د موسیقی تعریف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ترتیبوونکی : محمد بشیر مدنی[سمول]

الحمدلله وكفى والصلاة والسلام على نبيه المصطفى وآله المستكملين الشرفاء و صحابته الاتقياء وبعد: مسلمانانو د اسلام ترسيوري لاندې په قدر اوعزت سره ژوندتېراوه، دعبادت مزه يې په څرګندډول احساسوله، ددې دين په درشل كې دايمان خوندديقين ډاډ او اطمئنان، دطاعت مينه او ددې مبارك دين لارښوونويې د بې لارۍ او فساد غوښتنې په مقابل كې ديوكلك ديوال او نه ماتيدونكي سنګر حيثيت ځانته خپل كړى وه،  چې انسان له بديو اوګناهونو څخه وساتي، د نفسي غوښتنو منلو څخه يې  ژغوري اوټول غمونه او خپګانونه يې له منځه وړی ، ددې خوندورو حالاتو په ليدوسره د اسلام دښمنان په آرام كېنه ناستل،  بلكې د مسلمانانو پر ضديې نوې توطيې پيل كړې، چې د هغوله جملې څخه په نوې بڼه دساز او سرود خپرول وو. ساز كوونكو ته يې د هنر مندانو نوم وركول ، البته زموږ شتمن او بډاى هيواد وال په دې ډګر كې ډير وړاندې دي،  خپلو شتو او مال ته مغروردي، خو په حقيقت كې لوى مالدار او پانګوال هغه څوك دی،  چې دالله پاك له دين سره يې دوستي وكړه،  كه څه هم په دنيا يي لحاظ فقير وي، خو ډيرزيات فقير او مفلس هغه څوك دى،  چې دالله جل جلاله له دين سره يې دښمني وكړه، كه په دنيا يي لحاظ سره مالدار هم وي.[سمول]

د يو غيرتي مسلمان لپاره ډير د خپګان او افسوس ځاى دى، چې ګوري ځينې مسلمانان خپله نيكبختي او خوښي په نورو دينونو كې لټوي، حال دا چې دغه خوشحالي يوازې په اسلام كې ده اوبس.[سمول]

همدارنګه زهر ددوا پر ځاى استعمالوي، روغتيا او جوړښت په نفسي غوښتنو او شهوتونوكې لټوي او له دوى څخه نن ورځ داسې ډيرخلك شته،  چې خپل پام يې دسندرو، ساعت تيريو او د سازو سامان آلاتو ته اړولى دى.[سمول]

تردي،  چې دايې خپل مصروفيت او دنده ګرځولې ده، او ددې د خپرولو لپاره يې خپل لاسونه رابيډوهلي، چې د شهوت پرستۍ ساز او سرود په  اوريدلو سره مبتلاشوي او په باطله لارروان شوي دي . خوددې كار د رواوالي لپاره يې داسې خوشي اوبې ځايه دلايل، باطل اقوال او ويناوې خپل حجت او دليل ګرځولي،  چې هيڅ يو يې هم صحت نه لري .[سمول]

ځينې خلك داسې هم دي،  چې د ساز اوسرود د خپرولو لپاره لامل دا ښـيي، چې په دې ناروا عمل سره زړونه نرميږي، احساس ويښيږي، عاطفې ته نمو او وده وركوي!!! مګردادليل سم او پرځاى نه دى،  بلكې دغه كارنفساني شهوات او ناروا غوښتنې را ولاړوي، كه چېرې ددوى خبره رښتيا واى،  نو د سندر غاړو زړونه به نرم واى او د ښو اخلاقو څښتنان به وو، مګر بالعكس ټول يې په كږه لاره روان، د بدواوناوړه اخلاقو لرونكي دي .[سمول]

اې د الله جل جلاله  بندګانو! كه څوك د ساز اوسرود په حرام والي شك لري،  نو داشك او شبهه دې لرې كړي،  دالله جل جلاله په كتاب او د پيغمر صلى الله عليه وسلم په سنتودې يقين او باور وكړي، چې دا كار ناروا او حرام دى، په قرآن كريم او نبوي احاديثو كې يې زيات زيانونه په ګوته شوي دي،  په دې اړه د قرآن كريم او حديثو زيات نصوص او څرګندونې شته، چې د سندرو په حرام والي ښكاره دليل دى، څوك،  چې دا كار روا بولي او يايې په روا والي  او دغه كارته په دوام وركولو ټينګاركوي، د الهي عذاب خبردارى وركړل شوى دى، د مؤمن مسلمان لپاره د قرآن كريم او صحيحو احاديثو څخه يو دليل هم كافي دى، سره ددې، چې په دې موضوع كې زيات دلايل موجود دي. په يقيني ډول الله جل جلاله په خپل سپيڅلي كتاب كې فرمايلي دي (وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُبِينًا [الأحزاب/36][سمول]

ژباړه:او نه دى روا هيڅ مؤمن سړي او نه هيڅ مومنې ښځې ته، كله چې حكم وكړي الله او د الله رسول، په يو امر( كار)كې دا چې وي دوى ته اختيار له امره (كاره) خپله په خلاف د امردالله او درسول هېڅ،  او هر څوك،  چې اطاعت نه كوي دالله او ددغه رسول د الله، پس په تحقيق سره ګمراه شو په ګمراهۍ ښكاره سره .[سمول]

دسازاو سرود خطر  د شریعت ا و طب له نظره ،  چې دا د خلكو په منځ كې، په ځانګړي ډول دځوانانو په منځ كې د فساد او فتنې له لاملونو څخه دي،  نو ماوغوښتل، چې په دې ليكنه كې د ساز او سرود په هكله د قرآن كريم، نبوي احاديثو ،علماء كرامو او طبی ماهرینو دريځونه وړاندې كړم،  له دې څخه زما يوازنۍ موخه دالله جل جلاله  ددين خدمت ا و د مسلمانانو لپاره ګټه رسول دي او بس.[سمول]

له الله جل جلاله  څخه غواړم، چې په خپل فضل اوكرم سره  دا ليكنه ګټوره ثابته كړي او د خپلې رضا لپاره يې وګرځوي، همدغه الله جل جلاله زموږ لپاره بس او ډير ښه وكيل دى .، په پای کی باید ووایم چې دغه کتاب می په دوه فصلونو کې لیکلی : لومړی فصل ساز او سرود د اسلام له نظره ، دوهم فصل ساز او سرود د طب له ،  ، همدارنګه سریزه ، آخری پایله ، د محتوایاتو  او اخځلیګونو  فهارس می هم ورته برابر کړی دی ، تر ځو  لوستونکو ته ګټور ثابت شی .[سمول]

د غنااو مزامیرو تعریف :[سمول]

غنا سندرو ته وايي چې  :  درواغو،فحشآء او عشق بازۍ ته جذب او نور لهو لعب پکې وي او مزامير د موسيقی آلاتو ته وايي .[سمول]

د موسیقی تعریف: موسیقی یو یونانی لفظ دی چی ښه اواز لرونکو آلاتو ته وایی لکه (سیتار، ډول، تنبور، غجک، سورنی، رباب، دیراه، شپیلی،اوداسی نور[سمول]

د ساز او سرود د حرام والي په هكله قرآني دلايل:[سمول]

الله جل جلاله  فرمايلي دي (وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ [لقمان/6][سمول]

