Jump to content

د مينټګمري د بس پرېکون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مينټګمري بس پرېکون د عامه لېږد نظام په اړوند د الاباما ايالت د مينټګمري د توکميز توپير د تګلارې پر وړاندې ټولنيزه او سياسي اعتراضي مبارزه وه. دا اعتراض په متحده ايالاتو کې د مدني حقوقو د خوځښت لپاره بنسټيزه پېښه وه. دا مبارزه د ۱۹۵۵ز  مال د ديسمبر له پينځمې نېټې پېل شوې وه- د دوشنبې په ورځ کله چې يوه افريقايي الاصله امريکايۍ مېرمن «روسا پارکس» هغه مهال ونيول شوه، کله چې نوموړې  يو سپين پوستي ته د خپلې چوکۍ له پرېښودلو انکار وکړ – او د ۱۹۵۶ز کال د ديسمبر تر شلمې نېټې يې دوام پيدا کړ، کله چې د «ګيل په وړاندې د بروډر» پرېکړه عملي شوه، د دې پرېکړې له امله د متحده ايالاتو د سترې محکمې اعلان وکړ چې د جلا شويو بسونو په اړه د الاباما او مينټګمري قوانين له اساسي قانون سره سمون نه خوري. [۱]

مخینه(شالید)

[سمول]

د بس له پرېکون مخکې، د «جيم کرون» قوانينو د مينټګمري په بس لیکو کې توکميز بېلتون حتمي کړی و. د دې جلا والي (توپير) په پايله کې افريقايي الاصله امريکايان د موټر چلوونکو په توګه نه ګومارل کېدل، دې ته اړ کېدل چې د بس په وروستۍ برخه کې کېني او ډېر ځله دوی ته امر کېده چې خپلې چوکۍ سپین پوستو خلکو ته خوشې کړي، سره له دې چې د بسونو د نظام د سپرليو پنځه اويا سلنه یې تور پوستي مسافر وو. ډېرو موټر چلوونکو له خپلو تور پوستو سپرلیو سره له قانون نه په سرغړونې ناسمه چلند کاوه: په افريقايي الاصله امريکايانو بريدونه کېدل، پيسې یې کمې ورکول کېدې او د خپلو کرایو له ورکړې وروسته هم ايسار پرېښودل کېدل.[۲][۳]

د بس د پرېکون له پيل يو کال مخکې، سترې محکمې د «د تعليمي ادارې په وړاندې د براون» په قضيه کې د رايو په اتفاق سره پرېکړه وکړه چې په ښوونځيو کې توکميز بېلتون ناقانونه دی. د دې پرېکړې په وړاندې د ژورو سويلي سيمو (د متحده ايالاتو سويلي سیمو ته دا نوم اخستل کېږي) سپین پوستو اوسېدونکو غبرګون «له شور او کرکې» ډک و. د دې پرېکړې د پايلې په توګه د بسونو ډېر سپین پوستي چلوونکي له «سپين تبعه شورا» سره يو ځای شول. [۴][۵][۶]

که څه هم دا تر ډېره حده د ملکي حقوقو د خوځښت د پيل په ډول بلل کېږي، خو دا پرېکون هغه مهال پيل شو، کله چې په سويل کې له توکميز تاوتريخوالي نه د «ريسي ټيلر» په څېر ښځو د خونديتابه په موخه د ډېريو تورپوستو ټولنو هلې ځلې پای ته رسېدلې وې. دا پرېکون د مدني حقوقو لپاره په پراخه ايالتي او ملي خوځښت کې هم منځ ته راغی، ان د محکمو په قضيو کې، لکه: د ويرجينيا په وړاندې د مورګن قضيه، له دې مخکې د «باټن روګو بس پرېکون» او د مينټګمري په يو بس کې د خپلې چوکۍ د نه پرېښودلو له امله د «کلاډيټ کولون» نيول کېدلو قضيې. [۷]

له دې پېښې مخکې په متحده ايالاتو کې د لېږد او بس نه پرېکون

[سمول]

