د منځنیو پېړیو فلسفه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د منځنیو پېړیو فلسفه(Medieval philosophy)، د منځنیو پېړیو د مهال فلسفې ته وایي. دا دوره نژدې په ۵مه پېړۍ کې د لویدیځ روم د سترواکۍ له سقوط نه پیل او په ۱۵مه پېړۍ کې د رنسانس تر وخته دوام کوي. د منځنیو پېړیو فلسفه، چې د خپلواکو فلسفي څېړنو د یوې پروژې په توګه پېژندل کېږي، په بغداد کې د ۸مې پېړۍ په منځنیو کلونو کې او په فرانسه کې د ۸مې پېړۍ په وروستۍ ربع کې د شارلمان د واکمنۍ پر مهال پیل شوه. دا فلسفه تر یوې کچې د کلاسیکې دورې پر مهال په یونان او روم کې رامنځته شوي لرغوني کلتورد بیا موندلو د پروسې په توګه او تر یوې کچې د الهیاتو یا دینپوهنې د ستونزو د حل کولو او له سیکولري زده کړو سره د مقدسې عقیدې د یو ځای کولو د اړتیا په توګه پېژندل کېږي.[۱][۲]

د منځنیو پېړیو د فلسفې تاریخ، په دودیز ډول په دوو مهمو دورو وېشل شوی دی: لومړۍ هغه یې په لاتیني لوېدیځ کې له لومړنیو منځنیو پېړیو وروسته تر ۱۲مې پېړۍ پورې دوره ده، چې د ارستو او اپلاتونه آثار په کې بیا کشف شوي، ژباړل شوي، مطالعه شوي او دویمه هغه یې هم په لاتیني لوېدیځ کې د ۱۲مې، ۱۳مې او ۱۴مې پېړۍ "زرینه دوره" ده، چې د لرغونې فلسفې بیا ترلاسه کول په کې خپل اوج ته ورسېدل او د دیني فلسفې، منطق او مېتا فزیک په برخو کې هم د پام‌وړ پرمختګونه په کې ولیدل شول.

د منځنیو پېړیو دورې ته د رنسانس بشرپالانو په سپکه سترګه کتل او دا یې د یوناني او رومي کلتورد کلاسیکې دورې ترمنځ یوه بربري یا وحشي "منځنۍ دوره" او د کلاسیک کلتور د بیا راژوندي کېدو دوره ګڼله. عصري تاریخپوهان بیا د منځنیو پېړیو دوره د فلسفې د پراختیا یوه مهمه دوره ګڼي، چې د عیسوي الهیاتو تر پراخ اغېز لاندې وه. د دغې دورې د مشهورو مفکرینو له ډلې توماس اکویناس، هېڅکله ځان یو فیلسوف نه ګاڼه او تل یې پر فیلسوفانو نیوکه کوله، چې ځانونه "د ریښتیني او سم عقل او حکمت له لرلو پرته" فیلسوفان بولي.[۳]

هغه مسایل چې په دې دوره کې بحث شوې دي، له عقل سره د ایمان اړیکه، د خدای (ج) شتون، د الهیاتو او مېتا فزیک موخه او د پوهې، کلیاتو او تفرد مسایل دي.[۴]

ځانګړنې[سمول]

د منځنیو پېړیو فلسفه پر الهیاتو او اعتقادي اړخ زیات ټینګار لري. د ابن سینا او ابن رشد په څېر فیلسوفانو نه په استثنا، د منځنیو پېړیو مفکرینو ځانونه هېڅکله فیلسوفان نه ګڼل. دوی د اپلاتون اوارستو په څېر پخواني مشرک یا بت پرست (pagan) لیکوالان فیلسوفان ګڼل. له دې سره سره، دوی د الهیاتو اړوند سختو او پېچلو پوښتنو او اعتقادي مسایلو د ځوابولو لپاره د پخوانیو فیلسوفانو مېتودونه او منطقي تخنیکونه کارولي دي. توماس اکویناس د پیټر دامیان په تعقیب استدلال وکړ چې، فلسفه د الهیاتو چوپړکښه (ancilla theologiae) ده. له دغه نظر سره سره چې فلسفه د الهیاتو په چوپړ کې ده، بیا یې هم د منځنیو پېړیو د فیلسوفانو له خوا د دوی د الهیاتي یا دیني پروژو تر شا د اصلي او نوښتي فلسفو د پراختیا مخنیوی ونه کړ. د بېلګې په توګه: د اګوسټین او توماس اکویناس په څېر مفکرینو په ترتیب سره د زمانبندۍ (temporality) او مېتا فزیک د فلسفې په برخه کې د پام‌وړ پرمختګونه وکړل.[۴]

