د منځنيو پېړيو لومړي پړاوونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د منځنيو پېړيو لومړي پړاوونه يا لومړی منځنی پړاو چې کله ناکله ورته د تياره عصر نوم هم کارول کېږي، د تاريخ پوهانو له نظره په عمومي توګه د پنځمې پېړۍ له وروستيو يا د شپږمې پېړۍ له لومړيو څخه تر لسمې پېړۍ پورې موده ده. په دې سره د اروپايي تاريخ منځنۍ پېړۍ پيليږي. بديله اصطلاح يې د لرغوني پړاو وروستي وختونه دي چې د دې پړاو د لومړيو لپاره کارول کېږی، چې د رومي سترواکۍ تر څنګ د پرله پسې والي پر اصولو ټينګار کوي، په داسې حال کې چې د منځنيو پېړيو لومړي پړاوونه، د لومړيو پېړيو د لومړي پړاو په پرمختګيزو ځانګړتياوو د ټينګار کولو لپاره کارول کېږي. دا تصور د وروستيو لرغونو پړاوونو تر څنګ، د لوېديځې رومي سترواکۍ له ړنګېدو وروسته او د لوړو منځنیو پېړيو (له يوولسمې څخه تر ديارلسمې پېړۍ پورې) نه مخکې دی.

دا پړاو د هغو حالاتو د دوام شاهد و چې په لرغوني او کلاسيکي پړاو کې لیدل شوي وو، لکه د وګړو د شمېر کمښت، په ځانګړي ډول د ښاري سيمو په مرکزونو کې، د سوداګرۍ کمښت، په شمالي اتلانتيکه سيمه کې د تودوخې درجې يو څه زياتېدل او په کډوالۍ کې زياتوالی. په نولسمه پېړۍ کې د منځنيو پېړيو لومړي پړاوونه په عمومي توګه د تورو پېړيو په نوم ېادېږي او دا ځانګړتيا ځکه ورکول کېږي، چې د هغه د مهال په ادبي او کلتوري توليداتو کې نسبي کمښت ليدل شوی، خو سره له دې چې په اوومه پېړۍ کې راشده خلافت او اموي خلافت د پخواني رومي قلمرو ځينې برخې ونيولې، بيا هم ختيځه رومي سترواکي يا بيزانس سترواکي وپایېده.[۱]

ډېری يادې شوې تګلارې، د همدې پړاو په وروستیو کې پر شا ولاړې. په ۸۰۰ کې د سترواک لقب په لوېديځه اروپا کې په «شارلمان» سره بيا راژوندی شو، د چا «کارولينجين» سترواکۍ، چې په وروسته وختونو کې تر ډېره بريده په اروپايي ټولنيز جوړښت او تاريخ اغېز پرېښود. اروپا د ملوک الطوايفي نظام په بڼه منظمې کرنې ته د ستنېدو تجربه وکړه، چا چې د درې ډګريزې کرنې (دا د کرنې يوه طريقه ده چې ځمکه په درې برخو وېشي او بيا له کرنې سره سم فصل لاس ته راوړي) او درندو قلبو په څېر اختراعاتو باندې تکيه کوله. که څه هم د «ويکينګ» پراختيا تر ډېره بريده شمالي اروپا اغېزمنه کړه، بيا هم د اروپا په ډېرو برخو کې پردي کډوال ځای پر ځای شول (ويکينګ پراختيا په اروپا کې د ځينو نارويژنيانو فعاليتونو ته اشاره کوي).

تاريخچه[سمول]

د روم سقوط[سمول]

په دويمه پېړۍ کې د ښاري کېدلو، سمندري سوداګرۍ او وګړو په ګډون د رومي مدنيت ښودونکې نښې په ړنګېدو شوې. لرغون پېژندونکو د مديترانې په سمندر کې د درېيمې پېړۍ موندل شويو ډوبو شويو بېړيو يواځې څلوېښت سلنه یې د لومړۍ پېړۍ اړوند پېژندلي دي. له ۱۵۰ څخه تر ۴۰۰ پورې د رومي سترواکۍ د وګړو شمېر، د دې ښودنه کوي چې: له پنځه شپېته ميلیونه څخه پنځوس ميليونو ته راټيټ شوی دی، چې دا شل سلنه کمښت دی. ځينې پوهان د وګړو د شمېر لامل د تياره پېړيو سوړ پړاو (۳۰۰-۷۰۰) ښيي، دا هغه مهال و چې نړيوالې تودوخې کرنيز محصولات کم کړل.[۲][۳][۴]