ژباړه : (او ځينې له خلكو څخه هغه څوك دي،  چې  پيري ( اخلي ) عبثي او بيهوده خبرې لپاره ددې،  چې وښويوي (خلك) له لارې دالله جل جلاله  نه،  بې عمله په عاقبت د خپل فعل، او چې ونيسي (دالاره ياآياتونه ) په  ټوكومسخرو، دغه (كسان) شته دوى ته عذاب سپكوونكى)[سمول]

حضرت عبدالله بن عباس رضى الله عنه،  چې يو جليل القدر صحابي دى وايي :[سمول]

(لهو الحديث) سندرو ته وايي، مجاهد رحمت الله عليه وايي (لهو) :ډول (طبل ) ته وايي دغه قول يې په تفسير طبر ي كې راوړى، حسن بصري رحمة الله عليه وايي: دغه ايت د ساز او سرود په هكله نازل شوى دى،  په دې اړه تفسير ابن كثير وګورئ .[سمول]

ابن قيم رحمة الله عليه وايي: داخبره كفايت كوي،  چې صحابه وو رضى الله عنهم او تابعينو د(لهو الحديث) معنى په سندرو سره كړې ده. دا تفسير د حضرت عبدالله بن عباس او ابن مسعود رضى الله عنهما څخه په صحيح سند روايت شو ى دى .[سمول]

ابو الصهباء رحمت الله عليه وويل:  ما د الله پاك ج ددې فرمان په هكله ( ومن الناس من يشترى لهو الحديث ) دعبدالله بن مسعو د رضى الله عنه څخه پوښتنه وكړه، نو هغه مبارك وويل: زما دې په هغه ذات قسم وي،  چې پرته له ده څخه بل حق معبود(الله) نشته د(لهو الحديث) څخه مطلب سندرې دي، داخبره يې درې ځله تكرار كړه، همدا ډول دحضرت عبدالله بن عمر  رضى الله عنه څخه داخبره ثابته ده،  چې د (لهو الحديث) معنى سندرې دي،  په دې اړه د اغاثةاللفها ن كتاب وګورئ .[1][سمول]

همدارنګه ددې مبارك آيت په تفسير كې لاندې علماء كرامو هم همداسې څرګندونې كړې، لكه جابر رض، عكرمه رض، سعيد بن جبيررض، مكحول، ميمون بن مهران، عمرو بن شعيب، على بن بديمه رحمهم الله  او داسې نور .[سمول]

امام واحدي رحمه الله وايي: دغه آيت په دې تفسير سره د سندرو په حرام والي دلالت كوي،  په دې اړه اغاثه اللهفان كتاب وګورئ .[سمول]

بې شكه امام حاكم په خپل مستدرك على الصحيحين كې  د صحابي د تفسير په اړه ويلي: ددې علم څښتنان بايد پوه شي،  چې د صحابي تفسير ځكه دامام بخاري او امام مسلم په اند مسند حديث بلل كيږي،چې دوحى راتلل او د قرآن كريم نازليدل يې ليدلي دي او امام ابن قيم رحمه الله  په خپل كتاب اغاثة اللهفان كې دامام حاكم رحمه الله  په دې خبره زياتوالى كړى او ويلي يې دي، چې  دامام حاكم ( رح ) په خبره كې كه څه هم بايد تامل او فكر وشي،  خوبې له شكه دا تفسير د وروستنيو خلكو له تفسيره ډير غوره دى، چې بايد ومنل شي او قبول كړى شي،  ځكه صحابه كرام د قرآن كريم په مطلب په دې امت  كې ترټولو ښه پوه دي،  قرآن كريم ددوى په وخت كې نازل شوى او دوى ددې امت لومړني خلك دي،  چې همدې سپېڅلي كتاب ورته خطاب كړى دى،  په يقيني ډول يې له پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه په علمي او عملي ډګر كې ددې تفسير ليدلى دى او بې له شكه دوى فصيح عربان وو،  نو ددې لاملونو په مو جوديت كې ددوى له تفسير څخه  بل لوري ته اوښتون ناشوني دي .[سمول]

الله جل جلاله  فرمايلي دي: ( وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ وَأَجْلِبْ عَلَيْهِمْ بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ وَعِدْهُمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلَّا غُرُورًا [الإسراء/ 64] [2][سمول]

ژباړه: او وخوځوه هغه څوك،  چې طاقت درسيږي په هرهغه باندې له دوى  نه په غږ خپله سره ( فسادته ) او راكاږه ( راټول كړه ګمراهۍ ته ) پردوى سپاره خپل او پياده خپل،  شريك شه له دوى سره په مالونو كې او په اولادونو كې او وعده كوه له دوى سره (ددروغو) او نه كوي وعده له دوى سره شيطان،  مګر( په) فكر باطل ( او فريب سره چې خطا ورته ثواب ښكاروي ).[سمول]

په جلالين كې د (استفزاز) معنى په (استخف) سره راغلې يعنې (صوتك ) ستا په بلنه او دعوت، چې په ساز او سرود سره ده او بلنه دګناه هر بلونكي ته هم ده،  همدارنګه دا تفسير ابن كثير  او طبري له امام مجاهد څخه نقل كړى دى،  همدا ډول امام قرطبي ددې مبارك آيت د تفسير په اړه ويلي دي: په دې آيت كې هغه څه دي،  چې د ساز او سرود حرام والى ثابتوي او همدارنګه د شيطان غږ د هغه عمل او كړنه او كوم څيز،  چې شيطان ته د خوښۍ وړوي او پرې خوشحاله كيږي،  ددې ډول څيزونو څخه ځان ساتل  په هرچا لازم او ضروري دي.[سمول]

الله جل جلاله  فرمايلي دي : (وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا [الفرقان/72][3][سمول]

ژباړه :او(بندګان دالله ) هغه كسان دي،  چې نه حاضريږي نه شامليږي په باطلو كې ( يانه وايي شاهدي په دروغو ) او كله چې تيريږي پرچټي ( بيكاره ) كارونو، نو تيريږي ځان ساتونكي ( مخ ګرځوونكي له هغوى نه )[سمول]

حافظ ابن كثير په خپل تفسير كې دمحمد بن حنيفيه رحمه الله  قول راوړى، چې ويلي يې دي: (زور) لفظ دسندرو په معنى سره دى، اما م قرطبي په خپلو تفسيرونو كې له مجاهد رحمه الله عليه څخه دالله جل جلاله  ددې قول په هكله چې فرمايي : والذين لايشهدون الزور) داسې وايي : يعنې سندرې نه اوري.[سمول]

امام طبري رحمه الله  په خپل تفسير كې وايي: اصل (زور) لفظ د يو شي ښايسته كولو ته وايي او د يو څيز د خپل څرنګوالي او صفت برعكس انڅورول او ښودل دي، تردې چې ځنې وخت د حق اوريښتنولۍ ګومان پرې وشي او په حقيقت كې دا باطل وي او په دې كې سندرې هم شامليږي،  ځكه سندر غاړي خپل غږ جګوي او ښكته كوي يې او ښايست وركوي تردې، چې له اوريدونكي څخه يې د خوند اخيستلو هيله پيداكوي.  په دې اړه دامام طبري تفسير وګورئ.[سمول]