هغه اصول چې د منځنیو پېړیو د فیلسوفانو د ټولو آثارو بنسټ جوړوي، په لاندې ډول دي:

  • د حقیقت د موندلو لپاره د منطق، ډیالېکټیک یا مناظرې او د تحلیل کارول چې د تناسب یا دلیل (ratio) په نوم پېژندل کېږي.
  • د پخوانیو فیلسوفانو، په ځانګړې توګه ارستو، بصیرت او فهم ته درناوی او د دوی فکري صلاحیت او واکمنۍ ته سر ټیټول (auctoritas).
  • له دیني لارښوونو او وحیې سره د فلسفي پوهې او نظریاتو د همغږي کولو التزام (concordia).

د دې دورې یو له خورا سختو بحثونو نه د ایمان او عقیدې په مقابل کې د عقل یا دلیل بحث و. ابن سینا او ابن رشد دواړه د عقل اړخ ته ډېر مایل وو،خو اګوسټین بیا ویل چې، هغه به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د هغه فلسفي څېړنې د خدای پاک له واک او اختیاراتو (authority) نه تېری وکړي. انسلم بیا هڅه وکړه چې، د هغه څه پرضد دفاع وکړي چې تر یوه بریده پر ایمان او عقیده برید ګڼل کېده، په داسې طریقه چې ایمان او عقل دواړو ته اجازه ورکوي. د عقیدې او عقل د ستونزې لپاره د اګوسټین حل دا دی چې (۱) باورمند اوسئ، او بیا (۲) د پوهېدو هڅه وکړئ (fides quaerens intellectum).[۵]

تاریخچه[سمول]

په لومړیو منځنیو پېړیو کې عیسوي فلسفه[سمول]

د لومړنیو منځنیو پېړیو د دورې حدود او سرحدونه یوه اختلافي موضوع ده. په ټولیز ډول دا توافق شته دی چې دا دوره د فیلسوف اګوسټین (۳۵۴-۴۳۰) له پېرسره، چې په کلکه له کلاسیکې دورې سره تړاو لري، پیلېږي او د زده کړو له تلپاتې بیارغونې سره د یوولسمې پېړۍ په وروستیو یعني د لوړو منځنیو پېړیو (high medieval) د دورې له پیل سره پای ته رسېږي.

د روم سترواکي له ړنګېدو وروسته، لوېدیځه اروپا د تورو دورو په نوم یادېدونکي پېر ته داخله شوه. صومعې یا خانقاوې د رسمي اکاډمیکو زده‌کړو له محدود شمېر مرکزي نقطو نه وې، ځکه په ۵۲۵ز کال کې بېنېډیکټ نورسیا د ټولو راهبانو لپاره یوه داسې قاعده یا اصل صادر کړ، چې له مخې یې راهبان اړ وو چې هره ورځ انجیل (Bible) ولولي او دغه راز یې وړاندیز وکړ چې د ۴۰ ورځنۍ روژې (Lent) په پیل کې هر راهب ته یو کتاب ورکړل شي. په وروسته دورو کې بیا راهبان د مدیرانو او کلیسايي افرادو د روزنې لپاره کارېدل.

