Jump to content

د موټر تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د موټرو (اتوموبیل/ګړندی موټر/خپله چلېدونکی موټر چې د بل څه په واسطه نه کش کېږي) خام نظريات او ډيزاينونه په لرغونې زمانه او منځنيو پېړيو کې موندل کېدای شي. په 1649ز کال کې، د «نيورمبرګ» «هنس هاتش» د ساعت په څېر په ګراريو چلول کېدونکې ګاډۍ [بګۍ/ټانګه] جوړه کړې وه. په 1672ز کال کې، د کوچنۍ پیمانې په بخار چلېدونکې نقليه واسطه جوړه شوې وه. د بخار په ځواک چلېدونکې د انسانانو د نقل او حمل وړتيا لرونکی لومړی موټر «نيکولس جوزف کوګناټ» په 1769ز کال کې جوړه کړې وه. مخترعينو د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې په دې برخه کې د څانګو په جوړولو پيل وکړ، د«de Rivaz» ماشين يې جوړ کړ، کوم چې د داخلي احتراق له ماشينونو څخه يو دی، او يو ابتدايي برېښنايي موټر دی. «سمويل براون» وروسته په 1826ز کال کې، له صنعتي اړخه عملي، د داخلي احتراق ماشين تجربه کړ. له دې ټولو څخه يوازې دوه يې جوړ کړای شوي وو. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د نولسمې پېړۍ په منځ کې د لويو موټرو په وړاندې د غبرګون له امله په دې پرمختګ کې خنډونه پيدا شول، بيا هم د داخلي احتراق د يو شمېر ماشينونو په برخه کې پرمختګ روان و. ماشين هغه مهال بدلون پيدا کړ، کله چې انجنيرانو د دوه او څلورو څرخونو والا احتراقي ماشين جوړ کړ او د پترولو استعمال پيل شو. لومړی عصري موټر – د ورځني استعمال لپاره يو عملي، د پلور وړ موټر – او په پرله پسې توليد کې لومړی موټر په 1886ز کال کې منځ ته راغی، کله چې «کارل بينز» په پترولو چلېدونکی موټر چمتو کړ، او د هغې ډېرې کاپیانې يې جوړې کړې. په 1890ز کال کې، «ګوټليب ډيملر»، څوک چې په مايعو پتروليمو د چلېدونکي لوړې چټکتيا د ماشين مخترع دی، او «ويلهلم مايباخ» د «Daimler Motoren Gesellschaft» په نوم شرکت جوړ کړ. په 1926ز کال کې، دا شرکت په Benz & Cie کې منحل شو (کوم چې په 1883ز کال کې د کارل بينز له خوا جوړ شوی و)، او له دې وروسته له دواړو څخه Daimler-Benz شرکت جوړ شو، کوم شرکت چې د مارسيډيز بينز موټرو د تجارتي نوم له امله شهرت لري.The opening <ref> tag is malformed or has a bad name[۱۰]

له 1886ز کال راهيسې، په امريکا او اروپا دواړو کې ډېر مخترعين او متشبثين له اسونو پرته بګيو په سوداګرۍ کې شامل شول، او اختراعاتو او ايجاداتو په جټکۍ سره د موترو توليد او پرمختګ لا پسې زيات کړ. Ransom E. Olds په 1897ز کال کې د «Oldsmobile» شرکت بنسټ کېښود، او په 1901ز کال کې يې Curved Dash Oldsmobile موټر متعارف کړ. Olds  د يو ډول، بدلېدو وړ پرزو په استعمالولو سره په يوه ليکه کې د موټرو د توليد د طريقې په برخه کې تر 1903ز کال پورې د  زرګونو Oldsmobiles  په چمتو کولو سره مخکښ دی. سره له دې چې سرچينې يې توپير لري، خو د اټکل تر مخې 19,000 Oldsmobiles جوړ شوي وو، چې وروستی يې په 1907 کې تولید شوی و. د اټکل تر مخې له 1903 څخه تر 1905 پورې يې په کلني ډول توليد تر 5,000 واحدونو رسېدلی و. په 1908ز کال کې، د Ford Motor  شرکت د خپل Ford Model T  په پرتليز ډول کم نرخ سره چمتو کولو او پلورلو سره د موترو په تولید کې لا پسې انقلاب راوست. له 1913ز کال راهيسې، په يو ځای کې د بېلا بېرزو د جوړولو د وسايلو د راټولولو پرمختللې طريقې له Ford سره مرسته کړې چې د Model T نرخ تر نږدې پنځوس سلنه پورې راکم کړي، او په دې ډول دا د خلکو لپاره لومړی ارزانه موټر ګرځېدلی دی.[۱۱]

