Jump to content

د مولوتوف – ریبنتروپ تړون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مولوتوف – ریبنتروپ تړون د نازي جرمني او شوروي اتحاد ترمنځ پر یو بل باندې د برید نه کولو تړون و چې په اډانه کې یې یو پټ پروتوکول هم شتون درلود او پر مټ یې مرکزي او ختیځه اروپا د دغو دواړو قدرتونو ترمنځ ووېشل شوه. دغه تړون د ۱۹۳۹ زکال د اګست په ۲۳مه په مسکو کې د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر یواخیم فون ریبنتروپ او د شوروي اتحاد د بهرنیو چارو د وزیر ویاچسلاو مولوتوف ترمنځ لاسلیک شو چې په رسمي ډول د جرمني او د شوروي د سوسیالیستي جمهوریتونو ترمنځ پر یوبل د نه تیري کولو هوکړه وبلل شوه. ورته مهال په غیر رسمي بڼه د هېټلر – ستالین تړون، نازي – شوروي تړون یا نازي – شوروي ائتلاف هم بلل شوی دی. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

دغه تړون د شوروي اتحاد او نازي جرمني ترمنځ د یوې اقتصادي هوکړې لپاره د هغو مذاکراتو په اوج کې ترسره شو چې شوروي له هغو څخه د یوې سیاسي هوکړې په توګه ګټنه وکړه. د اګست په ۲۲ مه ریبنتروپ د هغه تړون د وروستي کولو په موخه مسکو ته ولاړ چې شوروي غوښتل له دې وړاندې یې له فرانسې او بریتانیا سره ترسره کړي. د مولوتوف – ریبنتروپ تړون چې د دغه سفر په راتلونکې ورځ لاسلیک شو؛ د دواړو لورو ترمنځ یې سوله تضمین کړه او څرګنده یې کړه چې نه به د دواړو اړخونو دولتونه په یو بل پسې راولاړېږي او نه به هم د یو بل له دښمنانو سره مرسته کوي. د تیري نه کولو د مقرراتو سربېره چې په عمومي بڼه اعلان شول، دغې هوکړې یو پټ پروتوکول هم درلود چې په ټول پولنډ، لیتوانیا، لتویا، استونیا او فنلنډ کې یې د شوروي او جرمني د نفوذي حوزو پولې ټاکلې. دغه پټ پروتوکول د ویلینوس د سیمې اړوند د لیتوانیا هېواد لیوالتیا په رسمیت وپېژنده او همدارنګه جرمني د بیسارابیا پر وړاندې د لیوالتیا نه لرلو اعلان وکړ. د دغه پټ پروتوکول د شتون ګنګوسې هغه مهال رښتیا ثابتې شوې چې د نورنبرګ په محکمه کې ترې پرده پورته کړای شوه. [۸]

د دغه تړون له لاسلیک کېدو وروسته جرمني ډېر ژر د ۱۹۳۹ زکال د سپټمبر په لومړۍ نېټه په پولنډ برید وکړ. شوروي رهبر ژوزف ستالین د سپټمبر په اوولسمه، یوه ورځ وروسته له هغه چې د خالخین ګل له جګړو وروسته د شوروي – جاپان ترمنځ اوربند وشو او همدارنګه یوه ورځ وروسته له دې چې د شوروي اتحاد عالي شورا د مولوتوف – ریبنتروپ هوکړه تائید کړه په پولنډ باندې یې د برید امر ورکړ. په پولنډ باندې د دواړو اړخونو له برید وروسته د جرمني او شوروي ترمنځ نوې پوله د جرمني - شوروي د پوله ییز پروتوکول پر بنسټ تائید شوه چې دا هم د یاد تړون تکمیلي پروتوکول و. د ۱۹۴۰ زکال په مارچ میاشت کې د فنلنډ د کارلیا او سالا سیمو یو شمېر برخې د ژمنۍ جګړې وروسته د شوروي له خوا ځانته الحاق شوې. ورپسې شوروي اتحاد استونیا، لتویا، لیتوانیا او د رومانیا یو شمېر برخې (بیسارابیا، شمالي بوکوفینا او هرتسا سیمه) هم ځانته الحاق کړې. شورویانو د اوکرایني او بېلاروسي قومونو څخه د را ولاړېدونکو اندېښنو له پلمې څخه په ګټنې په پولنډ برید وکړ. په ۱۹۴۰ زکال کې په بوکوفینا باندې د ستالین برید دغه تړون تر پښو لاندې کړ ځکه په تړون کې د ټاکل شوې نفوذي حوزې څخه شوروي وړاندې ولاړ. [۹][۱۰][۱۱]

