د منځنيو پېړيو تود پړاو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د منځنيو پېړيو تود پړاو (MWP)، کوم چې د منځنیو پېړيو د غوره اقليم يا د منځنيو پېړيو د غېر منظم پړاو په نوم هم پېژندل کېږي، په شمالي اتلانتيکه سيمه کې د يو تود اقليم وخت و، کوم وخت چې د شا اوخوا ۹۵۰ څخه تر ۱۲۵۰ پورې موده په بر کې نيولې وه. اقليمي نيابتي اسناد ښيی چې د بېلا بېلو سیمو لپاره په بيلا بېلو وختونو کې د تودوخې لوړوالی منځ ته راغلی دی، کوم چې د دې ښودنه کوي چې MWP په نړیواله کچه یو ډول پېښه نه وه.[۱]

په شمالي اتلانتيک او نورو سيمو کې له تاوده پړاو وروسته سوړ پړاو منځ ته راغلی، کوم چې د کوچني يخي عصر (LIA) په نوم پېژندل شوی دی. ځينې دې پېښې ته د منځنيو پېړيو اقليمي بې نظمي وايي، څو په دې ټينګار وکړي چې له تودوخې پرته نورې اقليمې اغېزې هم مهمې وې.

د منځنیو پېړيو د تاوده پړاو په احتمالي لاملونو کې د لمريز فعاليت زياتوالی، د اورشېندي فعالیتونو کموالی او د سمندر په جريان کې بدلونونه هم شامل دي.[۲]

څېړنه[سمول]

عموماً باور دا دی چې د منځنيو پېړيو تود پړاو د ۹۵۰ څخه تر ۱۲۵۰ کلونو منځ کې پېښ شوی چې دا منځنۍ اروپايي پېړۍ وې. په ۱۹۶۵ز کال کې، «هيوبرټ ليمب»، څوک چې د پخوانيو ځمک پېژندنو عصرونو د اقليمي حالاتو له لومړيو پوهانو څخه يو و، د نباتاتو له معلوماتو، تاریخي اسنادو له څېړنو او موسم له پېژندلو، تر څنګ يې له هغو اسنادو څخه چې د ۱۲۰۰ او ۱۶۰۰ کلونو تر منځ په انګلستان کې د خپرې تودوخې او باران ورښت ښودنه کوي، پر بنسټ يوه څېړنه خپره کړې وه. هغه وړانديز کړی و چې «د څېړنو په ګڼو برخو کې داسې شواهد راټول شوي چې د نړۍ په ډېرو برخو کې په ځانګړي ډول د تود اقليم لور ته اشاره کوی، کومه تودوخه چې د ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ز کلونو په شا اوخوا کې تر څو پېړيو روانه وه، له دې وروسته د تودوخې په درجه کې کمښت راغی، تر دې چې د ۱۵۰۰ او ۱۷۰۰ تر منځ کلونه د وروستي یخي عصر څخه وروسته تر ټولو سوړ پړاو».[۳]

تود پړاو د MWP په نوم پېژندل کېږي او ساړه پړاو ته د کم يخي عصر (LIA) نوم ورکړل شوی و. په هر حال، دا اند چې تود پړاو يوه نړیواله پېښه وه، د نورو څېړونکو له خوا ننګول شوی دی. د ۱۹۹۹۰ز کال د IPCC په لومړي څېړنيز راپور کې «په منځنيو پېړيو کې تود پړاو د شا اوخوا ۱۰۰۰ز (چې احتمالاً نړيوال نه و) او کوچني يخي عصر په اړوند بحث شوی دی، کوم چې د نولسمې پېړۍ له منځ څخه تر پايه پورې پای ته رسېدلی و». په دې راپور کې راغلي چې «د لسمې پېړۍ له وروستيو څخه د ديارلسمې پېړۍ تر لومړيو پورې (شا او خوا ۹۵۰ څخه تر ۱۲۵۰ پورې) په لودېديځه اروپا، ايسلينډ او ګرين لينډ کې د تودوخې درجه په غېر معمولي ډول ډېره توده وه». له ۲۰۰۱ز کال راهيسې د IPCC درېيم ارزونکي راپور تر ټولو نوې څېړنه لنډيز کړې ده: «شواهد په دې ټاکلي وخت کې د هممهالې نړيوالې غېر معمولي يخنۍ يا ګرمۍ پړاونه نه تاييدوي، تر څنګ يې د «کوچنی يخي عصر» او «د منځنيو پېړيو تود پړاو» دوديز اصطلاحات په بنسټيز ډول د تېرو پېړيو په نيمه کره، يا نړيوالې منځنۍ کچې تودوخې درجې په بدلونونو کې د شمالي نيمې کرې د بهيرونو په روښانه کولو کې مستند شوي دي».[۴]