د انرژۍ سرچينې

[سمول]

د موټرو ابتدايي تاريخ د موتر د چلولو لپاره د باوري حمل وړ انرژۍ واحد په لټون تمرکز درلود.

په بخار سره چلېدونکي د اربو لرونکې نقليه واسطې (موټر)

[سمول]

اولسمه او اتلسمه پېړۍ

[سمول]

«فرډينينډ وربيسټ»، څوک چې په چين کې د يسوعي ماموریت غړی و، د 1672ز کال په شا او خوا کې د «کانګشي» د سترواک لپاره، په بخار چلېدونکی يو موټر د لوبو د يوې الې په توګه جوړ کړی و. دا د کوچنۍ کچې و، او چلونکی يې نه شو وړلای، خو ښايي چې دا موټر په بخار چلېدونکی لومړی موټر و.[۱۲][۱۳]

په بخار چلېدونکي او خپله بېول کېدونکي (پورې وهل کېدونکی يا خپله تلونکی) موټر چې د خلکو او سوداګريزو توکو د وړلو لپاره پوره لوی وو، د اتلسمې پېړۍ په وروستيو کې جوړ شول. «نيکولس جوزف کاګنوټ» په 1770  او 1771ز کلونو کې خپل fardier à vapeur ("وچ بخار") نندارې ته وړاندې کړ، کوم چې يو تجرباتي په بخار چلېدونکی پوځي تراکتور و. د «کاګنوټ» ډيزان عملي ثابت نه شو، او د هغه اختراع په خپل پلرني ټاټوبي فرانسه کې پرمختګ ونه کړ. د اختراع مرکز لويې برتانيې ته بدل شو. تر 1784ز کال پورې، «وليام مرډاک» په «ريډروت» کې د بخار د موټر يوه کار کونکې نمونه چمتو کړې وه او په 1801ز کال کې، په «کيمبورن» کې په سرکونو «ريچرډ ټريوتک» د يوې بشپړې اندازې موټر زغلولو.  [۱۴]

نولسمه پېړۍ

[سمول]

د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې هم په بخار چلېدونکو موټرو د معرفي کولو هڅې روانې وې. لاسي بريک، د ګڼو رفتارونو ګيرونو، او ښه اداره کونکي په څېر نوښتونو پرمختګ وکړ. يو شمېر برياليو موټرو تر هغه وخته په پراخه کچه خلکو د نقل او حمل خدمات وړاندې کول، تر څو د دې لويو موټرو په وړاندې د غبرګون په پايله کې قوانين جوړل شول، لکه په 1865ز کال کې د لندن Locomotives قانون جوړ شو، د کوم تر مخې چې په عامو سرکونو د ډېرو خپله چلېدونکو موټرو لپاره اړينه وګرځول شوه چې له موټر څخه مخکې بايد يو پلی شخص روان وي، په لاس کې سور بيرغ رپوي او هارن وهي. دې کار د نولسمې پېړۍ په ډېره برخه کې په انګلستان کې په سرکونو د زغلېدو لپاره د وړ موټرو د پرمختګ تر ډېره بريده مخه ونيوله؛ مخترعينو او انجنیرانو خپلې هڅې د اورګاډي ماشينونو د ښه کولو لور ته واړولې. دا قانون تر 1896ز کال پورې نه و منسوخ شوی، که څه هم په 1878ز کال کې د سور بيرغ اړتيا ختمه کړای شوه.