د الله جل جلاله  په دې قول كې (وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا ) امام طبري په خپل تفسير كې ويلي دي: كله، چې په باطل مجلس تيريږئ كوم نارواشى ترې ووينئ اويايې واورئ،  په عزت ترې تيريږئ،  په داسې ډول، چې اوريدل يې نه غواړئ لكه ساز اوسرود.[سمول]

د ساز او سرود دحرام والي په هكله دنبوي احاديثو دليلونه:[سمول]

د موسيقی ټول آلات حرام دي  بغير له دف يا چمبه او يا دائره څخه هغه هم د ښځو د پاره د خاصو شرايطو په چوکات کې په نکاح كې چې د خاصو شرايطو په نظر کی نیولو سره وی .[سمول]

او همدارنګه په اختر کې د وړو نجونو سندرې د غيرت او شهامت د تشويق د پاره ، نه د فحشاء ، يارۍ ، عشق بازۍ د جذب د پاره له څنګه چې تاسې اشاره ورته کړی ده هغه حديث شريف په لاندې ډول دی :[سمول]

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا قَالَتْ: دَخَلَ عَلَيَّ رَسُولُ الله صلی الله عليه وسلم وَعِنْدِي جَارِيَتَانِ، تُغَنِّيَانِ بِغِنَاءِ بُعَاثَ، فَاضْطَجَعَ عَلَى الْفِرَاشِ وَحَوَّلَ وَجْهَهُ، وَدَخَلَ أَبُو بَكْرٍ فَانْتَهَرَنِي، وَقَالَ: مِزْمَارَةُ الشَّيْطَانِ عِنْدَ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم ؟ فَأَقْبَلَ عَلَيْهِ رَسُولُ الله صلی الله عليه وسلم فَقَالَ: «دَعْهُمَا». فَلَمَّا غَفَلَ غَمَزْتُهُمَا فَخَرَجَتَا. (بخارى:949)[4][سمول]

ژباړه : ام المومنين عايشه رضی الله عنها وايي : (د اختر په ورځ ) دوو وړو نجونو زمونږ په کور کې د بعاث د جګړی سندرې ويلې چې دا مهال جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم راغی او د آرام  د پاره خپل استراحت ځای ته لاړ او مباركه چهره يې تغير کړه .څو لحظې وروسته ابوبکر رضی الله عنه کور ته راغی او ددې صحنې په ليدلو يې زه سرزنش کړمه او ويې فرمايل : د پيعمبر په کور کې د شيطان آواز ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ابوبکر ته مخ واړولو او يې فرمايل : هغوی پر خپل حال پريږده . عايشه رضی الله عنها وايي : وروسته له دې چې ابوبکر رضی الله عنه په بل کار مشغول شو ، ما په اشاره سره هغوی ته وويل چې ځئ لاړې شئ . او هغوی لاړې .[سمول]

نو اوس تاسې وواياست چې پورته حديث شريف د ننۍ بې شرمه او فاحشې موسيقۍ چې زمونږ د ځوان نسل د اخلاقي ، علمي او اقتصادي زوال سبب شوی ده د جواز او رواوالی دليل جوړيدای شي  ؟ نه هيڅکله هم نه .[سمول]

حتې کوم صو فيان چې د نعت ذکر وغيره لپاره د موسيقۍ آلات کاروي حرام دي هنديه يې په اړه ليکي :[سمول]

السماع وقول و رقص الذی يفعله المتصوفة فی زماننا حرام لایجوز القصد الیه والجلوس علیه وهو الغناء والمزامير سواء .[سمول]

كَذَا في التَّتَارْخَانِيَّة قال رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى السَّمَاعُ وَالْقَوْلُ وَالرَّقْصُ الذي يَفْعَلُهُ الْمُتَصَوِّفَةُ في زَمَانِنَا حَرَامٌ لَا يَجُوزُ الْقَصْدُ إلَيْهِ وَالْجُلُوسُ عليه وهو وَالْغِنَاءُ وَالْمَزَامِيرُ سَوَاءٌ (فتاوی هنديه 5/351 ) .[5][سمول]

الله تعالی خو په هر څه عالم او ښه خبردار دی[سمول]

په دې کې شک نشته چې ځنې کسان موسيقي روا بولی ځکه د دا ډول کسانو په اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم له  پخوا څخه وړانديز کړي دی او فرمايي :[سمول]

ليكونن من أمتي أقوام يستحلون الحرو الحرير والخمر والمعازف ...............[سمول]

ژباړه : پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:  خامخا به زما له امت څخه داسې ډلې وي،  چې زنا كول، دوريښمو جامې اغوستل، شراب څښل،  د موسيقۍ په آلاتو لوبې كول حلال ګڼي او خامخا به ځينې ډلې په لوړ غره اوړي او يو شپون به يې ګډي (پسونه ) څروي او د بيګاه له پلوه به يې راولي او دوى ته به كوم فقير او محتاج د څه ضرورت د پوره كولو لپاره راځي، نو  داخلك به ورته وايي،  اوس لاړ شه سباته به راشې،  نو د شپې به په دوى عذاب راشي او ټول به هلاك شي او غربه پرې را واوړي او كوم خلك،  چې ژوندي پاتې شي،  هغوى به الله جل جلاله  د بيزوګانو او خنځيرانو په څير وګرځوي او مسخ به يې كړي،  چې تر قيامته به د همدوى په شان پاتې شي. [6][سمول]

مشهورو محديثينو ددې حديث په صحيح والي مهر لګولى دى او صحيح يې بللى دى لكه امام ابن حبان ( رح ) اسماعيلي ( رح ) ، ابن صلاح ( رح ) ،  ابن حجر ( رح ) ، ابن تيميه رح، طحاوي رحمه الله، ابن قيم رحمه الله، صنعاني رحمه الله  او داسې نو رو.[سمول]

اما م ابن القيم رحمه الله عليه ويلي دي:  چاچې ددې حديث په ضعيف والي (نه صحت) دڅه ويلو خبره كړې، لكه امام  ابن حزم رحمه الله  غواړي د ساز او سرود په هكله خپل باطل مذهب صحيح وښــيي او دده په ګومان سره داحديث منقطع دى،  ځكه امام بخاري رحمه الله  په موصول سند سره نه دى روايت كړى،  مګر امام ابن صلاح رحمه الله  ويلي دي: په دې اړه بايدامام ابن حزم رحمه الله ته هيڅ ونه كتل شي،  ځكه دحديث د ردولو خطاء ډير لاملونه لري،  خو حديث صحيح دى د صحت په شرط يې اتصال معلوم دى.  په دې اړه دامام سفاريني ( رح )  كتاب : [7]غذاء الالباب شرح منظومه الآداب وګورئ.[سمول]

په حديث شريف كې د ساز اوسرود دحرام والي دليلونه له دوه پلوه څيړل شوي دي او دوو لوريوته يې حرام والى څرګنددى .[سمول]

لومړى: د پغمبر صلى الله عليه وسلم د حديث لفظ (يستحلون ) په دې كې دا ټول ياد شوي څيزونه،  چې ساز او سرود هم پكې دي،  په اسلامي شريعت كې حرام دي،  نو دغه خلك يې حلال ګڼي .[سمول]

دوهم: ساز او سرود د هغو څيزونو سره يو ځاى كول، چې حرام دي،  لكه زنا،  د شرابو څښل، د نارينه وو لپاره دوريښمو جامو اغو ستل،  په خپله په حرام والي دلالت كوي،  كه داسې نه واى،  نو د حرامو څيزونو سره به يو ځاى  نه ياديدل. په دې اړه شيخ الباني په سلسله صحيحه ۱۴۱-۱۴۰-۱مخونه وګورئ.[8][سمول]

شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله عليه ويلي دي: دغه حديث شريف دساز او سرود په حرام والي دلالت كوي او دمعازف لفظ دعربي ژبې دعلماو په وړاندې د ساز او سرود په ټولو ډولونو دلالت كوي. مجموع الفتاوى كتاب وګورئ .[9][سمول]

امام ترمذي په خپل سنن كې روايت كړى، چې جابر رضى الله عنه ويلي دي: پيغمبر صلى الله عليه وسلم له حضرت عبدالرحمن بن عوف سره د خرماوو باغ ته لاړ، په دې وخت كې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم زوى حضرت ابراهيم د مرګ په حالت كې و،  پيغمبر صلى الله عليه وسلم ابراهيم په خپله غيږ كې ونيو او سترګې مباركې يې له اوښكو راډكې شوې، حضرت عبدالرحمن رض ورته وويل: ته ژاړې او موږ له ژړا نه منع كوئ؟ پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل:  زه له ژړا څخه څوك نه منع كوم،  بلكې د هغو دوه ډوله بيكاره او بدو غږونو او چيغو څخه يې منع كوم،  چې يو د ساز او شپيلۍ سره دسندرې آواز، او بل د غم په وخت كې چيغې وهل،  د مخونو شكول دګريوان څيرول، او كو كارې وهل دي .[سمول]

اما م ترمذي ويلي دي،  دا حديث حسن دى او شيخ الباني هم حسن ګڼلى صحيح الجامع نمبر ۵۱۹۴ وګورئ.[10][سمول]

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: په دوه ډوله  آواز لعنت ويل شوى او دالله ج له رحمت څخه لرې دي،  يو دسندرې غږ ، بل دغم په وخت كې په آه او افسوس چيغې وهل. [11] د حديث اسناد حسن دي .[سمول]

له پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه روايت دى،  چې فرمايلي يې دي:  خامخا به زما په امت كې په ځمكه كې ډوبيدل د اسمان له لوري په ډبرو او ياكوم بل څيز ويشتل د شكلو نو بدليدل (مسخ كيدل ) به پيښيږي دا په هغه وخت كې منځ ته راځي،  چې خلك شراب وڅښي،  سندرغاړو ته پام واړوي او ډولونه ووهي (مطلب دا، چې ساز او سرود خپور كړي) دا حديث د اسنادو په مجموع سره  صحيح دى،  [12]سلسله صحيحه ۲۲۰۳ نمبر وګورئ .[سمول]

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: ( الله جل جلاله  زما په امت د شرابو څښل،  قمار وهل په ځانګړي ډول د جوارو او اربشو شراب څښل، ډول وهل،  رباب غږ ول حرام كړي او دوترو لمونځ يې  راته زيا ت كړى دى ) دا حديث صحيح دى، [13]صحيح الجامع ۱۷۰۸ نمبر وګورئ .[سمول]

دحديث په متن كې (كوبه ) ډول ته وايي (قنين ) په حبشي ژبه كې طنبور ته ويل كيږ ي، چې د رباب په څير وي غذاء الالباب وګورئ .[سمول]

امام ابو داود (رح) په خپل سنن ابو داود كـې له  نافع رحمه الله څخه روايت كړى دى، ده وويل: حضرت عبد الله بن عمر رضى الله عنه د شپيلۍ غږ واوريده بيايې په خپلو غوږونو كې ګوتې ونيولې او له لارې څخه لرې شو او ماته يې وويل: اې نافع  ايا څه شى اورې؟ نافع ( رح ) وايي ماورته وويل: نه، نافع ( رح ) وويل:  حضرت عبد الله رض د خپلو غوږونو څخه ګوتې پورته كړې او ويې ويل : زه د پيغمبر صلى الله عليه وسلم سره وم او داسې څه يې واوريدل او بيايې همداسې كاروكړ ( يعنې په غوږونو كـې يې ګوتې ونيولې ) دا حديث صحيح دى، [14]سنن ابي داود ۴۱۱۶ نمبر، او  مجموع الفتاوي ( ۳۰) ټوك ۲۱۲ مخ وګورئ.[سمول]

امام قرطبي ( رح )  په دې حديث باندې داسي زياتوالى كړى،  زموږ علماء كرامو ويلي دي،  كه چيرې ددوى كړنه دداسې غږ په اړوند، چې داعتدال څخه هم نه دى وتلى داسې وي،  نو څه ډول به ددوى عكس العمل داوسني وخت د ساز او سرود په هكله وه.[سمول]

په دې اړه جامع القرآن تفسير وګورئ.[سمول]

دساز او سرود په اړه د علماء كرامو څرګندونې :[سمول]

امام عمر بن عبدالعزيز رضى الله عنه ويلي دي، چې د سندرو ويلو پيلامه له شيطان څخه ده،  چې پاى يې بيا دالله جل جلاله  قهر او غصه ده. غذاء الالباب وګـورئ .[سمول]

دساز او سرود اوريدلو په حرام والي زياتو علماء كرامو اجماع نقل كړې ده، چې له دوى څخه امام قرطبي رح،  ابن صلاح ( رح ) ، او ابن رجب حنبلي ( رح )  د بېلګې په ډول يادولى شو.[سمول]

امام ابو العباس  قرطبي ( رح ) ويلي دي،  سندرې ويل په قرآن او حديثو سره منع دي او همدارنګه يې ويلي دي،  شپيلۍ،  رباب او ډول (دموسييقۍ ټولو آلاتو) ته دغوږ نيولو په حرام والي كې هېڅو ك اختلاف نه لري، ما له هيڅ يو مخكيني يا وروستني امام څخه چاته،  چې د علم په برخه كې ګوته نيول كيږ ي،  د حلال والي نه دي اوريدلي،  څنګه به ساز او سرود حرام نه وي !!!!!!!،  دا د شراب څښونكو او فاسقانو نښې دي او په همدې پيژندل كيږي، د فساد،  شهواتو اوبې حيايۍ علامې دي . كوم شى چې دا ډول صفت او څرنګوالى ولري په حرام والي كې يې شك نشته او هېڅوك به يې دكوونكي په فسق او ګناه كې  شك او تردد ونه كړي [15]( الزواجرعن اقتراف الكبائر ) كتاب وګورئ .[سمول]

اما م ابن صلاح ويلي دي، چې د ساز او سرود په حرام والي اجماع شوې،  له هرچا څخه چې داجماع داهليت لرونكې وي دساز او سرود دروا والي او ياهم له اجماع سره د مخالفت خبره نه ده ثابته شوې، قاسم بن محمدرحمه الله ويلي دي، چې ساز اوسرود باطل او ناروا دي باطل شى به ضرور جهنم ته ځي .[سمول]

حسن بصري رحمه الله ويلي دي: كه چيرې په كوم  واده كې ساز او سرود وي، نو د هغه د بلنې قبلول نشته جامع قيرواني وګورئ .[سمول]

امام نحاس  ( رح ) ويلي دي: ساز او سرود په قران كريم او نبوي احاديثو سره منع شوي دي .[سمول]

