د مهسا امیني د مړینې اړوند لاریونونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مهسا امیني د مړینې اړوند لاریونونه د ایران د حکومت پر وړاندې د هغو لاریونو او مدني نارامیو ټولګه ده چې د ۲۰۲۲ زکال د سپټمبر په ۱۶مه په تهران کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د مړینې له امله پیل شول؛ مهسا د ایران د مذهبي پولیسو له خوا د نامناسب حجاب – د ایران د اجباري حجاب د قانون پر خلاف – لرلو له امله هغه مهال ونیول شوه چې نوموړې له سقز څخه تهران ته په سفر راغلې وه. د عیني شاهدانو په خبره د نیولو پر مهال امیني د مذهبي پولیسو له خوا شدیده ووهل شوه؛ هغه ادعا چې ایراني چارواکي یې رد کوي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

لاریونونو په چټکۍ سره د امیني له زیږون ځای سقز څخه د کردستان نورو ولایتونو او بیا یې د ایران ټولو برخو ته پراختیا ومونده. د دغو لاریونونو په غبرګون کې د سپټمبر له ۱۹مې وروسته د ایران دولت په ځینو سیمو باندې انټرنټ پرې کړ. د لاریونونو په پراختیا سره د ټولنیزو رسنیو څخه د کار اخیستو په برخه کې په ملي کچه ډېری انټرنټي بندیزونه ولګول شول. د ایران رهبر ایت الله علي خامنه ای دغه پراخې نارامۍ نه یوازې بغاوت وبللې بلکې هغه یې د بهرنیو هېوادونو او له هېواده بهر مخالفینو له خوا «ترکیبي جګړه» وبلله. ښځو، له دې ډلې زده کوونکو په دغو لاریونونو کې اصلي رول درلود. په داسې حال کې چې په تېر کې لوی اعتراضات چې د دولت له خوا له تاوتریخوالي څخه په ګټه اخیستو ځپل شوي تر ډېره د ټاکنو د پایلو او یا اقتصادي ستونزو اړوند و، خو  د ۲۰۲۲ زکال اعتراضاتو د ښځو د حقونو د زیاتوالي سربېره بله اصلي غوښتنه لرله؛ دا چې اسلامي نظام راوپرځول شي. د ګارډین ورځپاڼې په خبره دغه لاریونونه د ۱۹۷۹ زکال د اسلامي انقلاب له مهال را وروسته د حکومت پر ضد تر ټولو لوی ګواښ دی. د ۲۰۱۹-۲۰۲۰ زکال د لاریونونو پر خلاف د ۲۰۲۲ زکال لاریونونه «هېواد شموله و چې ټولو ټولنیزو طبقاتو، پوهنتونو، واټونو او ښوونځیو» ته یې لار ومونده. [۷][۸][۹][۱۰]

د ایران د بشري حقونو د غیرانتفاعي سازمان د راپور پر بنسټ د ۲۰۲۲ زکال د نومبر تر ۱۹مې نېټې پورې له ۱۸ کلونو څخه د کم عمر لرونکو ۴۳ تنو په ګډون لږ تر لږه ۳۷۸ کسان په دغو لاریونونو کې د اوښکو بهونو ګازونو او وسلو څخه د ګټنې په ګډون د دولت د مداخلې له امله وژل شوي. دغه لاریونونه د ۲۰۱۹-۲۰۲۰ زکال له لاریونونو را وروسته تر ټولو خونړي لاریونونه دي چې له ۱۵۰۰ زیاتو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې. د دغو اعتراضاتو پر وړاندې د دولت غبرګونونه په کلکه سره غندل شوي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

مخینه[سمول]