په ۱۸۴۱ز کال کې «فريډريک ډاګلاس» او د هغه ملګري «جيمز اين. بفم» د مساچوست په «لين» سيمه کې يو داسې اورګاډي موتر ته ننوتل چې د سپين پوستو لپاره ځانګړی کړای شوی و، کله چې «کلينډر» دوی ته امر وکړ چې له موټر ښکته شي، دوی دا غوښتنه رد کړه. له دې اقدام وروسته، منظمو غبرګونونو کانګريس اړ کړ چې د ۱۸۷۵ز کال د مدني حقوقو قانون تصويب کړي، کوم قانون چې په عامه ځايونو کې تور پوستو ته برابر حقوق ورکوي. په ۱۸۸۳ز کال کې، سترې محکمې دا بریا سرچپه او ناقانونه اعلان کړه.[۸]

په ريسي ټيلر جنسي تيری

[سمول]

د ۱۹۴۴ز کال د سپتمبر په درېیمه نېټه، د الاباما په «ابيويلي» کې شپږو سپين پوستو نارينه وو، د ريسي ټيلر په نوم پر يوې تورپوستې ښځې جنسي تیری وکړ. د دې ښځې د قضيې د څېړنې پر مهال  روسا پارکس – د «اي.ډي. نيکسن، روفوس ای. ليويس» او «ايږجي جيکنس» په ملتيا – په مينټګمري کې د ټيلر لپاره د دفاع چاره سمبال کړه. دوی په ټول هېواد کې د مزدورانو د اتحاديو، افريقايي الاصله امريکايانو د سازمانونو او ښځو د ډلو  له خوا ملاتړ په خوځښت راوست او د «اغلې ريسي ټيلر لپاره د برابر عدالت د الاباما کميټه» يې جوړه کړه. که څه هم دوی په محکمه کې د ټيلر لپاره د انصاف په تر لاسه کولو کې بريالي نه شول، په الاباما کې د تور پوستو د ټولنو خوځښت يوه ټولينزه او سياسي شبکه منځ ته راوړه، کوم چې يوه لسيزه وروسته وکولای شول، د مينټګمري د بس پرېکون برياليتوب ته ورسوي.[۹]

د ويرجينيا په وړاندې د مورګن پرېکړه

[سمول]

د رنګه خلکو د پرمختګ ملي ټولنې (NAACP) په ۱۹۴۶ز کال کې د «ارين مورګن» په ګډون يو شمېر نورې قضيې منلې او د هغوی د مرافعې غوښتنه يې کړې وه، په همدې قضيو کې دوی په ستره محکمه کې په دې بنسټ بريا تر لاسه کړه چې د ايالتونو تر منځ د بسونو په لیکو کې بېلتون (توپيري چلند چې تور پوستو ته جلا چوکۍ ځانګړې کړای شي) د سوداګرۍ سند نه سرغړونه ده. خو دې بريا يوازې تر هغې اندازې د ايالتي بېلتون د قوانینو مخه ونيوله، تر کومه چې دا قوانين د ايالتونو تر منځ د سوداګرۍ پر سفر عملي کېدل، لکه: د ايالتونو تر منځ د بسونو سفر او له بلې خوا د سويل د بس شرکتونو په سملاسي ډول د خپلو «جيمز کراون» قوانينو په پيل کولو سره د مورګن له حکم نه سرغړونه وکړه. په مينټګمري کې نورې پېښې هم منځ ته راتلې، يوه پېښه يې د ۱۹۵۱ز کال د مۍ په مياشت کې د سپين پوستو مسافرو د برخې د نه خوشې کولو له امله د ناسم چلند پر بنسټ د «ليلي مای براډفورډ» نيول کېدل و، تر دې چې د بس چلوونکي د هغې د لېږد په ټيکټ ناسم تور بدل کړ.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د بيټن روژ بس پرېکون

[سمول]

