د میزبان – پرازیټ هم مهاله تکامل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د میزبان – پرازیت یوځای تکامل د هم مهاله تکامل ځانګړی مورد دی چې په هغو کې پرازیټ او د هغو کوربه په دوامداره بڼه له یوبل سره جوړ راځي. دغه چاره کېدای شي د دوی ترمنځ تسلیحاتي تکاملي سیالي رامنځته کړي. یو بې ګواښه احتمال یې هم د پرازیټ د انتقال او ناروغۍ جوړونې ترمنځ تکاملي مبادله ده؛ ځکه که چېرې خپل میزبان په چټکۍ سره ووژني پرازیټ هم د مثل تولید نه شي کولای. بله نظریه چې د سرې ملکې فرضیه (Red Queen hypothesis) یې بولي؛ څرګندوي له دې امله چې میزبان او پرازیټ باید خپل تکامل ته له یو بل سره په همغږي توب دوام ورکړي او همدارنګه ځکه چې جنسي د مثل تولید په دوامداره توګه نوي ژنونه رامنځته کوي، دا په میزبان کې د پرازیټېزم د مثل د جنسي تولید په ګټه دی.

په ژنټیکي بدلونونو کې د هغو په نسلي تولید کې په اللونو کې بدلونونه او د منفردو ژنونو بېلابېل اشکال شاملېږي. دا د دریو عمومي انتخابي محرکینو په واسطه ټاکل کېږي: منفي فریکانس ته تړلی انتخاب، هغه مهال چې یو نادر الل د انتخابي مزیت لرونکی وي؛ هتروزیګوت مزیت او یو مزیت لرونکي الل ته نږدې جهت لرونکی انتخاب. ممکنه پایله هم په پرازیټي شمېر کې جغرافیايي موزاییک دی، ځکه چې میزبان او پرازیټ دواړه له چاپېریالي شرایطو سره چې د مکان او زمان له مخې له یوبل سره توپیر لري ځان همغږی کوي.

د میزبان او پرازیټ هم مهاله تکامل هرچېرې؛ په طبیعت، انسان، اهلي حیواناتو او کروندو کې شتون لري. ګڼ شمېر ناروغۍ لکه مالاریا، ایډز او انفلونزا د هم مهاله تکامل کوونکو پرازیټونو څخه رامنځته کېږي.

د میزبان – پرازیټ د هم مهاله تکامل په څېړنیزو ماډلونو کې له باکتریوم Bacillus thuringiensis سره نماتودCaenorhabditis elegans، سخت پوستکي لرونکي ډافنیا (Daphnia) او د هغو ګڼ شمېر پرازیټونه، اشریشا کولي باکتریا او تي لرونکي (د انسانانو په ګډون) چې د هغو په کولمو کې ځای لري؛ شاملېږي.

لنډه کتنه[سمول]

میزبانونه او پرازیټونه په یو بل باندې متقابل انتخابي فشار واردوي، هغه چې کېدای شي د چټک متقابل همغږي توب لامل وګرځي. په لنډ مهالو نسل لرونکو ژوندیو موجوداتو کې د کوربه – پرازیټ هم مهاله تکامل کېدای شي په لنډو مهالو دورو کې څرګند شي، هغه چې د تکاملي بدلونونو څېړنه په صحرایي او لابراتواري شرایطو کې په واقعي زمان کې د امکان وړ ګرځوي. له دې امله دغه فعل او انفعالات کېدای شي د دغه رایج تصور پر وړاندې د متضادې بېلګې په توګه څرګند شي چې له مخې یې تکامل کېدلای شي په اوږد مهال کې تشخیص شي. [۱]

د دغه فعل او انفعالاتو ډینامیک د سرې ملکې په فرضیه کې خلاصه کېږي، یعنې دا چې میزبان او پرازیټ په دوامداره توګه تغیر کوي او تکامل یې د یو بل سره یوځای همغږی کېږي. [۲]

د میزبان – پرازیټ هم مهاله تکامل هر چېرې شتون لري او د ټولو ژوندیو موجوداتو له دې ډلې د انسان، کورنیو حیواناتو او محصولاتو ترمنځ له بالقوه اهمیت څخه برخمن دی. یو شمېر تر ټولو مهمې ناروغۍ لکه مالاریا، ایډیز او انفلونزا د همدغو هم مهاله تکامل لرونکو پرازیټونو له امله رامنځته کېږي. د پرازیټونو د برید کولو د ستراتیژۍ او د میزبان د ایمني سیسټم ترمنځ د تکاملي همغږۍ غوره درک د ناروغیو لپاره د درملو او نویو واکسینونو په جوړولو کې مرسته کوي. [۳]