په ۱۹۷۹ زکال کې د ایران له انقلاب ډېر ژر وروسته، ایراني ښځې له قانوني پلوه مکلفې شوې څو خپل وېښتان په عمومي ځایونو کې د بشپړ حجاب کولو پر مټ وپوښي. د دغه منفور قانون اجرایوي حالت د حسن روحاني د ولسمشري په دوره کې چې له ۲۰۱۳ زکال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې وه راکم شو، خو د روحاني د سخت دریځي ځای ناستي ابراهیم رئیسي د ولسمشرۍ پر مهال یې بېرته زور واخیست. همدا و چې د ۲۰۲۲ زکال د سپټمبر په ۱۴مه ۲۲ کلنه ایراني کردي نجلۍ مهسا امیني د ایران د مذهبي پولیسو له خوا د مناسب حجاب نه لرلو له امله ونیول شوه. په پولیسو تور پورې شو چې د هغې پر سر باندې یې مرګوني ګوزارونه کړي او له امله یې نوموړې د سپټمبر په ۱۶مه مړه شوه. [۱۵][۱۶]

لاریونونه[سمول]

پیلني لاریونونه چې تر ډېره پورې د ښځو له خوا مخته وړل کېدل د اجباري حجاب د له منځه وړو غوښتنه یې لرله ورپسې دغه اعتراضات په ملي پاڅون واوښتل. دغو لاریونونو د ۲۰۰۹، ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ زکال د لاریونونو په پرتله زیاته پراختیا ومونده او آن د اسلامي جمهوریت د قدرت مراکزو لکه مشهد او قم ښار ته یې لار ومونده. د پخوانیو یو شمېر لاریونونو پر خلاف په دغو لاریونونو کې منځنۍ ښاري او کاریګري کلیوالي طبقاتو ته اړوند کسان شامل و. له دې سربېره د ښوونځیو نجونې هم د لومړي ځل لپاره په لاریونونو کې ورګډې شوې. دغو لاریون کوونکو د امیني په مړینه باندې د اعتراض سربېره د ښځو له حقونو څخه په دفاع د اجباري حجاب د له منځه وړو او د ښځو لپاره یې د لا زیاتو آزادیو غوښتنه کوله؛ همدارنګه یې د ایران په مذهبي پولیسو، رهبر او دین پالونکي رژیم نیوکې لرلې. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د ایران د پخوانیو ډېرو لاریونونو پر خلاف داسې ښکاري چې لاریون کوونکي تدریجي اصلاحاتو ته د ځان محدود کولو پر ځای په دولت کې د بشپړ بدلون غوښتونکي دي. د آزادې اروپا د راډیو/ ازادي راډیو د راپور له مخې اقتصادي ستونزو او د ژوندانه ناوړه شرایطو د لاریونونو له ودې سره مرسته کړې. نیویارک ټایمز بیا د ایراني وګړو ناخوښیو لکه «د بیو زیاتوالي، لوړې بېکارۍ، فساد، (او) سیاسي فشارونو» ته اشاره کړې او د ایران کمزوری اقتصاد یې د دغو اعتراضاتو تر شا اصلي محرکه قوه بللې؛ د ایراني بنسټونو د راپورونو له مخې د ۲۰۲۱ زکال په اګست میاشت کې یو په دریمه برخه ایراني وګړي په بېوزلۍ کې ژوند کوي. محافظه کاره تحلیل ګر عبدالرضا داوري داسې شمېره وړاندې کړې چې ښيي ۹۵ سلنه ایرانیان «د خپل ځان او خپلو ماشومانو د نن او سبا ورځې د هوسا ژوند اړوند اندېښمن دي». په ایراني کاري بازار کې یوازې ۱۵ سلنه مېرمنې کار کوي. په ۲۰۲۲ زکال کې د WEF سازمان د جنسیتي توپیر د راپور پر بنسټ په مخکښو دولتي بنسټونو کې د ښځو د ځایګي له مخې ایران د ۱۴۶ هېوادونو په کتار کې ۱۴۳ ځایګی لرلی دی. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د دغو اعتراضاتو په غبرګون کې، وګړو د ایران په څو ښارونو کې د دولت په ملاتړ لاریونونه وکړل څو د دغو لاریونونو پر وړاندې ودرېږي. د ایران دولت دغه متقابل لاریونونه «خپله رامنځته شوي» وبلل. د دولت ملاتړو لاریون کوونکو د دولت ضد لاریون کوونکو د وژنې غوښتنه کوله او هغوی یې د «اسرائیلو سرتېري» بلل او همدارنګه یې «مرګ پر امریکا» او «مرګ پر اسرائیلو» شعارونه ورکول؛ هغه شعارونه چې د تل لپاره د ایران د مذهبي مشرانو روایت دی او تل د هېواد په نارامیو کې بهرني هېوادونه ښکېل ګڼي. [۳۰]

