د منطق فلسفه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د منطق فلسفه (Philosophy of logic) د فلسفې هغه برخه ده چې د منطق د محدودې او ماهیت څېړنه کوي. دا فلسفه د منطق له لوري مطرح شوي فلسفي مسایل څېړي، د بېلګې په توګه: هغه پېش فرضونه (presuppositions) څېړي چې په ضمني توګه د منطق په تیوریو او د دوی په تطبیق کې کارېږي. دا پوښتنې رانغاړي چې منطق څه ډول تعریفېدای شي او څرنګه بېلابېل منطقي سیستمونه یو له بل سره تړاو لري. د منطق له خوا د کارېدلو بنسټیزو مفاهیمو د طبیعت او ماهیت مطالعه او له نورو څانګو سره د منطق اړیکه په کې شاملېږي. یوې ګډې ځانګړتیا ته په کتلو، فلسفي منطق (philosophical logic) د منطق د فلسفې (philosophy of logic) یوه برخه ده چې په فلسفي مسایلو کې د منطقي مېتودونو کارول څېړي، په ځانګړې توګه د کیفیتي یا ماډل (modal) منطق په څېر پراخو منطقي سیستمونو په بڼه، خو نور تیوریستان د فلسفې منطق او فلسفي منطق په متفاوت ډول توپیروي او یا یې هم له سره توپیر نه کوي. مېتالاجیک یا ماوراء منطق (Metalogic) د منطق له فلسفې سره نږدې تړاو لري، ځکه دا څانګه د رسمي منطقي سیستمونو د ځانګړنو، لکه: منطقي تړاو او بشپړوالي یا کمال څېړنه کوي.

تعریف او اړوندې څانګې[سمول]

د منطق فلسفه، د فلسفې هغه ساحه ده چې د منطق له ماهیت او څرنګوالي نه بحث کوي. د نورو ډېرو څانګو په څېر، منطق هم بېلابېل فلسفي احتمالات او فرضیې لري چې د منطق د فلسفې په مرسته ورته رسېدنه کېږي. د منطق فلسفه د فلسفې له نورو څانګو سره په مقایسه کولو سره د پوهېدو او درک وړ ده: لکه څنګه چې د ساینس فلسفه د ساینس له خوا مطرح شوي فلسفي مسایل څېړي، د منطق فلسفه هم د منطق له خوا د مطرح شوو فلسفي مسایلو څېړنه کوي.[۱][۲][۳][۴]

یوه مهمه پوښتنه چې د منطق د فلسفې له خوا څېړل شوې، دا ده چې منطق څه ډول باید تعریف شي، د بېلګې په توګه: د معتبر استنتاج یا منطقي حقیقت له مخې. دا مسئله هم په کې شاملېږي چې څه ډول د منطقي او غیر منطقي رسمي سیستمونو ترمنځ توپیر وکړو. دا په ځانګړې توګه د بېلابېلو مطرح منطقي سیستمونو ترمنځ د اړیکو روښانه کولو لپاره اړینه ده، هغه که کلاسیک دي او که غیرکلاسیک او دغه راز د دې ارزونې لپاره هم اړینه ده چې ایا دا ټول سیستمونه په رښتیا سره د منطقي سیستمونو په توګه وړ بلل کېدای شي او کنه. د منطق فلسفه دا هم څېړي چې څه ډول د منطق په ترټولو بنسټیزو مفاهیمو ،لکه: حقیقت، مقدماتو یا مخکېنۍ فرضیې، پایلې، استنتاج، استدلال او معتبروالي وپوهېږو. د منطق فلسفه هڅه کوي چې د منطق او نورو برخو، لکه: هستي پېژندنې یا اونټولوژي، ریاضي او ارواپوهنې ترمنځ اړیکه روښانه کړي.[۵][۶]