امام طبري ( رح ) ويلي دي: ټولو علماو د ساز او سرود په بدوالي او د هغه په منع كيدلو او نه كولو اتفاق كړى دى،  امام اوزاعي رحمه الله وايي: هغه واده ته مه ورځه او ګډون مه پكې كوه،  چې په هغه كې ډول،  ساز او سرود وي.[سمول]

ابن قيم دامام  ابو حنيفه رحمه الله د مذهب په بيانولو كې ويلي دي:  دامام ابو حنيفه رحمه الله تعالی ملګرو د ساز او سرود ټولو څيزونو ته غوږ ايښودل حرام بللي دي،  لكه شپيلۍ، ډول او آن تردې،  چې رباب غږول يې هم حرام بللي دي او دايې په څرګندډول بيان كړي،  چې دا ګناه ده،  كوونكى يې فاسق ګڼل كيږي اوګواهي يې رد كيږي او له دې څخه مهمه خبره لا داده،  چې ويلي يې دي: د ساز ا و سندرو اوريدل فسق او خوند ترې اخستل كفر دي.  په دې هكله يو حديث راغلى، چې مرفوع نه دى.[سمول]

دامام ابوحنيفه ( رح ) ملګرو ويلي: كه چيرې يو څوك د ساز تر څنګ تيريدو،  نو پرې واجب دي، چې بايد ډيره هڅه وكړي ترڅو يې غوږونو ته ونه رسيږي (اغاثة اللهفان ) كتاب وګورئ.[سمول]

له امام ابو حنيفه رحمه الله څخه روايت دى، چې ويلي يې دي:  ساز او سرود دهغو لويو ګناهونو څخه دى، چې بايد سمدلاسه پريښودل شي، امام سفاريني ( رح ) په خپل كتاب،  غذاء الالباب كې دامام ابوحنيفه رحمه الله د مذهب په هكله ويلي دي:امام ابو حنيفه ( رح ) ساز اوسرود بدګڼي او ګناه يې بولي،  همدا ډول د كوفى دامامانو لكه:  سفيان( رح )، حماد(رح )، ابراهيم(رح)، شعبي( رح)  او داسې نورهم دا ډول نظر لري.[سمول]

دساز او سرود د حراموالي په هكله ددوى په منځ كې هيڅ اختلاف نشته،  همدا رنګه د بصرې خلك ساز او سرود منع كوي او په دې كې هيڅ اختلاف نه لري،  بې شكه دامام ابوحنيفه (رح)  شاګرد قاضي ابو يوسف رح د هغه چاپه اړه وپوښتل شو، چې د يو كور له منځه يې د شپيلۍ او موسيقۍ غږ واوريد(څه به كوي) ؟ نو ده وويل:  دغه كور ته پرته له اجازې ور د ننه شه،  ځكه د منكر منع كول فرض دي.[سمول]

امام مالك رحمه الله د ساز او سرود او د هغه له اوريدلو څخه منع كړې ده، كله،  چې دامام مالك (رح) څخه دسندرغاړي او ډول وهونكي په هكله پوښتنه وشوه، ده وويل: اياكوم عاقل هم دا وايي، چې سندرې صحيح دي؟[سمول]

بلكې زموږ فاسقان او بدكاره خلك داكار كوي،  تفسير قرطبي وګورئ.[سمول]

په اسلام كې د فاسق حكم دادى:[سمول]

شاهدي يې نه قبليږي، كله،  چې مړشي نيكان خلك يې جنازه نه كوي،  بلكې بې علمه او لااوبالي خلك يې جنازه كوي،  امام ابن قيم (رح)  د امام شافعي رحمه الله دمذهب بيان دارنګه واضح كړى دى.[سمول]

دامام شافعي رحمه الله هغه ملګري،  چي دامام په مذهب او لاره ورته معلومه ده په څرګندو ټكوكې د ساز او سرود حراموالى بيانوي او په هغه چاباندې، چې سرود حلال ګڼل ورته منسوب شوي،  سخت انتقاد ګړى او بديې پرې ويلي،  لكه قاضي ابوطيب طبري(رح)، شيخ ابو اسحاق ( رح ) او ابن صباع (رح) . په دې اړه اغاثة اللفهان وګوري .[سمول]

دساز او سرود په اړه امام شافعي رحمه الله وپوښتل شوهغه وويل : د لومړي ځل لپاره د زنديقانو له پلوه په عراق كې دود او رواج شو ترڅو خلك دالله پاك د ذكر او لمانځه څخه وګرځوي. [16]په دې اړه الزواجر عن اقتراف الكبائر، او مجموع الفتاوى۳۰ ټوك او ۲۱۲ مخ وګورئ.[سمول]

ابن قيم رحمه الله ويلي دي: دامام احمد رحمه الله دمذهب په اړه عبدالله بن احمد دارنګه وضاحت كړى : مامي د خپل پلار ( امام احمد) څخه دسندرو د حكم په اړه وپوښتل نو هغه راته وويل: سندرې په زړه كښې نفاق زرغونوي، زما نه خوښېږي، بيا يې دامام مالك رحمه الله قول ذكر كړ، چې ويلي يې دي : دا كار زموږ فاسقان او بدكار خلك كوي. اغاثة اللفهان كتاب وګورئ .[سمول]

امام احمد( رح) د هغه چا په هكله وپوښتل شو،  چې مړشو، يو زوى او يوه سندر غاړې وينځه ترې پاتې شول او دا يتيم ماشوم دوينځې خرڅلاوته اړ شو،  امام احمد( رح) وويل: وينځه دې دبې عقلۍ له امله وپلورل شي،  نه دسندرو ويلو له امله،  نو ورته وويل شول،  چې داديرش زره روپۍ قيمت لري،  ښايي كه د بې عقلۍ له امله وپلورل شي،  نو بيا يې قيمت شل زره روپۍ كيږي، نو امام احمد(رح) وويل:دا وينځه د بې عقلۍ له امله خرڅيږي، امام ابن جوزي رحمه الله تعالی  وويل: داپه دې دليل،  چې سندرې ويل منع دي، كه داسې نه وايي،  نو د يتيم هلك مال ضايع كول روانه وو.[سمول]

الجامع لاحكام القرآن وګورئ.[سمول]

امام احمد(رح) دساز او سرود د آلاتو لكه،  رباب او داسې نورو په هكله په واضح ډول سره ويلي دي، چې كه دا آلات ښكاره وليدل شي او د ماتولو امكان يې وي،  بايد مات كړل شي.[سمول]

شيخ الاسلام احمد بن عبد الحليم حراني رحمة الله  عليه ويلي، څلور واړه مذهبونه وايي،  چې د ساز او سرود آلات ټول حرام دي،  ددې مذهبونو هېڅ يو پيرو ددې آلاتو په حرام والي كې اختلاف نه دى ذكر كړى. مجموع الفتاوى وګورئ.[سمول]

همدارنګه يې ويلي دي، په دې پوه شه،  چې دا ساز او سرود ددريو غوره او بهتره پيړيو دزور او قوت په درشل كې نه په حجاز، شام، يمن، مصر، مغرب، عراق، او خراسان كې ښکازه شوی دی او نه هم پد موده کی نيك،  دينداره متقيان عابدان خلك دچكچكو او چيغو سره يوځاى د ډول او رباب لپاره را غونډېدل، بلكې دا كار ددوهمې پيړۍ په ورستيو وختو كې رواج شو او كله،  چې امامانو وليده،  بديې وباله او خلك يې ترې منع كول. مجموع الفتاوى وګورئ .[سمول]

