د منطق تاریخچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د منطق تاریخ (history of logic) د معتبر یا سم استدلال یا استنتاج د علم (منطق) د پرمختګ او پراختیا له مطالعې څخه بحث کوي. رسمي منطق په لرغونو وختونو کې په هند، چین او یونان کې وده وکړه. یوناني مېتودونه، په ځانګړې توګه د ارسطو منطق (یا اصطلاحي منطق) لکه څنګه چې په ارګانون نومي کتاب کې موندل شوی، د زرګونو کلونو لپاره په لوېدیځو علومو او ریاضیاتو کې په پراخه کچه کارېدلي او منل شوی دی. رواقیونو (Stoics)، په ځانګړې توګه کرایسپوس، د محمولاتو د منطق (predicate logic) پراختیا پیل کړه.[۱]

عیسوي او اسلامي فیلسوفانو لکه بوتیوس (مړ ۴۲۴م)، ابن سینا (Avicenna، مړ ۱۰۳۷م) او ویلیم اوکام (مړ ۱۳۴۷م) په منځنیو پېړیو کې د ارسطو منطق ته نوره وده ورکړه او د څوارلسمې پېړۍ په نیمایي کې د ژان بوریډان (Jean Buridan) له علمي کار سره اوج ته ورسېد. د څوارلسمې پېړۍ او د نولسمې پېړۍ د پیل تر منځ دوره یې بیا په پراخه کچه د زوال او بې پروایۍ دوره بلل کېږي او د منطق یو تاریخپوه دا یوه شنډه او بېخونده دوره بولي. هغه مهال بیا تجربوي مېتودونه واکمن وو، هماغسې چې د فرانسس بیکن د ۱۶۲۰ کال نووم ارګانون (Novum Organon) نومی اثر یې ښودنه کوي.[۲]

منطق د نولسمې پېړۍ په نیمایي کې د یوې انقلابي دورې په پیل کې بیا راژوندی شو کله چې دا موضوع پر یوه داسې دقیقه او رسمي څانګه بدله شوه چې په ریاضیاتو کې کارېدونکې د اثبات یوه دقیقه طریقه یې د خپل سرمشق په توګه غوره کړې وه او دا یوناني دود ته بیا ورستنېدل بلل کېدل. د بول، فرېګه، راسل او پیانو په څېر پوهانو له لوري په دې دوره کې د عصري "سمبولیک" یا "ریاضیکي" منطق پراختیا د منطق په دوه زره کلن تاریخ کې خورا مهم ګڼل کېږي، او دا تقریبا د انسان په فکري تاریخ کې ترټولو مهمې او پام‌وړ پېښې دي.[۳][۴]

د شلمې پېړۍ په لومړیو څو لسیزو کې د ریاضیکي منطق ودې او پراختیا، په ځانګړې توګه د ګوډېل او تارسکي د اثارو په پایله کې، پر تحلیلي فلسفه او فلسفي منطق پام‌وړ اغېزه وکړه، په ځانګړې توګه له ۱۹۵۰مې لسیزې راوروسته د موډال یا کیفیتي منطق (modal logic)، زماني یا مهالیز منطق (temporal logic)، فکري یا ډیونټیک منطق (deontic logic)، او د ربط یا اړوندوالي منطق (relevance logic) په څېر موضوعاتو کې.

منطق په ختیځ کې[سمول]

منطق په چین کې[سمول]

په چین کې، د کنفوسیوس، موزي، "ماسټر مو" دورې ته د موهېست مکتب د بنسټ اېښودنې اعتبار ورکړل شوی، چې اثار یې د اعتبار وړ پایلو او د سمې نتیجه ګیرۍ یا استنتاج له شرایطو سره اړوند مسایلو څخه بحث کوي. په ځانګړې توګه، یو له هغه مکتبونو څخه چې له موهېزم څخه راټوکېدلي، منطق پوهان یا د نومونو مکتب (Logicians) دی او د ځینو پوهانو لخوا د رسمي منطق (formal logic) په اړه د دوی د لومړنیو څېړنو لپاره اعتبار لري. د چین (Qin) شاهي خاندان په ورپسې امپراتورۍ کې د قانونپالنې د سختې واکمنۍ له امله، د څېړنو دا کرښه په چین کې د بودایانو لخوا د هندي فلسفې د معرفي کېدو تر وخته له منځه ولاړه.[۵]

منطق په لویدیځ کې[سمول]

ارسطو[سمول]

