Jump to content

د مکسیکو بهرنۍ اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د مکسيکو بهرنۍ اړيکې
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد

د مکسیکو (مکسیکويي متحده ایالات) بهرنۍ اړیکې د مکسیکويي متحده ایالاتو د ولسمشر له خوا رهبري کېږي او د بهرنیو چارو وزارت له خوا مدیریت کېږي. د بهرنۍ سیاست اصول د اساسي قانون د ۸۹ مادې، ۱۰ بند له مخې په رسمیت پېژندل شوي دي چې عبارت دې له: نړیوالو حقونو او د هېوادونو حقوقي تساوي، د هغوی حاکمیت او خپلواکي ته درناوی، د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه، په سوله ییزه توګه د شخړو هواری او په نړیوالو سازمانونو کې د فعال ګډون له لارې د ډله ییز امنیت پیاوړتیا. د ۱۹۳۰مې لسیزې راهیسې، د استراډا دکتورین د همدې اصولو لپاره د یوه مهم بشپړونکي په توګه عمل کړی دی.[۱][۲][۳]

د خپلواکۍ له جګړې وروسته، د مکسیکو اړیکې په اصل کې د خپل شمالي ګاونډي یعنې امریکا متحده ایالتونو باندې متمرکزې وي چې د دې هېواد تر ټولو ستر سوداګریز همکار او په نړیواله کچه تر ټولو ځواکمن هېواد دی. کله چې دا نظم رامنځته شو، نو د دې هېواد بهرنۍ پالیسي په را وروستیو لسیزو کې د نیمه کرې د اعتبار له مخې جوړه شوه. مکسیکو د امریکا له متحده ایالاتو څخه د خپلې خپلواکۍ په ښودلو سره په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د نوي جوړ شوي هېواد کیوبا، د ۱۹۷۰مې لسیزې په وروستیو کې په نیکاراګوا کې د سانډینیسټا له انقلاب او د ۱۹۸۰یمې لسیزې په اوږدو کې په السلوادور کې د چپي انقلابي ډلو څخه ملاتړ وکړ. په ۲۰۰۰یمې لسیزې کې، پخواني ولسمشر ویسنټه فاکس نوی بهرنۍ سیاست تر لاس لاندې ونیو چې د نړیوالې ټولنې د انتقادونو د منلو او پراختیا او په بهرنیو چارو کې د مکسیکو د لاسوهنې غوښتونکی و او همداشان له خپلو شمالي ګاونډیو سره د لا زیات ادغام په لټه کې و. د فیلیپه کالډرون د جمهوري ریاست په مهال زیاتره لومړیتوب لاتیني امریکا او کارابین سیمې ته ورکړل شو.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

مکسیکو د ګڼو نړیوالو سازمانونو بنسټ اېښودونکی غړی هېواد دی، په تېره بیا د ملګرو ملتونو، د امریکايي هېوادونو سازمان، د ایبري- امریکايي هېوادونو سازمان، OPANAL او د ریو ډلې. مکسیکو د اوږد مهال لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د بودیجې یو تر ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد و، په ۲۰۰۸ کال کې یې څه باندې ۴۰ میلیون ډالر دې سازمان ته ورکړل. سربېره پر دې، دا هېواد له کله چې په ۱۹۹۴ کال کې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان سره یو ځای شو بیا تر ۲۰۱۰ کال پورې کله چې چیلي هم د دې سازمان غړی شو، په یاد سازمان کې یوازینی د لاتیني امریکا غړی و. مکسیکو د یوه نوي صنعتي شوي هېواد، یو سیمه ییز ځواک او نوي رامنځته شوي بازار په توګه په پام کې نیول کېږي، چې له همدې امله په سترو اقتصادي ډلو لکه G8+5 او G-20 کې شتون لري.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

بهرنۍ تګلاره

[سمول]

د مکسیکويي متحده ایالاتو د اساسي قانون ۸۹ ماده، ۱۰ بند د مکسیکو د بهرنۍ تګلارې اصول بیانوي، چې په رسمي بڼه په ۱۹۸۸ کال کې رامنځته شو. د بهرنیو تګلارې ټاکل د دولت د مشر په توګه د ولسمشر پر غاړه ده او د بهرنیو چارو وزارت له خوا تر سره کېږي. چې په اساسي قانون کې په دې اړه داسې بیان راغلی دی:

د ولسمشر واکونه او دندې په لاندې ډول دي: [۲۲][۲۳][۲۴]

X. د بهرنۍ تګلارې ټاکل او د نړیوالو تړونونو انعقاد او همداشان د پخوانیو تړونونو پای ته رسول، محکومیت، ځنډول، تعدیل، اصلاح او د هغو په اړه د تفسیري اعلامیو تنظیم او د سنا مجلس ته د تصویب لپاره سپارل. د همدې سیاست په پلي کولو کې به د مجریه ځواک مشر د لاندې معیارونو اصول رعایت کړي: د خلکو د سرنوشت ټاکل، نه لاسوهنه، په سوله ییزه توګه د شخړو هواری، په نړیوالو اړیکو کې د ګواښ یا له زور نه د کار اخیستنې ممنوعیت، د هېوادونو حقوقي برابري، د پراختیا لپاره نړیواله همکاري او د نړیوالې سولې او امنیت لپاره مبارزه.