په بل ځاى كې يې ويلي: سندرې د بدو نفسونو شراب دي په نفسونو باندې هغه لوبه كوي ، چې د پيالو د لومړني غړپ څخه هم لوړه او او چته ده.  مجموع الفتاوى وګورئ .[سمول]

شيخ الاسلام دهغه چا په هكله،  چې ساز او سندرو ته غوږ ږدي او اوريدل يې عادت شوي وي،  داسې ويلي دي، چې څوك سندرې اوري داسې يې تراغيزې لاندې راشي، چې غږونه يې ويريدلي، بې حركته چوپ او زړونه يې هغه لوري ته ور اوښتي وي. مجموع الفتاوى وګورئ.  شيخ الباني رحمة الله علیه ويلي دي: څلور واړه مذهبونه د ساز او سرود  د ټولو آلاتو په حرام والي متفق دي.  [17]سلسله صحيحه ۱/۱۴۵.[سمول]

امام ابن قيم رحمه الله ويلي دي: ته به داسې څوك ومومې، چې ساز او سرود ته زياته پاملرنه كوي،  مګر په هغه كې د هدايت  اوسمې لارې څخه په علمي او عملي ډګر كې كوږ والى موجود وي، د قرآن كريم داوريدولو څخه به يې د ساز او سرود اوريدلوته ډير زړه كيږي .[سمول]

په بل ځاى  كې  يې دسندرو په هكله ويلي دي: دغه ساز او سرود د زنا لپاره زينه ده او د شيطان شريكول او د عقلونو پټول او هغوى ته تغيير وركول دي، د قرآن كريم څخه د بل باطل او بيهوده څيز په پرتله بندوونكي او مخ اړونكي دي، ځكه نفسونه ساز اوسرود ته زيات ميلان لري او هغه يې خوښيږي .[سمول]

ابن قيم ( رح) ويلي: دقرآن كريم مينه او دسندرو غږونه د يو بنده په زړه كې نه يوځاى كېږي، زما د په الله جل جلاله  قسم وي،  چې د چا ساز او سرود عادت وي،  نو دالله جل جلاله  سره به د شريك نيولو څخه ونه ژغورل شي،  نو كله، چې يو څوك په ساز او سرود پورې ونښلي او خپل عادت يې وګرځوي،  نو د هر چا غلام ترې جوړكړي، په همدې ډول موږ ته دامامانو او علماؤ كرامو څرګندونې معلومې شوې،  چې دساز او سرود دحراموالي او له هغه څخه په منع كيدلويې بيان كړى دى.[سمول]

استثناء (ځانګړتيا ):[سمول]

د ساز له آلاتو څخه ددريا د شرنګانيو څخه پرته په اخترونو او د نكاح په مراسمو كې د ښځو لپاره رواه ده،  چې استعمال يې كړي،  په دې باندې صحيح دليلونه موجود دي .[سمول]

شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله ويلي دي،  مګر پيغمبر صلى الله عليه وسلم په ودونو او د خو شحاليو په نورو پروګرامونو كې ځينې دساعت تيري لوبې روابللې، چې له هغو څخه يو په ودونو او خوشحاليو كې د ښځو لپاره  دريا وهل دي، مګر په هغه وخت كې له نارينه و څخه يوهم داسې نه وه،  چې يابه يې دريا وهله او يا به يې لاسونه پړكول او  چكچكې به يې وهلې،  بلكې په صحيح حديث شريف كې دا ثابته ده،  چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي، چكچكې د ښځو لپاره او تسبيح د نارينه و لپاره ده، په هغوښځو يې لعنت ويلى،  چې ځانونه له  نارينه و سره يو شانته كوي او په هغه نارينه و يې هم لعنت ويلى،  چې ځانونه له ښځو سره مشابه او يو ډول كوي .مجموع الفتاوى وګورئ.[سمول]

همدارنګه له حضرت عايشې رضى الله تعالى عنها څخه حديث روايت شوى،  چې ويلي يې دي: حضرت ابوبكر رضى الله عنه زموږ كره راغى او زما سره دوه انصارې نجونې وې،  كومې سندرې، چې انصارو د بعاث په جګړه كې ويلې وې، هغه يې زمزمه كولې،  حضرت عا يشه رضى الله عنها وايي: دغه دواړه نجونې سندرغاړې نه وې، حضرت ابوبكر(رض) وويل: ايا د پيغمبر صلى الله عليه وسلم په كور كې هم دشيطان شپيلۍ غږيږي، يعنې سندرې ويل كيږي. په دې ورځ كوچنى اختروه ، نو پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل: اې ابوبكره، د هر قوم لپاره اختروي او دغه زموږ اختردى. داحديث صحيح دى. [18]سنن ابن ماجه ۱۵۴۰ نمبر وګورئ اودغه راز، مجموع الفتاوى ۳۰ ټوك ۲۱۶ مخ وګورئ.[سمول]

دا په هغه چا رد دې، چې ددواړو نجونو په دې كړنه او عمل يې د ساز او سرود په روا والي دليل نيولى. ابن قيم رحمه الله ويلي دي: دحيرانتيا خبره داده،  چې تاسو ددوو ماشومو نجونو په سندرو،  چې د بلې ماشومې نجلۍ عايشې رضى الله عنها په وړاندې په يادشوي شكل سره يې ويلې دسندرو په روا والي استدلال كوي او دا هم داخترپه ورځ دهغه عربي شعرونو تكرارول وو، چې د زړورتيا، جګړو،  ښو اخلاقو او نيكو خويونو په هكله ويل شوې وه،  نو په هغه باندې نه شي دليل كيداى،  بلكې دا حديث شريف په اصل كې په همدوى دليل دى،  ځكه  حضرت ابوبكر رضى الله عنه دغه كار ته د شيطان شپيلۍ وويله،  پيغمبر صلى الله عليه وسلم داخبره واوريده  او رد يې نه كړه او دغو دوو ماشومو نجونو ته يې د ويلواو له هغوى څخه داوريدلو اجازه وكړه،  ايا دغه كار دهغه څه دليل كيدى شي،  چې تاسې يې كوئ  او په هغه ښه پوه ياست،  چې هرناروا عمل پكې وي او هر څوك يې اوري ؟[سمول]

سبحان الله عقلونه او ذهنونه څنګه ګمراه شول. په دې اړه مدارج السالكين وګورئ.[سمول]

ابن جوزى رحمه الله ويلي دي:  حضرت عايشه رض  په دې وخت كې ماشومه وه،  له بلوغ څخه ورسته هېچا له دې څخه د سندرو په هكله پرته له بد ګڼلو بل څه نه دي نقل كړي،  قاسم بن محمد ( رح )  د حضرت عايشې رضى الله عنه وراره و،  او له همد ې څخه يې علم حاصل كړى،  هغه سندرې بدې ګڼلې او له اوريدلو څخه يې ممانعت كاوه، په دې اړه  [19]تلبيس ابليس كتاب وګورئ.[سمول]

امام ابن حزم ( رح ) او دسندرو روا والي :[سمول]

