د مور قانون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مور قانون هغه مشاهده ده چې په یوه متراکم مدغم سرکېټ (IC) کې د ټرانزیسټرونو شمېر تقریباً په هرو دوو کلونو کې دوه برابره کېږي. د مور قانون د یوه تاریخي بهیر یوه مشاهده او وړاندوینه ده. دا د فزیک یو قانون نه، بلکې یوه تجربوي اړیکه ده، چې په تولید کې د تجربو څخه د حاصل شوو لاسته راوړنو سره تړلی دی. 

دا مشاهده د ګورډون مور (Gordon Moore) په نوم نومول شوې ده، مور د فېئرچایلډ نیمه هادي (Fairchild Semiconductor) او د انټل له بنسټګر څخه (او د انټل پخوانی عامل مدیر) ؤ چې په ۱۹۶۵ کال کې یې د هر مدغم سرکېټ اجزاو په شمېر کې په هر کال کې د دوه برابره کېدو استدلال وکړ او وړاندوینه یې وکړ چې د ودې دا نرخ به لږ تر لږه د یوې بلې لسیزې لپاره دوام ولري. هغه چې په ۱۹۷۵ کال کې راتلونکې لسیزې ته سترګې په لاره ؤ، خپله وړاندوینه یې په هرو دوو کلونو کې دوه برابره کېدو ته اصلاح کړه، چې د ۴۱ سلنه د ودې مرکب کلني نرخ (compound annual growth rate) یا (CAGR) و. په داسې حال کې چې مور په دې وړاندوینه کې چې تاریخي بهیر به دوام ومومي، تجربوي شواهد ونه کارول، د هغه وړاندوینې له ۱۹۷۵ کال راهیسې صدق کاوه او له هغه وخته د "قانون" په توګه پېژندل شوې. 

د مور وړاندوینه په نیمه هادي صنعت کې د اوږد مهاله پلان اېښودنې د لارښونې او د څېړنې او پراختیا لپاره د موخو ټاکلو لپاره کارول کېږي، نو له دې امله تر یوه حده د ځان جوړونې وړاندوینې (self-fulfilling prophecy) په توګه عمل کوي. په ډیجیټلي الکترونیک کې پرمختګونه، لکه د کیفیت سره تنظیم شوو د مایکرو پروسیسر قیمتونو کې کمښت، د حافظې ظرفیت (RAM او فلش) کې زیاتوالی، د سینسرونو یا حسګرو ښه والی او حتی په ډیجیټلي کمرو کې د پکسلونو شمېر او اندازه، د مور قانون سره زیات تړاو لري. په ډیجیټلي الکترونیک کې دا مرحلوي بدلونونه د ټکنالوژیکي او ټولنیز بدلون، ګټورتوب او اقتصادي ودې محرک ځواک دی. 

د صنعت کارپوهان په دې اړه چې د مور قانون کارونه به کله پای ته رسي، موافقې ته نه دي رسېدلي. د مایکرو پروسیسر طرح کوونکي خبر ورکوي چې شاوخوا د ۲۰۱۰ کال راهیسې د نیمه هادي پرمختګ په ټول صنعت کې سوکه شوی، چې د مور قانون له خوا د وړاندوینه شوي سرعت څخه لږ کم دی. 

په دې وروستیو کې د مور قانون د راتلونکي پرمختګ لپاره د ځای څخه وخت ته یو سمتي بدلون وړاندیز شوی ( چې د مایکرو الکټرونیک راتلونکی پرمختګ په نوم یادېږي). په دې بهیر کې، ذهن "په مشخص ځای کې د زیاتو ټرانزیسټرونو د بسته بندۍ" څخه " د وخت له پلوه په مؤثر طریقه د یاد ټرانزیسټرونو ټولیزې کارونې" ته بدلېږي.  [۱][۲][۳]

سرچينې[سمول]

  1. Engelbart, Douglas C. (Feb 12, 1960). "Microelectronics and the Art of Similitude". Proceedings of the 1960 International Solid-State Circuits Conference. IEEE: 76–77. doi:10.1109/ISSCC.1960.1157297. مؤرشف من الأصل في Jun 20, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په April 18, 2005 باندې). It's Moore's Law But Another Had The Idea First.
  3. (په August 31, 2009 باندې). After the Transistor, a Leap Into the Microcosm.