د مورنیو ونو نیالول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مورنیو ونو د کېنولو کړنلاره کې به دا خبره روښانه کړو چې څرنگه کولای شو د مورنۍ ونې اداره او په سمه توگه کېنول ترسره کړي. د نیالگیو کېنولو اړوند کس باید د بزغلي د کېنولو څارنه وکړي، دا کړنه باید د ژمي موسم له رارسېدا مخکې ترسره شي.

د نیالگو د کرنې کړنلاره کې باید لاندې ټکو ته جدي پام وکړو:

  1. په یوه وخت کې باید یو کلون یا ورایټي کېنول شي.
  2. د کېنولو د ساحې لپاره باید یواځې هغه گېډۍ راواخېستل شي چې یواځې د یوې ورایټۍ/کلون پیوندي نیالگي ولري.
  3. کروندې ته د نیالگیو له رسېدا سره سم څومره ژر چې کېدای شي باید کېنول شي، (د خاورې حالت او د هوا وړتیا باید په نظر کې ونیول شي).
  4. د کېنولو د عمل په ترڅ کې دا باید په یاد ولرو چې د نیالگیو ریښې له گېډۍ څخه د وېستلو او په خاوره کې د کېنولو په وخت کې په لمدو موادو پټې کړای شي. ریښه کېدای شي چې د لمر د وړانگو او د هوا په واسطه وچه او له منځه ولاړه شي، د ریښې دا ډول تخریب کېدای شي د نیالولو څخه وروسته د کمزورې ودې باعث شي.
  5. که چېرې نبات له څو ورځو څخه زیات زېرمه کېږي نو هغه باید له بنډلونو څځه خلاص کړای شي او په یو سیوري لرونکي کنده کې یې کېږدئ. ریښې یې د ارې د بور یا د خاورې په وسیله پټې او اوبه ورکړئ.

د ساتلولارې چارې (څارنه، کتنه)[سمول]

څـــارنـــه[سمول]

د مورنیو ونو د ساتلو، څارنې او کتنې په اړه باید لاندې څو مهمو ټکو ته پاملرنه وکړو.

  1. اوبه خور: دې برخه کې به دا خبره روښانه کړو چې د نیالگي له کېنولو وروسته سملاسي توگه د اوبو ورکولو په وخت کې د اوبو د ساتلو لپاره یو وړوکی بند د نیال شوي نیالگي گردچاپېره جوړ کړای شي. د بُزغلي د اوبه خور د مناسب اداره کولو لپاره باید دا لاندې پړاوونو ته پام وکړو:
    1. د نیالگیو د کېنولو څخه سمدلاسه وروسته هر مورني نیالگي ته باید دوه سطله اوبه ورکړي شي، ترڅو خاوره لمده او له ریښو سره ونښلوي. ##که چېرې ټول نیالگي کېنول شي، د لښتیو د اوبو لگولو سېسټم (د بېلگې په توگه د نیالگیو د کتارونو دوه اړخونو ته ویالی وکاږل شي، یعنی په یوه کتار کې دوه ویالې) او په بله ورځ نیالگي یو ځل بیا اوبه کړئ.
    2. د هوا حالات، د خاورې ډول، د ودې پړاو او د نیالگیو د اندازې په نظر کې نیولو سره باید په منظمه توگه اوبه ورکړ شي.
    3. که چېررې د مورنیو نیالگیو په منځ کې کوم بل نیالگی کرل شوی وي، نو هڅه وکړئ چې منځنی نیالگی له مورني نیالگي څخه جلا اوبه کړئ، د جلا لښتیو کارول استعمالول، ددې لپاره چې منځینې نیالگی او مورنی نیالگی د خپلې اړتیا سره سم اوبه کړای شي.
  2. د بېکاره بوټو کنټرول: واښه له مورنیو بوټو سره په اوبو او د خاورې د غذایي موادو په لاسته راوړلو کې رقابت کوي،، نو له دې لامله دا ډېره اړینه ده چې د ونې گردچاپېره لږ تر لږه د یو متر په فاصله کې د بیکاره بوټو څخه پاک وساتل شي. واښه کولای شو په لاس یا رمبي سره له منځه یوسو. د ونې خاوره له یوه متر څخه ډېره مه ژوروئ، ځکه کېدای شي په دې کار سره مو تغذیوي ریښو ته یې تاوان ورسېږي.
  3. له افتونو او ناروغیو مخنیوی:

«: د بڼوالۍ افات کېدای شي یو تي لرونکې مرغۍ، حشره، کنی یا نیماتود وي، چې نیالگیو ته زیان رسوي. د بڼوالۍ ناروغۍ په نیالگیو کې یو غیر صحي حالت دی چې د فنجي، بکتریا، وایرسونو یا وایرسونو ته ورته موجوداتو په وسیله منځته راځي. د افتونو له منځه وړونکو درملو پرته د افتونو د کنټرول ډېرې نورې لارې چارې هم شته چې په هغوی کې لاندې طریقې شاملې دي:

«: د کرنیزو عملیاتو په وسیله مخنیوی: صحیح ښاخ پرېکونه، د سرې یا اوبو ورکولو نظام، یا د د افتونو په مقابل کې د مقاومو ډولونو یا ورایټیو انتخابول. فزیکي مخنیوی: د بېلگې په توگه د کروندې په پوښولو (ملچ) سره د هرزه بوټو د ودې مخنیوی.