د منطق فلسفه د فلسفې له منطق سره نږدې تړاو لري، مګر په دې اړه، چې دا څانګې څه ډول له یو بل سره درېږي، هېڅ عمومي توافق نشته. ځینې ​​تیوریستان یا مفکرین دا دوه اصطلاحات د یوې ورته څانګې لپاره کاروي، په داسې حال کې چې ځینې نور یې بیا جلا جلا څانګې ګڼي. د وروستي نظر له مخې، فلسفي منطق د منطق له فلسفې سره په تضاد کې دی، ځکه دې ته معمولًا په فلسفي مسایلو کې د منطقي مېتودونو د پلي کولو په سترګه کتل کېږي. په دې معنا، فلسفي منطق د منطق په فلسفه کې د څېړنې یوه حوزه ده، یعنې د منطق له خوا د مطرح شوو فلسفي مسایلو د ټولیزې مطالعې یوه برخه ده، مګر د توپیر دا بڼه یې په نړیواله کچه نه ده منل شوې او ځینو لیکوالانو یې بېلابېلې ځانګړنې وړاندیز کړې دي. د منطق او فلسفې تر منځ ژوره اړیکه له دې هم جوتېږي چې ډېری مشهور منطق پوهان فیلسوفان هم وو. د منطق فلسفه له مېتا منطق (metalogic) سره هم نږدې تړاو لري، مګر یو شان نه دي. مېتا منطق د رسمي منطقي سیستمونو د ځانګړنو پلټنه کوي، لکه دا چې ایا یو مشخص منطقي سیستم منطقي تړاو لرونکی یا بشپړ دی او کنه. د منطق په فلسفه کې معمولاً د رسمي ژبو او رسمي سیستمونو معنایي او نحوي مطالعه شامله ده.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د منطق طبیعت یا څرنګوالی[سمول]

د "منطق" اصطلاح له یوناني کلیمې "logos" نه اخیستل شوې، چې له بېلابېلو معناوو، لکه : عقل او استدلال، خبرې اترې یا ژبې سره تړاو لري. په دې اړه ډېر اختلاف شته چې منطق څه دی او څه ډول باید تعریف شي. په ټولیز ډول منطق ته بېلابېلې ځانګړنې منسوبېږي، لکه: دا چې منطق د فرضیې او پایلې تر منځ اړيکه څېړي او دا کار په یوه بې پرې طریقه ترسره کوي. د منطق د فلسفې یوه مهمه دنده د هغو معیارونو څېړل دي چې له مخې یې یو رسمي سیستم منطق وګڼل شي. د منطق بېلابېل مفاهیم ، دا د معتبر استنتاج یا هم منطقي حقیقت پربنسټ پېژني. د معتبر استنباط یا استنتاج او منطقي حقیقت معیارونه په خپله هم په بېلابېلو لارو مشخصېدای شي: د نحوي یا معنایي (semantic) ملاحظاتو له مخې.[۱۵][۱۶][۱۷]

عمومي ځانګړنې[سمول]

په دودیز ډول، منطق د هغې څانګې په توګه پېژندل کېږي، چې د فکر قوانین څېړي. د دې ځانګړنې په ورکولو کې یوه ستونزه دا ده چې منطق تجربي څانګه نه ده چې په ریښتیني انساني فکر کې شته نظمونه او قواعد مطالعه کړي. دا موضوع د ارواپوهنې اړونده ده. ښه معنا یې چې کله ناکله په ادبیاتو کې موندل کېږي دا ده چې، منطق د سم فکر کولو له قوانینو یا په لا زیات مشخص ډول له سم استدلال سره تړاو لري. دا د منطق عملي اهمیت د یوې داسې وسیلې په توګه ښيي چې په غوره استنتاج او له احتمالي تېروتنو په باخبرۍ سره د یو چا د استدلال د پیاوړتیا لامل کېږي. منطق هم د معتبر استدلال د علم په توګه هم پېژندل شوی دی.[۱۸]

د منطق ډولونه[سمول]

رسمي او غیررسمي[سمول]

منطق او د منطق فلسفه په دودیز ډول پر رسمي استدلالونو تمرکز کوي، یعني هغه استدلالونه چې په رسمي ژبه کې بیانېږي، خو ترڅنګ یې د غیر رسمي استدلالونو مطالعه هم په کې شامله ده چې په طبیعي ژبه کې موندل کېږي. رسمي یا صوري منطق (Formal logic) ته معمولاً د منطق د نمونه‌یي یا پاراګماټیک بڼې په سترګه کتل کېږي، خو بېلابېلو عصري پرمختګونو د ګڼو عملي موخو لپاره د غير رسمي یا مادي منطق (informal logic) پر اهميت هم ټينګار کړی، چېرې چې يوازې رسمي منطق د ټولو مسايلو د حل توان نه لري. رسمي او غیر رسمي منطق دواړه د استدلالونو د سموالي ارزونه کوي. مګر په دوی کې رسمي منطق تر هغو عواملو پورې محدود دی چې د دغې ارزونې لپاره د کره او دقیقو معیارونو د وړاندې کولو لپاره کارېږي. غیر رسمي منطق بیا هڅه کوي چې، بېلابېل اضافي عوامل هم په پام کې ونیسي او له همدې امله د رسمي منطق له دایرې بهر د نورو ګڼو استدلالونو لپاره مهم دی، مګر دا کار د دقیق‌والي او عمومي قواعدو په بیه ترسره کوي. هغه استدلالونه چې په دې ارزونه کې له ناکامۍ سره مخامخ کېږي، د مغالطې یا ناسم استدلال په نوم یادېږي. رسمي مغالطې د رسمي منطق په محدوده کې دننه تېروتنې دي او غیر رسمي هغه یې په غیر رسمي منطق پورې تړاو لري.[۱۹][۲۰]