د ۱۹۵۳ز کال د فبروۍ مياشتې په پنځه ويشتمه نېټه، د لويزيانا، بيټن روژ سيمه ييزې ښاري شورا، له هغې وروسته ۲۲۲ فرمان تصويب کړ، کله چې د دې شورا له خوا د بسونو د کرايو د لوړېدو په غبرګون کې افريقايي الاصله امريکايانو لاريونونه پيل کړل. د دې فرمان له مخې، د توکم پر بنسټ د چوکيو د نيولو شرط له منځه يووړ او د سپين پوستو مسافرو د نه شتون پر مهال يې افريقايي الاصله امريکايانو ته د ښاري بسونو لومړيو برخو ته د داخلېدو اجازه ورکړه، خو بيا هم په افريقايي الاصله امريکايانو شرط اېښودل شوی و ،چې له مخې نه، بلکې د بسونو له شا اړخه بس ته پورته شي. کله چې په لومړي کتار کې د کېناستو له امله د ښار چارواکو د «ريو.ټي.ټی. جيمسن» له نيولو انکار وکړ، نو موټر چلوونکو لاريونونه وکړل. د اعتراض له پيليدو څلور ورځې وروسته، د «لويزيانا» لوی څارنوال او د بيټن روژ پخواني ښاروال «بريډ ايس. ليبلنس» د لويزيانا ايالتي قانون له مخې دا فرمان ناقانونه اعلان کړ. همدې پرېکړې «ريو. جيمسن» يو خوځښت ته اړ کړ چې له تاریخي اړخه باور کېږي، همدا خوځښت د مدني حقوقو د خوځښت د بس لومړی پرېکون دی. دا پرېکون د دې تړون په کېدو سره اته ورځې وروسته پای ته ورسېد چې يواځې دوه مخکيني او وروستي کتارونه به د توکم پر بنسټ په خپل ځای پاتې وي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د کلاوډيټ کولوين نيول

[سمول]

تورپوستو فعالينو د پنځلس کلن کلاوډيټ کولوين د نيولو پر بنسټ په بسونو کې د بېلتون د قوانينو د ګواښولو په موخه د يوې قضيې پر جوړولو کار پيل کړ، کولوين د مانټوميري په «بوکر ټي. واشنګټن» عالي لېسه کې زده کوونکې وه. د ۱۹۵۵ز کال د مارچ په دويمه نېټه، کله چې هغې يو سپين پوستي ته د خپلې چوکۍ له پرېښودلو انکار وکړ،  د کولوين لاسونه ولچک کړای شول، ونيول شوه او په زور له عامه بس نه  کوزه کړای شوه. په داسې حال کې چې کالوين د (NAACP) د ځوانانو د شورا يوه فعاله غړې وه، په همدې ځای کې روسا پارکس د سلاکارې په توګه کار کاوه. د کالوين حقوقي قضيې د ګيل په وړاندې د براوډر د قضيې بنسټ کېښود، چې په ۱۹۵۶ز کال د ديسمبر په مياشت کې د سترې محکمې له خوا د قانون په جوړېدو سره د مينټګمري د بس پرېکون پای ته ورساوه.[۱۸]

د ايميټي ټيل وژنه؛ د تورن څېړنه او خوشې کول

[سمول]

د ۱۹۵۵ز کال د اګست په مياشت کې، د پارکس له خوا د خپلې چوکۍ له پرېښودلو نه څلور مياشتې مخکې چې د مينټګمري د بس پرېکون لامل وګرځېد، دوه سپين پوستو هر يو «جان ډبليو. ميلام» او «روای براينټ»، د شیکاګو يو اوسېدونکی افريقايي الاصله امريکايي «ايميټي ټيل» وواژه. د هغه د مور په غوښتنه په پرانيستې جنازه کې په ډېر وحشت سره د هغه د وهل شوي بدن انځورونه ډېر زيات خپاره شول، په ځانګړي ډول د «جيټ» په نوم د يوې اونيزې نشريې له خوا، کومه چې په شمال کې د تورپوستو په ټولنو کې زياته خپرېده. بله مياشت کې د هغه په وژنه تورن کسان خوشې شول. په کور دننه او نړيواله کچه د دې پرېکړې په اړوند ډېر پراخه پاڅونونه وشول. د ۱۹۵۶ز کال د جنورۍ په څلور وېشتمه نېته په «لوک» مجله کې يوه مرکه خپره شوه، په کومه کې چې دواړو کسانو منلې وه چې «ټيل» دوی وژلی دی.[۱۹]