میخانیکي مخنیوی:[سمول]

د بېلگې په توگه د گیاه رمبی کول، د لومې (دام) کارول چې د افتونو مخه نیسي.

بیالوژیکي مخنیوی:[سمول]

د گټه رسوونکو ژوندیو موجوداتو څخه گټه اخېستل، لکه حشرات چې د افتونو څخه خواړه لاسته راوړي. ۴- سره ورکول: د سرې له کارولو موخه دا ده چې د نیالگي مناسبه وده، د هغې ډول، اقلیم، د ودې موسم، د غذایي موادو د نورو استعمال شویو منابعو او په خاوره کې د غذایي موادو د حالاتو سره یې وده بدلون وکړي.

  • د ودې په لومړي فصل (اپرېل، جون، او سپټمبر) میاشتو کې هره میاشت پنځوس گرامه (تقریبا یو ډک موټی) د یوریا سره هرې مورنۍ ونې ته د ودې په موسم کې ورکول کېږي.
  • د ونې څخه د ۴۰ سانتي مترو په واټن کې سره وپاشئ.
  • په لږه اندازه سره له خاورې سره گډه کړئ ترڅو له وینځلو څخه وساتل شي او بیا ونو ته ژر اوبه ورکړئ ترڅو یوریا ښکته خاورې ته پرېمینځل شي.
  • د ودې په دویم موسم کې او په هغې پسې د ودې په فصل کې د سرې د ورکړې اندازه لوړېدای شي، ځکه چې مورنۍ ونه غټېږي او غذایي مواد چې په هر اوري کې جمع کېږي، د قلمو د راټولولو له لامله لرې کېږي.

کتنه:[سمول]

د مورنیو نیالگیو د کتنې لپاره باید لاندې ټکي په پام کې ولرو:

  • د نیالگیو زخه لرونکو پیوندي څانگو د کره کتنې لېست، د مورنۍ ونې نقشه، نښې او د کتارونو شمېرې چې دا معلومه شي چې له کومې ونې ښاخ پیوند اخېستل شوی، ټول باید وکتل شي.
  • د ښاخ پیوند د راټولولو لپاره باید ټوټه لمده کړو او د یو ورایټي د بلاک لاندې په یو سیوري ځای کې کېږدئ.
  • د یخ صندوق د مورنۍ ونې سره نږدی تر ټولو یخ ځای کې کېږدئ.
  • کله چې له هغې مورنۍ ونې سره نږدی ودرېږئ، له کومې چې به پیوندي زخې راټولېږي، باید د تصدیق شویو زخه لرونکو څانگو لېبل یا پېژندپاڼه ډکه کړئ.
  • پرې کوونکی سامان په الکولو تعقیم کړئ.
  • د سږني وده ییزه موسم په جریان کې څانگې راټولې کړئ.
  • کله چې څانگه پرې کړای شي، نو هغه په لمده ټوټه کې وساتئ.

له راټولولو وروسته د پیوندي څانگو د تیارولو کتنه:

  • د کار لپاره یو سیوری او یخ ځای پیدا کړئ.
  • د لمده ټوکر څخه یوه ټوټه راواخلئ.
  • د څانگې هغه برخه غوره کړئ چې کافي زخې ولري، پاڼې ترې لرې کړئ مگر ټول ډنډرونه یې پرېږدئ.
  • ټولې څانې په یو شان اوږدوالي غوڅې کړئ.
  • زخې لرونکي څانگې په لیبل شویو پلاستیکی بوجیو کې واچوئ.
  • که چېرې یو ځل د زخه لرونکو څانگو شمېره په یوه کڅوړه کې بشپړه شوه، نو کڅوړه د هغې پټۍ په وسیله وتړئ او په یخ صندوق کې یې کېږدئ.

تړلي مخونه[سمول]

سرچینې[سمول]

  • The Mother Stock Nursery Volume 2, by Laura V. mburgia, PHDP Consultant, Perennial Horticulture Development Project European Commission- urope Aid/Asie/2006.
  • English Wikpedia /http://en.wikipedia.org
  • دستورالعمل احداث باغ مادري، تهیه کنندگان: 1. یحیی دهقانی شورکی2. اردشیر رحیمی میدانی 3. وحید مؤید صفاري، وزارت زراعت جمهوري ایران، سازمان تحقیقات و آموزش کشاورزي، مؤسسه تحقیقات ثبت و گواهی بذر و نهال.