د ملکې ویکټوریا د تاج اېښودو مراسم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د متحدې پاچاهۍ د ملکې په توګه د ویکټوریا د تاج اېښودو مراسم د ۱۸۳۸ زکال د جون میاشتې په ۲۸مه نېټه څه کم یو کال وروسته له هغه ترسره شول چې نوموړې د ۱۸ کلنۍ په عمر د متحدې پاچاهۍ سلطنت خپل کړ. دغه مراسم د باکېنګهام ماڼۍ په کوڅو کې د عامو وګړو له راغونډېدو وروسته ترسره شول چې بیا له مراسمو وروسته خپله ملکه هم د دوی منځ ته ورغله.

د تاج اېښودو د مراسمو لپاره چمتووالي د ۱۸۳۸ زکال په مارچ میاشت کې د لومړي وزیر لارډ ملبورن تر مشرۍ لاندې د کابینې په کچه پیل شول. د بېلابېلو ګوندونو د مخالفتونو سربېره کابینې د اپرېل د میاشتې په اوومې نېټې د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د تاج اېښودو مراسم به په جون میاشت کې د پارلماني دورې په وروستیو کې ترسره کړي. د دغو مراسمو لپاره ۷۰ زره پونډه بودیجه تخصیص شوه چې د ۱۸۳۱ زکال د تاج اېښودو د مراسمو د «کم کړای شوي لګښت» دوه چنده وه، خو د ۱۸۲۱ زکال په جولای میاشت کې د پاچا څلورم جورج د تاج اېښودو د مراسمو له ۲۴۰ زره پونډه لګښت څخه ډیره لږ وه. د دغو مراسمو یو کلیدي عنصر هم عامو وګړو ته د هغو وړاندې کول وو.

په ۱۸۳۸ زکال کې د نوې جوړې شوې اوسپنۍ پټلۍ پر مټ ګڼ شمېر کسانو وکولای شول ځانونه تر لندنه را ورسوي؛ اټکل شوی چې د دغو مراسمو په دواړو جشنونو کې شاوخوا ۴۰۰ زرو ګډون کوونکو ونډه لرله چې سړکونه او نږدې پارکونه یې په بشپړ ډول ډک کړي و او همدارنګه یې نندارې ترسره کولې. هایډ پارک د لویو نندارو مرکز و او یو له دغو نندارو څخه په پراشوټ کې راښکته کېدل و. په پیل کې پلان دا و چې دغه جشنونه به یوازې دوې ورځې دوام وکړي، خو د خلکو په غوښتنه یې څلور ورځې دوام وموند. په ګرین پارک کې د مراسمو له شپې وروسته اورلوبې ترسره شوې. د تاج اېښودو مراسم په داسې مهال کې ترسره شول چې هوا په بشپړه توګه ښه وه او ټول دغه مراسم د مطبوعاتو او خلکو له خوا بریالي وبلل شول؛ بل پلو ویسټ مېنسټر بیا د ګډوډۍ له یوه ناخوښه کوونکي اتفاق سره مخ و چې تر ډېره پورې د تمرین لپاره د وخت د کمښت له امله و. ورته مهال په ټول هېواد په ځانګړې توګه د انګلستان په شمال کې بیا د راډیکالانو له خوا د تاج اېښودو له مراسمو سره مخالفتونو شتون درلود.

مخینه او پلان جوړونه[سمول]

ملکه ویکټوریا د ۱۸۳۷ زکال د جون په ۲۰مه د خپل پاچا تره، څلورم ویلیام ځای ناستې شوه. د هغې لومړنی لومړی وزیر لارډ ملبورن و چې ورسره یې د ملګرتیا نږدې اړیکې لرلې. په ۱۸۳۷ زکال کې د پاچا د مړینې له امله پارلمان په اتوماتیک ډول منحل شو؛ همدا و چې د نوي پارلمان لپاره عمومي ټاکنې د همدغه کال د جولای میاشتې له ۲۴مې نېټې څخه د اګست تر ۱۸مې نېټې پورې ترسره شوې؛ په ټاکنو کې ملبورن بریالی شو او د هغه وېګ ګوند د نورو څلورو کلونو لپاره بېرته واک خپل کړ. خو د مخالف محافظه ګار ګوند (پخواني ټروی ګوند) پر وړاندې د هغوی اکثریت له ۱۱۲ اضافي څوکیو څخه ۳۰ ته راکم شو. ملبورن د ویکټوریا د تاج اېښودو د مراسمو د پلان جوړونې، چمتووالي او اجرا اصلي لوبغاړی و. [۱][۲][۳]