د ارسطو منطق او په ځانګړې توګه د هغه د منطقي قیاس (syllogism) نظریه په لوېدیځو افکارو کې خورا زیات نفوذ لري. ارسطو لومړنی منطق پوه و چې د منطقي نحوې، اسم (یا اصطلاح) او فعلونو د سیستماتیک تحلیل هڅه یې وکړه. هغه لومړنی رسمي منطق پوه (formal logician) و چې د استدلال اصول یې د متغیرونو (variables) په کارولو سره روښانه کړل، ترڅو د یوه استدلال اصلي منطقي بڼه وښيي. هغه د انحصار یا تړلتیا د هغو اړیکو په لټه کې و چې اړینې انګېرنې مشخصوي او د دغو اړیکو اعتبار یې د فرضیې یا منطقي قیاس له حقیقت څخه توپیر کړی. هغه لومړی کس و چې د تضاد د اصولو په اړه یې بحث وکړ او د منځني یا درېیم اخیستل شوي اصل (excluded middle) یې په منظم ډول له منځه یووړ.[۶][۷][۸][۹]

رواقیون[سمول]

د یوناني منطق بل ستر مکتب د رواقیونو (Stoics) دی. د رواقي منطق ریښې د پنځمې مخزېږدې پېړۍ په وروستیو کې مېګارا اقلیدس (Euclid of Megara) فیلسوف ته رسېږي، چې د سقراط شاګرد و او د افلاطون یو څه زوړ هم‌دوره فیلسوف بلل کېږي او احتمالا د پارمېنیډس او زینو د دود پیرو و. د هغه شاګردان او ځایناستي د "میګاریان" یا "ایریسټکس" او وروسته د "ډیالکتیکیانو" په نوم یادېدل. د میګارین (Megarian) مکتب دوه خورا مهم ډیالیکټیک پوهان دیوډوروس کرونس (Diodorus Cronus) او فیلو (Philo) وو، چې د څلورمې پېړۍ په وروستیو کې یې فعالیت لرلی دی.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د منځنیو پېړیو منطق[سمول]

منطق په منځني ختیځ کې[سمول]

د الکندي، الفارابي، ابن سینا، الغزالي، ابن رشد او نورو مسلمانو منطق پوهانو اثار د ارسطو د منطق پر بنسټ ولاړ وو او د منځنیو پېړیو لویدیځ ته د لرغونې نړۍ د افکارو په رسولو کې له اهمیت څخه برخمن وو. الفارابي (۸۷۳-۹۵۰) یو ارسطويي منطق پوه و چې د راتلونکو احتمالاتو (future contingents)، د کټګوریو شمېر او تړاو، د منطق او ګرامر ترمنځ اړیکې، او د استنتاج د غیر ارسطویي بڼو د موضوعاتو په اړه یې بحثونه کړي دي. الفارابي همدا راز د شرطي قیاسونو (conditional syllogisms) او قیاسي استنتاج (analogical inference) نظريې په پام کې نيولې، چې د ارسطويي منطق پر ځای د رواقي منطق د دود برخه وه.[۱۹][۲۰][۲۱]

د عصري منطق وده[سمول]

د څوارلسمې پېړۍ او د نولسمې پېړۍ د لومړیو تر منځ موده د منطق په تړاو تر ډېره بریده د زوال او بې پروایۍ یا غفلت دوره وه، او په ټولیز ډول د منطق د تاریخپوهانو له نظره یوه شنډه دوره ګڼل کېږي. د منطق بیا راژوندي کېدل د نولسمې پېړۍ په نیمایي کې د یوې انقلابي دورې په پیل کې وشول، چې پکې دا موضوع پر یوه دقیقه او رسمي څانګه بدله شوه او ښه بېلګه یې په ریاضیاتو کې د ثبوت دقیق مېتود و. په دې دوره کې د عصري "سمبولیک" یا "ریاضیکي" منطق پرمختګ د منطق په دوه زره کلن تاریخ کې خورا مهم دی، او دا پرمختګ تقریبا د انسان په فکري تاریخ کې ترټولو مهمې او پام وړ پېښې ګڼل کېږي.[۲۲][۲۳]

