د مونیخ هوکړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د مونیخ هوکړه یا تړون (د چک په ژبه: Mnichovská dohoda؛ په سلواکي: Mníchovská dohoda؛ په آلماني: Münchner Abkommen) چې د ۱۹۳۸ز کال د سپټمبر پر ۳۰، په مونیخ کې د آلمان، بریتانیا، فرانسې او ایټالیا ترمنځ لاسلیک شوه. که څه هم د فرانسې او چکوسلواکیا جمهوریت ترمنځ په ۱۹۲۴ز کې د اتحاد تړون او په ۱۹۲۵ز کې نظامي معاهده شوې وه، د مونیخ تړون له‌مخې د چکوسلواکیا «د سودېت آلمان خاوره، آلمان ته سپارل کېده»، چې له‌دې امله د مونیخ خیانت (Mnichovská zrada یا Mníchovská zrada) په نامه هم یادېږي. ډېریو اروپایي هېوادونو د مونیخ تړون ولمانځه او هغه یې داسې یو تړون وګڼه چې د اروپا په لویه وچه کې د یوې سترې جګړې له پېښېدو څخه مخینوی وکړ. څلورو قدرتونو موافقه وکړه چې د چکوسلواکیا د سودېتلنډ پوله‌ییزې سیمې آلمان ته ورکړل شي، چېرې چې له درې میلیونو زیات وګړو ژوند کاوه او ډېري یې په خټه آلمانیان وو. اډولف هټلر اعلان وکړ چې په شمالي اروپا کې دا د هغه وروستۍ د خاورې ادعا ده. [۱][۲]

آلمان د ۱۹۳۸ز کال د سپټمبر پر ۱۷، د چکوسلواکیا پر وړاندې یوه کوچنۍ ناڅرګنده جګړه پیل کړې وه. په مقابل کې، بریتانیا او فرانسې د سپټمبر پر ۲۰، په رسمي توګه له چکوسلواکیا څخه وغوښتل ترڅو خپله خاوره آلمان ته پرېږدي، چې له هغې وروسته د سپټمبر پر ۲۱ د پولنډ او د سپټمبر پر ۲۲ د هنګري خاورې غوښتنې مطرح شوې. په ضمن کې، آلماني ځواکونو د چېب او جسنیک ځینې برخې تصرف کړې او د لنډې مودې لپاره یې تر واک لاندې وې، خو له لسګونو نورو سرحدي ښارونو څخه په شا وتمبول شول. پولنډ هم د چکوسلواکیا پر ګډې پولې خپلي پوځي قطعې سره یوځای کړې او د سپټمبر پر ۲۳ یې لاس په ورانکاریو پورې کړ چې په ټوله کې بریالۍ نه‌وې. هنګري هم خپل ځواکونه، پرته له برید کولو، د چکوسلواکیا پولې ته سوق کړل.[۳]

د اروپا سترو قدرتونو، د ۱۹۳۸ز کال د سپټمبر پر ۲۹-۳۰، د آلمان په مونیخ ښار کې یوه بېړنۍ غونډه ونیوله او که څه هم د چکوسلواکیا او شوروي اتحاد (د فرانسې او چکوسلواکیا متحد) استازي په ښار مېشت وو، خو غونډه کې یې ګډون نه‌درلود. د آلمان، فرانسې، بریتانیا او ایټالیا مشرانو له‌خوا په چټکۍ سره د هټلر له غوښتنو سره سم یو تړون لاسلیک شو. د چکوسلواکیا غرنۍ سرحدي سیمه، چې د قدرتونو له‌خوا د جرمني کرارولو لپاره ورته ورکړل شوې، نه یوازې د چک او آلمان ایالتونو ترمنځ طبیعي پوله له منځنیو پېړیو راهیسې ښودله، بلکې د آلمان د هر ډول احتمالي حملې پر وړاندې یو ستر طبیعي خنډ ؤ. د سرحدي سیمو په خورا ټینګولو سره، سودېتلنډ د چکوسلواکیا لپاره ستر ستراتیژیک ارزښت درلود.