د ملبورن کابینې د ۱۸۳۸ زکال په مارچ میاشت کې د تاج اېښودو د مراسمو اړوند رسمي بحثونه پیل کړل. د دغو مراسمو په ترسره کولو کې یو اصلي عامل دا هم و چې دغه د تاج اېښودو مراسم د ۱۸۳۲ زکال د اصلاحاتو له قانون وروسته چې له مخې یې حکومت په سلطنت کې بنسټیز اصلاحات رامنځته کړل، د اصلاحاتو پر بنسټ لومړني مراسم وو. د مراسمو په اصطلاح کې د امتیازاتو تمدید په دې معنی و چې د سلطنتي سیالانو سربېره د مقننه شورا ۵۰۰ استازي هم دغه مراسمو ته وربلل کېدل. ورته مهال زیات پام د عامو وګړو بلنې ته و؛ له همدې امله ملبورن د لندن په واټونو کې د عامه وګړو د راغونډېدو له څو سوه کلن دود څخه دفاع وکړه. [۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د لګښت له مخې، دولت په ۱۸۲۱ زکال کې د څلورم جورج د تاج اېښودو د مجللو مراسمو او همدارنګه په ۱۸۳۱ زکال کې د څلورم ویلیام د کم لګښت لرونکو مراسمو ترمنځ چې «نیمه تاج اېښودنه» هم بلل کېده؛ لار ورکی و. پرېکړه دا وشوه چې دغو مراسمو ته ۷۰ زره پونډه بودیجه ځانګړې شي چې د دوه ډوله افراطي لګښتونو یعنې د ۲۴۰ زره پونډه (۱۸۲۱ زکال) او ۳۰ زره پونډه (۱۸۳۱ زکال) ترمنځ یو سازښت ډوله لګښت وي. [۱۰][۱۱]

اعتراضات[سمول]

د تاج اېښودو د مراسمو لپاره د دولت پروګرامونو د ګڼ شمېر مخالفینو نیوکې را وپارولې. دغه نیوکې بېلابېلو لاملونو ته اړوند وې؛ محافظه کارانو او راډیکالانو دواړو ټینګار درلود چې د تاج اېښودو مراسم باید د یو وګړیز جشن په توګه ولمانځل شي او د امکان تر کچې د عامه وګړو د لید وړ وي. د محافظه کارانو مخالفت چې له وړاندې مطرح شوی و په دې بنسټ و چې د عامو وګړو د اوږد مهاله راغونډېدو په برخه کې دولتي پروګرامونه یوازې د لګښت د زیاتوالي په موخه دي او په وېسټ مېنسټر کې د سنتي مراسمو دبدبه راکموي. بل پلو د چارټېسټي (منشور پالونکي) خوځښت په ګډون کیڼ اړخي راډیکالان چې تر ډېره د سلطنت پر ضد وو، دغه ډول مراسم یې ډېر لګښتمن ګڼل. [۱۲][۱۳][۱۴]

ماڼۍ ته بېرته تګ[سمول]

ملکې د خپلو خاطراتو د کتابچې د ۲۸مې نېټې په پاڼه کې ولیکل چې هغه د مازیګر په ۴:۱۵ بجو باکېنګهام ماڼۍ ته د دولتي پلاوي سره یوځای له مراسمو څخه بېرته راوګرځېده. هغې دغې ماڼۍ ته په بېرته تګ کې د عامو وګړو بیروبار توضېح کړی و. هغه له شپږو بجو لږ وروسته خپل کور ته ورسېده او په اتو بجو یې د شپې ډوډۍ وخوړه. د شپې له ډوډۍ خوړولو وروسته یې د باکېنګهام ماڼۍ له بالکن څخه په ګرین پارک کې د اور لوبو ننداره کوله. ویکټوریا لیکلي چې د سبا تر ۱۱:۳۰ بجو پورې یې ډوډۍ ته زړه نه کېده او له غرمې وروسته یې په هایډ پارک کې د جشنونو څخه لیدنه وکړه او هلته یې شته بیروبار د بلې هر ډول تفرېح څخه زیات توصیف کړ. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ویکټوریا د تاج اېښودو مراسم چې د ۱۸۳۱ زکال د سپټمبر په ۸مه نېټه د هغه د تره څلورم ویلیام د تاج اېښودو له مراسمو وروسته ترسره شول په ۱۹مه پېړۍ کې د بریتانیا د تاج اېښودو د دریو مراسمو وروستی مورد و. ویکټوریا د ۱۹۰۱ زکال د جنوري میاشتې په ۲۲مه نېټه د ۸۱ کلونو په عمر د مړینې پر مهال د بریتانیا هغه واکمنه وه چې د ټولو نورو بریتانوي واکمنانونو څخه یې د ډېر مهال لپاره د سلطنت څوکۍ په واک کې لرله، خو دغه ریکارډ د ۲۰۱۵ زکال په سپټمبر میاشت کې د ملکې دویمې الیزابت له خوا مات شو. د هغې زوی او ځای ناستي اووم اډوارډ بیا د ۱۹۰۲ زکال د اګست په ۹مه د پاچاهۍ تاج پر سر کېښود.

