوړ شو ویل یې چې د واده لپاره ډېر ناوخته دی. پلوتارک لا پخوا دغه خبره کړې وه: سولون له تالیس سره ولیدل او پوښتنه یې وکړه چې ولې مجرد پاتې دی؛ تالیس ځواب ورکړ د هغه نه‌خوښېږي چې د ماشومانو په هکله اندېښنه ولري. سره له‌دې، څو کاله وروسته، چې د کورنۍ لرلو هیله یې درلوده، خپل وراره «سیبیس‌توس» یې په فرزندي ونیوه.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سفرونه[سمول]

د لرغوني یونان فرهنګ په کلکه د شام او بین‌النهرین تر اغېزې لاندې ؤ. ویل کېږي چې تالیس په سوداګرۍ بوخت ؤ او له مصر یا بابل څخه لیدنه کوله. سره له‌دې، هېڅ موثق سند شتون نه‌لري چې تالیس دې د نږدې ختیځ له هېوادونو څخه لیدنه کړې وي او دغه موضوع د څېړونکو ترمنځ اختلافي بحث دی. د وروستیو لیکوالانو په باور، له دغسې ځایونو څخه د ډېریو فیلسوفانو لیدنه ډېر معمول نقل دی، په تېره بیا هغه مهال چې لیکوالان غواړي د تالیس، فیثاغورث او اودوکسوس په څېر فیلسوفانو د ریاضیکي پوهې ترلاسه کولو ځای په هکله وغږېږي. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

مصر ته[سمول]

د لرغوني پېر څوګونو لیکوالانو په باور، تالیس د ژوند په اوږدو کې له مصر څخه لیدنه کړې او هلته یې د هندسې زده‌کړې ترلاسه کړې دي. دغه احتمال شتون هم لري چې تالیس دې مصر ته ولاړ وي، ځکه چې میلېتوس هلته یوه تلپاتې مستعمره (د ناوکراتیس په نامه) درلوده. همدا راز ویل کېږي چې تالیس د تیبای له کاهنانو سره نږدې اړیکې درلودې او له هغو څخه یې سبق ویلی او ان هغو ته یې د هندسې زده‌کړې ورکړې دي. همدا راز، امکان لري چې تالیس پرته له لیدنې څخه، د نورو اشخاصو له‌لارې د مصر په هکله معلومات درلودل.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

بابل ته[سمول]

د مصر ترڅنګ، تر یونانیانو مخکې، په ریاضیاتو کې تر ټولو بل مخکښ لرغونی تمدن بابل ؤ، چې د ریاضیاتو ډېري فیلسوفانو هلته سفر کاوه. لږ تر لږه د لرغوني پېر یو مورخ «یوسیفوس» ادعا کوي چې تالیس له بابل څخه لیدنه کړې ده.[۳۴]

مورخان روجر ل. کوک او بارتل لیندرت ون در واردن په دې باور دي چې یونانیان تر ډېره د بابلیانو ریاضیکي پوهې تر اغېزې لاندې وو او ښه بېلګه یې د بابلیانو د شمېرنې سیسټم دی چې د 60 پر قاعدې ولاړ ؤ. کوک بیانوي چې، «خو دغه اړیکه یو لانجمن بحث دی». د د. ر. دیکس په څېر نور مورخان د یونانیانو پر ریاضیکي پوهې باندې د بابلیانو له اغېزښندنې سره مخالف دي؛ ځکه چې شاوخوا د هیپارخوس تر وخته (شاوخوا ۱۹۰ تر ۱۲۰ق‌م) د 60 په قاعدې د هغوی د شمېرنې سیسټم ناپېژندل شوی پاتې ؤ.[۳۵]