انتخابي محرکات (ډینامیک)[سمول]

د میزبان – پرازیټ هم مهاله تکامل د متقابل ژنټیکي تغیر او همدارنګه د هغو په جمیعت کې د اللونو د فریکونسي د بدلونونو له مخې مشخص کېږي. دغه بدلونونه کېدای شي د درې ډوله اصلي انتخابي ډینامیکونو له مخې وټاکل شي. [۴][۵]

منفي فریکونسي ته اړوند انتخاب[سمول]

که چېرې یو نادر اللي ډول د انتخابي مزیت لرونکی وي؛ نو الل منفي فریکانس ته د اړوند انتخاب موضوع ګرځي. د بېلګې په توګه، پرازیټ باید د میزبان له تر ټولو رایج جنوټایپ سره ځان همغږی کړي، ځکه له دې امله کولای شي ګڼ شمېر میزبانونو ته لار ومومي. په خپل نوبت سره د یو میزبان نادر جنوټایپ کېدای شي له خوښې وړ انتخاب سره مخ شي، د هغو فریکونسي زیاته شي او بالاخره عام شي. له دې وروسته پرازیټ باید له پخواني نادر جنوټایپ سره ځان همغږی کړي. [۶][۷]

منفي فریکانس ته د اړوند انتخاب له مخې هم مهاله تکامل چټک دی او په بالقوه توګه په څو نسلونو کې رامنځته کېږي. دغه ډول تکامل خپل پراخه ژنټیکي تنوع له غیر معمولو اللونو څخه په ملاتړ ساتي. د انتخاب دغه حالت ته تمه له څو حجراتو لرونکو میزبانونو څخه کېږي ځکه دغه ډول همغږي توب کېدای شي ګټمنو ژنټیکي توپیرونو (جهشونو) ته له اړتیا پرته ترسره شي هغه هم د هغو د نسبي لږ شمېر او د تولید د نسبي اوږد مهال له مخې چې په دغو میزبانونو کې په ډېرې لږ فریکونسي رامنځته کېدای شي. [۸]

له غالب حد څخه لوړ انتخاب[سمول]

که چېرې د هتروزایګوټ فنوټایف په دواړو هموزایګوټونو باندې د اندام د تناسب برتري ولري (د هټروزایګوټ برتري، چې د هټروزیس لامل ګرځي) غلبه رامنځته کېږي. یوه بېلګه یې هم داسي شکله کم خوني ده (sickle cell anemia). دا د هموګلوبین په ژن کې د ژنټیکي تغیر له امله ده چې له امله یې د وینې د سرو حجراتو داسي (لور – هغه آله چې واښه پرې غوڅول کېږي) شکله جوړښتونه رامنځته شي او د وینې په رګونو کې د وینې د پرنډېدو لامل ګرځي چې له امله یې د وینې جریان کمېږي او د اکسیجن د انتقال کچه را کموي. ورته مهال دغه ژنټیکي بدلون د ملاریا پر وړاندې د مقاومت د زیاتوالي لامل ګرځي چې د پلازمودیم د پرازیټونو په واسطه رامنځته کېږي چې د میاشو څخه انسان ته د هغو له انتقال وروسته د وینې سرو کرویاتو ته لار مومي. له همدې امله د داسي شکله حجراتي ناروغۍ د اللونو هموزایګوټ او هټروزایګوټ ژنوټایفونه د ملاریا پر وړاندې د مقاومت څرګندويي کوي؛ په داسې حال کې چې هموزایګوټ د ناروغۍ د شدید فونوټایف تر اغېز لاندې راځي. ځای نیونکی هموزایګوټ چې د داسي شکله حجراتو د اللونو لېږدونکي نه دي؛ د پلاسمودیم په عفونت باندې د اخته کېدو استعداد لري. په پایله کې د هټروزایګوټ ژنوټایپونه په انتخابي ډول په هغو برخو کې چې د ملاریا ناروغي په کې زیاته وي؛ د علاقې وړ دي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

