د ملکې الیزابیت لار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ملکې الیزابیت لار (QEW) په کاناډا کې د لویو لارو یوه څلورسویزه لړۍ ده چې د ټورانټو ښار د نیاګارا له ټاپو او د نیویارک له بوفالو سره نښلوي. پراخه لويه لاره په فورټ اېرې کې د سولې له پل څخه پیلیږي او د انټاریو سیند په لویدیځ پای کې ۱۳۹,۱ کیلومتره (۸۶,۴ مایل) مزل سره د ټورانټو له ۴۲۷مې لویې لارې سره په ټورانټو کې پای ته رسېږي. که څه هم فزیکي لویه لاره د ګاردېنر د لویې لارې په توګه د ټورانټو ښار تر مرکز پورې دوام مومي. QEW د اونتاریو له مصروفو یا ګڼه ګوڼې لرونکو لویو لارو څخه ده. چې په ورځني ډول يې له ځینو برخو څخه په منځنۍ کچه شاوخوا ۲۰۰۰۰۰ باروړونکي وسیلې تېرېږي. د لویې لارې ستر اتصال‌ځایونه/تړټکي د نیاګارا په ۴۲۰مه لویه لار، د نياګارا د جهيل پر ۴۰۵مه لويه لار، د سېنټ کاټرېنز په ۴۰۶مه لویه لار، په هېلمېنټون کې پر رېډ هېل وېلي پارک‌وې، په بورلېنګټون کې پر ۴۰۳مه لویه لار او په ۴۰۷مه لویه لار، په اوکاويلي کې د میسیساګا پر پوله په ۴۰۳مه لویه لار او په ايټوبایکوک کې په ۴۲۷مه لویه لار کې پراته دي. د هالټون سیمې په ښاروالۍ کې د ملکې الیزابیت لويه لار (QEW) د ۴۰۳مې لويې لارې سره هم‌مهاله لاسلیک شوې ده. د لارې د اوږدو په ډېره برخه کې د سېنټ کاټرېنز او هميلټون تر منځ واټن پرته چې محدودیت يې ۱۱۰کيلومتره (په ساعت کې ۶۸ مایله) په ساعت کې اعلان شوی، په پاتې برخو کې چکټکتيا ۱۰۰کیلومتره پر ساعت (په یو ساعت کې ۶۲ مايله) ته محدوده شوې ده.

د ملکې الیزابیت د لویې لارې تاريخ ۱۹۳۱ کال ته ورګرځي، کله چې د لوی رکود پر مهال د ډونډاس او هغې ته څېرمه د لېکشور سړک په ورته طریقه، د مېډل سړک د پلن‌والي پروژه د یوې مرستندويه پروژې په توګه پيل شوه. په ۱۹۳۴ کال کې تر ولایتي ټاکنو وروسته ټوماس مک‌کوېستن او دهغه مرستیال وزیر رابرټ ملوېل سمېټ یادې طرحې ته بدلون ورکړ ترڅو چې د آلمان د اوتوباما لویې لارې ته ورته شي، د سفر مخالف جهتونه يې سره ووېشل او له درجې سره يې د کرښو د راکړې ورکړې /تقاطع ټکي د اصلي څلور لارو په توګه وکارول. په ۱۹۳۷ کال کې د ترافیکو پر مخ تر پرانیستل کېدو وروسته، په شمالي امريکا کې د ښارونو تر منځ وېشل شوې لومړنۍ لویه لار وه چې د نړۍ په کچه د ثابتې رڼالرونکې تر ټولو اوږده لار شوه. حال دا چې هغه مهال يوه حقیقي پرانیستې لار نه وه، خو په ورو ورو يې په ۱۹۵۰ لسیزه کې پرمختګ او پراختیا ومونده او مدرنه شوه چې تر ۱۹۷۵ کال پورې يې لږ لږ اوسنۍ بڼه خپله کړه. له هغه مهال راهیسې تر اوسه د لارې د پلن‌والي/تعریض لپاره بېلابېلو پروژو دوام درلود. په ۱۹۹۷ کال کې ولایتي دولت د همبر سیند او ۴۲۷ لویې لارې تر منځ د QEW د یوې برخې مسؤلیت د ټورانټو ښار ته پرېښود. ورپسې دا برخه د ګاردېنر لویې لارې د یوې برخې په توګه بیا طراحي شوه.

