Jump to content

د مهاتما ګاندي وژنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مهانداس کارامچاند ګاندي د ۱۹۴۸ زکال د جنوري په ۳۰مه نېټه د ۷۸ کلونو په عمر په بېرلا هاوس (اوس مهال ګاندي سمرتی) ودانۍ کې ترور کړای شو؛ دا په مرکزي نوي ډهلي کې یوه لویه ودانۍ ده. د هغه قاتل نتهورام ویناواک ګوډسي نومېده چې د مهاراشترا د پونې ښار چتپاون براهمن ټولنې ته اړوند هندو ملت پالونکی و؛ دی د راشټریه سویم سیوک سنګ په نامه د ښي اړخې هندو ملیشه ډلې او همدارنګه د هندو محاسبا ګوند غړی و. [۱][۲][۳][۴][۵]

د شاهدانو په خبره د مازیګر له پنځو بجو وروسته هغه مهال چې ګاندې د بېرلا ودانۍ شاته د لوړ چمنزار وروستۍ پوړۍ ته ورسېد، هغه ځای چې ده به هر مازیګر په کې د دعا مراسم ترسره کول او له هغه ځایه څخه یې د ډیس پر لور حرکت وکړ ګوډسي د ګاندي په مسیر کې د ولاړو خلکو له کتار څخه راووت او ګاندي یې له ډېرې نږدې فاصلې څخه په سینه او خېټه کې درې مرمۍ وویشت. ګاندي په ځمکه ولوېد. هغه په بېرلا ماڼۍ کې خپلې کوټې ته یووړل شو، خو ډېر ژر د هغه ویاند راووت او د مړینې اعلان یې وکړ. [۶][۷][۷]

ګوډسي د شته خلکو له خوا ونیول شو – د ډېری راپورونو له مخې نوموړی په ډهلي کې د امریکا د سفارت د قونسل هربرټ راینر جونیر له خوا ونیول شو – او پولیسو ته وسپارل شو. د ګاندي د وژونکي محاکمه د ۱۹۴۸ زکال په مۍ میاشت کې د ډهلي په تاریخي سره کلا کې پیل شوه. په دغه وژنه کې ګوډسي اصلي تورن و چې نارایان اپته او شپږ نور کسان په جرم کې د شراکت په تور ورسره تورن وو. محکمه په چټکۍ سره پای ته ورسېده، هغه چټکتیا چې د کورنیو چارو د وزیر والابهای پاټېل غوښتنې ته اړونده بلل کېږي څو «د نوموړي له ترور څخه د مخنیوي په برخه کې د نه بریا له امله له کره ارزونې څخه مخه ونیول شي». ګوډسي او آپته د ۱۹۴۹ زکال د نومبر په ۸مه نېټه په اعدام محکوم شول. په داسې حال کې چې د ګاندي دوه زامنو مانیلال ګاندی او رامداس ګاندي هغوی ته د جزا د کمولو غوښتنه وکړه، خو دغه غوښتنه د لومړي وزیر جواهر لعل نهرو، د کورنیو چارو د وزیر والابای پاټېل او د ګورنر جنرال چکرورتي راجګوپال اچاریه له خوا رد شوه. ګوډسي او آپته د ۱۹۴۹ زکال د نومبر په ۱۵مه نېټه په امبالا بند کې په دار وځړول شول. [۸][۹][۱۰]

چمتووالي

[سمول]

د ۱۹۴۴ زکال په مۍ میاشت کې نتهورام ویناواک ګوډسي هڅه وکړه ګاندي د چاقو په ګذار ترور کړي. هغه د یوې ۱۵ تر ۲۰ کسیزې ډلې مشري کوله چې په پانچګاني کې یې د عبادت پر مهال په ګاندي برید وکړ. ګوډسي او ډلې یې ونشو کولای د خلکو د ممانعت له امله ځان تر ګاندي ورسوي. نوموړی د جنایي تورونو څخه د مخنیوي اړوند د ګاندي د خپل سیاست له امله آزاد شو. [۱۱]