هېرودوت لیکلي چې یونانیانو ګنومون له بابلیانو څخه زده کړ. ویل کېږي چې یونانیانو ته د تالیس لاروی «اناکسي‌ماندر» ګنومون (Gnomon) ورزده کړل. هېرودوت همدا راز لیکلي چې پر ۱۲ برخو باندې د ورځې وېش او «پولوس» له بابلیانو څخه یونان ته ورسېدل. خو بیا هم دغه څرګندونې لانجمن بحثونه دي؛ د بېلګې په توګه: مورخ ل. ژمود بیانوي چې ګنمون هم په مصریانو او هم په بابلیانو کې پېژندل شوی ؤ، پر ۱۲ برخو باندې د ورځې وېش (او همدا راز پر ۱۲ برخو باندې د کال وېش) لا پخوا په دوه‌یمې ق‌م زریزه کې مصر متداول ؤ او په دغه مهال کې د «پولوس» مفکوره له یونان څخه بهر چا نه‌پېژندله.[۳۶][۳۷]

سرچينې[سمول]

  1. Russell, Bertrand (17 November 2023). Russell,Bertrand.1947. A History of Western Philosophy, Simon & Schuster publisher. Psychology Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-32505-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Russell, Bertrand (17 November 2023). Russell,Bertrand.1947. A History of Western Philosophy, Simon & Schuster publisher. Psychology Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-32505-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Translation of his biography on Thales: Thales Archived 9 February 2008 at the Wayback Machine., classicpersuasion site; original Greek text, under ΘΑΛΗΣ, the Library of Ancient Texts Online site.
  4. See McKirahan, Richard D. Jr. (1994). Philosophy Before Socrates. Indianapolis: Hackett. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87220-176-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Herodotus, 1.74.2, and A. D. Godley's footnote 1; Pliny, 2.9 (12) and Bostock's footnote 2.
  6. Cohen, Mark S.; Curd, Patricia; Reeve, C. D. C. (2011). Readings in Ancient Greek Philosophy (Fourth Edition): From Thales to Aristotle. Indianapolis, Indiana: Hackett Publishing. د کتاب پاڼې 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1603846073. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Frank N. Magill, The Ancient World: Dictionary of World Biography, Volume 1, Routledge, 2003 کينډۍ:Isbn
  8. Kirk, G. S.; Raven, J. E. (1957). "Chapter II: Thales of Miletus". The Presocratic Philosophers. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 74–98. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Freely, John (2012). The Flame of Miletus: The Birth of Science in Ancient Greece (And How It Changed the World). London: I. B. Tauris & Co. Ltd. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78076-051-3. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Lawson, Russell M. (2004). Science in the Ancient World: An Encyclopedia. Santa Barbara, California; Denver, Colorado; and Oxford, England: ABC CLIO. د کتاب پاڼي 234–235. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85109-534-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Thatcher, Oliver J. (2004). The Library Of Original Sources: The Greek World (په انګلیسي ژبه کي). The Minerva Group, Inc. د کتاب پاڼې 138. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4102-1402-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Nietzsche, Friedrich (2001). The Pre-Platonic Philosophers. University of Illinois Press. د کتاب پاڼې 23. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0252025594. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Alexander Herda. Burying a sage: the heroon of Thales in the agora of Miletos: With remarks on some other excavated Heroa and on cults and graves of the mythical founders of the city. 2èmes Rencontres d'archéologie de l'IFEA : Le Mort dans la ville Pratiques, contextes et impacts des inhumations intra-muros en Anatolie, du début de l'Age du Bronze à l'époque romaine., Nov 2011, Istanbul, Turkey. pp. 67–122
  14. Alexander Herda. Burying a sage: the heroon of Thales in the agora of Miletos: With remarks on some other excavated Heroa and on cults and graves of the mythical founders of the city. 2èmes Rencontres d'archéologie de l'IFEA : Le Mort dans la ville Pratiques, contextes et impacts des inhumations intra-muros en Anatolie, du début de l'Age du Bronze à l'époque romaine., Nov 2011, Istanbul, Turkey. pp. 67–122