رسنیز پوښښ د اینټرنټ د بندښت او د خبریالانو د نیولو په ګډون د غونډو د پوښښ اړوند د ایران د حکومت د دوامداره او نوو محدودیتونو پر بنسټ له ستونزو سره مخ شو. په داسې حال کې چې ان بي سي نیوز (NBC News) تلویزیون په تهران کې خبریال درلود خو ډیری لویدیځې رسنۍ اړ وې څو په خپلو همکارو رسنیو، د بشري حقونو په ډلو او د ټولنیزو رسنیو پر محتوا تکیه وکړي. د بي بي سي نیوز د راپور له مخې د ایران د دولت له خوا په ټولنیزو رسنیو کې د ناسمو اطلاعاتو او مرکو یوه پروژه رامنځته شوې او په دې سره یې هڅه کړې لویدیځې رسنۍ اغوا کړي څو د هغو درواغ معلومات خپاره کړي: «په دې سره دوی داسې هم ویلی شي چې بهرنۍ رسنۍ جعلي خبرونه خپروي». [۳۱][۳۲]

د لاریون کوونکو اقدامات[سمول]

معترضان تر ډېره پورې کوچنۍ او چټکې غونډې جوړي چې ګڼ شمېر یې د غونډو «فلش ماب» یا هدفمند چټک ډول ته اړوندېږي. موټر چلوونکي د امنیتي ځواکونو د چټکتیا د راکمولو په موخه کوڅې په خپلو موټرو سره بندوي؛ سړکونه د خځلنیو او یا آن د پولیسو د موټرو په چپه کولو بندول کېږي. موټرسایکل لرونکي ځواکونه د ټرافیکو جریان تړي او هغوی بیا په لاریون کوونکو ډزې کوي. په ځیني مواردو کې امنیتي ځواکونه له رنګي توپونو څخه په لاریون کوونکو باندې د نښې جوړولو لپاره ګټنه اخلي. یو شمېر لاریون کوونکي بیا له ځان سره اضافي جامې ګرځوي څو د رنګ شوو پر ځای هغه واغوندي، له پېژندنې څخه د مخنیوي په موخه له ماسک ګټنه کوي او یا هم عامه امنیتي کمرې له منځه وړي. یو شمېر معترضین د خپلو کورنو له کړکیو یا د بامونو له سره شعارونه ورکوي. په نمایشي لاریونونو کې د وینې په څېر په سور رنګ باندې د سترګو رنګ کول، د حجاب لرې کول او سوزول او یا هم د ښځو له خوا په عامه محضر کې د ویښتانو لنډول شاملېږي. له دې امله چې لونګۍ د رژیم د سمبول په توګه په پام کې نیول کېږي یو شمېر فعالین په لونګیو غورځولو لاس پورې کوي (د واټونو پر سر د «مخکښو» ایراني روحانیونو لونګۍ یې له سره غورځوي او بیا تښتي)؛ یو شمېر اصلاح غوښتونکي لکه احمد زید آبادي په دغه بهیر باندې نیوکه کوي او څرګندوي چې دغه کار بیا کولای شي په موضوع کې نه شامل علما وځوروي. [۳۳][۳۴][۳۵]