په 1816ز کال کې، په پراګ کې د پولي تخنيک يو پروفيسر «جوزف بوزيک» د تيلو د سوځولو د بخار يو موټر جوړ کړ. په لندن کې په بخار د چلېدونکو بسونو جوړونکی او اداره کونکي، «والټر هانکوک»، په 1838ز کال کې د دوه سيټونو درلودونکی يو «فيټن» موټر جوړ کړ (فيټن په اس کش کېدونکې بګۍ وه).[۱۵]

په 1867ز کال کې، کاناډايي زرګر «هنري سيټ ټيلر» د «کيوبيک» په «سټانسټيډ» کې د «سټانسټيډ» په ميله کې د خپلو څلورو اربو والا په بخار چلېدونکی موټر نندارې ته وړاندې کړ، او له دې يو کال وروسته یې د موټر دا ننداره بيا تر سره کړه. د دې کوچني موټر بنسټ، چې هغه يې په 1865ز کال کې جوړول پيل کړي و، د لوړو اربو درلودونکې بګۍ وه، کۍ يې درلودې، کومې چې په فرش د نصب شوي د دوه سلنډره بخاري ماشين د مهار لپاره جوړې شوې وې. په 1873ز کال کې، فرانسوي Amédée Bollée د مسافرو د ډلو د لېږدولو لپاره په خپله چلېدونکي په سرک د زغلېدو وړ د بخار موټرونه جوړ کړل.[۱۶][۱۷]

په متحده ايالاتو کې د واګن د چلېدو لپاره جوړ شويو موټرو د استعمال لپاره وړ لومړی موټر په بخار يو چلېدونکی موټر و، چې په 1871ز کال کې د ډاکټر «جی. ډبليو. کارهارټ» له خوا اختراع شوی و، نوموړی د «وسکونسن» په «ريسين» کې د يوې ميتوډيستي اسقفي کليسا مذهبي مشر و. دې اختراع په 1875ز کال کې د «وسکونسن» ايالت چمتو کړ چې لومړي هغه چاته د لس زره امريکايي ډالرو (په 2023ز کال کې له 277455  امريکايي ډالرو سره برابر) جايزې وړانديز وکړي چا چې د اسونو او نورو ژويو د استعمال يو بديل جوړ کړی و. دوی دا شرط وړاندې کړی و چې موتر بايد د 320 کيلو متره (200 ميله) په جريان کې په يو ساعت کې د اته کيلو متره (په يو ساعت کې پنځه ميله) څخه زيات منځنۍ کچې چټکتيا پر ځای وساتي. دې وړانديز په متحده ايالاتو کې له يو ښار څخه بل ښار ته د موټرو لومړۍ سيالۍ ته لاره برابره کړه، چې د 1878ز کال د جولای په شپاړسمه نېټه د «وسکونسن» په «ګرین بی» کې پيل شوې، او د «اپليټن، اوشکوش، واپن، واټرټاون، فورټ اټکنسن»، او «جينسويل» څخه په تېرېدو سره د «وسکونسن» په «ميډيسن» کې پای ته رسېده. په داسې حال کې چې اوه موتر ثبت شوي وو، يوازې دوه موټرو سيالي پيل کړه: د ګرين بی او اوشکوش په داخلو کې. له «ګرين بی» څخه روان شوی موټر چټک و، خو د سيالۍ له بشپړولو مخکې مات شو. «اوشکوش» د 323 کيلو متره (201 ميله) جريان په دري دېرشو ساعتونو او اوه ويشتو دقيقو کې بشپړ کړ، او د دې منځنۍ کچې چټکتيا 9.7 کيلو متره (6 ميله په يو ساعت کې) وه. په 1879ز کال کې، مقننه قوې نيمه جايزه ورکړه. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

شلمه پېړۍ

[سمول]

