Jump to content

د مکسیکو د خپلواکۍ جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مکسیکو د خپلواکۍ جګړه (په اسپانوي ژبه: Guerra de Independencia de México، پیل د ۱۸۱۰ کال د سېپټمبر ۱۶مه - پای د ۱۸۲۱ کال د سېپټمبر ۲۷مه) د سیاسي بهیرونو یوه وسله‌واله نښته وه چې له اسپانیې څخه د مکسیکو د خپلواکۍ اخیستلو لامل شوه. دا یوه واحده او منسجمه پېښه نه وه، بلکې د سیمې په کچه سیمه‌ییزې مبارزې وې چې په هم‌هغه وخت کې پېښې شوې او دا یوه داخلي انقلابي جګړه بللی شو. د ۱۸۲۱ کال د سېپټمبر په ۲۸مه د شاهي واکمنۍ د ویجاړېدو او د خپلواکۍ غوښتونکو ځواکونو د پوځي بریا په بهیر کې په مکسیکو ښار کې د مکسیکو سترواکۍ د خپلواکۍ اعلامیې له مسودې سره خپل اوج ته ورسېدې. د دغو ځواکونو مشري د شاهي واک غوښتوکي پخواني قومندان اګوستین ډي ایتورباید پر غاړه وه چې په ۱۸۲۱ کال کې د ایګولا طرحې په چوکاټ کې د ویسنته ګوئررو یاغیانو له مشر سره متحد شو.   [۱]

له اسپانیې څخه د مکسیکو خپلواکي د اسپانيوي سترواکۍ او د هغې د تر ټولو ارزښتمن بهرني ملکیت تر منځ د اړیکو حتمي پایله نه وه، خو د اسپانیې پېښې په ۱۸۱۰ کال کې د وسلوالې بلوا په پيل او د نښتې تر پای د جګړې په بهیر مستقیمه اغېزه درلود. په ۱۸۰۸ کال کې پر اسپانیه د ناپیلون بناپارت برید د تاج واکمنۍ د مشروعيت کړکېچ ته لمن ووهله، ځکه هغه د اسپانیې د پاچا څلورم چارلز تر ګوښه کېدلو وروسته خپل ورور جوزوف د اسپانیې پر تاج او تخت کېناوه. په اسپانیا او له هېواد څخه خارج د هغې په فتوحاتو کې سیمه‌ییز غبرګون پوځي حکومتونه وو چې د بوربون شاهي واکمنۍ په نوم يې واکمني کوله. د اسپانیې او د هغې خارجي مستعمراتي سیمو استازو په کادېز کې چې د فرعي ټاپو یوه برخه وه او لا د اسپانیې په واک کې وه، د کورتس کادېز (د اسپانیې پارلمان د دودیز کورتس رغونه، ژباړن) په توګه سره راټول شول او په ۱۸۱۲ کال کې يې د اسپانیې د اساسي قانون مسوده جوړه کړه. یاد اساسي قانون د اسپانیې د قانوني پاچا په نه موجودیت کې د یو نوي حکومتي چارچوکاټ د جوړولو په لټه کې وو. دغې قانون  هڅه وکړه چې د ډېر سیمه‌ییز کنترول لپاره په فرعي ټاپو کې د زېږېدلو لرغونو اسپانویانو سره چې د ټاپوزېږېدونکو په نوم پېژندل کېږي د امریکايي الاصله اسپانویانو (criollos/کریولو) د برابرۍ هيله پوره کړي. دغې سیاسي بهیر د جګړې په جریان او تر خپلواکۍ وروسته په نوې اسپانیا کې پراخې اغېزې لرلې. په مکسیکو کې له مخکې موجودو فرهنګي، مذهبي او توکمي تشو نه یوازې د خپلواکۍ غورځنګ په پراختیا کې بلکې د نښتې په پراختيا او پرمختګ کې مهم رول درلود.   [۲][۳]