  15. Yust, Walter (1952). Encyclopaedia Britannica: A New Survey of Universal Knowledge (په انګلیسي ژبه کي). Encyclopaedia Britannica. د کتاب پاڼې 13. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Guthrie, W. K. C. (1978). A History of Greek Philosophy: The Earlier Presocratics and the Pythagoreans (په انګلیسي ژبه کي). 1. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 50. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-29420-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Goodman, Ellen (1995). The Origins of the Western Legal Tradition: From Thales to the Tudors (په انګلیسي ژبه کي). Federation Press. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-86287-181-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Yust, Walter (1952). Encyclopaedia Britannica: A New Survey of Universal Knowledge (په انګلیسي ژبه کي). Encyclopaedia Britannica. د کتاب پاڼې 13. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Alexander Herda. Burying a sage: the heroon of Thales in the agora of Miletos: With remarks on some other excavated Heroa and on cults and graves of the mythical founders of the city. 2èmes Rencontres d'archéologie de l'IFEA : Le Mort dans la ville Pratiques, contextes et impacts des inhumations intra-muros en Anatolie, du début de l'Age du Bronze à l'époque romaine., Nov 2011, Istanbul, Turkey. pp. 67–122
  20. Yust, Walter (1952). Encyclopaedia Britannica: A New Survey of Universal Knowledge (په انګلیسي ژبه کي). Encyclopaedia Britannica. د کتاب پاڼې 13. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Guthrie, W. K. C. (1978). A History of Greek Philosophy: The Earlier Presocratics and the Pythagoreans (په انګلیسي ژبه کي). 1. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 50. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-29420-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Goodman, Ellen (1995). The Origins of the Western Legal Tradition: From Thales to the Tudors (په انګلیسي ژبه کي). Federation Press. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-86287-181-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Yust, Walter (1952). Encyclopaedia Britannica: A New Survey of Universal Knowledge (په انګلیسي ژبه کي). Encyclopaedia Britannica. د کتاب پاڼې 13. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Plutarch (1952). "Solon". In Robert Maynard Hutchins (المحرر). Lives. 14. Chicago: William Benton. د کتاب پاڼې 66. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Riedweg, Christoph (2005) [2002], Pythagoras: His Life, Teachings, and Influence, Ithaca, New York: Cornell University Press, کينډۍ:ISBN p. 7
  26. Plutarch, Life of Solon § 2.4
  27. O'Grady, Patricia F. (2017). Thales of Miletus: The Beginnings of Western Science and Philosophy (په انګلیسي ژبه کي). Taylor & Francis. د کتاب پاڼې 263. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-351-89537-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Hamlyn, David W. (2002). Being a Philosopher: The History of a Practice (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-134-97101-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Russell, Bertrand (17 November 2023). Russell,Bertrand.1947. A History of Western Philosophy, Simon & Schuster publisher. Psychology Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-32505-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Russo, Lucio (2013). The Forgotten Revolution: How Science Was Born in 300 BC and Why it Had to Be Reborn. تُرجم بواسطة Levy, Silvio. Springer. د کتاب پاڼې 33. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3642189043. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Harrison, Frederic (1892). The new calendar of great men: biographies of the 558 worthies of all ages. London and New York: MacMillan & Co. د کتاب پاڼې 92. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Plutarch, On Isis And Osiris, ch. 10.
  33. Ferguson, Kitty (2011). Pythagoras: His Lives and the Legacy of a Rational Universe (په انګلیسي ژبه کي). Icon Books Ltd. د کتاب پاڼې 28. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84831-250-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Cooke, Roger L. (2005). The History of Mathematics: A Brief Course. John Wiley & Sons, Inc. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Dicks, D. R. (November 1959). "Thales". The Classical Quarterly. 9 (2): 294–309. doi:10.1017/S0009838800041586. S2CID 246881067 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Zhmud, Leonid (2006). The Origin of the History of Science in Classical Antiquity. Die Deutsche Bibliothek. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Diogenes Laertius (II, 1)