Jump to content

د مقدونيا تاریخ (لروغی پاچايي)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مقدونيې پاچايي يو لرغونی دولت و، کوم چې د شمالي يونان په اوسنۍ مقدونيه سيمه کې موقعيت درلود، د لرغوني يونان پړاو پر مهال، د اومې مخزېږدېزې پېړۍ په نيمايي کې يې بنسټ اېښودل شوی و او تر دويمې پېړۍ يې دوام پیدا کړ. په لومړي سر کې د «ارګاد» واکمنې لړۍ د پاچايانو له خوا رهبري کېدو، د مقدونيې د «امانټياس اول» (۵۴۷-۴۹۸مخزېږديز) او د هغه د زوی د مقدونيې د لومړي سکندر (۴۷۹- ۴۵۴مخزېږيديز) د واکمنۍ پر مهال مقدونيا د لرغوني فارس د هخامنشي سترواکۍ تابع وګرځېده. د «خشايارشاه اول» په مشرۍ پر يونان د فارسيانو د دويم بريد په مقابل کې د يونان د وروستۍ بریا او له اروپايي مرکزي سيمو څخه د پارسي ځواکونو د وتلو پر مهال شا اوخوا ۴۷۹مخزېږديز کې د هخامنشي مقدونيې پړاو پای ته ورسېده.

د کلاسيکي یونان په زمانه کې، د مقدون «ديم پرډيکاس» (۴۵۴ – ۴۱۳ مخزېږديز) نېغ په نېغه د کلاسیکي اتن او سپارټا تر منځ په «پيلوپونيزي» جګړه کې ښکېل شو، نوموړي د «چيلسيډيس» په ټاپوزمه د مقدونيې د واک د ساتنې په هڅه کې خپل ايتلاف له يو ښاري دولت څخه بل ښاري دولت ته بدل کړ. د هغه د واکمنۍ پړاو د «اوډريسي» پاچايۍ د «تريسيايی» واکمن «سيټالسيس» سره د لانجو او د لنډمهالي ايتلاف له امله شهرت موندلی. په پايله کې نوموړي له اتن سره سوله وکړه، په دې ډول د دواړو تر منځ يو اتحاد منځ ته راغی، کوم چې د مقدون د «لومړي ارکيليس» (۴۱۳-۳۹۹ مخزېږديز) د حکومت د پړاو پر لور ورسېد.

د «ارکيليوس» واکمنۍ د مقدونيې په قلمرو کې امنيت، ثبات او مالي خونديتوب راوست، بیا هم د هغه وژنې، چې په اړه يې ډېر معلومات نه شته (شونې ده چې د یو شاهي درباري له خوا وژل شوی وي)، دا هېواد د ګواښ او شخړو په حالت کې پرېښود.

د مقدون د «درېیم امينټاس» نالرامه حکومتي پړاو (۳۹۳-۳۷۰مخزېږديز) د «دارداني» د «ايليرين» واکمن «بارډيليس» او د «اولينتوس» د «کليسيډين» د ښاري دولت دواړو له خوا ويجاړونکي بريدونه وليدل، دواړه بريدونه په ترتيب سره د «تيسالي» او «سپارټا» د ښاري دولتونو له خوا د بهرنيو ځواکونو په مرسته له ماتې سره مخ شول. دويم سکندر (۳۷۰ – ۳۶۸ مخزېږديز) په «تيسالي» بريد وکړ، خو د «لاريسا» په نيولو بريالی نه شو ،کوم چې د «تبس» «پيلوپيډاس» نيولی و، چا چې له مقدونيې سره په دې شرط سوله وکړه چې هغوی به د راتلونکي مقدون د پاچا فليپ دويم (۳۵۹ -۳۳۶ مخزېږديز) په ګډون يرغمل کړي اشراف تسليموي.