ګاندي د ۱۹۴۷ زکال د سپټمبر په لومړیو کې ډهلي ته ولاړ څو په دغه ښار او ګاونډي پنجاب کې له تاوتریخوالي څخه د ډکو پاڅونونو څخه په مخنیوي کې مرسته وکړي. دغه پاڅونونه د بریتانوي هند د سترواکۍ د وېشل کېدو په لومړیو کې د هند او پاکستان د خپلواکو واکمنیو له جوړېدو سره مل وو چې په دغو کې په لویه کچه د وګړو بې نظمه او له ستونزو ډک تګ راتګ هم شاملېده. [۱۲]

ګوډسي او د هغه ملګري په دکن سیمه کې استوګن وو. ګوډسي وړاندې هم د بریتانوي هند په حیدراباد ایالت کې د دکن سیمې د مسلمان واکمن عثمان علي خان پر وړاندې د مدني سرغړونو د یو خوځښت مشري کړې وه. ګوډسي د ۱۹۳۸ زکال پر مهال په حیدراباد کې له یو اعتراضي لاریون سره مل شو، هغه د سیاسي جرایمو له امله ونیول شو او د خپل بند موده یې بشپړه کړه. له بند څخه له خوشي کېدو وروسته نوموړي بیا مدني سرغړونو ته مخه کړه او د داسې یو خبریال په توګه یې کار ته مخه کړه چې د ۱۹۴۰مې لسیزې پر مهال یې د مذهبي شخړو له امله له پاکستان څخه د تښتېدونکو هندو کډوالو ستونزې په خپلو راپورونو کې تر پوښښ لاندې راوړلې. [۱۳][۱۴]

د ګوډسي او د هغه د ملګرو له خوا د ګاندي د وژنې پلان د ۱۹۴۸ زکال په جنوري میاشت کې د کشمیر پر سر د هند او پاکستان ترمنځ له جګړې وروسته له دې امله ونیول شو چې ګوډسي د مسلمانانو پر وړاندې د ګاندي د عدم تشدد له فلسفې سره مخالفت وکړ. ګاندي د مسلمانانو سره د هند د دولت د ناوړه چلند له پرېکړې سره مخالفت وکړ او د ۱۹۴۸ زکال د جنوري په ۱۳مه نېټه یې د نه خوړو اعتصاب وکړ څو د هند په دولت فشار راوړي چې پاکستان ته د هغو کنګل شوې پیسې ورکړي. د هند دولت ګاندي ته په تسلیم کېدو په خپله پرېکړه کې بدلون راووړ. ګوډسي او همکارانو یې د پېښو دغه لړۍ د مهاتما ګاندي له خوا د واک د کنټرول او هند ته د زیان رسولو په توګه تفسیر کړه. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

هغه مهال چې ګاندي د نه خوړو اعتصاب وکړ، ګوډسي او همکارانو یې د ګاندي د ترور په موخه په پلان جوړولو پیل وکړ. نتهورام ویناواک ګوډسي او ناریان آپته د ۱۹۳۴ زکال ماډل برېتا تفنګچه وپېرله. دوی د تفنګچې له پېرلو سربېره د ګاندي حرکات او چارې هم تر څار لاندې ونیولې. [۲۲][۲۳]

انګیزې

[سمول]

د ګوډسي د محاکمې پر مهال او له هغه مهال راوروسته د شاهدانو روایات او بېلابېل لیکل شوي کتابونه د ګوډسي انګېزې په لنډو کې بیان او د هغو اړوند یې پخلي او بحثونه کړي دي. ګوډسي د محاکمې پر مهال د ګاندي له وژلو انکار ونکړ او د هغه د ترور اړوند یې اوږده توضېح وړاندې کړه. یو شمېر دغه انګېزې په لاندې کې راوړل شوې دي: [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

