د موسیقي تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د موسیقي تاریخ ، د موسیقي تاریخي پرمختګونه او شتون یې له تاریخ دمخه تر نن ورځي پورې دوام لري. که څه هم د موسیقي تعریفونه په ټوله نړۍ کې  ډېر توپیر لري او هر پېـژندل شوي کلتور په کې ونډه لري، موسیقي ته د یوه نړیوال کلتور په سترګه کتل شوي دي.

د موسیقي رېښه پېــژندل یو اوږد بحث ته اړتیا لري. ډېـری موسیقي پېــژندونکې د موسیقي رېښي د ژبي په رېښي پوړې تړلی بولي. یوه بله د اختلاف موضوع داده چې موسیقي د ژبي له پیدایښت وړاندې که وروسته رامنځته شوې ده.

په دې اړه د بېلا بېلو څانګو د پوهانو له خوا ډېري نظريي وړاندې شوې دي، خو یوه نظریه هم په پراخ ډول نه ده منل شوې . زیاتره کلتورونه د موسیقي د جوړېـدو په اړه خپلې اسطوروي سرچینې لري چې په ټوله کې د دوی اسطورې له مذهبي او فلسفي عقیدو سره اړیکه لري.

له تاریخ دمخه کلتورونو، د موسیقي تاریخ په بشپړ ډول د پیالیویتیک دورې د هډوکو د فلوټونو له پیداکېدلو وروسته  له نن څخه  آن ۴۰۰۰۰ کاله پخوانی دی.

که څه هم دا نه ده معلومه چې د دې اصلي رېښې په منځني پیالیویتیک دورې پورې اړه لري او کنه، خو تر تاریخ د وړاندې موسیقي په اړه ډېر لږ معلومات موجود دي او دا نښي نښانې په ټولیز ډول د ځينو ساده فلوټونو او ضرب وهوونکو الاتو پورې تړلي دي.

په هر حال، داسې نښې نښانې شته چې موسیقي تر یوې اندازې تر تاریخ دمخه ټولنو کې شتون درلود، لکه د ژیا لړۍ او د سند د درې تمدن. د لیکني د صنعت له پراختیا سره د سواد لرونکو تمدنونو موسیقي او بیا لرغوني موسیقي په چینايي، مصري، یوناني، هندي، فارسي، بین النهریني او په منځنيو ختیځو ټولنو کې شتون درلود.

دا سخته ده چې د لرغوني موسیقي عمومي کول دې په ټوليزه توګه وشي خو د هغه څه پر سر چې پېژندل کېږي هغه تر ډېـره  نوښت او مونوفوني ده. د لرغونو سندرو په شکل کې  لیکل به له موسیقي سره نژدې ترتیب شوي و.

د دغې دورې د موسیقي پخوانۍ لیکنې ساتل شوې دي او داسې لیکني هم شته چې د دوی له موسیقي سره له تړاو پرته ساتل شوې، لکه ریګودا او د شایجینګ کلاسیکه شاعري. د ورېښمو د لارې راڅرګندېدل او د کلتورونو تر منځ د اړیکو پراخېدل، د کلتورونو د موسیقي د نظریو د لېـږد او تبادلې لامل شول .

د نظرونو دا ډول تبادله د دې لامل شوه چې د تنګ د لړۍ موسیقي د مرکزي اسیا د دودونو تر سخت اثر لاندې راشې، په داسې حال کې چې جاپاني دربارکوونکو موسیقي د چینايي او کوریايي دودونو د جذب لامل شوه.    

په تاریخي ډول، مذهبونه ډېــری د موسیقي لپاره کتـلستونه دي. د هندويیزم ویدونو په کلاسیکي هندي موسیقي ډېر اغېز کړی، په داسې حال کې چې د کنفیوشینیزم پنځو کلاسیکو د چينايي موسیقي بنسټ کېښود.

په شپـږمه پېړۍ کې په چټکۍ  سره د اسلام دین تر خپريدو وروسته اسلامي موسیقي په فارس او عربي نړۍ واکمنه شوه او د اسلام طلايي دوره د موسیقي د نامتو او مهمو نظریو شاهده وه.

