د موریا لښکرکشي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د موریا لښکرکشي یا د موریا برید (په فرانسوي ژبه: Expédition de Morée) هغه نوم دی چې له ۱۸۲۸ زکال څخه تر ۱۸۳۳ زکال پورې د یونان د خپلواکۍ د جګړې پر مهال له سیمې څخه د عثماني – مصري اشغالګرو د شړلو په موخه په پلوپونز کې د فرانسوي ځواکونو ځمکنۍ مداخلې ته کارول کېږي. ورته مهال دغه چاره له هغه علمي تحرک سره مل وه چې د فرانسې د اکاډمۍ (د فرانسې د انستیتیوت) په مشرۍ ترسره شو.

په ۱۸۲۶ زکال کې د میسولونګي له سقوط وروسته لویو لویدیځو قدرتونو پرېکړه وکړه چې په جګړه کې د انقلابي یونان په ګټه مداخله وکړي. د دغې مداخلې لومړنۍ موخه هم دا وه څو د عثماني سترواکۍ مصري متحد ابراهیم پاشا د پلوپونز او نورو اشغال کړو سیمو څخه شاتګ ته اړ کړي. مداخله هغه مهال وشوه چې یوه فرانسوي- روسي او بریتانوي بېړۍ سیمې ته ولېږل شوه او د ۱۸۲۷ زکال په اکتوبر کې یې د ناوارینو د جګړې په ګټلو سره د ترکیې – مصر جنګي بېړۍ په بشپړه توګه له منځه یووړه. د ۱۸۲۸ زکال په اګست میاشت کې د جنرال نیکولاس- ژوزف مایسون تر مشرۍ لاندې ۱۵۰۰۰ فرانسوي سرتېري د پلوپونز سویل لویدیځې برخې ته ورسېدل. دغو سرتېرو په اکتوبر میاشت کې د ټولو هغو اصلي سنګرونو کنټرول ترلاسه کړ چې لا هم د ترکي ځواکونو په واک کې و. په داسې حال کې چې له اته میاشتني حضور وروسته د دغو سرتېرو ګڼ شمېر یې د ۱۸۲۹ زکال په لومړیو کې بېرته فرانسې ته راوګرځېدل، خو فرانسویانو تر ۱۸۳۳ زکال پورې په سیمه کې پوځي حضور درلود. دغه مهال د فرانسوي ځواکونو شاوخوا ۱۵۰۰ تنه سرتېري ووژل شول چې د ډېری دغه تلفات د تبې او خوني اسهال له امله وو.

د هغه اقدام په څېر چې په مصر باندې د ناپلیون د برید پر مهال ترسره شو، د دغې لښکرکشۍ پر مهال هم د فرانسوي ځواکونو سره د علومو او هنرونو یو علمي کمیسیون (Expédition scientifique de Morée) مل شو چې د دغه کمیسیون څارنیزې چارې د فرانسې د انستیتیوت دریو پوهانو مخته وړلې. د دغه کمیسیون مشري طبیعت پوه او د جغرافیا عالم ژان باپتیست بوري ډو سېنټ- وینشنټ کوله او په کې شاملو نوولسو نورو پوهانو د طبیعي تاریخ، لرغون پوهنې او د هنر- مجسمه جوړونې په برخو کې تخصص درلود؛ دوی د ۱۸۲۹ زکال په مارچ میاشت کې یونان ته سفر وکړ. ډیری له دوی څخه له ۹ میاشتو زیات هلته پاتې شول. د دوی چارې د یونان د نوي دولت د دوامدارې پراختیا په موخه اړینه وې چې په پراخه کچه د یونان د لرغون پوهنې د معاصر تاریخ، نقشې اخیستنې، طبیعي علومو او همدارنګه د یونان د مطالعې په برخه کې د عطف ټکی ګڼل کېږي. [۱][۲]

زمینه[سمول]

پوځي او دیپلماتیکه زمینه[سمول]

یونانیانو په ۱۸۲۱ زکال کې د عثماني سترواکۍ د څو سوه کلنې واکمنۍ پر ضد پاڅون وکړ. هغوی په پیل کې یو لړ بریاوو ته لاسرسی وموند او د ۱۸۲۲ زکال په جنوري میاشت کې یې خپلواکي اعلان کړه. ورته مهال دغه چاره د ویانا د کانګرس او سپېڅلي اتحاد (د اتریش، پروس او روسیې اتحاد) له اصولو سره په ټکر کې وه چې په موجود حالت کې یې اروپايي تعادل رامنځته کاوه او هر ډول احتمالي تغیر یې هم ناقانونه باله. د اروپا په ټولو نورو برخو کې د ترسره کېدونو چارو پر خلاف، سپېڅلي اتحاد په یونان کې د آزادۍ غوښتونکو پاڅون کوونکو د مخنیوي اړوند کوم اقدام ترسره نه کړ.