د درېيمې پېړۍ په لومړيو کې جرماني خلکو، له «سکينډينيويا» څخه سويل ته کوچ وکړ او تور سمندر ته ورسېدل، هلته يې وېروونکې اتحاديې جوړې کړې چې د سيمه ييزو «سمارټيانو» سره يې په مخالفت لاس پورې کړ. په «ډاچيا» (اوسنۍ رومانيا) او د تور سمندر په شمالي سيمو کې «ګوتيانو» چې جرماني خلک وو، لږ تر لږه دوه سلطنتونه جوړ کړل چې نومونه يې دا دي: تروينګ او ګروتنګ.[۵]

په ۳۷۲-۳۷۵ کې د «هنس» په رسېدو سره د دې پاچايانو تاريخ پای ته ورسېد. «هنس» چې د مرکزي اسيا د قبايلو يوه اتحاديه وه، يوه سترواکي جوړه کړه. دوی د آس له شا څخه د غشي ويشتلو د سخت هنر ماهران وو. ګوتیانو په رومي ځمکو کې د پناه غوښتنه وکړه او موافقه يې وکړه چې دې سترواکۍ ته به د نا وسله والو وسله والو استوګنو په توګه داخليږي، خو ډېرو د «دانوب» پوله ساتو ته په رشوت ورکولو سره اجازه تر لاسه کړه، چې وسلې له ځانه سره ولېږدوي.

د رومي عسکري غونډونو اصولو او تنظیم له دوی څخه يو غوره جنګي واحد جوړ کړ. روميانو به پلي عسکر په سپرو غوره ګڼل، ځکه پلي سرتيري داسې روزل کېدای شول، چې د جګړې پر مهال بیا سره يو ځای او منظم شي، خو سپاره عسکر به له مخالفينو سره د مخ کېدو پر مهال شیندل کېدل. په داسې حال کې چې یو نارومي پوځ د جوړېدو په حال کې او د لوټ له ژمنو څخه اغېزمن شوی و، رومي پوځي کنډکونو له يو مرکزي حکومت او مالياتو ورکونکو څخه د دوی لپاره د معاشاتو، پرله پسې روزنې، وسايلو او خوراکونو غوښتنه وکړه. د کرنې او اقتصادي فعاليتونو د کمېدو له امله، د مالياتو له لارې د سترواکۍ عايدات کم شول او په همدې بنسټ د سترواکۍ دا وړتيا هم کمه شوه، چې يو مسلکي پوځ وپالي، تر څو د بهرني ګواښ په وړاندې له ځانه دفاع وکړي.

په ګوتي جګړه کې (۳۷۶-۳۸۲)، ګوتيانو بغاوت وکړ او د «اډريناپول» (۳۷۸) په جګړه کې د مرکزي رومي پوځ په مخالفت کې ودرېدل. تر دې وخته په رومي پوځ کې د اصلي روميانو او غير رومي مرستندويانو تر منځ توپير څرګند شوی و او رومي پوځ تر ډېره بريده له غیر رومي سرتېرو څخه جوړ شوی و، چې د يوې جګړې لپاره استخدام شوي وو. په روزنه کې عمومي کمښت هم د دې لامل وګرځېد، چې سرتيري کوچني سپرونه او سپکې وسلې وکاروي. په داسې حال چې نه يې غوښتل په برم کې ورسره بل څوک شريک شي، ختيځ سترواک «والينز» د «فريټيګرن» تر قوماندې لاندې په «تروينګ» پليو سرتېرو د بريد امر وکړ، بې له دې چې د لوېديځ سترواک «ګراټين» ته انتظار وکړي، څوک چې د ملاتړ او مرستندوی په توګه پر لاره و. هغه مهال چې روميان په بشپړ ډول مشغول وو، د «ګريتونګ» سپاره راورسېدل. د رومي پوځ يواځې يو په درېيمه برخه وژغورل شوه. د رومي پوځي ليکوال «امينيوس مارسيلينيو» په وينا: دا تر ټولو ستره غاښ ماتونکې ماتې وه ،چې د «کانای جګړې» (۲۱۶مخزېږديز) راهيسې روميانو زغمله. د ختيځ رومي سترواکۍ مرکزي پوځ له منځه يوړول شو، والينس ووژل شو او ګوتيان ته آزادي ورکړل شوه چې د دانوب په څنډو کې د وسلتونونو په ګډون بالکان ويجاړ کړي. د «ايډوارډ ګيبنز» د تبصرې له مخې: «روميان، څوک چې په ډېرې چوپتيا او لنډ ډول دعسکري کنډکونو د باانصافه کارونو يادونه کوي، دوی خپل زړه سوی او ويناوالي د خپلو ستونزو لپاره ساتلي دي، هغه مهال، کله چې برياليو ناروميانو پر ايالتونو بريدونه وکړل او ويجاړ يې کړل.[۶][۷][۸]