نوم او نښې[سمول]

د ملکې الیزابیت د لویې لارې نوم د پاچا شپږم جورج او د هغه د سلطتني مېرمنې په نوم چې وروسته د ملکې الیزابیت او مور ملکې په نوم پېژندل کېده ونومول شو. ځینې وختونه د اي ملکې په نوم یادېده. دغې سلطنتي جوړې په ۱۹۳۹ کال کې له نازي آلمان سره د جګړې د وړاندوینې له مخې تر یوې کچې د بریتانیا د ملاتړ د پیاوړتيا او د ۶م جورج د تاج اېښونې د مراسمو لپاره کاناډا او متحده ايالتونو ته سفر وکړ. یادې لویې لارې خپل نوم د دغې ليدنې د درناوي په پار ترلاسه کړ؛ د جون په ۷مه په داسې حال کې پرانیستل شوه چې پاچا اوملکې هېنلي پل ته څېرمه په سېنټ کاټرینز سیمه کې په تشریفاتي ډول د لویې لارې د پرانیستو پټۍ پرې کړه. دا لویه لار په اصل کې د ER تورو، د الیزابیت رېجنا لپاره له سلطنتي سایفر سره چې په لاتیني ژبه د «ملکې الیزابیت» معادل و له روښانه سټایلي سټندردونو سره ځانګړې کړای شوې وه. له دې سره چې ډېری دغه نښې لرې کړل شوي دي د لویې لار په بهیر کې پر درېیو پلونو: په میسیساګا کې د کرېډت سیند پر سر، په اوکاويلي کې د برونټي کریک او په سنټ کاټرینز کې د ټوېلف مايل کرېک پر سر پاتې شوې دي. د ۴۲۰مې لويې لارې د یوې کوچنۍ برخې په توګه په ۲۰۲۰ کال کې د نیاګارا فالس او د هغه پر پراختيا او د فالس څلور لارې پر سر د روښانايۍ دا سټندردونه نصب شول.  [۱][۲]

هغه نښګر چې QEW پرې نښاني شوې ده، د نورو ولایتي لویو لارو د نښګرو خلاف پر سپينو د تور پر ځای له زېړ شالید/بګروند څخه کار اخیستی. په اصل کې هغوی د لویې لارې بشپړ نوم یوازې له کوچنیو تورو سره ښکاره کاوه، چې د ER تورو یو لوی سکرېپټ یې په هغه ځای کې ځای پر ځای کړی و چېرته چې د لویې لارې شمېره د نورو نښو پر سر وه.  په ۱۹۹۵ کال کې دا طرحې د «QEW» تورو له اوسنی طرحې سره بدلې شوې. که څه هم د QEW د لویو لارو منل شوې شمېرې نه لري او د اونتاریو ولایت د څلورسویزو لویو لارو د یوې برخې په توګه په پام کې نیول کېږي. د اونتاریو د ترانسپورت وزارت QEW د کورنیو او اداري موخو لپاره د ۴۵۱مې لويې لارې په توګه تعینوي. [۳][۴][۵]

په اصل کې د ټورنټو د لويې لارې د پای پر لور د لويې لارې په منځ کې یو تاريخي څلی و چې په ۱۹۳۹ کال کې د پاچا ۶م جوروج او ملکې الیزابیت د لیدنې لپاره ځانګړې شوې و او د «نېکمرغه زمري» په نوم پېژندل کېده. پر سر یې یو تاج اېښول شوی و او په پای کې يې یو زمرۍ چې ډبلیو اېل سموېل او د فرانس لورېنګ او فلورېنس وايل د مجسمه‌جوړوونکو له‌خوا د ۱۲۰۰۰ ډالرو په ارزښت (چې په ۲۰۲۱م کال کې د ۲۱۲۴۰۰ ډلارو معادل و) طرحه شوه. د یادګار څلی په ۱۹۷۲ کال کې د QEW د لومړني پلن‌والي د پلي کولو په موخه لرې کړای شو او د ۱۹۷۵ کال په اګست کې د ښاغلي کازمیرګزوفسکي پارک ته څېرمه د انتاریو جهيل ته نږدې د هامبر سیند ختيځې برخې ته ولېږدول شو.  [۶]