  • ګوډسي احساس کاوه چې که چېرې ګاندي او د هند دولت په لویدیځ او ختیځ پاکستان کې د اقلیت وګړو (هندوانو او سېکانو) د وژنې د درولو په برخه کې اقدام کړی وای، د وېش له امله د رامنځته شوو جنجالونو او وژنو مخه نیول کېدلی شوه. هغه څرګنده کړه چې ګاندي په ټولو هغو جنایاتو باندې اعتراض ونکړ چې هندوانو په پاکستان کې وزغمل او پر ځای یې ده روژو (د نه خوړو اعتصاب) ته مخه کړه. ګوډسي په محکمه کې د خپلو څرګندونو پر مهال وویل، «ما له ځان سره فکر کاوه او وړاندوینه مې کوله چې که چېرې زه ګاندي جي ووژنم زه به په بشپړه توګه له منځه ولاړ شم او یوازې هغه څه چې له خلکو څخه یې تمه لرلی شم له کرکې پرته به بل څه نه وي .... خو ورته مهال ما فکر وکړ چې د ګاندي جي د نشتون په حالت کې به د هند سیاستونه عملي بڼه ومومي، د ورته مقابلې وړتیا به ولري او د خپل پوځ پر مټ به پیاوړی وي. له شک پرته زما راتلونکې په بشپړه توګه له منځه ځي، خو خپل وګړي به د پاکستان له بریدونو وژغورم». [۲۸][۲۹]
  • ګوډسي څرګنده کړه چې پاکستان ته د هغو کنګل شوو پیسو د ورکړې په موخه د ګاندي روژه چې د کشمیر د جګړې له امله کنګل شوې وې او همدارنګه د هند د دولت په راتلونکو سیاستونو کې بدلون د دې ثبوت و چې د هند دولت د ګاندي له احساساتو سره مطابق د پاکستان د خوښې په موخه خپله پرېکړه بدلوي. د ګوډسي پر باور هند د عامه افکارو د قوې پر ځای د ګاندي د هوس پر مټ اداره کېده. ګوډسي زیاته کړه چې دی ګاندي د خپل عالي شخصیت، بې دریغه هڅو او تقوی له امله ستایي او د هغه پام وړ شخصیت هم په دې معنی و چې تر هغه مهاله چې دی ژوندی وي نفوذ به یې له قانوني اډانې بهر هم شتون ولري. د ګوډسي په خبره ګاندی باید د سیاسي صحنې څخه ویستل شوی وای او په دې سره بیا هند د یو ملت په توګه د خپلو ګټو لټون ته مخه کولای شوه. [۲۷][۳۰][۳۱]
  • ګوډسي څرګنده کړې چې ده د ګاندي د عدم تشدد له لارښوونو سره هېڅ مخالفت نه درلود، خو د مذهبي زغم او عدم تشدد اړوند د ګاندي خبرې له وړاندې څخه د دې لامل وګرځېدې څو هند مسلمانانو ته پاکستان ورکړي، میلیونونه وګړي بې کوره کړي او له تاوتریخوالي څخه ډکو شخړو او تلفاتو ته لار برابره کړي. هغه باوري و چې که چېرې ګاندي کنټرول نه شي، هندوان به له پرېمانه نورو ستونزو او مرګونو سره مخ شي. د ګوډسي پر باور ګاندي د هندوانو د ژوندانه په بیه له مسلمانانو څخه په ملاتړ له خپل هندو دین او کلتور سره خیانت کړی دی، ځکه چې د هغه ویناوې یوازې په هندي ټولنو کې د تشدد د نشتوالي اړوند وې او هلته منل شوې هم وې. ګوډسي ویلي: «زه د هندوئېزم پر وړاندې جنایاتو او له وژنو څخه د ډکې تیارې راتلونکې اړوند فکر وړی وم، که چېرې دا په بهر کې اسلام (پاکستان) او په کور دننه ګاندي ته پاتې شي، او... یوځل مې پرېکړه وکړه د ګاندي پر وړاندې یو افراطي اقدام ترسره کړم. ما له ګاندي کرکه نه لرله، هغه ته مې درناوی درلود ځکه چې دواړو هندوئېزم، هندي تاریخ او هندي کلتور ته پریمانه درناوی درلود؛ موږ داوړه د هندوئېزم له خرافاتي او غلطو کړنلارو سره مخالف و. همدا و چې ما خپله اخلاقي دنده ترسره کړه او ګاندي مې وواژه».[۲۷][۳۲]