لیکنۍ موسیقي د لومړنیو عیسوي کلیساوو له خوا په بشپړ ډول د لوېديځي کلاسیکي موسیقي دود کړه،  کومې چې د منځنیو پېـړیو په موسیقي کې دوام وکړ ، چېرې چې د فیلفوني د کاروونکو لیکني او د ځینو پرمختللو الاتو نوي ډولونه جوړشول.

د یوې ټولنې موسیقي له دین څخه پرته ، د هغې ټولنې د کلتور له ټولو اړخونو متاثره وي، لکه د ټولنیزو او اقتصادي بنسټونو تجربي چې موسم او ټیکنالوژي ته له لاسرسي څخه اغېزمنې وي.

ځيني کلتورونو موسیقي له نورو هنرونو سره یوځای کوي، لکه چینايي څلورهنرونه او د منځنيۍ دورې کودریــم. هغه احساسات او نظريې چې موسیقي یې بیانوي، په هغو حالاتو کې چې موسیقي په کې غږول او اورېدل کېـږي ، له سندرغاړو او کمپوزرانو سره چلند،  په سیمو او دورو کې توپیر لري.

زیاتره کلتورونه د هنري موسیقي ( یا کلاسیکي موسیقي ) محلي موسیقي او په دې وروستیو کې د مشهوري موسیقي تر منځ توپير لري ، په بله معنا توپیر یې اوږد مهاله دي. [۱]

رېښـې[سمول]

موسیقي ته د یوه نړیوال کلتور په سترګه کتل شوي ، که څه هم دغه تعریف د تاریخ په اوږدو کې په پراخ ډول له یو بل سره توپیر لري. لکه د انسان د نورو وړتیاوو د پېژندنې په څېر دا خبره ګونګه پاتې ده چې د موسیقي رېښې به تر کومه بریده وڅيـړل شي،  خو ډېری څېړونکي قطبي درېځونه غوره بولي.[۲][۳][۴]

د موسیقي پر رېښو زیاتره وخت د  ژبي د رېښو تر څنګ بحث کېـږي او د دوی تر منځ د اړیکو ارزښت د بحث یوه ګرمه موضوع ده. په هر حال، د ۲۰مې پېــړۍ په نیمايي کې دواړو موضوعاتو ته زیاته پاملرنه شوې ده. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د دغې موضوع د بیا له را ژوندي کېدو وروسته د مخالفت اصلي سرچیني په درېو نظریو ویشل شوې دي:

آیا موسیقي د لومړنیو ژبو د یوه ډول له لارې پیل شوې ( د یووالي لامل و ) کوم چې د ژبي لامل کېـږي؟

ایا موسیقي یو سپنډرل ده ( د پرمختګ فینوټایپيک یو فرعي محصول ) چې د ژبې لامل شوه؟

او که موسیقي او ژبه دواړه له یوې لرغونې سرچیني اخیستل شوې دي ؟

د موسیقي د بنسټــیزو رېښو په باره کې د هرې ځانګړي نظریې په اړه لږ همغږي شته ده،  په کوم کې چې د لرغونپوهانو، ادراکي ساینسپوهانو، دودیزې موسیقي پيـژندونکيو، د ژوند د تکامل پيژندونکو، ژبه پوهانو، د عصبي علومو پوهانو، له تاریخ وړاندې انسان پيژندونکو، فیلسوفانو او ارواپوهانو ( پرمختیايي او ټولنیز) نظريې شاملي وې چې ځیني ډېري مشهورې نظريې په لاندې ډول دي : [۵]