سرچینې

[سمول]
  1. "Montgomery Bus Boycott". Civil Rights Movement Archive.
  2. Gallagher, Charles A.; Lippard, Cameron D., eds. (2014). Race and Racism in the United States: An Encyclopedia of the American Mosaic. ABC-CLIO. p. 807. ISBN 9781440803468.
  3. Smith, Bonnie G., ed. (2008). "The Oxford Encyclopedia of Women in World History, Volume 1". Oxford University Press. p. 396. ISBN 9780195148909.
  4. McCloskey, Robert G.; Levinson, Sanford (2010). The American Supreme Court (5th ed.). Chicago: University of Chicago Press. p. 144. ISBN 978-0-226-55686-4.
  5. Lipsitz, George (2011). How racism takes place. Philadelphia: Temple University Press. ISBN 978-1-4399-0257-8. OCLC 708094574.
  6. Shultziner, Doron (2013). "The Social-Psychological Origins of the Montgomery Bus Boycott: Social Interaction and Humiliation in the Emergence of Social Movements". Mobilization: An International Quarterly. 18 (2): 117–142. doi:10.17813/maiq.18.2.83123352476r2x82.
  7. McGuire, Danielle L. (2010). At the dark end of the street: black women, rape, and resistance- a new history of the civil rights movement from Rosa Parks to the rise of black power (1st ed.). New York: Alfred A. Knopf. pp. xviii. ISBN 978-0-307-26906-5. OCLC 503042152.
  8. "Transportation Protests: 1841 - 1992". Civil Rights Teaching (in American English). بياځلي په 2021-08-24.
  9. McGuire, Danielle L. (2010). At the Dark End of the Street: Black Women, Rape, and Resistance[[:کينډۍ:Emdash]]A New History of the Civil Rights Movement from Rosa Parks to the Rise of Black Power (1st ed.). New York: Alfred A. Knopf. ISBN 978-0-307-26906-5. OCLC 503042152. {{cite book}}: URL–wikilink conflict (help)
  10. United States Department of Transportation Federal Highway Administration (October 17, 2013). "The Road to Civil Rights: Journey of Reconciliation". dot.gov.
  11. Public Broadcasting Service (2002). "The Rise and Fall of Jim Crow: MORGAN v. Virginia (1946)". pbs.org.
  12. McCabe, Katie; Roundtree, Dovey Johnson (2009). Justice Older Than the Law: The Life of Dovey Johnson Roundtree. University Press of Mississippi. p. 103. ISBN 978-1617031212.
  13. Borger, Julian (April 3, 2006). "Civil rights heroes may get pardons". The Guardian. بياځلي په March 23, 2017.
  14. Dr. Mary Price; Louisiana State University (December 1, 2013). "Baton Rouge Bus Boycott". lsu.edu. {{cite web}}: |archive-url= requires |archive-date= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |تاريخ الوصول= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ تړی= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ نېټه= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |لاسرسي نېټه= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  15. Julio Alicea; Swarthmore College (December 9, 2010). "African American passengers boycott segregated buses in Baton Rouge, 1953". swarthmore.edu.
  16. Nikki L. M. Brown, Barry M. Stentiford (2008). The Jim Crow Encyclopedia: Greenwood Milestones in African-American History. p. 66. ISBN 978-0313341816.
  17. Debbie Elliott; National Public Radio (June 19, 2003). "The First Civil Rights Bus Boycott". NPR.
  18. Garrow, David J. (1985). "The Origins of the Montgomery Bus Boycott". Journal of the Southern Regional Council. 7 (5). Emory University: 24. خوندي شوی له the original on July 14, 2010. بياځلي په February 26, 2022. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  19. Crowe, Chris. (2003). Getting Away With Murder: The True Story of the Emmett Till Case. New York: Phyllis Fogelman Books. ISBN 0803728042. OCLC 49699347.