سرچينې

[سمول]
  1. Hansen 1999، م. 249.
  2. Cush, Denise; Robinson, Catherine; York, Michael (2008). Encyclopedia of Hinduism. Taylor & Francis. p. 544. ISBN 978-0-7007-1267-0. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 October 2013. بياځلي په 31 August 2013. The apotheosis of this contrast is the assassination of Gandhi in 1948 by a militant Nathuram Godse, on the basis of his 'weak' accommodationist approach towards the new state of Pakistan.
  3. Markovits 2004، م. 57.
  4. Mallot 2012، مم. 75–76.
  5. Hardiman 2003، مم. 174–176.
  6. "Assassination of Mr Gandhi". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). 1948-01-31. ISSN 0261-3077. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 November 2017.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Stratton 1950، مم. 40–42.
  8. Markovits 2004، مم. 57-58.
  9. Bandyopadhyay 2009، م. 146.
  10. Gandhi 2006، م. 660.
  11. Newton, M. (2014). Famous Assassinations in World History: An Encyclopedia [2 volumes]. ABC-CLIO. p. 167. ISBN 978-1-61069-286-1. بياځلي په 2023-01-30.
  12. Newton, M. (2014). Famous Assassinations in World History: An Encyclopedia [2 volumes]. ABC-CLIO. p. 167. ISBN 978-1-61069-286-1. بياځلي په 2023-01-30.
  13. Talbot او Singh 2009، م. 2.
  14. Lelyveld 2012، م. 332.
  15. Fernhout, Rein (1995). ʻAbd Allāh Aḥmad Naʻim; et al. (eds.). Human Rights and Religious Values: An Uneasy Relationship?. Rodopi. pp. 124–126. ISBN 90-5183-777-1.
  16. Roosa, John (1998). The Quandary of the Qaum: Indian Nationalism in a Muslim State, Hyderabad 1850-1948. University of Wisconsin-Madison Press. pp. 489–494. OCLC 56613452.
  17. Kr̥ṣṇamūrti, Nāḍiga (1966). Indian journalism: origin, growth and development of Indian journalism from Asoka to Nehru. University of Mysore. pp. 248–249.
  18. Fetherling, George (2011). The Book of Assassins. Random House. pp. 164–165. ISBN 978-0-307-36909-3.
  19. Sharma, Arvind (2013). Gandhi: A Spiritual Biography. Yale University Press. pp. 27–28, 97, 150–152. ISBN 978-0-300-18596-6.
  20. Fernhout, Rein (1995). ʻAbd Allāh Aḥmad Naʻim; et al. (eds.). Human Rights and Religious Values: An Uneasy Relationship?. Rodopi. pp. 124–126. ISBN 90-5183-777-1.
  21. Guha, Ramachandra (2018), Gandhi: The Years That Changed the World, 1914-1948, Knopf Doubleday Publishing Group, pp. 550–, ISBN 978-0-385-53232-7
  22. Sharma, Arvind (2013). Gandhi: A Spiritual Biography. Yale University Press. pp. 27–28, 97, 150–152. ISBN 978-0-300-18596-6.
  23. Jain, Jagdish Chandra (1987). Gandhi, the Forgotten Mahatma. Mittal Publications. pp. 76–77. ISBN 978-81-7099-037-6.
  24. Markovits 2004، مم. 57-59.
  25. Gandhi, Tushar (2012). Lets Kill Gandhi. Mumbai: Rupa Publications. ISBN 978-8129128942.
  26. Rein Fernhout (1995). ʻAbd Allāh Aḥmad Naʻim, Jerald Gort and Henry Jansen (ed.). Human Rights and Religious Values: An Uneasy Relationship?. Rodopi. pp. 126–131. ISBN 978-9051837773.
  27. ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ ۲۷٫۲ Godse 1948.
  28. "Excerpts From Nathuram Godse's Deposition Before Justice Atma Charan of the Special Court". No. January 2006. Janasangh Today. January 2006. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 February 2015. بياځلي په 18 June 2014.
  29. Overdof, Jason (5 February 2009). "Analysis: The man who killed Gandhi". Global Post. خوندي شوی له اصلي څخه په 30 July 2014. بياځلي په 18 June 2014.
  30. Lelyveld 2012، م. 339.
  31. Jagdish Chandra Jain (1987). Gandhi, the Forgotten Mahatma. Mittal. pp. 76–92. ISBN 978-81-7099-037-6.
  32. Mehta, Ved (1993). Mahatma Gandhi and His Apostles. Yale University Press. pp. 174–176. ISBN 0-300-05539-0.