دغه آزادي غوښتونکی او ملي پاڅون د اتریش د سترواکۍ د چانسلر (لومړي وزیر) او د سپېڅلي اتحاد د سیاسي معمار، مترنیخ د ناخوښۍ لامل وګرځېد. روسیې د خپلې ارتدکس مذهبي او جیوستراتیژیکې اړوندتیا (د داردنل او باسفورس کنټرول) له امله دغه پاڅون ته په مثبته سترګه کتل. فرانسه هم چې د سپېڅلي اتحاد بل غړی و، په تازګۍ سره یې په هسپانیا کې د تروکادرو د جګړې (۱۸۲۳ زکال) په ترڅ کې د دغو آزادي غوښتونکو پروړاندې اقدام وکړ، خو تر ډېره یې مبهم دریځ درلود: پاریس په لومړي ګام کې یوناني آزادۍ غوښتونکو ته له هر څه زیات د عیسویانو په سترګه کتل او د مسلمانو عثمانیانو پر وړاندې یې د هغوی پاڅون د نویو صلیبي جګړو د مضامینو لرونکی ګاڼه. لویه بریتانیا چې خپله یو لیبرال هېواد و، د دغې سیمې له وضعیت سره یې علاقه لرله؛ په لومړي ګام کې له دې امله چې د هند په لار کې یې موقعیت درلود او غوښتل یې هلته یو ډول نه یو ډول کنټرول ولري. بالاخره یونان له لرغونې زمانې څخه د ټولې اروپا لپاره د لویدیځ تمدن او هنر زانګو ګڼل کېده.[۳][۴]

د یونانیانو بریا لنډ مهاله وه. سلطان هم له خپل مصري لاس پوڅي واکمن محمد علي څخه د مرستې غوښتنه وکړه او هغه هم خپل زوی ابراهیم پاشا له جنګي بېړیو او ۸۰۰۰ سرتېرو سره یونان ته ولېږه او بیا یې وروسته اضافي ۲۵۰۰۰ نور سرتېري هم ور ولېږل. د ابراهیم مداخله برخلیک ټاکونکې وه: د پلوپونز ډیری برخې په ۱۸۲۵ زکال کې فتح شوې؛ د لارې پر سر میسولونګي ښار هم په ۱۸۲۶ زکال او اتن هم په ۱۸۲۷ زکال کې سقوط وکړ. په دې سره یوازني هغه قلمروونه چې د یوناني ملت پالو په واک کې و نافپلیو، ماني، هیدرا، سپتسس او ایجاینا وو. [۵][۶]

په لویدیځه اروپا کې د فیلهلنېزم (یونان دوستۍ) قوي جریان په ځانګړې توګه له ۱۸۲۶ زکال او همدارنګه د میسولونګي له سقوط وروسته رامنځته شو، چېرې چې شاعر لارډ بایرون په ۱۸۲۴ زکال کې ومړ. د فرانسوا- رنه دو شاتوبریان، ویکټور هوګو، الکساندر پوشکین، جواکینو روسیني، هېکټور بریلوز یا هم د اوژن دلاکروا (په ۱۸۲۴ زکال کې د خیوس د وژنو او په ۱۸۲۶ زکال کې په میسولونګي ویجاړیو کې د یونان په نومونو خپلو نقاشیو کې) په څېر روڼ آندو او هنرمندانو په عامه افکارو کې د یوناني ارمان پیاوړتیا ته کار وکړ. اروپايي ځواکمنو هېوادونو بالاخره هوډ وکړ چې د یونان – د اروپا په ختیځ کې مخکښ عیسوي هېواد – په ګټه مداخله وکړي چې د مسلمانانو د سیاسي قدرت د پراختیا څخه د مخنیوي په برخه کې یې ستراتیژیک موقعیت درلود. د ۱۸۲۷ زکال د جولای په ۶مه د لندن د هوکړې پر بنسټ فرانسې، روسیې او بریتانیا د یونان خودمختاري په داسې حال کې په رسمیت وپېژنده چې د عثماني سترواکۍ تابع دولت و. دغو دریو ځواکمنو هېوادونو په لږ کچه د مداخلې اړوند هوکړه وکړه څو د عثماني سترواکۍ همایوني چارواکی (لومړی وزیر) متقاعد کړي د دغه کنوانسیون شرایط ومني. د دغه وړاندیز د پیاوړي ښوولو په موخه د سمندري ځواکونو د لېږلو طرحه هم تصویب شوه. له دې وروسته د روسیې، فرانسې او بریتانیا مشترکه بېړۍ د دیپلماتیک فشار د راوړو په موخه د قسطنطنیې لور ته ولېږل شوه. له همدې امله د ناوارینو جګړه (د ۱۸۲۷ زکال د اکتوبر ۲۰مه) د ترکیې – مصر د بېړۍ د بشپړې ویجاړۍ لامل وګرځېده. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