مشهوره او معلومه خبره داده،  چې امام ابن حزم ( رح ) سندرې روا بللې،  لكه څنګه يې، چې په خپل كتاب المحلي كې  هم ذكر كړي دي،  مګر هغه څه، چې غواړو بايدخلك په دې  وپوهوو،  چې كله د امام ابن حزم ( رح )  ياكوم بل عالم په اړه واورئ، چې سندرې روا بولي،  نو ذهنونوته يې دغه ورځني ساز اوسرود راشي كوم،  چې په ټلويزوني چينلونو،  راډيوګانو هوټلونو او كانسرتونو كې موجود دي،  نو دا ډيره لويه خطا ده،  ځكه دا ډول ساز اوسرود هيڅ مسلمان روانه بولي،  داسې يولوى عالم خو په ځاى پريږده،  لكه امام ابن حزم ( رح ) غوندې،  نو ټول علماء كرام دهغه سندرواو ساز په حرام والي سره متفق دي،  چې فحشاء،  فسق او يا ګناه ته انسا ن كشوي او تشويق كوي يې،  موږ د نن ورځې ساز اوسرودوينو، چې څومره ثابت حرام څيزونه پكې منځ ته راځي، د ښځو لوڅ او بربنډ حالت دښځو او نارينه و ګډ بې حيا ګډون او اختلاط، د زنا اوبې لارۍ خواته ښكاره بلنه،  د شرابو څښل، په داسې حال كې،  چې سندرغاړې لوڅه او يالوڅې ته ورته د مرضي زړونو د بې حيا اووچو سترګو په وړاندې په داسې ډول د مينې او محبت بابولالې وايي،  چې احساس او خيال يې په عقل خپلې منګولې نښلولې وي او ټول كتونكي،  ښځې او نارينه كاږه واږه يو په بل ځانونه وراچوي دالله جل جلاله  په قهر او نافرمانۍ كې اخته خپلې غوپې وهي له همدې امله وايو: څوك، چې په خلكو كې دامام ابن حزم ( رح ) دسندرو دحلال والي خبره خپروي،  په دې د پوه شي،  چې پرته له كوم قيد اوشرط څخه په ټولنه كې ددې خبر ې خپرول څه تاثير لري، او اغيزې يې څه دي؟ نو دالله جل جلاله  څخه ووېرېږئ، او په دې پوه شئ، چې ددې كار پايله څه ده؟ او بايد خپل ځان د الله جل جلاله  په پاكه او سپېڅلې لاره  برابركړئ،  بيا د په دې پوه شي،  چې كه دكوم شي په اړه امام ابن حزم ( رح )  اوياكوم بل څوك دحلال والي وايي او د پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه په څرګند ډول د حرام والي امر راځي، نو تاته د الله جل جلاله  په وړاندې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه  پرته د بل چا امر منل كومه ګټه نه شي رسولى .[سمول]

سليمان تيمي رحمه الله ويلي دي: كه د دهر عالم اجازه او رخصت په يوه مساله كې ومانه يا د دهر عالم د خطا پيروي او تقليد وكړ،  نو په تاكې ټول شر اوبدي راغونډ شول .[سمول]

بې له شكه،  الله جل جلاله فرمايلي دي: (وَمَا آَتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا [الحشر/7][20][سمول]

ژباړه : او هغه څه چې دركړي دي تاسې ته رسول (دالله ) نو وايې خلئ، ويې نيسئ، قبول يې كړئ او له هغه څه نه، چې منع  كړي يئ، ( رسول الله ) تاسې،  له هغه څخه بيرته شئ ( مه يې غواړئ )[سمول]

او همدارنګه الله جل جلاله  فرمايلي دي: (فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ [النور/63] [21][سمول]

ژباړه: پس ودويريږي هغه كسان، چې مخالفت كوي له امره (حكمه ) ددغه (رسول زما) له دې نه، چې ورسيږي دوى ته څه فتنه ( آفت په دنيا كې ) يا ورسيږي دوى ته عذاب درد ناك په اخرت كې .[سمول]

څومره ښه يې ويلي دي: علم هغه دى،  چې الله جل جلاله  ويلي وي او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم څخه ثابت شوى وي،  بل دامت اجماع ده هڅه اوهاند پكې وكړه او له دې څخه وويريږه، چې د يو فقيه د نظر او د پيغمبر صلى الله عليه وسلم ترمنځ په ناپوهۍ سره اختلاف منځ ته راوړي .[سمول]

د اسلامي ترانو او شعرونو د ويلو حكم:[سمول]

دهغو اسلامي ترانو اوشعرونو حكم،  چې د ساز او موسيقۍ له آلاتو سره مل نه وي په لاندې ډول دي:[سمول]

د پيغمبر صلى الله عليه وسلم او د هغه د اصحابو كرامو رضى الله عنهم څخه دا ثابته ده،  چې شعر يې اوريدلى،  په خپله يې ويلى او د بل څخه يې دويلو غوښتنه كړې ده،  داكار يې په سفرونو، كورونو، مجلسونو (بنډارونو ) او ټولو مصروفيتونو كې په انفرادي ( يوازيتوب) كې ترسره كړى،  لكه حسان بن ثابت رض، عامر بن اكوع رض، او انجشه رضى الله عنهم چې په یوازیتوب سره او هم  په ټولنيز ډول يې هم كړى،  چې د خندق په غزا كې د كندې دكيندلو په برخه كې له حضرت انس رضى الله عنه څخه داسې حديث روايت شوى،  چې ويلي يې دي: كله، چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم وليدل،  چې موږ دډيرې سختې لوږې او تكليف سره مخامخ يو، ويې فرمايل: اې الله ج دا ژوندپرته د اخرت له ژوند څخه كوم ارزښت نه لري،  ته مهاجرينو او انصارو ته بښنه وكړه،  صحابه كرامو په ځواب كې وويل: موږ هغه خلك يو، چې له  محمد صلى الله عليه وسلم سره مو په جهاد كولو ترهغه پورې بيعت كړى دى، ترڅو، چې ژوندي يو. [22] داحديث بخاري په ۳-۱۰۴۳ مخ كې روايت كړى دى .[سمول]

اوهمدارنګه اسلامي ترانې او شعرونه په غونډو او محفلونو كې ويل هم روا دي: ابن ابې شيبه (رح) په حسن سند سره د ابو سلمه بن عبدالرحمن رض  څخه روايت كړى، هغه ويلي دي:  صحابه كرامو د شعرونو له ويلو څخه مخونه نه وو اړولي او نه كمزوري او ضعيف وو،  په خپلو غونډو كې به يې شعرونه ويل،  د جاهليت كارونه به يې بدګڼل،  خو كله به،  چې له دوى څخه ددين په هكله څه وغوښتل شول (پوښتنه به په ديني مساله كې ترې وشوه ) نو دويرې له امله به يې دسترګو سپين او تور سره ګډ شول ( ډير احتياط به يې كاوه ) [23]مصنف ابن ابي شبيه 8 ټوك 711مخ, دغه د ليلونه دشعرويلو روا والي ثابتوي،  اګر كه دا شعر د يوكس له خوا وي او ياهم د ترانې په څير وويل شي،  په داوړو حالتو كې روا دي.[سمول]

په نري ښايسته او لوړ غږ سره شعر ويلو ته ترانه وايي.  قاموس محيط.[سمول]

دترانې ويلو لپاره ځينې قاعدې شته،  چي علماو راته ټاكلې او هغه دادي چې:[سمول]

۱ – د ترانې ويلو په وخت كې بايد د ساز له حرامو آلاتو څخه كار وانه خيستل شي.[سمول]