یو شمېر ځانګړنې عصري منطق له زاړه ارسطويي یا دودیز منطق څخه بېلوي، چې ترټولو مهمې یې دا دي: عصري منطق په بنسټیز ډول حسابي (calculus) دی چې د عمل اصول یې یوازې د شکل له مخې ټاکل کېږي نه د هغو سمبولونو د مفهوم له مخې چې پکې کارېږي، لکه په ریاضي کې. ډېری منطق پوهان د ریاضیاتو د "بریالیتوب" تر اغېزې لاندې راغلي، چې پکې د رښتینو ریاضیکي پایلو په اړه هېڅ اوږده مناقشه یا اختلاف نه دی لیدل شوی. چارلس سنډرس پیرس (C.S. Peirce) بیا دا یادونه کړې، چې که څه هم د لاپلاس (Laplace) لخوا د یوه مشخص انټګرال په ارزونه کې یوه تېروتنه د سپوږمۍ د مدار په اړه د یوې تېروتنې لامل شوې چې نږدې ۵۰ کاله یې دوام کړی، او دا تېروتنه کله چې معلومه شوه، پرته له کومې جدي مناقشې یا اختلاف څخه بېرته سمه شوه. پیرس دا تېروتنه د دودیز منطق اړوند اختلافاتو او ناڅرګندتیا سره، په ځانګړې توګه په میټافزیک کې له استدلال سره، مقایسه کړې ده. هغه استدلال کوي چې واقعا "دقیق" منطق په ریاضیاتو پورې اړوند دی، د بېلګې په توګه، "ډیاګراماتیک" یا "نمادین" فکر. "هغه څوک چې د دا ډول مېتودونو پیروان دی ... له ټولو غلطیو څخه تېښته کوي پرته له هغه چې له شکمنېدو وروسته په چټکۍ سره سمې شي". عصري منطق همدا راز د "انتزاعي" پرځای "رغنده" دی. د بېلګې په توګه، له عادي ژبې (یا د اعتبار اړوند روانپوهنیزو شهودو)  څخه اخیستل شوو قضیو او نظریو د خلاصه کولو او رسمي کولو پر ځای دا د رسمي مېتودونو په واسطه نظریات رامنځته کوي او بیا یې په عادي ژبه کې تفسیر لټوي. دا په بشپړه توګه سمبولیک دی، په دې معنا چې ان منطقي ثوابت (چې د منځنیو پېړیو منطق پوهانو سینکټګورماټا "syncategoremata" بلل) او کټګوریز اصطلاحات پکې په سمبولونو کې څرګند شوي.[۲۴][۲۵]

سرچینې[سمول]

  1. Boehner p. xiv
  2. Oxford Companion p. 498; Bochenski, Part I Introduction, passim
  3. Gottlob Frege. The Foundations of Arithmetic (PDF). د کتاب پاڼې 1. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Oxford Companion p. 500
  5. Bochenski p. 446
  6. Kneale, p. 2
  7. Kneale p. 3
  8. H. F. J. Horstmanshoff, Marten Stol, Cornelis Tilburg (2004), Magic and Rationality in Ancient Near Eastern and Graeco-Roman Medicine, p. 99, Brill Publishers, کينډۍ:ISBN.
  9. D. Brown (2000), Mesopotamian Planetary Astronomy-Astrology , Styx Publications, کينډۍ:ISBN.
  10. Oxford Companion, article "Chrysippus", p. 134
  11. [۱] Stanford Encyclopedia of Philosophy: Susanne Bobzien, Ancient Logic
  12. K. Huelser, Die Fragmente zur Dialektik der Stoiker, 4 vols, Stuttgart 1986-7
  13. Kneale 117–158
  14. Metaphysics Eta 3, 1046b 29
  15. Boethius, Commentary on the Perihermenias, Meiser p. 234
  16. Epictetus, Dissertationes ed. Schenkel ii. 19. I.
  17. Alexander p. 177
  18. "Throughout later antiquity two great schools of logic were distinguished, the Peripatetic which was derived from Aristotle, and the Stoic which was developed by Chrysippus from the teachings of the Megarians" – Kneale p. 113
  19. See e.g. Routledge Encyclopedia of Philosophy Online Version 2.0 Archived 2022-06-06 at the Wayback Machine., article 'Islamic philosophy'
  20. History of logic: Arabic logic, Encyclopædia Britannica.
  21. Feldman, Seymour (1964-11-26). "Rescher on Arabic Logic". The Journal of Philosophy. Journal of Philosophy, Inc. 61 (22): 724–734. doi:10.2307/2023632. ISSN 0022-362X. JSTOR 2023632. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) [726]. Long, A. A.; D. N. Sedley (1987). The Hellenistic Philosophers. Vol 1: Translations of the principal sources with philosophical commentary. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-27556-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Oxford Companion p. 498; Bochenski, Part I Introduction, passim
  23. Oxford Companion p. 500
  24. Bochenski, p. 266
  25. Peirce 1896