د میلګرام تجربه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د میلګرام تجربه یا تجربې له واکمنو کسانو څخه د اطاعت اړوند د ټولنیزې ارواه پوهنې په برخه کې د تجاربو هغه ټولګې ته ویل کېږي چې د ییل پوهنتون د ارواه پوه سټنلي میلګرام له خوا ترسره شوې. نوموړي په دغه څېړنه کې په ګډون کوونکو نارینه و باندې چې عمر یې له ۲۰ څخه تر ۵۰ کلونو پورې و او بېلابېل ډوله شخصیت او دندې یې لرلې د هغوی له شخصي وجدان سره په ټکر داسې چارې ترسره کړې چې د یو مرجع ځایګي څخه یې ورته امر کېده او دوی یې باید اطاعت کړی وای. ګډون کوونکي په پایله کې دې باور ته ورسېدل چې دغه چارې له یوې بلې نا اړوندې تجربې سره مرسته کوي چې په هغه کې باید «زده کوونکي/اخیستونکي» ته برېښنايي شاک ورکړل شي. دغه دروغي برېښنايي شاکونه په تدریجي بڼه داسې سطحې ته ورسېدل چې که چېرې واقعي وای وژونکي به وو. [۱]

دغه ازمایښت په غیرمنتظره توګه وښووله چې په لوی نسبت کسان ورته له شوو لارښوونو څخه پیروي کوي له دې سره چې که د هغوی په زړه هم برابر نه وي. میلګرام د لومړي ځل لپاره د خپلې دغې څېړنې اړوند مقاله په ۱۹۶۳ زکال کې د غیرطبیعي او ټولنیزې اراوه پوهنې په ژورنال کې خپره کړه؛ نوموړي په ۱۹۷۴ زکال کې خپلې دغه موندنې له لا زیاتو توضیحاتو سره په خپل کتاب، له اقتدار څخه اطاعت: یو تجربوي لیدلوری (Obedience to Authority: An Experimental View)، کې خپرې کړې. [۲][۳]

دغه تجربې د ۱۹۶۱ زکال په اګست میاشت کې (د دغو تجربو لپاره د مالي امکاناتو د وړاندیز له منل کېدو وروسته) د ییل پوهنتون د لینسلي- چېټېنډین هال په تکوۍ کې، په اورشلیم کې نازي جرمني ته د اړوند جنګي مجرم اډولف آیشمن له محاکمې درې میاشتې وروسته پیل شوې. میلګرام په خپله اروايي څېړنه کې د عام وژنې اروايي برخه وڅېړله او دغه عامې پوښتنې ته: «آیا کېدای شي آیشمن او د هغه میلیونونو همکارانو په هلوکاسټ کې یوازې له اوامرو اطاعت کړی وي؟ ایا کولای شو دوی ټول په جرم کې شریک وبولو؟» ځواب پیدا کړ. دغه تجارب د نړۍ په ګوټ ګوټ کې څو ځله تکرار شوې چې ټولو نږدې یوشان پایلې لرلې دي. [۴][۵][۶][۷]

طریقه (پروسیجر)[سمول]

د ازمایښت په هره جلسه کې دریو کسانو ونډه لرله:

  • «ازمایښت کوونکی» چې د جلسې مسئولیت ور تر غاړې و.
  • د هرې جلسې لپاره یو داوطلب «ښوونکی». ښوونکي دې باور ته رسېدلي و چې هغوی یوازې مرسته کوي، په داسې حال کې چې اصلي ازمایښت پر دوی ترسره کېده.
  • «زده کوونکی»، اکټور او یا هم د ازمایښت کوونکي همکار چې داسې به یې ځان څرګندوه ګویا دوی داوطلبان دي.