د سپټمبر پر ۳۰، چکوسلواکیا د آلمان، پولنډ او هنګري نظامي فشار او د بریتانیا او فرانسې ډیپلوماتیک فشار ته تسلیم شو او چې د مونیخ له شرایطو سره سم، خاوره آلمان ته وسپاري. وروسته بیا، د اکټوبر پر ۱، چکوسلواکیا د پولنډ د خاورې غوښتنه هم ومنله.[۴]

د مونیخ له تړون څخه لږ موده وروسته، د ۱۹۳۸ز کال د نومبر پر ۲ «د ویېنا لومړنۍ قضاوت» لاسلیک شو، چې له‌مخې یې د چکوسلواکیا د سویلي سلواکیا او سویلي سب‌کارپاتي روس، هنګري مېشته سیمې جلا شوې. د ۱۹۳۸ز کال د نومبر پر ۳۰، چکوسلواکیا د سپیش او اوراوا سیمو کوچنۍ برخې پولنډ ته پرېښودې.[۵]

د ۱۹۳۹ز کال په مارچ کې، د سلواک لومړي جمهوریت خپله خپلواکي اعلان کړه، چې د نازیانو یو لاسپوڅی دولت ؤ. لږ موده وروسته، هټلر د بوهېمیا او موراویا قیمومیت په رامنځ‌ته کولو سره د چکوسلواکیا ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي کولو کلکې ژمنې تر پښو لاندې کړې؛ په‌دې سره آلمان د چکوسلواکیا بشپړ واک او د دغه هېواد یوه ستر نظامي سلاکوټ ونیوه چې پر پولنډ او فرانسې باندې د یرغل پر مهال دغه سلاکوټ آلمان ته خورا ګټور تمام شو. په پایله کې، چکوسلواکیا محو شوی ؤ.[۶]

اوس‌مهال، د مونیخ تړون، په پراخه توګه، د ناروغ سیاست یو ناکام اقدام ګڼل کېږي او دغه اصطلاح ورته کارول کېږي: «د پراختیا غوښتونکو زورواکو دولتونو خوشې خوشحالولو لپاره یو متل».[۷]

تاریخچه[سمول]

مخینه[سمول]

د ځان‌واکمنۍ حق غوښتنه[سمول]

د چکوسلواکیا لومړی جمهوریت په ۱۹۱۸ز کال کې وروسته له هغو تاسیس شو چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای کې د اتریش-هنګري ټولواکمنۍ ونړېدله. د سېنت-جرمن معاهدې د چکوسلواکیا خپلواکي په رسمیت وپېژندله او په تریانون معاهده کې د نوي هېواد پولې وټاکل شوې؛ په لوېدیځ کې د بوهېمیا او موراویا او په ختیځ کې د سلواکیا او سب‌کارپاتي روس پر سیمو ووېشل شو، چې له درې میلیونو زیات آلمانیان په‌کې مېشت وو او د دغه هېواد 22.95% مجموعي نفوس ؤ. هغو د تاریخي چک په سرحدي سیمو کې ژوند کاوه او دغو سیمو ته یې د «سودېتلنډ» نوم ورکړی ؤ، چې له جرمني او نوي رامنځ‌ته شوي اتریش سره یې ګډه پوله درلوده.

له سودېتي آلمانیانو سره په‌دې هکله مشوره ونه‌شوه چې غواړي د چکوسلواکیا تبعه اوسي او که نه. که څه هم اساسي قانون د ټولو تبعو لپار برابري تضمین کړه، خو سیاسي مشران لېوال وو ترڅو هېواد «د چک او سلواک نشنلیزمه وسیله» وګرځوي. د آلمانیانو او نورو اقلیتونو د ادغام کولو لپاره یو لړ پرمختګونه ترلاسه شول، خو لا هم په دولت او پوځ کې هغومره ونډه ورنه‌کړل شوه. سربېره پر دې، په اروپا کې د ۱۹۲۹ز کال اقتصادي کړکېچ، د چک او سلواک د وګړو په پرتله سودېتي آلمانیان، چې د صادراتو غوښتونکي وو او په لوړه کچه یې صنایعو کې ونډه درلوده، زیاته اغېزمن شول. تر ۱۹۳۶ز کال پورې، د چکوسلواکیا ۶۰ سلنه وزګاره او بې‌دندې وګړي، آلمانیان وو.[۸][۹]