له دويمې نړيوالې جګړې وروسته

په بخار چلېدونکي  په سرک د زغلېدو وړ موټر، هم موټرې او هم واګنونه، د 1930ز لسيزې په لومړيو کې د چټک بخار سپک وزن خوټکونکو او د ماشين د اغېزناک ډيزان په درلودلو سره د خپل پرمختګ عروج ته ورسېدل. د داخلي احتراق ماشين هم د لومړۍ نړيوالې جګړې په اوږدو کې تر ډېره بريده جوړ شو، د چلولو لپاره اسانه او ډېر باوري شول. له 1930ز کال راهيسې، د لوړې چټکتيا لرونکو د ډيزلو ماشين پرمختګ د واګن موټرو د ځای په نيولو پيل وکړ، په انګلستان کې د مالياتو د بدلونونو په مټ د بخار واګنونه په يو دم غېر اقتصادي وګرځېدل. که څه هم يو شمېر ډيزان کونکو د بخار د انرژۍ پلوي کوله، بيا هم په 1931ز کال کې له «ډوبل» وروسته په بخار چلېدونکو موټرو په جوړېدو کې کوم ځانګړی پرمختګ ونه شو.

سرچينې

[سمول]
  1. Barker, Theo (1987). The Economic and Social Effects of the Spread of Motor Vehicles: An International Centenary Tribute (1st ed.). Palgrave Macmillan. p. 55. ISBN 978-1349086269.
  2. Rosheim, Mark (2006). Leonardo's lost robots. Springer. pp. 21–25. ISBN 9783540284970.
  3. "A broadside on a clockwork carriage built by Hans Hautsch". British Museum. بياځلي په 2024-05-28.
  4. "1679–1681. Chariot à vapeur du RP Verbiest" (in فرانسوي). Hergé. بياځلي په 28 November 2021.
  5. Eckermann, Erik (2001). World History of the Automobile. SAE Press. p. 14. ISBN 9780768008005.
  6. Ikenson, Ben (2012). Patents: Ingenious Inventions How They Work and How They Came to Be. Running Press. ISBN 9781603762724. بياځلي په 6 September 2019.
  7. Michelet, Henri (1965). L'inventeur Isaac de Rivaz: 1752 - 1828 (in فرانسوي). Editions Saint-Augustin. بياځلي په 16 March 2018.
  8. Hughes, Paul A. (September 1996). "History of the electric car: 1828 – 1912, from Trouve to Morrison". خوندي شوی له the original on 13 November 2011. بياځلي په 24 June 2014.
  9. "Greenwich Guide - Greenwich Day by Day - May". Greenwich Guide. بياځلي په 17 January 2021.
  10. "DRP patent No. 37435" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 4 February 2012. بياځلي په 16 March 2018.
  11. "Model T". History.com. 2 May 2019. بياځلي په 8 November 2020.
  12. "1679–1681. Chariot à vapeur du RP Verbiest" (in فرانسوي). Hergé. بياځلي په 28 November 2021.
  13. Setright, L. J. K. (2004). Drive On!: A Social History of the Motor Car. Granta Books. ISBN 9781862076983.
  14. Buchanan, C.D. (1958). "1". Mixed Blessing: The Motor in Britain. Leonard Hill.
  15. Georgano, G.N. (1985). Cars: Early and Vintage, 1886–1930. London: Grange-Universal. ISBN 1-59084-491-2.
  16. Coates, Len (18 January 1986). "Canadians were quick to hop on the self-propelled wagon". The Montreal Gazette. بياځلي په 24 June 2014.
  17. Kearny, Mark; Ray, Randy (2006). "Canada's First Automobile: Full Steam Ahead". Whatever Happened To...?. Hounslow Press. ISBN 9781550026542.
  18. Moore, Sam (February 2018). "J.I. Case Co. Keeps Fast Company - Equipment". Farm Collector. بياځلي په 8 November 2020.
  19. "A History of Wisconsin Highway Development 1835–1945", State Highway Commission of Wisconsin and the Public Roads Administration, Federal Works Agency, pp. 19–20, 1947
  20. "Race of First Steam Buggies". Wisconsin Historical Society. January 2012. بياځلي په 24 June 2014.
  21. Dennis, Williams F. "Dear Mr. Bottorff". ausbcomp.com. بياځلي په 24 June 2014.