له دې اصولو پرته کوم چې د اساسي قانون له مخې په رسمیت پېژندل شوي دي، بهرنۍ پالیسي د ځینو ډکتورینو له مخې هم ولاړه ده. د اسټراډا ډکتورین په دغه برخه کې تر ټولو اغېزناکه او استازولي کوونکي وسیله ده، چې د ۱۹۳۰مې لسیزې په لومړیو کې اعلام شوه او تر ۲۰۰۰ کال پورې په کلکه سره پلی شو. دا ډکتورین وايي چې بهرني دولتونه نه باید د دولتونو په اړه یا د نورو دولتونو او هېوادونو په چارو کې مثبت یا منفي قضاوت وکړي. ځکه چې دا ډول کړنه د هغوی د حاکمیت تر پښو لاندې کول دي. ویل کېږي چې دا تګلاره د نه لاسوهنې، د شخړو د سوله ییز هواري او د ټولو ملتونو د سرنوشت د ټاکلو له مخې وه.[۲۵][۲۶]

د ملي اقدام د ګوند د ولسمشر په لومړۍ دوره کې ویسنټه فاکس، خورخه کاسټانډا د خپل بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکه. له دې سره سم کاسټانډا د اسټراډا ډکتورین تر پښو لاندې کړ او هغه ډکتورین یې دود کړل چې منتقدان ورته «د کاسټانډا ډکتورین» وايي. نوې بهرۍ تګلاره د پراختیا او د نړیوالې ټولنې د انتقاد منلو او په بهرنیو چارو کې د مکسیکو د لاسوهنې د زیاتوالي غوښتونکې وه.[۲۷][۲۸]

د ۲۰۰۶ کال د نومبر په ۲۸مه، پخواني ولسمشر فیلیپه کالډرون اعلان وکړ چې د ۲۰۰۶ کال د ډیسمبر له لومړۍ نېټې وروسته به پټریشیا اسپینوزا د هغه د بهرنیو چارو وزیر په توګه خدمت وکړي. هغه یو لړ لومړیتوبونه اعلان کړل چې له هغې ډلې د مکسیکو او متحده ایالاتو تر منځ یو لړ موضوعګانې شاملې وي چې زیاتره تمرکز یې پر کډوالۍ او امنیتي مسایلو او له کیوبا او وینزویلا سره یو ځل بیا د ډیپلوماتیکو اړیکو را ژوندي کول شامل و، کوم چې د فوکس په اداره کې دا اړیکې ډېرې محدودي شوي وي او همداشان د لاتیني امریکا او کارابین سیمې هېوادونو ته زیاتره لومړیتوب ورکړل شوی و.  [۲۹][۳۰]

ديپلوماتيکي اړیکې

[سمول]

د مکسیکو بهرني خدمات په رسمي بڼه په ۱۸۲۲ کال کې پیل شو دا د کورډوبا د تړون له لاسلیک کولو یو کال وروسته و، چې د دې هېواد خپلواکي ترې پیل شوه. په ۱۸۳۱ کال کې، داسې قانون پاس شو چې په اروپا او امریکا کې له نورو هېوادونو سره ډیپلوماتيکي اړیکې رامنځته شوي.[۳۱][۳۲]

د یوه سیمه ییز ځواک او نوي رامنځته کېدونکي بازار په توګه، مکسیکو یو مهم نړیوال شتون لري. له ۲۰۰۹ کال راهیسې، د بهرنیو چارو وزارت په ټوله نړۍ کې ۱۵۰ استازولۍ لري چې عبارت دې له: [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

  • ۷۹ سفارتونه
  • ۶۸ قونسولۍ
  • ۸ دایمي ماموریتونه

په ۱۹۷۰مه لسیزه کې مکسیکو د چین د خلکو جمهوریت د چین د مشروع او یوازیني حکومت په توګه په رسمیت وپېژانده، له همدې امله د چین د جمهوریت (ټایوان) اړوند مسایل په هانګ کانګ او مکاو کې د مکسیکو د قونسولۍ له خوا اداره کېږي. د دې سربېره، مکسیکو تر اوسه پورې د کوزوو هېواد د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت نه پیژني.[۳۷][۳۸][۳۹]