۲ -  بايد دومره زيات ونه ويل شي، چې د يو مسلمان عادت وګرځي او په هر وخت كې پرې مصروف وي،  چې ددې له امله يې فرضونه او واجبات ضايع او له منځه لاړشي.[سمول]

۳ - داتراني دښځو په اواز ونه ويل شي.[سمول]

۴ -  په دې ترانو كې بايد بد او حرام الفاظ استعمال نه شي.[سمول]

۵ -  بايد د بې حيا او فاسقو خلكو له غږ سره ورته والى ونه لري.[سمول]

۶ -  بايد ديته پام وشي،  چې د تراني دويونكي داسې غږ نه وي،  چې اوريدونكى په فتنه كې اچوي او په حركت يې  راولي،  لكه څوك، چې سندرې  او ساز اوري.[سمول]

ددې موضوع په اړه د زياتو معلوماتو د ترلاسه كولو لپاره لاندې كتابونه وګورئ.[سمول]

۱-  الاعلام بنقد الحلال والحرام دصالح فوزان ليكنه .[سمول]

۲-   السماع  د امام ابن قيم ( رح ) ليكنه .[سمول]

۳ – تحرير آلات طرب د شيخ الباني ليكنه:[سمول]

په پاى كې اما م ابن قيم په خپل كتاب اغاثة اللفهان كې ويلي : په دې پوه شه،  چې دسندرو لپاره ځينې خاصيتونه او ځانګړتياوې شته،  چې د هغې په اثر په زړه كې نفاق پيداكيږي اوپرې رنګيږي او داسې زرغون كيږي،  لكه په اوبوسره،  چې واښه زرغونيږي.[سمول]

له خاصيتونو څخه يې:

دانسان زړه غافل او مصروفوي،  دقرآن كريم د پوهې او په هغه كې د فكر كولو او په هغه د عمل كولو څخه يې بندوي، ځكه سندرې او قرآن كريم په زړه كې هېڅكله هم نه سره يو ځاى كيږي،  ځكه قرآن كريم انسان د نفسي غوښتنو له قبلولو منع كوي،  په عفت او پاكوالي امر ورته كوي، د نفس دغوښتنو، د ګمراهۍ دلاملونو او اسبابو څخه يې لرې كوي،  د شيطان له پيروۍ څخه يې منع كوي،  خو ساز او سندرې په دغو ټولو دعمل  كولو امرورته كوي او ښايسته يې ورته انځوروي، نفسونه يې په حركت راولي ترڅو د ګمراهۍ لار غوره كړي،  داخلي احساسات يې راپاروي او تكليف وركوي  ترڅو، چې دهرې بدې په لور يې په حركت راولي، چي په پاى كې د روغ او رښتيا سره يوځاى كړي، يوه ښكلې خبره ترې راوباسې،  نو سندرې او شراب د يوشي غبرګوني ملګرى دى،  بې حيايۍ او بديو ته د رسيدو لپاره د يوه جيلب جوړه آسونه دي .[سمول]

اې مسلمانانو! خپل ځانونه او غوږونه له ساز او سرود څخه پاك وساتئ،  د جنت په باغونو يې خو ندور اوخوشحاله كړئ، دقرآن كريم په حلقوكې ګډون وكړئ، د پيغمبر صلى الله عليه وسلم دخوږو احاديثو له زده كړې څخه ګټه واخلئ،  ځكه ددې زده كړه له ګمراهۍ څخه لارښوونه، د سترګو رڼايي, تقوى او پرهيزګارۍ ته تشويق او هڅونه، د زړه ژوند يتوب ، د نفسي غوښتنو څخه لرې والى،  چې  دا په خپل ذات او اصليت كې درملنه او رغونه ده . دالله پاك له عذاب څخه ژغورنه او دليل دى .[سمول]

نو بايد د هغو خلكو ملګري وكړئ او ځانونه ورسره يوځاى كړئ،  چې الله پاك يې په اړه فرمايلي (وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ [المؤمنون/3] .[24][سمول]

ژباړه : اوهغه(كسان هم بهرمن شول ) چې دوى له ناكاره ( بدو اقوالو اوافعالو )څخه مخ ګرځوونكي دي .[سمول]

له الله جل جلاله  څخه غواړم،  چې  مسلمانانو ته، په خپلو كارونو كې د پوهې له سمبالتيا سره جوخت، په خپل دين دثابت او كلك پاتې كيدلو توان وركړي،  بې شكه الله جل جلاله  خپلوبندګانوته ډير نږدې او[سمول]

توبه قبلوونكى ذات دى. [25][سمول]


-پدی اړه اغاثة اللهفان د امام ابن القیم کتاب وګوری .[1][سمول]

-اسراء سورت ۶۴ آیت .[2][سمول]

- الفرقان سورت ۷۲ آیت[3][سمول]

-صحیح البخاری ۹۴۹ نمبر حدیث شریف .[4][سمول]

- فتاوی هندیه ج ۶ ص ۳۶۱ د زیات معلومات لپاره آن لاین اسلامی لارښود وګوری . [5][سمول]

۲- دا حديث شر يف امام بخاري په ۵۵۹۰ نمبر معلق روايت كړى دى او امام طبري او امام بيهقي وصل كړى دى،  په دې اړه سلسله صحيحه د الباني ۹۱ نمبروګورئ .[سمول]

-غذاء الالباب شرح منظومة الآداب وګوری . [7][سمول]

- سلسلة الاحادیث الصحیحة ص ۱۴۰-۱۴۱.[8][سمول]

- مجموع الفتاوی د شیخ الاسلام ابن تیمیه لیکنه . [9][سمول]

- صحیح الجامع ۵۱۹۴نمبر حدیث شریف .[10][سمول]

- سلسله صحيحه ۴۲۷ نمبر وګورئ .-[11][سمول]

- سلسله احادیث صحیحه ۲۲۰۳ نمبر حدیث .[12][سمول]

- صحیح الجامع ۱۷۰۸ نمبر حدیث شریف . [13][سمول]

- سنن ابي داود ۴۱۱۶ نمبر، او  مجموع الفتاوي ( ۳۰) ټوك ۲۱۲ مخ وګورئ. [14][سمول]

- الزواجرعن اقتراف الكبائر ) كتاب وګورئ . [15][سمول]

16- الزواجر عن اقتراف الكبائر، او مجموع الفتاوى۳۰ ټوك او ۲۱۲ مخ وګورئ.[سمول]

- سلسلة احادیث صحیحة ج ۱ ص ۱۴۵[17][سمول]

- سنن ابن ماجه ۱۵۴۰ نمبر وګورئ اودغه راز، مجموع الفتاوى ۳۰ ټوك ۲۱۶ مخ وګورئ.[18][سمول]

- تلبس ابلیس کتاب وګوری .[19][سمول]

- الحشر سورت ۷ آیت شریف .[20][سمول]

- نور سورت ۶۳ أیت . [21][سمول]

- صحیح البخاری ج ۳ ص ۱۰۴۳ . [22][سمول]

- منصنف ابن ابی شیبه ج ۸ ص ۷۱۱ . [23][سمول]

- المومنون سورت ۳ آیت . [24][سمول]

- د لومړی  فصل زیات معلومات می د این رجب السلفی له کتاب ساز و سرود از دیدګاه اسلام څخه اخستی دی .[25][سمول]