په ۱۹۳۳ز کال کې سودېتي آلماني مشر «کونراد هېنلین» د سودیتې آلمانیانو ګوند (SdP) رامنځ‌ته کړ، چې د چکوسلواکیا دولت پر وړاندې «مبارز، ولسپال او ښکاره دښمن» او په چټکۍ سره یې په آلماني‌مېشتو سیمو کې له درېیو څخه دوه برخې رایې ترلاسه کړې. په‌دې اړه چې SdP له لومړیو څخه د نازیانو یو لاسپوڅی سازمان چې د هغو غیرقانوني کړنو باندې برغولی کېږدي یا وروسته لاسپوڅی شو، د مورخانو ترمنځ اختلاف دی. په ۱۹۳۵ز کې، له هغه ځایه چې د آلمانیانو رایې پر SdP باندې متمرکزې او د چک او سلواک رایې پر څوګونو ګوندونو باندې وېشل شوې وې، دغه ګوند د چکوسلواکیا تر ټولو ستر سیاسي ګوند ؤ.[۱۰][۱۱]

آلمان ته د اتریش ضمیمه کېدلو له «آنشلوس» پېښې څخه لږ موده وروسته، د ۱۹۳۸ز کال د مارچ پر ۲۸ هېنلین له هټلر سره په برلین کې ولېدل او هغه ته د داسې غوښتنو د راولاړولو هدایت ورکړ شو چې چکوسلواکیا دېموکراتیک دولت او ولسمشر ادوارد بېنېش لپاره د منلو وړ نه‌وې. د اپرېل پر ۲۴، SdP د چکوسلواکیا دولت ته یو لړ غوښتنې وړاندې کړې چې د کارلسبدر پروګرام په نامه پېژندل کېږي. هېنلین د چکوسلواکیا مېشتو آلمانیانو لپاره د ځان‌واکمنۍ په څېر غوښتنې وکړې. د چکوسلواکیا دولت په ځواک کې وویل چې غواړي د آلمانیانو لپاره لا زیات اقلیتي حقونه تامین کړي، خو په لومړیو کې د ځان‌واکمنۍ ورکولو هوډ یې نه‌درلود. SdP د ۱۹۳۸ز کال په مې میاشت کې د قومي آلمانیانو ۸۸ سلنه رایې ترلاسه کړې.[۱۲][۱۳][۱۴]

د آلمانیانو او چکوسلواکیا دولت ترمنځ د ترینګلتیا په لوړېدلو سره، بېنېش د ۱۹۳۸ز کال د سپټمبر پر ۱۵، آلمان ته یو پټ وړاندیز وکړ ترڅو د 1.5 تر 2.0 میلیونو سودېتي آلمانیانو (چې چکوسلواکیا به یې تبعید کړي) د منلو تړون په بدل کې، آلمان ته د چکوسلواکیا 6,000 کیلومتر مربع (2,300 مایل مربع) خاوره ورکړي. هټلر دغه وړاندیز بې‌ځوابه پرېښود. [۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. see the text at "Munich Pact September 30, 1938"
  2. Text in League of Nations Treaty Series, vol. 23, pp. 164–169.
  3. Goldstein, Erik; Lukes, Igor (1999), The Munich Crisis, 1938: Prelude to World War II, New York, د کتاب پاڼي 59–60, د کتاب نړيواله کره شمېره 9781136328398, د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Goldstein, Erik; Lukes, Igor (2012-10-12). The Munich Crisis, 1938: Prelude to World War II (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781136328398. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Jesenský 2014، ص. 88-89.
  6. office, Kafkadesk Prague (2021-03-14). "On this Day, in 1939: Slovakia declared its independence to side with Nazi Germany - Kafkadesk". kafkadesk.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Munich Agreement", Encyclopædia Britannica. Retrieved 6 August 2018.
  8. Douglas, R. M. (2012), Orderly and Humane, New Haven: Yale University Press, p. 9
  9. Douglas, pp. 7–12
  10. Eleanor L. Turk. The History of Germany. Westport, Connecticut, USA: Greenwood Press, 1999. کينډۍ:ISBN. Pp. 123.
  11. Douglas, pp. 12–13
  12. Hruška, E. (2013). Boj o pohraničí: Sudetoněmecký Freikorps v roce 1938 (په چیک ژبه کي). Prague: Nakladatelství epocha. د کتاب پاڼې 11. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Eleanor L. Turk. The History of Germany. Westport, Connecticut, USA: Greenwood Press, 1999. کينډۍ:ISBN. Pp. 123.
  14. Noakes او Pridham 2010، صص. 100–101، Vol. 3.
  15. Douglas, p. 18