رسمي منطق د استنتاج یا استدلال له معتبروالي سره یوازې د دوی د بڼې پر بنسټ تړاو لري، معنا دا چې د دوی ځانګړې محتوا او هغه شرایط چې دوی په کې کارېدلي، په پام کې نه نیسي. دا ځانګړو استدلالونو ته په کتلو د جلا کولو یا تجرید له لارې د استدلال د یوې مشخصې بڼې په توګه پېښېږي. د استدلالونو ډولونه، له دې مخې تعریفېږي چې څرنګه د دوی منطقي ثوابت او متغیرات (constants and variables) یو له بل سره تړاو لري. په دې توګه، بېلابېل استدلالونه له خورا متفاوتو منځپانګو سره ښایي ورته منطقي بڼه ولري. د یوه استدلال معتبروالی یوازې د هغه له بڼې سره تړاو لري. د رسمي منطق یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې ،د یوه معتبر استدلال لپاره د هغه د مقدماتو یا فرضیې حقیقت د هغې د پایلې حقیقت یقیني کوي، یعني دا ناشونې ده چې مقدمات ریښتیا وي او پایله یې دروغ وي.[۲۱][۲۲][۲۳]

سرچینې[سمول]

  1. Audi, Robert. "Philosophy of logic". The Cambridge Dictionary of Philosophy. Cambridge University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Philosophy of logic". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Jacquette, Dale (2006). "Introduction: Philosophy of logic today". Philosophy of Logic. North Holland. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Haack, Susan (1978). "1. 'Philosophy of logics'". Philosophy of Logics. London and New York: Cambridge University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Jaakko, Hintikka; Sandu, Gabriel (2006). "What is Logic?". Philosophy of Logic. North Holland. د کتاب پاڼي 13–39. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Craig, Edward (1996). "Philosophy of logic". Routledge Encyclopedia of Philosophy. Routledge. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Craig, Edward (1996). "Philosophy of logic". Routledge Encyclopedia of Philosophy. Routledge. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Honderich, Ted (2005). "philosophical logic". The Oxford Companion to Philosophy. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Goble, Lou (2001). "Introduction". The Blackwell Guide to Philosophical Logic. Wiley-Blackwell. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Jaakko, Hintikka; Sandu, Gabriel (2006). "What is Logic?". Philosophy of Logic. North Holland. د کتاب پاڼي 13–39. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Jacquette, Dale (2006). "Introduction: Philosophy of logic today". Philosophy of Logic. North Holland. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Honderich, Ted (2005). "philosophical logic". The Oxford Companion to Philosophy. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "metalogic". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Hunter, Geoffrey (1971). "1. Introduction: General Notions". Metalogic: An Introduction to the Metatheory of Standard First Order Logic. Berkeley: University of California Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Haack, Susan (1978). "1. 'Philosophy of logics'". Philosophy of Logics. London and New York: Cambridge University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Jacquette, Dale (2006). "Introduction: Philosophy of logic today". Philosophy of Logic. North Holland. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Jaakko, Hintikka; Sandu, Gabriel (2006). "What is Logic?". Philosophy of Logic. North Holland. د کتاب پاڼي 13–39. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Philosophy of logic". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Haack, Susan (1978). "1. 'Philosophy of logics'". Philosophy of Logics. London and New York: Cambridge University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Jacquette, Dale (2006). "Introduction: Philosophy of logic today". Philosophy of Logic. North Holland. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Craig, Edward (1996). "Formal and informal logic". Routledge Encyclopedia of Philosophy. Routledge. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Johnson, Ralph H. (1999). "The Relation Between Formal and Informal Logic". Argumentation 13 (3): 265–274. doi:10.1023/A:1007789101256. https://philpapers.org/rec/JOHTRB-2. 
  23. Hansen, Hans (2020). "Fallacies". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)