پولنډ ته اړوندې هغه برخې چې د کرزن کرښې ختیځ لوري ته یې موقعیت درلود او شوروي د ۱۹۳۹ زکال له برید وروسته ځانته الحاق کړې وې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته شوروي ته اړوندې پاتې شوې چې اوس مهال اوکراین او بیلاروس ته اړوندېږي. ویلینوس لیتوانیا ته وسپارل شو. یوازې پودلاسکي او د پرزمیسي ښار په چاپېر کې د سان سیند ختیځ ته د ګلاسیا یوه کوچنۍ برخه پولنډ ته بېرته وسپارل شول. نور ټول هغه قلمروونه چې له ۱۹۳۹ زکال څخه تر ۱۹۴۰ زکال پورې شوروي اتحاد ځانته الحاق کړي و؛ هغه چې له فنلنډ (لویدیځه کارلیا، پتسامو)، استونیا (استونیايي انګریا او د پتسري ښارګوټی) او لتویا (ابرنه) څخه را جلا کړای شوي و؛ د روسیې د هېواد برخه پاتې شول چې د شوروي د سوسیالیستي فدراتیف جمهوریت او په ۱۹۹۱ زکال کې د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته د هغو ځای ناستی وګرځېد. له رومانیا څخه راجلاشوې برخې هم شوروي اتحاد ته ادغام شوې (د بېلګې په توګه د مولداويا شوروي سوسیالیستي جمهوریت او د اوکراین شوروي سوسیالیستي جمهوریت). د بیسارابیا هسته اوس مهال د مولداويا هېواد جوړوي. شمالي بیسارابيا، شمالي بوکوفینا او د هرتسا سیمه اوس مهال د اوکراین د چرنیوتسي ایالت برخه دي. سویلي بیسارابیا هم د اودسا ایالت برخه وګرځېده چې اوس مهال دا هم اوکراین ته اړوندېږي.

دغه تړون د ۱۹۴۱ زکال د جون په ۲۲ مه هغه مهال له منځه ولاړ چې جرمني د خپلې ایډیالوژیکې موخې لبنسراوم (حیاتي فضا) د ترلاسه کولو لپاره د بارباروسا عملیات پیل او په شوروي یې برید وکړ. د دغه تړون ځای د انګلیس – شوروي تړون ډک کړ. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته ریبنتروپ د نورنبرګ په محکمه کې په جنګي جرمونو تورن او اعدام کړای شو. مولوتوف هم په ۱۹۸۶ زکال کې ومړ. [۱۲]

سرچينې

[سمول]
  1. "Faksimile Nichtangriffsvertrag zwischen Deutschland und der Union der Sozialistischen Sowjetrepubliken, 23. August 1939 / Bayerische Staatsbibliothek (BSB, München)". 1000dokumente.de. بياځلي په 14 March 2020.
  2. Ronen, Yaël (19 May 2011). Transition from Illegal Regimes under International Law (in انګليسي). Cambridge University Press. pp. xix. ISBN 978-1-139-49617-9.
  3. Zabecki, David (2014). Germany at war : 400 years of military history. Santa Barbara, California: ABC-CLIO, LLC. p. 536. ISBN 978-1-59884-981-3.
  4. Schwendemann, Heinrich (1995). "German-Soviet Economic Relations at the Time of the Hitler-Stalin pact 1939-1941". Cahiers du Monde russe. 36 (1/2): 161–178. doi:10.3406/cmr.1995.2425. ISSN 1252-6576. JSTOR 20170949.
  5. "See Secret in Accord: Dr. Harper Says Stalin-Hitler Pact May Prove an Alliance". New York Times. 28 August 1939. p. 11. بياځلي په 2 January 2019.
  6. Doerr, Paul W. (1 July 2001). "'Frigid but Unprovocative': British Policy towards the USSR from the Nazi-Soviet Pact to the Winter War, 1939". Journal of Contemporary History (in انګليسي). 36 (3): 423–439. doi:10.1177/002200940103600302. ISSN 0022-0094. S2CID 159616101.
  7. Nolfo, Ennio Di (1992). "Italy and the nazi-soviet alliance of August 23, 1939". Sección cronológica = Section chronologique = Chronological Section, Vol. 1, 1992 (Sección cronológica): 413–419. ISBN 978-84-600-8153-1.
  8. Senn, Alfred (January 1990). "Perestroika in Lithuanian Historiography: The Molotov-Ribbentrop Pact". The Russian Review. 49 (1): 44–53. doi:10.2307/130082. JSTOR 130082.
  9. Collier, Martin, and Pedley, Philip Germany 1919–45 (2000) p. 146
  10. Brackman, Roman The Secret File of Joseph Stalin: A Hidden Life (2001) p. 341
  11. Goldman 2012، مم. 163–64.
  12. "German-Soviet Pact". Holocaust Encyclopedia. United States Holocaust Memorial Museum. بياځلي په 7 April 2019.