ازمایښت کېدونکی (subject) او اکټور په جلسه کې یوځای راڅرګند کېدل. ازمایښت کوونکي هغوی ته ویل چې دوی «د حفظ کولو او زده کولو په علمي څېړنه» کې ونډه اخلي، څو ومومي تنبیه کول د مطالبو د یادولو په برخه کې په ازمېښت کېدوني څومره اغېز لري. همدارنګه نوموړي هر مهال دا څرګندوله چې په دغه تجربه کې د هغوی د ونډې په بدل کې امتیاز د تجربې پراختیا ته له پام پرته خوندي دی. ازمایښت کیدونکي او اکټور د خپل رول ټاکلو په موخه کاغذ راوویستل. ازمایښت کېدونکي په داسې حال کې چې ناخبره و، په دواړو کاغذونو کې «ښوونکی» لیکل شوی و. اکټور به بیا تل دا ادعا کوله چې تېروتنه شوې او پر هغو «زده کوونکی» لیکل شوی، دغې چارې دا چاره تضمین کوله چې ازمایښت کېدونکی د تل لپاره «ښوونکی» دی.

له دې وروسته ښوونکی او زده کوونکی دواړه څنګ ته خونې ته یووړل شول، چېرې چې زده کوونکی په یوه برېښنايي څوکۍ باندې وټړل شو. ازمایښت کوونکي چې د لابراتوار جامې یې په تن کې وې او ښکارېده چې له نورو ډیر واک ورسره دی، ګډون کوونکو ته یې وویل چې دغه چاره د زده کوونکي له تېښتې څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه ده. د دغې تجربې په راتلونکي پړاو کې مقابل لوري تل د مهربانۍ غوښتنه کوله او څرګندوله یې چې د زړه ناروغي لري. د رښتینې ازموینې څخه وړاندې ښوونکي ته کمزوری برېښنايي شاک ورکړل شو څو له نږدې تجربه کړي چې هغه شاک چې زده کوونکی ورسره د ازمایښت پر مهال مخ دی څه حس لري. [۸][۹]

له دې وروسته ښوونکی او زده کوونکی له یوبل جلا کړای شول خو دومره مجال ورته برابر و له یو بل سره خبرې وکړي خو یو بل وه نه ویني. وروسته ښوونکي ته د جوړه یي کلماتو یو لېست ورکړل شو څو هغه خپل زده کوونکي ته ور زده کړي. ښوونکي د کلماتو د دغه نوملړ په لوستلو هغه خپل زده کوونکي ته پیل کړ. وروسته ښوونکي هره جوړه کلمات لوستل او څلور ممکن ځوابونه یې هم ورسره ویل. زده کوونکي به تکمه کېکاږله څو خپل ځواب وښيي. که چېرې به ځواب ناسم و، ښوونکي به زده کوونکی ته یو برېښنايي شاک ورکاوه چې د هر ناسم ځواب په ویلو به د شاک د ولتاژ کچه ۱۵ ولټه لوړېده (د ځواب د سموالي په صورت کې به ښوونکي بله جوړه کلمات لوستل). د شاک د ولتاژ کچه له ۱۵ څخه تر ۴۵۰ پورې وه. په شاک تولید کوونکي کې کلامي علایمو شتون درلود چې له خفیف شاک څخه تر خطري یا شدید شاک پورې یې توپیر درلود. [۱۰]

ازمایښت کېدونکي په دې باور وو چې د هر ناسم ځواب په مقابل کې زده کوونکی یو واقعي شاک تجربه کوي په داسې حال کې چې په واقعیت کې هېڅ شاک شتون نه درلود. له ښوونکي څخه د زده کوونکي په جلا کېدو زده کوونکي د برېښنايي شاک له تولید کوونکي ماشین سره یو ټیپ ریکارډر نصب کړ چې له وړاندې ثبت شوي غږونه یې د هر شاک د کچې په اندازه خپرول. د درواغین شاک د ولټاژ په لوړېدو زده کوونکي په اعتراض لاس پورې کاوه لکه په مکرر ډول په سوک باندې د دیوال وهل چې دغې چارې هغه له ښوونکي لرې کاوه. په هر ډول شرایطو کې زده کوونکي له وړاندې زده کړې کلمه کاروله. هغه مهال به چې ولټاژ خپلې وروستۍ کچې ته ورسېد زده کوونکی به چپ پاتې شو. [۱۱]