له تاریخي اړخه، مکسیکو په نړیوالو شخړو کې د یوه خنثی هېواد په توګه پاتې شوی دی. که څه هم، په دې وروستیو کلونو کې ځینو سیاسي ګوندونو د اساسي قانون یوه اصلاحیه وړاندې کړې ده تر څو د مکسیکو پوځ، هوايي ځواک او سمندري ځواک ته اجازه ورکوي تر څو له ملګرو ملتونو سره په سوله ساتونکو ماموریتونو کې برخه واخلي یا هم هغو هېوادونو سره پوځي مرسته وکړي کوم چې په رسمي توګه یې غوښتنه کوي. [۴۰][۴۱]

سرچينې

[سمول]
  1. Political Constitution of the United Mexican States (February 5, 1917). "Article 89, Section 10" (PDF) (په اسپانيايي ). Chamber of Deputies. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر September 16, 2008 باندې. لاسرسي‌نېټه March 28, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Internal Rules of the Ministry of Foreign Affairs (August 10, 2001). "Article 2, Section 1" (په اسپانيايي ). Ministry of Foreign Affairs. د اصلي آرشيف څخه پر June 11, 2008 باندې. لاسرسي‌نېټه March 28, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Palacios Treviño, Jorge. "La Doctrina Estrada y el Principio de la No-Intervención" (PDF) (په اسپانيايي ). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر February 6, 2009 باندې. لاسرسي‌نېټه April 4, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "Bilateral Trade". Embassy of the U.S. in Mexico. 2006. د اصلي آرشيف څخه پر May 12, 2009 باندې. لاسرسي‌نېټه March 28, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Kim Richard Nossal (July 2, 1999). "Lonely Superpower or Unapologetic Hyperpower? Analyzing American Power in the Post-Cold War Era". Queen's University. د اصلي آرشيف څخه پر May 26, 2019 باندې. لاسرسي‌نېټه March 28, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Renata Keller (2009). "Capitalizing on Castro: Mexico's Foreign Relations with Cuba, 1959–1969" (PDF). Latin American Network Information Center. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر May 13, 2011 باندې. لاسرسي‌نېټه March 28, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Salaverry, Jorge (March 11, 1988). "Evolution of Mexican Foreign Policy". The Heritage Foundation. د اصلي آرشيف څخه پر March 13, 2009 باندې. لاسرسي‌نېټه March 28, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "El Salvador in the 1980s". Historical Text Archive. د اصلي آرشيف څخه پر May 1, 2011 باندې. لاسرسي‌نېټه March 28, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Larry Birns and Michael Lettieri (June 27, 2006). "Mexican President Fox Chooses U.S. Over Latin America". Political Affairs. د اصلي آرشيف څخه پر August 5, 2007 باندې. لاسرسي‌نېټه March 28, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Dirección General de Coordinación Política (December 2, 2008). "Se hará política exterior de Estado: Patricia Espinosa" (په اسپانيايي ). Senate of the Republic. د اصلي آرشيف څخه پر May 13, 2011 باندې. لاسرسي‌نېټه March 29, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. UN (November 7, 1945). "United Nations Member States". UN official website. د اصلي آرشيف څخه پر April 17, 2009 باندې. لاسرسي‌نېټه April 6, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Velázquez Flores (2007), p. 145.
  13. Organization of Ibero-American States. "Members" (په اسپانيايي ). OEI official website. خونديځ د اصلي څخه December 16, 2022. لاسرسي‌نېټه April 6, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. OPANAL. "Members". OPANAL official website. د اصلي آرشيف څخه پر August 14, 2009 باندې. لاسرسي‌نېټه April 6, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Ministry of Foreign Affairs (March 7, 2007). "El Presidente Felipe Calderón Hinojosa en la Ceremonia de Entrega de la Secretaría Pro Témpore del Grupo de Río" (په اسپانيايي ). Gobierno Federal. د اصلي آرشيف څخه پر August 23, 2009 باندې. لاسرسي‌نېټه April 6, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. United Nations (2008). "Regular Budget Payments of Largest Payers". Global Policy. خونديځ د اصلي څخه January 14, 2020. لاسرسي‌نېټه April 4, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Paweł Bożyk (2006). "Newly Industrialized Countries". Globalization and the Transformation of Foreign Economic Policy. Ashgate Publishing, Ltd. مخونه 164. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7546-4638-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Mauro F. Guillén (2003). "Multinationals, Ideology, and Organized Labor". The Limits of Convergence. Princeton University Press. مخونه 126 (Table 5.1). د کتاب نړيواله کره شمېره 0-691-11633-4. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. "Japan's Regional Diplomacy, Latin America and the Caribbean" (PDF). Ministry of Foreign Affairs of Japan. خونديځ (PDF) د اصلي څخه November 13, 2018. لاسرسي‌نېټه April 4, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. "Latin America: Region is losing ground to competitors". Oxford Analytica. د اصلي آرشيف څخه پر October 24, 2007 باندې. لاسرسي‌نېټه April 4, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Diego Cevallos (June 5, 2007). "G8: Despite Differences, Mexico Comfortable as G5 Emerging Power". IPS. د اصلي آرشيف څخه پر August 16, 2008 باندې. لاسرسي‌نېټه April 4, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Political Constitution of the United Mexican States (February 5, 1917). "Article 89, Section 10" (PDF) (په اسپانيايي ). Chamber of Deputies. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر September 16, 2008 باندې. لاسرسي‌نېټه March 28, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Pereña-García (2001), p. 35.
  24. Internal Rules of the Ministry of Foreign Affairs (August 10, 2001). "Article 2, Section 1" (په اسپانيايي ). Ministry of Foreign Affairs. د اصلي آرشيف څخه پر June 11, 2008 باندې. لاسرسي‌نېټه March 28, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Palacios Treviño, Jorge. "La Doctrina Estrada y el Principio de la No-Intervención" (PDF) (په اسپانيايي ). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر February 6, 2009 باندې. لاسرسي‌نېټه April 4, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Rodríguez, Itzel. "De actualidad política: ¿Qué dice la doctrina Estrada?" (په اسپانيايي ). د اصلي آرشيف څخه پر March 31, 2009 باندې. لاسرسي‌نېټه April 4, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Ramírez, Carlos (September 28, 2001). "Doctrina Estrada; doctrina Castañeda". د اصلي آرشيف څخه پر July 23, 2009 باندې. لاسرسي‌نېټه April 4, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Menéndez Quintero, Marina. "Adiós, Castañeda". خونديځ د اصلي څخه April 19, 2009. لاسرسي‌نېټه April 4, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. Dirección General de Coordinación Política (December 2, 2008). "Se hará política exterior de Estado: Patricia Espinosa" (په اسپانيايي ). Senate of the Republic. د اصلي آرشيف څخه پر May 13, 2011 باندې. لاسرسي‌نېټه March 29, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. Benavides, Carlos (November 29, 2006). ""Se hará política exterior de Estado": Patricia Espinosa". El Universal (په اسپانيايي ). خونديځ د اصلي څخه April 12, 2013. لاسرسي‌نېټه March 29, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. Ministry of Foreign Affairs. "Historia de la Estructura Administrativa de la Secretaría de Relaciones Exteriores y del Servicio Exterior Mexicano" (په اسپانيايي ). SRE. خونديځ د اصلي څخه August 24, 2007. لاسرسي‌نېټه April 4, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. El Colegio de México (2007), p. 519-523.
  33. "Japan's Regional Diplomacy, Latin America and the Caribbean" (PDF). Ministry of Foreign Affairs of Japan. خونديځ (PDF) د اصلي څخه November 13, 2018. لاسرسي‌نېټه April 4, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. "Latin America: Region is losing ground to competitors". Oxford Analytica. د اصلي آرشيف څخه پر October 24, 2007 باندې. لاسرسي‌نېټه April 4, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. Diego Cevallos (June 5, 2007). "G8: Despite Differences, Mexico Comfortable as G5 Emerging Power". IPS. د اصلي آرشيف څخه پر August 16, 2008 باندې. لاسرسي‌نېټه April 4, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. Secretary of Foreign Affairs (March 7, 2009). "Diplomatic Offices". SRE. خونديځ د اصلي څخه September 20, 2005. لاسرسي‌نېټه April 4, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  37. "Situation in Mainland China". Ministry of Foreign Affairs of Japan. خونديځ د اصلي څخه August 3, 2008. لاسرسي‌نېټه April 4, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. Ministry of Foreign Affairs (March 7, 2009). "Introduction to the Consulate General of Mexico". Consulate General of Mexico in Hong Kong and Macau. خونديځ د اصلي څخه March 7, 2009. لاسرسي‌نېټه April 4, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  39. Notimex (February 18, 2008). "México aún no reconoce a Kosovo" (په اسپانيايي ). CNN Expansión. د اصلي آرشيف څخه پر July 8, 2011 باندې. لاسرسي‌نېټه April 4, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  40. Gustavo Iruegas (April 27, 2007). "Adiós a la neutralidad". La Jornada (په اسپانيايي ). خونديځ د اصلي څخه February 27, 2018. لاسرسي‌نېټه April 4, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  41. Ricardo Gómez & Andrea Merlos (April 20, 2007). "Diputados, en Favor de Derogar Neutralidad en Guerras". El Universal (په اسپانيايي ). د اصلي آرشيف څخه پر October 15, 2013 باندې. لاسرسي‌نېټه April 4, 2009. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)