د لارې تفصیل / سپړاوی[سمول]

د QEW ۱۳۹ کيلو متره (۸۶ مايل) لار ده، د سولې له پل څخه – چې فورټ اېرې د نیویارک له بفالو سره نښلوي-  د ولایت اقتصادي مرکز ټورنټو ته ځي. د پراخې لارې دایره د اونتاریو جهيل د لویديځې خلیجي برخې پر شاوخوا ګرځي او د نياګارا فالس پر لاره له سېنټ کاټرېنز، همېلټون، برلینګون، اوکويل او میسبساګا څخه تېرېږي. له ۴۰۳یمې څلورلارې سره هم‌مهاله د خپلواکې/پراخې لويې لارې ۲۲ کیلومتري (۱۴مایلي) برخه په برلینګټون کې لاسلیک شوه. د QEW  په مسیر کې د اونټاریو د نورو لویو لارو خلاف په لارښوونکي ډول موقعیتي نښې کارول شوې دي.  د ټورانټو پر لور د موټر چلونې په مسیر کې دا ټوله لويه لار د ټورنټو د QEW  په توګه په نښه شوې ده. په مخالف جهت کې بیا اړونده سیمې ته په کتو سره د همېلټون د QEW ، د نياګارا د QEW ، د فورټ اېرا د QEW  په توګه په ڼښه کړای شوې ده. [۷]

فورټ اېري- سېنټ کاترينس[سمول]

د ملکې الیزابیت لويه لار د سولې برج له بېخ څخه پیلېږي چې د متحده ايالاتو له پولې څخه تېرېږي او د نيویارک په بوفالو سیمه کې د آي-۱۹۰ له لويې سره تړل کېږي. د پل او پراخې لويې لارې تر منځ یوه ګومرکي غرفه شته ده چې د هغې له لارې له کاناډا مېشتو موټر چلوونکو څخه د لګښت محصول اخیستل کېږي. د یادې برخې په لويديځ کې دريېمې لويې لارې او د نیاګارا پارک‌وې ته لا‌رسی شته دی. له ګومرکي غرفې څخه څلور کرښې پراخه لويه لار په رسمي ډول پيلېږي او له دمې پرته د شمال لویديځ لوري ته منحني کېږي. د فورټ اېري د راکړې ورکړې او په مرکزي جاده کې د QEW له لارې کانسېژن سړک، ټامپسون سړک، ګلېموړ سړک او بووېن سړک ته د لاس‌رسي اسانتيا برابروي. په داسې حال کې چې د پراخې لويې لارې په پيل کې ځینې ښاري پراختیاوې شته خو د لومړیو ۲۵ کیلومترو (۱۶ مایله) ډېره برخه د هوارو ځمکو په ځنګلونو کې پرته ده. ګڼ شمېر ويالې له دغو ځنګلونو څخه تېرېږي او معمولاً دوی په سېل کې ډوبوي. د پراخې لویې لارې په سویل لويديځه برخه کې له نياګارا فالس څخه نږدې ۱۰ کيلومتره (۶.۲ مایله) لرې د وېلوبي د ککړو اوبو خوندي کړای شوې سیمه پرته ده. دا لار له لیون کریک سړک سره تر تبادلې وروسته د شمال لور ته تاوېږي. [۸]

سرچينې[سمول]

  1. (په July 27, 2012 باندې). The QEW: 75 Years and Counting. Wheels.ca.
  2. Stamp 1987، صص. 31–34.
  3. (په February 21, 2014 باندې). Search Engine: Highway Mysteries Solved. The Niagara Falls Review.
  4. کينډۍ:Cite report
  5. Stamp 1987، ص. 9.
  6. Stamp 1987، صص. 43–46.
  7. کينډۍ:Cite map
  8. کينډۍ:Cite map