د ملي دفاع پوهنتون (پاکستان)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دوتنه:National Defence University, Pakistan Logo.png
د پاکستان د دفاعي پوهنتون نښه


د پاکستان د دفاع ملي پوهنتون(The National Defence University (or NDU) د پاکستان د پوځي جگړه ییزو تمرینونو او زده کړو پوهنځی دی چې لدغې پوهنځي څخه د پاکستان ټول پوځي بولندويان د ملي تگلارې پر بنسټ او ملي امنيت لپاره روزل کېږي او فارغېږي . دغه بولندويان او نور پوځي کدرونه د همغږۍ مرکز په نوم د پاکستاني پوځي ادارې لخوا حمایه کېږي . د پاکستان د دفاع ملي پوهنتون مالي ملاتړ د پاکستان د پوهنې او روزنې وزارت لخوا او د دفاع وزارت لخوا څخه کېږي . د همدې پوهنتون لنډون يې په انگرېزي ژبې رامنځته کړی چې NDU ورته وايي . د پوهنتون د زده کړو په تگلار کې پوهنیزې روزنې ، پوځي تمرینونه او زده کړې او د پاکستان د ملي دفاع لپاره د امنیتي ستراتيژيو د پرمختگ زده کړې شاملې دي . د پاکستان دفاعي پوهنتون لپاره د هغه هېواد هېوادمشر یې ځانگړې تگلارې په پام کې نیسي او د پوهنتون سرپازوال یې هم د هېواد مشر وي . همدارنگه د پوهنتون ټول اداري چارې د هېوادمشر په لاس کې وي او د پاکستان پوځ لخوا دننه پوهنتون کې د درېو ستورو لرونکی ټولمشر ټاکي . نن سبا د هغه پوهنتون ټولمشر ډگرجنرال جاوېد اقبال رمدايي دی . د پوهنتون اصلي موخې دا وي چې د ملي تگلاریزو چلندلارو ته لارې چارې ولټوي او د ملي امنیت او همغږۍ لپاره یې منظمې کړي . د دفاعي تگلارو لپاره پلانونه او مرکزي اندونه همدې خواته په عملي توگه ورسم کړي . د پوهنځي د ماسټرۍ خپرونه یې دوه کلنه چابکه زده کړه ده . د دغه پوهنتون ډېری زده کړيالان د اسلام آباد ښارونډيان دي چې د پوځي کورنيو پورې تړاؤ لري . دوی د پوځي ښوونځيو او زده کړنځايونو څخه فارغ شوي وي . زده کړيالان په لا پرمختلليو ټولگیو کې د پالیسۍ او تگلارې زده کړې لوستیزه چلندلار زده کوي . د جنگ جگړې په سولې اړولو تگلارې څېړي او زده کړې ترې کوي همدارنگه د اټومي سياست په لړ کې دیپلوماتیکه زده کړه ترلاسه کوي . همدې پوهنتون کې د ښې حکومتولۍ د ساتنې پالیسۍ دنده هم پرمخ وړل کېږي چې د داسې تگلارې او لارو چارو سياسي لوبې او مرستې پنځوي چې له مخې یې پوځي ادارو او امنيتي ادارو ته له همدې ځايه د حالاتو ځانگړي شرايط ورپه گوته کوي او له اندېښنو یې خبروي .

د پوهنتون مخینه

اېن ډي يوو د پاکستاني پوځ زده کړنځای دې چې په کال ۱۹۶۳م زېږدي کې يې بنسټ کېښودل شو. دغه پوځي زده کړنځای په لومړي سر کې خپلې پوځي زده کړې د کمانډ اېنډ سټاف کالج په نوم د کوټې ښار کې له پوهنځي څخه پیل کړې . ورپسې په کال ۱۹۷۱م زېږدي کې د پاکستان د راولپنډۍ ښار د ملي غونډې پخوانۍ ودانۍ کې د ملي دفاع په نوم يو پوهنځی جوړ شو . همدارنگه په ۱۹۹۵م زېږدي کې د ملي دفاع فاکولته د اسلام آباد ښار ته څېرمه د يوې غره لمنې سره چې مارگله نومېږي يووړل شو. د پاکستاني حکومتي قانون لمخې د هغه هېواد ملي دفاع پوهنځی په پوهنتون واووښت د دغې کړنې لپاره يو هوکړه لیک په ۲۰۰۷م زېږدي کې د جنورۍ په ۲۷مه د پاکستان د هېواد مشر لخوا لاسلیک شو . د پکستان د ملي دفاع پوهنتون د اداري چارو لمخې د هغه هېواد د پوځ لخوا یې د درو ستورو جنرال د نظم او څار لپاره ټاکل کېږي چې ورته واکمشر يا ټولمشر وېل کېږي . دی د فاکولتو پازوال هم گڼل کېږي . همدارنگه دغه پوهنتون د څلورو اړوندو پوهنځيو اداري سمبالښت له ځان سره رانغاړي چې پدې توگه دي .

  1. د ملي امنيت پوهنځی
  2. پلي پوځ جگړه ییزه پوهنځی
  3. FCS د همغاړو زده کړو فاکولته
  4. د تگلارې ، چلندلار زده کړو ، شننې او څېړنې پوهنځی (ISSRA)

سرچینې