د يخ له ټوټو، د ونو له کړيو او د جهيلونو له زېرمو څخه تر لاسه شوي د نړيوالې تودخې درجې تاريخچې ښودلې چې د شلمې پېړۍ د لومړيو او منځنيو په پرتله، هغه مهال نړۍ په نړیواله کچه تر يو بريده سړه وه (تر ۰.۰۳ سانتيګراده).

په تېرو پېړيو کې د سيمې لپاره د ځانګړي اقليم بيا جوړولو د پخوانيو ځمک پېژندنو عصرونو د اقليمي حالاتو پوهان، په دوديز ډول خپلې سړې وقفې د «LIA» او خپلې تودې وقفې د «MWP» په توګه په نښه کوي. نور هم د همدې دود پيروي کوي او کله چې د LIA يا MWP په وختي چوکاټ کې کومه مهمه اقليمي پېښه موندل کېږي، نو دوی دا پېښې تر همدې پړاو پورې تړي. د MWP ځّينې پېښې بيا هم د ډېرو تودو پېښو پر ځای لمدې يا سړې پېښې وي، په ځانګړي ډول په منځنۍ انترکتيکا کې، چېرته چې د اقليم داسې بېلګې لېدل شوي، کومې چې د شمالي اتلانتيک سره مخالفې وې.

د منځنيو پېړيو د تود پړاو پر مهال نړيوال اقليم[سمول]

په ۲۰۱۹ز کال کې، د نيابتي معلوماتو د يوې ټولګې په کارولو سره، «Pages-2k» کنسورشيم تاييد کړه چې د منځنيو پېړيو د موسم بې نظمي په نړیواله کچه هممهاله پېښه نه وه. په MWP کې تر ټولو تود ۵۱ کال موده په بېلا بېلو سيمو کې په یو وخت کې پېښه نه شوه. له صنعتي کېدو مخکې شريکه زمانه کې د نړيوال چوکاټ پر ځای، دوی د يو سيمه ييز اقليمي  بدلون په اړوند بحث کوي، څو په پوهه کې مرسته تر لاسه کړي.[۵][۶]

شمالي اتلانتيک[سمول]

د « Lloyd D. Keigwin» د ۱۹۹۶ز کال په «سارګاسو سمندر» کې د سمندري رسوباتو څخه د راډيو کاربن له هستې بکس څخه تر لاسه شويو معلوماتو له مطالعې معلومه شوه چې شا اوخوا ۴۰۰ کاله مخکې، د LIA په پړاو کې او ۱۷۰۰ کاله مخکې د دې سمندر د سطحې د تودوخې درجه نږدې ۱ سانتيګراد (۱.۸ فارنهايت) يخه وه، او شا او خوا زر کاله مخکې د MWP پر مهال نږدې ۱ سانتيګراد ګرمه وه.

مان او نورو (۲۰۰۹) د پورټو ریکو، خليجي ساحل او اتلانتيک ساحل له فلوريډا څخه تر نیو اينګلينډ پورې د رسوبي نمونو په کارولو سره، د MWP پړاو شمالي اتلانتيک کې د استوايي توپان د فعاليتونو اوج موندلی، له کوم څخه وروسته فعاليتونو کې چې کمښت منځ ته راغلی دی.[۷]

ايسلينډ[سمول]