مدني تحریمات[سمول]

د پوهنتونو یو شمېر ښوونکو او پروفیسورانو د تدریس په تحریم او یا هم په استعفا ورکولو سره د زده کوونکو له خوځښت خپل ملاتړ ښوولی. په دغو ښوونکو کې نصرالله حکمت (د شهید بهشتي پوهنتون)، عمار عاشوري (اسلامي آزاد پوهنتون)، لیلا ګلداران (د شیراز د هنرونو پوهنتون)، غلام رضا شهبازي (د هنرونو د پوهنتون او سوره پوهنتون) او همدارنګه علی رضا بحریني، شهزام خزايي او آذین موحمد (په تهران کې د ټکنالوژۍ په برخه کې د شریف پوهنتون) ښوونکي شاملېږي. [۳۶][۳۷][۳۸]

شعارونه[سمول]

لاریون کوونکي له داسې شعارونو او بنرونو ګټنه کوي چې په مستقیم ډول د ایران په اسلامي جمهوریت او خامنه یي باندې نیوکه کوي. لاریون کوونکي د مذهبي پولیسو سره د بشري حقونو د نقض له امله خپل شدید مخالفت څرګندوي. «ښځه، ژوند، آزادي» (په فارسي ژبه: زن، زندګی آزادی) د دغه لاریونو بنسټیز شعار دی. [۳۹][۴۰]

سرچينې[سمول]