سلطنتي مېلمانه[سمول]

د لندن د مجلې د راپور له مخې په دغو مراسمو کې یادو سلطنتي مېلمنو ونډه لرله: [۱۹]

  • د کېنټ او ستراتهیرن دوشس، د ملکې ویکټوریا مور
    • د لینینګن شهزاده، د ملکې میرنی ورور
    • د هوهنلوهي – لانګنبورګ شاهزادګۍ، د ملکې میرنۍ خور[۲۰]
  • د ساسکس دوک، د ملکې تره
  • د کمبرېج دوک او دوشس، د ملکې تره او خاله
    • د کمبرېج شهزاده جورج، د ملکې مشر د تره زوی
    • د کمبرېج شهزادګۍ اګوستا، د ملکې مشره د تره لور
  • شهزادګۍ اګوستا سوفیا، د ملکې عمه
  • د ګلوسسټر او اډینبورګ شاهزداګۍ، د ملکې عمه
  • د ساکس – کوبرګ او ګوتا دوک، د ملکې ماما
  • د مونسټر ارل، د ملکې د ماما مشر زوی
  • د شلزویګ – هولشټاین – سانډربرګ – ګلوکزبرګ شاهزاده کریسټین، د ملکې د دریم تره زوی (د ملکې د تره او د ډنمارک د پاچا په استازولۍ)
  • د ناساوو دوک، د ملکې د تره زوی
  • د نیماروس دوک (د خپل پلار یعنې د فرانسې د پاچا په استازولۍ)
  • د هسي – پیلپستال – براچفیلډ شهزاده، ارنست فریدریک (د خپل ورور یعنې د هسي، پیلپستال – براچفیلډ د لنډګرېو په استازولۍ)
  • د لیجین شهزاده (د بلجیم د پاچا په استازولۍ)

نور مېلمانه[سمول]

  • کنټ ګریګوري الکساندروېچ سټراګانوف (د روسې د تزار په استازولۍ)
  • احمد فتحي پاشا
  • ابراهیم صارم پاشا (د عثماني سلطان په استازولۍ).

سرچينې[سمول]

  1. Worsley 2018, p. 81.
  2. Worsley 2018, pp. 86–87.
  3. Strong, Roy. "Queen Victoria's Coronation". Queen Victoria's Journals. Royal Archives. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Subscription required
  4. Worsley 2018, p. 94.
  5. Strong, Roy. "Queen Victoria's Coronation". Queen Victoria's Journals. Royal Archives. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Subscription required
  6. Worsley 2018, pp. 94–95.
  7. Worsley 2018, p. 95.
  8. Worsley 2018, p. 96.
  9. Worsley 2018, p. 95.
  10. Worsley 2018, p. 94.
  11. Strong, Roy. "Queen Victoria's Coronation". Queen Victoria's Journals. Royal Archives. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Subscription required
  12. Plunkett 2003, p. 22.
  13. Plunkett 2003, pp. 26–27.
  14. Plunkett 2003, pp. 18–21 (ballad, p. 21).
  15. "Princess Beatrice's copies". Queen Victoria's Journals. Royal Archives. 28 June 1838. د کتاب پاڼې 82. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Subscription required
  16. "Princess Beatrice's copies". Queen Victoria's Journals. Royal Archives. 28 June 1838. د کتاب پاڼې 85. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Subscription required
  17. Worsley 2018, p. 103.
  18. "Princess Beatrice's copies". Queen Victoria's Journals. Royal Archives. 29 June 1838. د کتاب پاڼې 85. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Subscription required
  19. کينډۍ:London Gazette
  20. "Key to Mr Leslie's picture of Queen Victoria receiving the Holy Sacrament at her Coronation". National Portrait Gallery. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)