په ايسلينډ کې په لومړي ځل له ۸۶۵ څخه تر ۹۳۰ پورې استوګنه شوې ده، دا هغه موده وه چې خلک فکر کوي د بېړۍ چلولو او کروندګرۍ لپاره ډېره توده وه. د سمندري هستو د موندنو او ايزوتوب د تحليلونو او د ايسلينډ د «تنپوستو» ژويو د ودې د بېلګو له معاينې څخه، «پيترسن» او نورو د رومي تود پړاو څخه نيولې بيا تر MWP او LIA پورې، د يو ثابت اکسيجن (δ18 O) او کاربن (δ13 C) ايزوتوب د لسيزو تاريخچه بيا جوړه کړه. پيټرسن او نور دې پايلې ته ورسېدل چې د دوبي تودوخه لوړه پاتې شوه، خو د ژمي تودوخه په ايسلينډ کې د لومړۍ مېشتېدنې څخه وروسته کمه شوې وه.[۸][۹][۱۰]

ګرینلينډ[سمول]

د ۲۰۰۹ز کال د «مين» او نورو په مطالعه کې وموندل شول چې د MWP پر مهال په سويلی ګرينلينډ او د شمالي امریکا ځينو سيمو کې د ۱۹۶۱-۱۹۹۰ څخه زیاته تودوخه وموندل شوه، د تودوخې کومه کچه چې دا مطالعه له ۹۵۰ څخه تر ۱۲۵۰ پورې ښودلې ده، په ځينو سيمو کې تودوخه د ۱۹۹۰-۲۰۱۰ د مودې د تودوخې درجې څخه ډېره وه. د LIA پر مهال د شمالي نيمې کرې ډېرو برخو د زیات سوړوالي ښودنه کړې، کومه چې دا مطالعه يې له ۱۴۰۰ څخه تر ۱۷۰۰ پورې تعريفوي، خو «ليبراډور» او د متحده ايالاتو ګوښه برخو نږدې د ۱۹۶۱-۱۹۹۰ په اوږدو کې تر يو بريده تودوخه ښودلې ده.[۱۱][۱۲]

د «نارس» له خوا د امريکاګانو مستعمره کول تر تودو پړاونو پورې تړلي دي. عام نظر دا دی چې «نارسمين» (د خلکو يوه ډله وه) له يخ څخه پاکو سمندرونو څخه په ګټې اخيستلو سره ګرينلينډ او نورې لرې پرتې شمالي سيمې مستعمره کړې. په هر حال، د کولمبیا پوهنتون یوه مطالعه وړانديز کوي چې ګرينلينډ په توده هوا کې نه و اباد شوی، بلکې په حقيقت کې د تودې هوا اغېز د ډېرې لنډې مودې لپاره و. په ۱۰۰۰ز کال کې، د «وايکنګز» لپاره د نويو ځمکو د پیدا کولو په موخه د سفر او هلته د لنډ وخت تېرولو لپاره د خپلو مېشت ځايونو د جوړولو لپاره اقليم ډېر تود و.[۱۳]

د ۹۸۵ په شا اوخوا کې، د ګرينلينډ په سويلي برخو کې، «وايکنګز» ختيځ ميشت ځايونه او لويديځ ميشت ځايونه وموندل. د دې ابادۍ په لومړيو پړاونو کې، دوی څاروي، پسونه او وزې وساتلې، په داسې حال کې چې د دوی د خوراکونو څلورمه برخه له سمندري خوراکونو پوره کېده. کله چې د ۱۲۵۰ په شا اوخوا کې اقليم سوړ او توپاني شو، د دوی خوراکونه په پرله پسې ډول د سمندري سرچينو پر لور ولېږدېدل. تر شا اوخوا ۱۳۰۰ کال پورې، د سيګلاوو (يو ډول غټ سمندري ژوی دی چې په عربي کې يې عجل البحر يا سمندري سخوندر بولي) ښکار د دوی د خوراکونو نږدې درې برخې برابرولې.