  • کېـدای شي موسیقي د یوې ستونزمنې جنسي اړیکي او د نسل اخیستنې پروخت رامنځ ته شو‎ې وي. دغه نظریه شایي د موسیقي په اړه لومړنۍ خورا مهمه نظریه وي چې په ټوله کې په چارلی ډراوین پورې اړوند ده. دا نظریه په لومړي ځل د ډراوین د ۱۸۷۱  ز کال په کتاب کې د انسان د نزول او د جنسیت د ټاکنې په نوم را څرګنده شوه او په هغه وخت کې تر نیوکو لاندې راغله، ځکه هیڅ داسې ثبوت نه و چې د انسان دواړه جنسیتونه دې له موسیقي سره نژدې وبولي. د دوه رنګه جنسیتوب په اړه هم کوم ثبتونه نه و . اوس مهال  داسې هیڅ مثال نشته چې جنسي ټاکنه دې د پام وړ دوه رنګه جنسیت ونه لري. وروستني نظر ورکوونکي د نورو حیواناتو د جنسي اړیکو په سیستم کې د موسیقي کارېدو ته اشاره کوي او بیا یې هم د ډاروین نظریې ته وده او پياوړتیا ورکړي ده چې په دې څېـړونکـو کې پيټرجی بی سلټر، کیټي پین، بیورن مرکر، جفری میلر او پيټر ټوډ  شامل دي. [۱۲][۹][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
  • موسیقي د ژبي ترڅنګ رامنځته شوې، چې په ښکاره  دواړه له یوه ګډ پرمختګ څخه اخیستل شوې دي.  بیولوژي پوه هربرات سپنسر د دې نظریې د لومړنیو پلویانو څخه و، لکه څنګه چې کمپوزر ریچارډ ویګنر و،  چا چې د ژبي او موسیقي ګډ جد ( خبرې او موسیقي ) ونوماوه. له ۲۱ پېـړۍ راهیسې یو شمېـر پوهانو د دغې نظریې ملاتړ وکړ، په ځانګړي توګه یو له دوی څخه لرغونپوه سټوین میتن و.  [۱۴][۱۲][۷][۱۸][۱۹]
  • موسیقي د عملي اړتیا د پوره کولو لپاره رامنځته شوه چې وړاندیزونه یې په لاندې ډول دي :
    • چې د هراړخيز کار په تنظیمولو کې مرسته وکړې، دا نظریه لومړي د اقتصادپوه کارل بوچر له خوا وړاندیز شوه.[۱۴]
    • چې د اوږد واټن لرونکو اړیکو په لړۍ کې پرمختګ او اسانتیاوي راشي.  دا خبره لومړی د موسیقي پوه کارل سټمپ له لوري  وړاندیز شوه.[۱۴]
    • د الهي او یا هم بل ډول مافوق الفطرت سره د اړیکو د ټینګولو لپاره ، دا خبره د لومړي ځل لپاره د انسان پېـژندونکي زیګـفرد نادل له خوا وړاندیز شوه.[۱۴][۲۰]
    • له یووالي، همغږۍ او په تېره بیا په ځانګړی ډول د کورنیو او ټولنې په شرایطو کې مرسته کول.[۱۴][۱۲]
    • د ښکارکوونکو او د څو ډولونو دښمنانو د ویرولو لپاره.[۱۴]
  • موسیقي دوې غوښتنې لرلي، له وینا څخه ( لوګوجینیک  ) او د احساساتي بیان څخه ( پیتوجینک) چې دا نظریه، د لومړي ځل لپاره موسیقي پوه کارټ ساکس وړاندې کړه ، کومه چې په ټوله نړۍ کې یې د موسیقي رنګارنګۍ ته انعکاس ورکاوه.  ساکس یادونه وکړه چې ځینې موسیقي د اړیکو په ډول او یا هم د بیانولو په بڼي پورې تړلې دي او دا جوتوي چې، دا اړخونه یې په جلا ډول وده کوي.[۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Grout 1973، ص. 2.
  2. Mithen 2005، صص. 26–27.
  3. Morley 2013، ص. 5.
  4. Mithen 2005، ص. 12.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Morley 2013، صص. 2–3.
  6. Brown 2000، ص. 271.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Wallin، Merker او Brown 2000، ص. 8.
  8. Wallin، Merker او Brown 2000، صص. 3–4.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Mithen 2005، ص. 13.
  10. Goldstein 2016، "Language and Music in Cognition".
  11. Merker، Morley او Zuidema 2015، "Introduction".
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ Wallin، Merker او Brown 2000، ص. 11.
  13. Darwin, Charles (1874) [1871]. The Descent of Man, and Selection in Relation to Sex. London: John Murray. د کتاب پاڼې 87. OCLC 1239976266. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ ۱۴٫۳ ۱۴٫۴ ۱۴٫۵ ۱۴٫۶ ۱۴٫۷ Nettl 2001، "8. On the Origins of Music".
  15. Huron 2003، ص. 61.
  16. Bickerton 2000، ص. 153.
  17. Huron 2003، ص. 62.
  18. Brown 2000، ص. 279.
  19. Morley 2013، ص. 315.
  20. Nadel 1930.