نښتې څو پړاوونه لرل. د خپلواکۍ لپاره لومړنی غورځنګ د سیمه‌ییز کشیش/عیسوي ملا میګل هیدالګو يي کوستېلا په مشرۍ رامنځته شو چې د ۱۸۱۰ کال د سېپټمبر په ۱۶مه يې د ډولورس ناره صادره کړه. دا بلوا ډېره پراخه وه او په ښه توګه نه وه سازمان شوې. هید الګو د شاهي پوځيانو په‌واسطه ونیول شو، له کشیشتوب څخه ګوښه او د ۱۸۱۱ کال په جولای کې اعدام شو. د بلوا دوییم پړاو د پلار خوزه ماریا مورلوس په مشرۍ سرته ورسېد، چې په ۱۸۱۵ کال کې د شاهي پوځیانو په‌واسطه ونیول شو او اعدام شو. بلوا په چریکي جګړه بدله شوه او ویسنته ګوئررو د مشر په توګه راڅرګند شو. نه شاهي‌واک غوښتونکي او نه هم بلواګر برلاسي شول او تر ۱۸۲۱ کال پورې يې د یو پوځي بن بست په توګه دوام وکړ، تر هغه چې په ۱۸۲۱ کال کې د شاهي‌واک غوښتونکو پخواني قومندان اګوستین ډي ایتورباید د ایګولا طرحې پر بنسټ له ګوئررو سره متحد شو. هغوی یو متحد پوځي ځواک رامنځته کړ چې په چټکۍ د شاهي دولت د له‌منځه تللو او خپلواکې مکسیکو د رامنځته کولو لامل شو. په مکسیکو کې له تمې خلاف د پېښو دوران د اسپانیا له پېښو څخه اغېزمن و. کله چې په ۱۸۲۰ کال کې اسپانيوي ازادي غوښتونکو د ۷م فردیناند استبدادي واکمني نسکوره کړه، محافظه کارانو په نوې اسپانيا کې سیاسي خپلواکي د خپل موقف د ساتلو لاره بلله. خپلواک متحد پوځ د ۱۸۲۱ کال په سېپټمبر کې په بریالیتوب سره مکسیکو ښار ته دننه شو او د اسپانیا وایسرای/نایب السلطنه خوان ادونجو د کوردوبا تړون لاسلیک کړ او د اسپانيې واکمنۍ ته يې د پای ټکی کېښود.  [۴]

تر خپلواکۍ وروسته د نوې اسپانیا اصلي خاوره د اګوستین ډي ایتورباید په مشرۍ د مکسیکو سترواکۍ د لومړنۍ سترواکۍ په توګه سازمان شوه. دا لنډمهاله مشروطه نسکوره شوه او په ۱۸۲۳ کال کې یو فېدرال جمهوریت اعلان شو او د ۱۸۲۴ کال په اساسي قانون کې تصویب شو. په ۱۸۲۹ کال کې د ایسیدرو باراداس لښکرلېږد په ګډون د بیا ولکه کولو لپاره د اسپانیا تر څو هڅو وروسته اسپانیا د دویم اېزابلا د واکمنۍ پر مهال په ۱۸۳۶ کال کې په رسمیت وپېژنده. [۵][۶]

د تاج او تخت د واکمنۍ پر وړاندې مخکینۍ ننګونې

[سمول]

داسې شواهد شته چې تر فتحې وروسته ان د مکسیکو د تاریخ له لومړیو دورو څخه ځینو د یو جلا مکسیکويي هویت نظریه وړاندې کړه. که څه هم هغه مهال دا چاره یواځې د کریاویو (هغه کس چې مور او پلار يې دواړه اسپانویان و او په اسپانوي خاوره کې زېږېدلي وي، ژباړن) د اشرافو په کړۍ موجوده وه. د خپلواکۍ د دغو نارو سره سره  له ۱۸۱۰ کال څخه مخکې د اسپانیوي سترواکۍ د ځواک پر وړاندې جدي ننګونې جلا او نسبتاً نادرې وې. [۷]

د تاج واکمنۍ پر وړاندې یوه لومړنۍ ننګونه د اسپانوي فتحه کوونکو له‌خوا راپېښه شوه، چې انکومېیاندا (امریکايي مهاجرانو ته لرغونو اسپانیويانو د واک د ورکړې سیستم، ژباړن) و چې د فتحې د انعام لپاره مالي مرستې يې د مالي مرستې د اوسنیو بسپنه لرونکو تر مړینې وروسته پای ته ورسېدې. د واک د نسکورولو لپاره د انکومېنډیروس په دسیسه کې د هېرنان کورتېس زوی  ډان مارتین کورتېس هم شامل و چې له هېواد څخه تبعید/وشړل شو او نور توطئه جوړونکي اعدام شول.    [۸]

د تاج واکمنۍ پر وړاندې بله ننګونه په ۱۶۲۴ کال کې پېښه شوه، کله چې اصلاح غوښتونکي وایسرای/نایب السطنه مارکوس ډي ګيلویز، اشرافو له واکه لرې کړ، هغه د راکېتس په نوم سازمان شویو جرمونو د ماتولو په هڅه کې وو چې د اشرافو په ګټه و او د روحانیانو له مجلل ځواک څخه يې مخنیوی کاوه. وایسرای په ۱۶۲۴ کال کې د مکسیکو د عادي وګړو تر مذهبي بلوا وروسته چې د اشرافو له‌خوا راپارل شوې وه ګوښه شو. د راپورونو له مخې اکثریت راټول شوي خلک کاتولیک وو دوی نارې وهلې: «پاچا دې ژوندی وي! له عیسویت سره په مينه کې ژوند! مرګ پر بدعیت کوونکي [وایسرای ګيلویز]! وایسرای ونیسئ!» دا بريد په ځانګړي ډول د ګيلویز پر وړاندې و چې خپله د پاچاهۍ یا استعمار پر وړاندې نه بلکې د تاج او تخت د بد استازي په توګه بلل کېده.  [۹][۱۰][۱۱]