په ۱۸۲۸ زکال کې ابراهیم پاشا ځان په ستونزمن حالت کې ولید ځکه چې په تازګۍ سره یې د ناوارینو په جګړه کې ماته خوړلې وه؛ دغې مشترکې بېړۍ د محاصرې چارو ته مخه کړه او عثماني سترواکي یې د کومکي تجهیزاتو له ترلاسه کولو څخه منع کړه؛ ورته مهال هغه البانیايي سرتېري چې د عثمانیانو له خوا ورته نور لګښت نه ورکول کېده د تئودوروس کولوکوترونیس تر مشرۍ لاندې د یوناني ځواکونو په محافظت کې بېرته هېواد ته ولېږل شول. د ۱۸۲۸ زکال د اګست په ۶مه نېټه په سکندریې کې د مصر د نایب السلطنت محمد علي او د بریتانوي اډمېرال اډوارډ کودرینګتون ترمنځ یوه هوکړه لاسلیک شوه. د دغې هوکړې د مفاداتو پر بنسټ، ابراهیم پاشا موظف شو چې له پلوپونز څخه خپل سرتېرې وباسي او د هغو واګې هلته مېشتو لږ شمېر (۱۲۰۰ تنه) ترکي سرتېرو ته وسپاري. نوموړي د دغې هوکړې له پلي کولو څخه ډډه وکړه او د مسنیا، ناوارینو، پاتراس او همدارنګه یو شمېر نورو پیاوړو سنګرونو په ګډون یې د یونان د بېلابېلو برخو کنټرول ته دوام ورکړ؛ آن دا چې په سیستماتیکه بڼه یې د د تریپولیتزا (تریپولي) ښار د تخریب کولو امر هم صادر کړ. [۱۲]

ورته مهال په فرانسې کې د لسم چارلز حکومت د خپلو یوناني سیاستونو اړوند زړه نا زړه و. خپله ابراهیم پاشا هم په سپټمبر میاشت کې له جنرال میسون سره په لیدنه کې دغې موضوع ته اشاره وکړه. بالاخره د یونان ملاتړي هغه آزادۍ غوښتونکي خوځښت چې په یونان کې یې له روانو چارو څخه الهام اخیستی و په فرانسه کې پراختیا ومونده. فرانسه چې هرڅومره د ګام اخیستو په موخه په تمه پاتې کېده، په همدغه کچه د مترنیخ پر وړاندې یې هم دریځ کمزوری کېده. له همدې امله یاد سلطنتي دولت هوډ وکړ چې خپلو چارو ته چټکتیا وبخښي. همدا و چې لویې بریتانیا ته یې د ځمکنیو پوځونو د لېږلو وړاندیز وړاندې کړ او له مستقیمې مداخلې څخه یې ډډه وکړه. ورته مهال روسیې د عثماني سترواکۍ پر وړاندې د جګړې اعلان کړی و او د هغو پوځي بریاوو لویه بریتانیا اندېښمنه کړې وه، ځکه چې نه یې غوښتل تزاري سترواکي له کچې څخه زیاته د سویل پر لور پراختیا ومومي؛ همدا و چې هغه یې اړ کړه په یوازې توګه د فرانسې له مداخلې سره مخالفت وه نه کړي. [۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. Yiannis Saïtas et al., L'œuvre de l'expédition scientifique de Morée 1829-1838, Edited by Yiannis Saïtas, Editions Melissa, 2011 (Part I) - 2017 (Part II).
  2. Marie-Noëlle Bourguet, Bernard Lepetit, کينډۍ:Ill, Maroula Sinarellis, L’Invention scientifique de la Méditerranée. Égypte, Morée, Algérie., Éditions de l’EHESS, 1998. (کينډۍ:ISBN)
  3. Nina Athanassoglou-Kallmyer (1989). French Images from the Greek War of Independence (1821-1830): Art and Politics Under the Restoration. Yale University Press. د کتاب پاڼې 124. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-04532-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Christopher Montague Woodhouse, The Philhellenes, London, Hodder et Stoughton, 1969, 192 p.
  5. An Index of events in the military history of the Greek nation., Hellenic Army General Staff, Army History Directorate, Athens, 1998, pp. 51 and 54. کينډۍ:ISBN
  6. Georges Contogeorgis, Histoire de la Grèce, Paris, Hatier, coll. Nations d'Europe, 1992, 477 p.
  7. François-René vicomte de Chateaubriand, Note sur la Grèce (1826) précédent l’Itinéraire de Paris à Jérusalem, Firmin Didot, 1852.
  8. Victor Hugo, Les Orientales, Charles Gosselin, Paris, 1829.
  9. Hector Berlioz, La révolution grecque: scène héroïque, pour solistes, avec ou sans chœur, orchestre, H 21, text by Humbert Ferrand, 1825.
  10. Christopher Montague Woodhouse, The Battle of Navarino, Hoddler and Stoughton, London, 1965.
  11. Eugène Bogdanovitch, La Bataille de Navarin d'après des documents inédits des archives impériales russes., G. Charpentier, E. Fasquelle, Paris, 1897.
  12. Brunet de Presle, Alexandre Blanchet, La Grèce, p. 555.
  13. Arch. de Vaulabelle, Histoire des deux Restaurations, vol. 7, p. 649.
  14. de Presle, p. 556.
  15. "Why was France, after enslaving men in Spain in 1823, now coming to Greece to make free men?" in Arch de Vaulabelle, Histoire des deux Restaurations, vol. 7, p. 472.