لومړنی عیسوي تفکر، په ځانګړې توګه د کلیسا د پلرونو (patristic) دورې په جریان کې، شهودي او صوفیانه و او پر عقل او منطقي استدلال یې لږ تکیه لرله. دغه راز د اپلاتونه پر صوفیانه نظریاتو یې ډېر ټینګار او تمرکز درلود، خو د ارستو پر سیستماتیک تفکر یې هومره ټینګار نه کاوه. په دې دوره کې د ارستو ډېری آثار په لویدیځ کې مشهور نه وو. پوهانو او څېړونکو د بویټیوس له خوا لاتیني ژبې ته د ارستو د مقولاتو پر ژباړو، یعني تعبیرات (On Interpretation) نومي منطقي اثر او د هغه لاتیني ژباړې پورفیري اساګوج (Porphyry's Isagoge) چې د ارستو د مقولاتو یو تفسیر یا تبصره ده، تکیه کوله.[۶][۷]

لوړې منځنۍ پېړۍ[سمول]

د يوولسمې پېړۍ له نيمايي نه د څوارلسمې پېړۍ تر نیمایي پورې د "لوړو منځنیو پېړیو" يا "مکتبي" دورې په نوم يادېږي. په ټوله کې توافق دا دی، چې دا دوره د انسلم کانټربري (۱۰۳۳-۱۱۰۹ز) له پېر سره پیل شوې، چې یو ایټالوی فیلسوف، الهیات پوه او کلیسایي چارواکي و او د خدای (ج) د وجود په اړه د انټولوژیکي (ontological) استدلال د بنسټګر په توګه مشهور دی.

دیارلسمه پېړۍ او د څوارلسمې پېړۍ لومړي وختونه په ټولیزه توګه د مکتب‌پالنې (scholasticism) د عالي دورې په توګه یادېږي. د دیارلسمې پېړۍ په پیل کې د یوناني فلسفې بیا ترلاسه کولو (recovery) اوج ولیدل شو. د ژباړې مکتبونو په ایټالیا او سیسیل ټاپو کې او وروسته بیا په نوره اروپا کې وده وکړه. د اډیلارډ بات په څېر پوهانو سیسیل ټاپو او عربي نړۍ ته سفرونه وکړل او د ستورپوهنې او ریاضیاتو په برخه کې یې آثار وژباړل، چې د اقلیدس د عناصرو لومړنۍ بشپړه ژباړه هم په کې شاملېږي. ځواکمنو نورمن پاچایانو د خپل حیثیت او شهرت یا پرسټیژ لپاره د ایټالیا او نورو سیمو پوهان خپلو دربارونو ته ورټول کړل. د ديارلسمې پېړۍ په نيمايي کې د ویلیم موربيک له خوا د يوناني فلسفي متنونو ژباړو او نسخو د يوناني فلسفې او په ځانګړې توګه د ارستو د فلسفې د روښانه انځور په جوړولو کې مرسته وکړه او د هغو عربي نسخو په پرتله یې روښانه انځور وړاندې کړ، چې پخوا پرې تکيه کېده او د اپلاتوني او ارستویي فلسفي سیستمونو ترمنځ یې اړیکه تحریف کړې وه. د نوموړي اثارو بیا وروسته د مهمو تفسیرونو او تبصرو بنسټ جوړاوه.[۸][۹][۱۰]

سرچینې[سمول]

  1. Spade, Paul Vincent (2018). Edward N. Zalta (المحرر). "Medieval Philosophy". Stanford Encyclopedia of Philosophy. Center for the Study of Language and Information. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Pasnau, Robert (2010). "Introduction". The Cambridge History of Medieval Philosophy. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-76216-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Davies, Brian (2004). Aquinas. Continuum International Publishing Group. د کتاب پاڼې 14. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Davies, Brian (2004). Aquinas. Continuum International Publishing Group. د کتاب پاڼې 14. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Kretzmann, Norman (2002). Stump, Eleonore (المحرر). The Cambridge Companion to Augustine. Cambridge, UK: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521650182. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Hyman, J.; Walsh, J.J. (1967). Philosophy in the Middle Ages: The Christian, Islamic, and Jewish Traditions. New York: Harper & Row. OCLC 370638. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Catarina Dutilh Novaes & Stephen Read, The Cambridge Companion to Medieval Logic, Cambridge: Cambridge University Press, 2016, Introduction
  8. Marshall Clagett, "Medieval Latin Translations from the Arabic of the Elements of Euclid, with Special Emphasis on the Versions of Adelard of Bath," Isis 44: 16–42 (1982).
  9. David C. Lindberg (ed.), Science in the Middle Ages, Chicago: University of Chicago Press, 1978, p. 70-72.
  10. Fryde, Edmund (2000). The Early Palaeologan Renaissance (1261-c.1360). Leiden: Brill. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789004117143. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)