په ۱۶۴۲ کال کې د اسپانیې د تاج او تخت پر وړاندې د اسپانیویانو، تور پوستو، سور پوستو او امريکايي الاصله کاسټیانو د متحدولو او د مکسیکو د خپلواکۍ لپاره یوه لنډه مهاله دسیسه جوړه شوه. هغه سړی چې د خپلواکۍ په لټه کې و، یو ایرلنډی و چې اصلي نوم يې ځان يې وېلیم لامپارت و خو ځان يې ډان ګیلن لامپارت او ګوزمان ونوماوه. د لامپارت دسیسه کشف شوه او په ۱۶۴۲ کال کې د عقایدو تفتیش ونیوه او ۱۵ کاله وروسته د فتنې په جرم اعدام شو. اوس مهال په مکسیکو ښار کې د خپلواکۍ د ملایکې په نوم ودانۍ په بېخ کې د لامپارت مجسمه په یوه ښکلې مقبره کې موجوده ده.   [۱۲]

په ۱۶۹۲ کال کې په مکسیکو ښار کې یوه لویه بلوا پېښه شوه، چې په ترڅ کې يې يوه ډله پلبي خلکو هڅه وکړه چې د وایسرای ماڼۍ او د سترکاهن/اسقف استوګنځی وسوځوي. د کرېسټوبال ډي ويلالپانډو یوه انځوګري له دغې بلوا څخه زیانمنتوب ښيي. د ۱۶۲۴ کال د بلوا خلاف چې اشراف په کې ښکېل او وایسرای له هېڅ ډول پاروونکو غبرګونونو پرته ګوښه شو، د ۱۶۹۲ کال بلوا یواځې د پلبي خلکو په‌واسطه تحریک شوه او یو اضافي نژادي/توکمي جزء يې درلود. بلواګرو د اسپانیا د ځواک پر کلیدي سمبولونو برید وکړ او د «اسپانویان [هغه چې په امریکا کې زېږېدلي] ګچوپین‌یان [اسپانوي اېبریان] هغه چې زموږ غله‌جات خوري ويې باسئ! موږ په خوشحالۍ جګړې ته ځو! خدای له موږ څخه غواړي چې د اسپانویانو کار پای ته ورسوو! موږ ته دا مهمه نه ده چې له اعتراف پرته ومرو! ایا دا زموږ خاوره نه ده؟» په څېر سیاسي شعارونه يې ورکول. وایسرای هڅه وکړه چې د بلوا علت یعنې د غله‌جات د بیو لوړوالی کنترول کړي. خو د ۱۹۶۲ کال بلوا «د طبقاتي جګړې استازې وه چې د اسپانیې اقتدار يې له خطر سره مخ کړ. سزا ګړندۍ او وحشیانه وه او په پلازمېنه کې هېڅ بلې بلوا پېکس هسپانیکا نه وه ننګولې.»[۱۳][۱۴]

سرچينې

[سمول]
  1. Altman, Ida et al. The Early History of Greater Mexico. Prentice Hall 2003, pp. 341–358.
  2. Hamnett, Brian (1999). A Concise History of Mexico (in English). Cambridge: Cambridge University Press. pp. 147–186.{{cite book}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  3. Archer, Christon (2007). The Birth of Modern Mexico, 1780–1824. Rowman & Littlefield. ISBN 978-0-7425-5602-7.
  4. Archer, Christon I. "Wars of Independence" in Encyclopedia of Mexico. Chicago: Fitzroy Dearborn 1997, pp. 1595–1601.
  5. Mexico independiente, 1821–1851 Archived 22 December 2018 at the Wayback Machine., Monografias, 1996; accessed 21 December 2018.
  6. http://pares.mcu.es/Bicentenarios/portal/reconocimientoEspana.html Archived 17 October 2018 at the Wayback Machine. accessed 21 December 2018.
  7. Brading, D. A. The First America: The Spanish Monarchy, Creole Patriots, and the Liberal State, 1492–1867. Cambridge: Cambridge University Press 1991.
  8. John Charles Chasteen. Born in Blood and Fire: A Concise History of Latin America. New York, Norton, 2001. ISBN 978-0-393-97613-7
  9. Altman, Ida, Sarah Cline, and Javier Pescador, The Early History of Greater Mexico. Prentice Hall 2003, pp. 246–247.
  10. Jonathan I. Israel. Race, Class, and Politics in Colonial Mexico, 1610–1670. Oxford: Oxford University Press 1975.
  11. Altman et al., The Early History of Greater Mexico, p. 247.
  12. Crewe, R. D. (2010-04-22). "Brave New Spain: An Irishman's Independence Plot in Seventeenth-Century Mexico". Past & Present. 207 (1): 53–87. doi:10.1093/pastj/gtq005. ISSN 0031-2746.
  13. quoted in Altman et al., The Early History of Greater Mexico, p. 248.
  14. Altman et al., The Early History of Greater Mexico, p. 249.