تر ۱۳۵۰ پورې، د دوی د صادراتو غوښتنه کمه شوه او له اروپا سره يې سوداګرۍ سقوط وکړ. هلته د مېشت ځايونو وروستی تاریخ تر ۱۴۱۲ رسېږي او له هغې وروسته لسيزو کې پاتې اروپايي اوسېدونکي له هغه ځايه وکوچېدل، کوم څه چې څرګنده تدريجي انخلاء وه، بنسټيز لامل يې اقتصادي عوامل وو، لکه په سکينډنياوي هېوادونو کې د کروندځايونو زیات شتون.[۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Solomon, Susan Snell; Intergovernmental Panel on Climate Change (2007). "6.6 The Last 2,000 Years". Climate change 2007: the physical science basis: contribution of Working Group I to the Fourth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change. Cambridge: Cambridge University Press for the Intergovernmental Panel on Climate Change. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-70596-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link) Box 6.4 Archived 2015-03-28 at the Wayback Machine.
  2. "How does the Medieval Warm Period compare to current global temperatures?". SkepticalScience. د لاسرسي‌نېټه October 12, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Lamb, H.H. (1965). "The early medieval warm epoch and its sequel". Palaeogeography, Palaeoclimatology, Palaeoecology. 1: 13–37. Bibcode:1965PPP.....1...13L. doi:10.1016/0031-0182(65)90004-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. IPCC First Assessment Report Working Group 1 report, Chapter 7, Executive Summary p. 199, Climate Of The Past 5,000,000 Years p.202.
  5. Neukom, Raphael; Steiger, Nathan; Gómez-Navarro, Juan José; Wang, Jianghao; Werner, Johannes P. (2019). "No evidence for globally coherent warm and cold periods over the preindustrial Common Era". Nature (په انګلیسي ژبه کي). 571 (7766): 550–554. Bibcode:2019Natur.571..550N. doi:10.1038/s41586-019-1401-2. ISSN 1476-4687. PMID 31341300. S2CID 198494930. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Emile-Geay, Julien; McKay, Nicholas P.; Kaufman, Darrell S.; von Gunten, Lucien; Wang, Jianghao; Anchukaitis, Kevin J.; Abram, Nerilie J.; Addison, Jason A.; Curran, Mark A.J.; Evans, Michael N.; Henley, Benjamin J. (2017-07-11). "A global multiproxy database for temperature reconstructions of the Common Era". Scientific Data (په انګلیسي ژبه کي). 4 (1): 170088. Bibcode:2017NatSD...470088E. doi:10.1038/sdata.2017.88. ISSN 2052-4463. PMC 5505119. PMID 28696409. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Mann, Michael E.; Woodruff, Jonathan D.; Donnelly, Jeffrey P.; Zhang, Zhihua (2009). "Atlantic hurricanes and climate over the past 1,500 years". Nature. 460 (7257): 880–3. Bibcode:2009Natur.460..880M. doi:10.1038/nature08219. hdl:1912/3165. PMID 19675650. S2CID 233167. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Gunnar Karlsson (2000). The history of Iceland. Minneapolis, Minn.: University of Minnesota Press. OCLC 42736334. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8166-3588-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Lamb, H. H. (2011). Climate : present, past and future. Volume 2, Climatic history and the future. Abingdon, Oxon: Routledge. OCLC 900419132. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-203-80430-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Patterson, W. P.; Dietrich, K. A.; Holmden, C.; Andrews, J. T. (2010). "Two millennia of North Atlantic seasonality and implications for Norse colonies". Proceedings of the National Academy of Sciences. 107 (12): 5306–10. Bibcode:2010PNAS..107.5306P. doi:10.1073/pnas.0902522107. PMC 2851789. PMID 20212157. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Diamond, Jared (2005). Collapse: How Societies Choose to Fail or Succeed. New York: Penguin Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-303655-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
  12. "Study Undercuts Idea That 'Medieval Warm Period' Was Global - The Earth Institute - Columbia University". www.earth.columbia.edu. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Ingstad, Anne Stine (2001). "The Excavation of a Norse Settlement at L'Anse aux Meadows, Newfoundland". In Helge Ingstad; Anne Stine Ingstad (المحررون). The Viking Discovery of America. New York: Checkmark. د کتاب پاڼي 141–169. OCLC 46683692. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-4716-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Stockinger, Günther (10 January 2012). "Archaeologists Uncover Clues to Why Vikings Abandoned Greenland". Der Spiegel Online. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)