د سترواکۍ سرچينې کمې وې او شونې ده چې په دې کې يې لېوالتيا هم نه درلوده، چې په «ادريانوپل» کې له منځه تللو څخه وروسته يو بل ګرځنده مسلکي پوځ جوړ کړي، په همدې بنسټ دوی بايد په نارومي پوځيانو باور کړی وای، چې د دوی لپاره وجنګېږی. ختيځه رومي سترواکي وتوانېده چې د باج ورکولو په مقابل کې ګوتيان وپيري. لوېديځې رومي سترواکۍ بيا هومره بخت نه درلود. د لوېديځې سترواکۍ نیمه-وينډال پوځي قوماندان «سټيليچو» «ريني» سنګر له سرتېرو  خالي کړ، څو په ۴۰۲-۰۳ کې د «ويسيګوتيانو» او د نورو ګوتيانو ۴۰۶-۰۷ له خوا پر ايټاليا د بريد مخه ونيسي.

د هنس له وړاندې تګ څخه مخکې د تېښتې پر مهال، وینډاليانو، سيوبي او الانسيانو د کنګل شوي رين څخه ورهاخوا، د ماينز په څنډو کې بريد وکړ، د ۴۰۶ د ديسمبر په يو دېرشمه نېټه په سرحد کې لاره ورکړل شوه او دا قبايل رومي ګاول ته داخل شول. له دوی ډېر ژر وروسته «برګونډيان» او د «الاماني» ځينې ډلې راغلې. له دې وروسته د ناروميانو پر ضد وحشيانه حمله کې، لوېدیځ رومي سترواک «هونوريس» په بېړه سره له «سټيليچو» سر پرې کړ (۴۰۸). ګيبن ليکلي چې: سټيليچو خپله غاړه کېښوده«له داسې استقامت سره چې د لرغوني روم د ارزښتونو لرونکي جنرال سره وړ نه وه». هونوريس له بې ګټې غوړه مالانو سره پاتې شوچې هغه ته  سلا او مشوره ورکړي. په ۴۱۰ کې، د لومړي «الارک» په مشرۍ ويستګوتيانو د روم ښار ونيو او د درې ورځو اور او ټولوژنې تر شا یې دومره جسدونه پرېښودل، چې کوڅې ځينې ډکې وې، هر ځای له ارزښتناکو شيانو خالي شو او يرغلګرو له ښاريانو پلټنې کولې او هغوی يې شکنجه کول، د چا په اړه چې فکر کېده، خپله شتمني يې پټه کړې ده. له دې امله چې ګوتيانو تازه په تازه مسيحيت منلی و، هغوی د کليسا د شتمنيو درناوی وکړ، خو هغوی چې په واتيکان او نورو کليساوو کې يې پناه موندلې وه، هغوی يواځې کم شمېر نېکمرغه وو.

سرچينې[سمول]

  1. Mommsen, Theodore E. (1942). "Petrarch's Conception of the 'Dark Ages'". Speculum. Cambridge MA: Medieval Academy of America. 17 (2): 226–227. doi:10.2307/2856364. JSTOR 2856364. S2CID 161360211. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hopkins, Keith Taxes and Trade in the Roman Empire (200 BC - AD 400)
  3. Berglund, B. E. (2003). "Human impact and climate changes—synchronous events and a causal link?" (PDF). Quaternary International. 105 (1): 7–12. Bibcode:2003QuInt.105....7B. doi:10.1016/S1040-6182(02)00144-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Curry, Andrew, "Fall of Rome Recorded in Trees", ScienceNOW, 13 January 2011.
  5. Heather, Peter, 1998, The Goths, pp. 51-93
  6. Eisenberg, Robert, "The Battle of Adrianople: A Reappraisal Archived 2015-11-12 at the Wayback Machine.", p. 112.
  7. Kerrigan, Michael (22 March 2017). "Battle of Adrianople". Encyclopedia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Gibbon, Edward, A History of the Decline and Fall of the Roman Empire, 1776.