جهت موندونکی انتخاب[سمول]

که چېرې یو الل د اندام د تناسب مزیت رامنځته کړي، د هغو په جمیعت کې فریکانس زیاتېږي – انتخاب یې جهت موندونکی یا مثبت دی. انتخابي ځای پر ځای کېدنه د جهت د انتخاب ډول دی چې په کې د فریکانس د زیاتوالی په پایله کې د ګټمنو اللونو او همدارنګه ورته د نږدې نورو اللونو د تثبیت لامل ګرځي. دغه بهیر منفي فریکانس ته د اړوند انتخاب څخه کرار په پام کې نیول کېږي. دغه چاره کېدای شي یوه «تسلیحاتي سیالي» رامنځته کړي چې په پرازیټ کې د ناروغۍ رامنځته کوونکي مکرر نوي صفات او همدارنګه په کوربه کې د نویو دفاعي ځانګړنو رامنځته کېدل شاملېږي. [۱۳]

د انتخاب دغه ډول احتمالا د یو حجره لرونکو ژوندیو موجوداتو او ویروسونو ترمنځ په تعاملاتو کې د هغو د جمیعت د لوړې کچې، د نسل د لنډ مهال، تر ډېره د هاپلوئید ژنومونو او همدارنګه د ژنونو د افقي انتقال له امله رامنځته کېږي چې د ګټمنو ژنټیکي بدلونونو او همدارنګه د جمیعت ترمنځ د هغو د خپرېدو احتمال زیات کوي. [۱۴]

د څېړنو لپاره موډلیز سیسټمونه[سمول]

نماتود Caenorhabditis elegans او باکتریايي Caenorhabditis elegans سیسټمونه د ماډلیزو سیسټمونو په توګه د کوربه – پرازیټ د هم مهاله تکامل په موخه رامنځته شوي. د تکامل لابراتواري ازموینو د دغو تکاملي متقابلو غبرګونونو له د ډلې د متقابلو ژنټیکي بدلونونو، د تکامل د چټکتیا د زیاتوالي او ژنټیکي تنوع د زیاتوالي اړوند د ډېرو اساسي وړاندوینو؛ اړوند شواهد وړاندې کړي. [۱۵]