که چېرې به ښوونکي هر مهال د پوښتنې درولو ته مخه کړه، ازمایښت کوونکي به هغه ته په کلامي ډول ځانګړی امر کاوه چې دغه اوامر په لاندې ډول وو: [۱۱]

  1. هیله کوم دوام ورکړئ یا هیله ده مخکې ولاړ شئ.
  2. ازمایښت دوام ورکولو ته اړتیا لري.
  3. اړینه ده چې دوام ورکړئ.
  4. بله لار نه لرۍ؛ باید ادامه ورکړئ.

له دویمې لارښوونې یوازې هغه واخت کار اخیستل کېده چې لومړۍ به نابریالۍ شوه. که چېرې ازمایښت کېدونکی لا هم مایل و چې له څلورو واړو لارښوونو وروسته ازموینه ودرول شي؛ ازموینه به درول کېده. که چېرې به داسې نه وه، ازمېښت به وروسته له هغه درول کېده چې ازمویښت کېدوني به درې ځله له ۴۵۰ ولټي شاک کار واخیست. [۱۲]

ازمایښت کوونکي همدارنګه که ښوونکي کوم ځانګړی نظر وړاندې کاوه، له هغو به یې ګټنه کوله. که چېرې به ښوونکي وپوښتل چې کېدای شي زده کوونکی دایمي فزیکي زیان ومومي، ازمایښت کوونکي به ځواب ورکړ: «له دې سره چې کېدای شي شاک درد راوړونکی وي خو دایمي نسجي زیان شتون نه لري، نو هیله ده دوام ورکړی». که چېرې به ښوونکي وویل چې زده کوونکی په څرګنده توګه غواړي دغه چاره ودرول شي ازمایښت کوونکي به ځواب ورکړ: «دا چې هغه غواړي او یا نه باید تر هغه دوام ورکړی څو یې کلمات بشپړ نه وي زده کړي، نو هیله ده دوام ورکړۍ». [۱۳]

پایلې[سمول]