  1. (په 16 September 2022 باندې). Iranian woman dies 'after being beaten by morality police' over hijab law. The Guardian.
  2. Bonifacic, Igor (21 September 2022). "Iran restricts access to WhatsApp and Instagram in response to Mahsa Amini protests". Engadget. مؤرشف من الأصل في ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Strzyżyńska, Weronika (22 September 2022). "Iran blocks capital's internet access as Amini protests grow". The Guardian. مؤرشف من الأصل في ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "اعتراضات در ایران؛ شمار کشته‌شدگان به دست‌کم ۱۰۰ تن رسید" اعتراضات در ایران؛ شمار کشته‌شدگان به دست‌کم ۵۰ تن رسید [Protests in Iran; The Number of Those Killed has Risen to at least 50 people]. Iran Human Rights (په فارسی ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 26 September 2022 باندې). Death toll grows in Iran as Mahsa Amini protests continue for 10th night.
  6. "76 deaths, 1,200 arrests in Iran response to protests". rte.ie (په انګلیسي ژبه کي). 26 September 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۷ سپټمبر ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Eʿterāżāt dar Irān; Afzāyeš-e Āmār-e Koštešodegān be biš az 30 Hamzamān bā Eḫtelāl dar Internet" اعتراضات در ایران؛ افزایش آمار کشته‌شدگان به بیش از ۳۰ نفر همزمان با اختلال در اینترنت [Protests in Iran; The Number of Those Killed has Increased to over 30 People Simultaneously With Internet Blackout]. Iran Human Rights (په فارسی ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۲ سپټمبر ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 6 November 2022 باندې). Fresh protests erupt in Iran's universities and Kurdish region.
  9. (په 6 November 2022 باندې). Iran lawmakers demand severe punishment for 'rioters' as protests rage. Reuters.
  10. Leonhardt, David. "Iran's Ferocious Dissent". The New York Times. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 3 October 2022 باندې). Iran's Khamenei blames Israel, US in first comments on protests. Aljazeera
  12. (په 8 October 2022 باندې). Iran's brave young women must break their own chains. The west won't help.
  13. "Iranian police launch probe after video shows man beaten, shot". www.aljazeera.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 3 November 2022 باندې). Cleric killed in restive Iranian city, protests rage on. Reuters.
  15. (په 21 September 2022 باندې). EXPLAINER: What kept Iran protests going after first spark?. AP NEWS.
  16. (په 19 September 2022 باندې). Head of Iran's morality police reportedly suspended amid protests. The Guardian.
  17. (په 2 October 2022 باندې). A Whole Generation Revolts Against the Iranian Regime. The Atlantic.
  18. (په 5 October 2022 باندې). A barrier of fear has been broken in Iran. The regime may be at a point of no return. CNN.
  19. (په 14 October 2022 باندې). Iran: A really simple guide to the protests. BBC News.
  20. (په 2022 باندې). Iran warns the West over protests as international backlash grows. NBC News.
  21. (په 1 October 2022 باندې). 'They want the world to hear them:' St. John's rally held in solidarity with Iran protests. CBC.
  22. (په 24 September 2022 باندې). 'They Have Nothing to Lose': Why Young Iranians Are Rising Up Once Again. The New York Times.
  23. (په 1 October 2022 باندې). In Iran, Raw Fury Is in the Air. The Atlantic.
  24. (په 30 September 2022 باندې). 'Terrifying and inspiring': Iranian Americans on the protests rocking Iran. the Guardian.
  25. (په November 2022 باندې). Iran protests: 40 foreigners arrested amid ongoing clampdown. dw.com.
  26. Aarabi, Kasra; Shelley, Jemima (November 2022). "Protests and Polling Insights From the Streets of Iran: How Removal of the Hijab Became a Symbol of Regime Change" (په انګلیسي ژبه کي). Tony Blair Institute for Global Change. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 1 October 2022 باندې). Protests In Iran Continue Despite Violent Government Crackdown. RadioFreeEurope/RadioLiberty.
  28. (په 2 October 2022 باندې). 'Out-of-Reach Dreams' in a Sickly Economy Provoke the Rage in Iran. The New York Times.
  29. (په 2022 باندې). Iran's women protesters vow long fight for personal freedoms. dw.com.
  30. "Iran marchers call for execution of anti-government protesters". the Guardian (په انګلیسي ژبه کي). 23 September 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۶ سپټمبر ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Iranians are exposing their regime's abuses online — and the world is watching". NBC News (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 7 October 2022 باندې). A young woman's death in Iran has sparked an uprising. News organizations are grappling with how to cover it | CNN Business. CNN Business.
  33. (په 20 October 2022 باندې). The bold tactics that have kept Iran protests going. France 24.
  34. (په 10 November 2022 باندې). As Iran's clerics face a "turban tossing" trend, army warns it's ready to quash protests. www.cbsnews.com.
  35. (په November 2022 باندې). In New Tactic, Young Iranian Protesters Knock Off Clerics' Turbans On The Street. RadioFreeEurope/RadioLiberty.
  36. (په 27 September 2022 باندې). Nasrollah Hekmat Joins University Professors Going on Strike in Iran. Iranwire
  37. "Iranian protesters call for three-day strike as pressure on regime builds". the Guardian (په انګلیسي ژبه کي). 2022-12-04. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (په 2022-12-06 باندې). Strikes Across Iran Lead to Shuttered Shops and Ghost Towns. The New York Times.
  39. "Ḫašm-e ʿOmūmī az Ǧānbâḫtan-e Mahsā Amīnī; Moʿtareżān-e Šoʿār "Zan, Zendegī, Āzādī" sar Dādand" خشم عمومی از جان‌باختن مهسا امینی؛ معترضان شعار «زن، زندگی، آزادی» سر دادند [Public Outcry over the Death of Mahsa Amini; Protestors Chanted the Slogan "Woman, Life, Freedom"]. Radio Farda (په فارسی ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۸ سپټمبر ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Peyvastan Dānešǧūyān-e Irān be Eʿterāżāt-e Mardomī ʿAlīye Qatl-e Mahsā Amīnī" پیوستن دانشجویان ایران به اعتراضات مردمی علیه قتل مهسا امینی [Iran's University Students are Joining Popular Protests against the Murder of Mahsa Amini]. Al-Arabia Farsi (په فارسی ژبه کي). 20 September 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)