ډافنیا سخت پوستان او د هغو متعدد پرازیټونه د هم مهاله تکامل د مطالعې په اصلي موډل باندې اوښتي دي. میزبان کولای شي غیرجنسي او همدارنګه جنسي (په بیروني چاپېریال کې د القایي بدلونونو لرونکي) وي؛ له همدې امله د جنسي مثل تولید کولای شي په لابراتوارونو کې تحریک شي. د لسیزو پر مهال د ډافنیا مګنا او پاستوریا رموسا باکتریا مشترک تکامل بېرته رغول شوی او د دواړو ډولو د استراحت پړاونه یې له څو طبقه یي حوضچو څخه بېرته را ژوندي کړي او میزبانونه یې د پخوانیو پرازیټونو، د هغو د مشابه او راتلونکو طبقاتو سره مخ کړي دي. دغو څېړنو ښوولې چې پرازیټونو په متوسط ډول د نن ورځې له میزبانونو سره په زیاته کچه عفونتونه له ځان سره لرلي چې منفي فریکانس ته د اړوند انتخاب سره مطابقت لري. [۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Woolhouse, M. E. J.; Webster, J. P.; Domingo, E.; Charlesworth, B.; Levin, B. R. (December 2002). "Biological and biomedical implications of the coevolution of pathogens and their hosts" (PDF). Nature Genetics. 32 (4): 569–77. doi:10.1038/ng1202-569. hdl:1842/689. PMID 12457190. S2CID 33145462. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Rabajante, J.; et al. (2016). "Host–parasite Red Queen dynamics with phase-locked rare genotypes". Science Advances. 2 (3): e1501548. Bibcode:2016SciA....2E1548R. doi:10.1126/sciadv.1501548. PMC 4783124. PMID 26973878. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Woolhouse, M. E. J.; Webster, J. P.; Domingo, E.; Charlesworth, B.; Levin, B. R. (December 2002). "Biological and biomedical implications of the coevolution of pathogens and their hosts" (PDF). Nature Genetics. 32 (4): 569–77. doi:10.1038/ng1202-569. hdl:1842/689. PMID 12457190. S2CID 33145462. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Ebert, D. (2008). "Host–parasite coevolution: Insights from the Daphnia–parasite model system". Current Opinion in Microbiology. 11 (3): 290–301. doi:10.1016/j.mib.2008.05.012. PMID 18556238. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Woolhouse, M. E. J.; Webster, J. P.; Domingo, E.; Charlesworth, B.; Levin, B. R. (December 2002). "Biological and biomedical implications of the coevolution of pathogens and their hosts" (PDF). Nature Genetics. 32 (4): 569–77. doi:10.1038/ng1202-569. hdl:1842/689. PMID 12457190. S2CID 33145462. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ebert, D. (2008). "Host–parasite coevolution: Insights from the Daphnia–parasite model system". Current Opinion in Microbiology. 11 (3): 290–301. doi:10.1016/j.mib.2008.05.012. PMID 18556238. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Rabajante, J.; et al. (2015). "Red Queen dynamics in multi-host and multi-parasite interaction system". Scientific Reports. 5: 10004. Bibcode:2015NatSR...510004R. doi:10.1038/srep10004. PMC 4405699. PMID 25899168. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ebert, D. (2008). "Host–parasite coevolution: Insights from the Daphnia–parasite model system". Current Opinion in Microbiology. 11 (3): 290–301. doi:10.1016/j.mib.2008.05.012. PMID 18556238. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Charlesworth, D.; Willis, J. H. (November 2009). "The genetics of inbreeding depression". Nature Reviews Genetics. 10 (11): 783–796. doi:10.1038/nrg2664. PMID 19834483. S2CID 771357. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Carr, D. E.; Dudash, M. R. (June 2003). "Recent approaches into the genetic basis of inbreeding depression in plants". Philosophical Transactions of the Royal Society of London B Biological Sciences. 358 (1434): 1071–1084. doi:10.1098/rstb.2003.1295. PMC 1693197. PMID 12831473. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "What Is Sickle Cell Disease?". National Heart, Lung, and Blood Institute. June 12, 2015. مؤرشف من الأصل في ۰۶ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Wellems, T. E.; Hayton, K.; Fairhurst, R. M. (September 2009). "The impact of malaria parasitism: from corpuscles to communities". Journal of Clinical Investigation. 119 (9): 2496–505. doi:10.1172/JCI38307. PMC 2735907. PMID 19729847. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Woolhouse, M. E. J.; Webster, J. P.; Domingo, E.; Charlesworth, B.; Levin, B. R. (December 2002). "Biological and biomedical implications of the coevolution of pathogens and their hosts" (PDF). Nature Genetics. 32 (4): 569–77. doi:10.1038/ng1202-569. hdl:1842/689. PMID 12457190. S2CID 33145462. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Ebert, D. (2008). "Host–parasite coevolution: Insights from the Daphnia–parasite model system". Current Opinion in Microbiology. 11 (3): 290–301. doi:10.1016/j.mib.2008.05.012. PMID 18556238. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Schulte, R. D.; Makus, C.; Hasert, B.; Michiels, N. K.; Schulenburg, H. (20 April 2010). "Multiple reciprocal adaptations and rapid genetic change upon experimental coevolution of an animal host and its microbial parasite". PNAS. 107 (16): 7359–7364. Bibcode:2010PNAS..107.7359S. doi:10.1073/pnas.1003113107. PMC 2867683. PMID 20368449. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Ebert, D. (2008). "Host–parasite coevolution: Insights from the Daphnia–parasite model system". Current Opinion in Microbiology. 11 (3): 290–301. doi:10.1016/j.mib.2008.05.012. PMID 18556238. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Gandon, S.; Buckling, A.; Decaestecker, E.; Day, T. (November 2008). "Host–parasite coevolution and patterns of adaptation across time and space". Journal of Evolutionary Biology. 21 (6): 1861–1866. doi:10.1111/j.1420-9101.2008.01598.x. PMID 18717749. S2CID 31381381. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Decaestecker, E.; Gaba, S.; Raeymaekers, J. A.; Stoks, R.; Van Kerckhoven, L.; Ebert, D.; De Meester, L. (6 December 2007). "Host–parasite 'Red Queen' dynamics archived in pond sediment". Nature. 450 (7171): 870–3. Bibcode:2007Natur.450..870D. doi:10.1038/nature06291. PMID 18004303. S2CID 4320335. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)