د میلګرام د لومړنیو ازموینو په پایله کې ۶۵ سلنه (له څلوېښتنو تنو څخه ۲۶ تنو یې) د شاک له تر ټولو شدیدې کچې یا ۴۵۰ ولټي شاک څخه کار واخیست او ټولو ګډون کوونکو له حداقل ۳۰۰ ولټي شاک څخه ګټنه وکړه. ازمیښت کېدونکي د دغه کار له ترسره کولو ناخوښه وو او په مختلفو کچو باندې یې غبرګون او تشویش له ځانه وښود. په دغو علایمو کې خولې کول، لړزېدل، د ژبې بند کېدل، د شونډو خوړل، چغې وهل او په پوست کې د نوکانو خښول و چې آن یو شمېر یې شدیده عصبي خندا یا غبرګون له ځانه ښکار کړه. له څلوېښتو تنو څخه ۱۴ یې د عصبي خندا مشخصې ځانګړنې له ځانه وښوولې. هر ګډون کوونکي لږ تر لږه یوځل ازمایښت ودراوه او دغه ازمایښت یې ترپوښتنې لاندې راوست. خو د دوی څخه ډېرو یې د ازمایښت کوونکي له ډاډ وروسته خپل کار ته دوام ورکړ. یو شمېر نور یې بیا وویل چې دوی به هغه پیسې بېرته ورکړي چې ورته په ازموینه کې د ګډون په موخه ورکړل شوې دي. [۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. Blass, Thomas (1999). "The Milgram paradigm after 35 years: Some things we now know about obedience to authority". Journal of Applied Social Psychology. 29 (5): 955–978. doi:10.1111/j.1559-1816.1999.tb00134.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) as PDF Archived March 31, 2012, at the Wayback Machine.
  2. Milgram, Stanley (1974). Obedience to Authority; An Experimental View. Harpercollins. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-06-131983-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Milgram, Stanley (1963). "Behavioral Study of Obedience". Journal of Abnormal and Social Psychology. 67 (4): 371–8. CiteSeerX = 10.1.1.599.92 10.1.1.599.92. doi:10.1037/h0040525. PMID 14049516. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) as PDF. Archived April 4, 2015, at the Wayback Machine.
  4. Thomas Blass, The Man Who Shocked the World: The Life and Legacy of Stanley Milgram (Basic Books, 2009) p. 75
  5. Zimbardo, Philip. "When Good People Do Evil". Yale Alumni Magazine. Yale Alumni Publications, Inc. د لاسرسي‌نېټه April 24, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Stanley Milgram, Obedience to Authority: An Experimental View (New York: Harper & Row, 1974) p. 123
  7. Blass, Thomas (1991). "Understanding behavior in the Milgram obedience experiment: The role of personality, situations, and their interactions" (PDF). Journal of Personality and Social Psychology. 60 (3): 398–413. doi:10.1037/0022-3514.60.3.398. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر March 7, 2016 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Milgram, Stanley (1963). "Behavioral Study of Obedience". Journal of Abnormal and Social Psychology. 67 (4): 371–8. CiteSeerX = 10.1.1.599.92 10.1.1.599.92. doi:10.1037/h0040525. PMID 14049516. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) as PDF. Archived April 4, 2015, at the Wayback Machine.
  9. Romm, Cari (28 January 2015). "Rethinking One of Psychology's Most Infamous Experiments". theatlantic.com. The Atlantic. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۹. In the 1960s, Stanley Milgram's electric-shock studies showed that people will obey even the most abhorrent of orders. But recently, researchers have begun to question his conclusions—and offer some of their own. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Milgram, Stanley (1963). "Behavioral Study of Obedience". Journal of Abnormal and Social Psychology. 67 (4): 371–8. CiteSeerX = 10.1.1.599.92 10.1.1.599.92. doi:10.1037/h0040525. PMID 14049516. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) as PDF. Archived April 4, 2015, at the Wayback Machine.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Milgram, Stanley (1963). "Behavioral Study of Obedience". Journal of Abnormal and Social Psychology. 67 (4): 371–8. CiteSeerX = 10.1.1.599.92 10.1.1.599.92. doi:10.1037/h0040525. PMID 14049516. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) as PDF. Archived April 4, 2015, at the Wayback Machine.
  12. Milgram, Stanley (1963). "Behavioral Study of Obedience". Journal of Abnormal and Social Psychology. 67 (4): 371–8. CiteSeerX = 10.1.1.599.92 10.1.1.599.92. doi:10.1037/h0040525. PMID 14049516. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) as PDF. Archived April 4, 2015, at the Wayback Machine.
  13. Milgram, Stanley (1963). "Behavioral Study of Obedience". Journal of Abnormal and Social Psychology. 67 (4): 371–8. CiteSeerX = 10.1.1.599.92 10.1.1.599.92. doi:10.1037/h0040525. PMID 14049516. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) as PDF. Archived April 4, 2015, at the Wayback Machine.
  14. Milgram, Stanley (1965). "Some Conditions of Obedience and Disobedience to Authority". Human Relations. 18 (1): 57–76. doi:10.1177/001872676501800105. S2CID 37505499. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Milgram, Stanley (1963). "Behavioral Study of Obedience". Journal of Abnormal and Social Psychology. 67 (4): 371–8. CiteSeerX = 10.1.1.599.92 10.1.1.599.92. doi:10.1037/h0040525. PMID 14049516. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) as PDF. Archived April 4, 2015, at the Wayback Machine.
  16. Abelson, Robert P.; Frey, Kurt P.; Gregg, Aiden P. (2014-04-04). "Chapter 4. Demonstration of Obedience to Authority". Experiments With People: Revelations From Social Psychology (په انګلیسي ژبه کي). Psychology Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781135680145. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)