د میزان ۶مه
د۱۳۷۵ لمريز کال د میزان شپږمه د لرغوني کابل په تاریخ کې هغه مهمه ورځ ده چې په کې دغه تاریخي ښار له هغې ګډوډۍ، بدمرغۍ، ملوک الطوائفي او قتل و قتال څخه نجات وموند چې د ۱۳۷۱ کال د ثور له اتمې په کې ښکېل و.
په دې څه باندې څلور کلنه مرحله کې کابل هغه څه ولېدل چې پخوا یې کله هم نه و لیدلي. د بیلګې په توګه: کابل لېدل چې له پيښوره رارسیدلی ولسمشر ( مجددي صاحب) د دې په ځای چې ارګ ته لاړ شي زنبق ته نږدې یې د شاهي خاندان په کوم کور کې واړول. ځکه ارګ کې د جنبش، جمعیت او حزب کسان سره ګوته په ماشه و. په ۸ د ثور چې ولسمشر د ارګ په ځای د وزارت خارجه په ستوري ماڼۍ کې له کمونیست صدر اعظم فضل حق خالقیار نه واک تسليم کړ. حضرت صاحب خالقيار او ټولو کمونیستانو ته عفو وکړه. خو مخلوع صدر اعظم چې بهر راووت موټر یې د شورای نظار ټوپکیانو تښتولی و، چې بیا نبي عظیمي په خپله والګا کې تر کوره ورساوه.
کابل وليدل چې واک ظاهرا مجاهدينو ته سپارل شوی و، خو د ثور له اتمې وروسته د کابل ګارنیزیون کې په لومړنۍ امنیتي جلسه کې د کمونیزم پاتې شونو اصف دلاور، نبي عظيمي، علومي، مجيد روزي او جنرال بابه جان فیصله وکړه چې لومړی باید له کابله د حکمتيار د حزب اسلامي ځواکونه تصفيه شي. په دې سره د د ثور په ۹ او ۱۰ کابل کې خونړی جنګ ولګېد[۲]. چې د شورای نظار د مرستیال ډاکټر عبدالرحمن په مشرۍ مجاهدين له کمونیستانو سره یو ځای د حزب اسلامي د مجاهدینو خلاف وجنګېدل.
کابل ليدل چې دغه تاريخي ښار په بیلابېلو واکمنيو ویش شوی و، د کابل سيند یوه غاړه د جمعيت بله د جنبش په لاس کې وه. په میرویس میدان او کوټه سنګي د مزاري پاچاهي وه او په قرغه او پغمان د سیاف، د کابل شرق د حزب په لاس کې او شمال د شورای نظار په ولکه کې وه. حتی د محسني حرکت هم په کې ځیني سيمې د ځان کړې وې.
کابل لېدل چې د د وخت صدر اعظم د دصدارت پر ځای په چهار اسیاب کې ناست و او کابل ته یې توغندي راویشتل. دفاع وزیر بیا د وزارت د ودانۍ پر ځای د تيلویزیون غره ته بستړه وړې وه تر څو له هغه ځایه توپخانه رهبري کړي.
کابل ته به د توغنديو هغه بارانونه او بمبارونه هم ياد وي چې په یوه ورځ کې به یې د سلګونه ځوانانو، ښځو او ماشومانو ژوند اخیست. خلکو به حتی تر هديرو د مړو د انتقال مخه نه موندلو او د کورونو په زېرخانو که به یې خپلوان دفن کول. زخميان او شهيدان به په لاسي ګاډیو کې راټولېدل او تر کورونو رسول کېدل.
کابل چې عملا په څو واکمنيو ویشل شوی و دا به یې هم یاد وي چې دلته د ځينو سفارتونو په ديکته د ټول هیواد د تقسيم نقشې جوړېدې. او هغه وطن چې بیت المال، ملي شتمنۍ، صنعتي فابریکې، دولتي ادارې، ځنګلونه، معادن، تاريخي آثار او ټول مادي ثروتونو یې جګړه مارانو لوټ کړي وو، بالاخره یې دې ته هم نیت کړی و چې عملا یې تجزيه او د تاریخي شتون فاتحه یې واخلي.
کابل ته به د کابليانو هغه پنډوکي هم یاد وي چې له چهاراسیاب به یې اوړه را قاچاق کول، ځکه په دې ښار د ټولو خوراکي توکو بندیز لګول شوی و. د کابل به دا هم یاد وي چې په ژمي به د ټوپکیانو د پوستو بخارۍ د لرګيو په ځای د کابل پوهنتون په مونوګرافونو او د کتابتون په آثارو بلېدې.
د کابل به د نړیوالو هغه جفا هم یاده وي چې څلور کاله په اور کې کبابېده خو هیچا یې غم نه خوړ. تر دې چې د خټيني حجرې طالب جان کتاب کت کړ، ټوپک ته یې لاس کړ او د میزان په شپږمه یې کابل د داړه مارانو له پنجو نه خلاص او آزاد کړ.