دويم فليپ هغه مهال واک په لاس کې واخيست، کله چې د هغه مشر ورور د مقدون «درېيم پرډيکاس» (۳۶۸-۳۵۹ مخزېږديز) د «بارډيليس» د پوځ له خوا له ماتې سره مخ او ووژل شو. له مهارت ډکې ديپلوماسۍ په کارولو سره، دويم فيليپ وکولای شول چې له «ايليريانو، تريسايانو، پونيانو او اتنيانو» سره سوله وکړي، کومو چې د هغه سرحدونه له ګواښ سره مخ کړي وو. دې سولې هغه ته وخت ورکړ چې د دې لرغونې مقدونيې په پوځ کې اصلاحات راولي، مقدونيايي پوځي ډلګۍ جوړې کړې، کومې چې له سپارټا پرته د یونان د نيولو په برخه کې د هغه د پاچايې د بريا لپاره مهمې ثابتې شوې. هغه کرار کرار د بهرنيو ځواکونو سره د ودونو له لارې ايتلافونه جوړ کړل، په «اولينتي» جګړه (۳۴۹-۳۴۸ مخزېږديز) کې يې «چلسيډي» ايتلاف له منځه يوړ او په درېيم «سکرډ» جګړه (۳۵۶-۳۴۶ مخزېږديز) کې «فوسس» ته په ماتې ورکولو کې د خپلې ونډې له امله د «تيسالين» او «ايمفيکټيونک» اتحاد د منتخب غړي په ګرځېدو سره يې خپل سياسي ځواک لا پسې زيات کړ. د  ۳۳۸ مخزېږديزې په  «چيرونيا» جګړه کې د «اتن» او «تبس» د يو اتحاد په وړاندې د مقدونيې له بريا وروسته، فيليپ د «کرنتس» اتحاد جوړ کړ او د هغې د مشر مسئول په توګه وټاکل شو، څو تر مقدونيايي سلطې لاندې د هخامنشي سترواکۍ په وړاندې د متحده يوناني بريد مشري وکړي. په هرحال، کله چې دويم فيليپ د هغه يو ساتونکي وواژه، د هغه زوی درېیم سکندر يې ځای ناستی وګرځېد، کوم چې د ستر سکندر (۳۳۶ -۳۲۳ مخزېږديز) په نوم زیات شهرت موندلی دی، چا چې په هخامنشي مصر او اسيا بريد وکړ او د درېیم داريوس (درېیم دارا) واکمني يې نسکوره کړه، څوک چې اړ شو باکتريا (کوم چې اوسنی افغانستان دی) ته وتښتي، چېرته چې نوموړی د خپل يو خپلوان «بيسس» له خوا ووژل شو. د تخت دا مدعي بالاخره د سکندر له خوا اعدام شو، بیا هم سکندر په دوه دېرش کلنۍ کې د نامعلومې ناروغۍ ښکار وګرځېد، د چا مړينه چې د هغه د پخوانيو قوماندانانو «ديالوچيانو» له خوا د بايبل د وېش لامل وګرځېده، د دوی په منځ کې مشر يې «انټي پيټر» و، څوک چې د مقدوم د پنځم سکندر (۳۲۳-۳۰۹ مخزېږديز) پالونکی او مربي و. دې پېښې په لوېديځه اسيا او د مديترانې په نړۍ کې د «هيلينستيکي» پړاو له پيل سره مرسته وکړه، د کومې په پايله کې چې د سکندر د سترواکۍ په پخوانيو سيمو «بطليموسي، سيليوسي او اټلډ» مېراثي پاچايۍ منځ ته راغلې.[۱][۲][۳]

مقدونيې د هلنستيکي يونان د واکمن دولت په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړ، خو بیا هم د «انټيپاټرايډ» او نوي زېږيدلي «انټيګونايډ» واکمنو کورنيو تر منځ د خپلمنځي جګړو له امله يې واکونه کم شول. د «ايپيرس د پيرهس،، ليسيماچس، لومړي سيليوکس نيکيټر او سيلټک ګايټيز» له خوا د مقدونيې د دویم «انټيګونس» په مشرۍ کې (۲۷۷-۲۷۴؛ ۲۷۲-۲۳۸ مخزېږديزو کلونو) له پښو غورځونکو بريدونو څخه له راوتلو وروسته مقدونيه د اتن په نيولو بريالۍ شوه او په «کرومونودي» جګړه (۲۶۷-۲۶۱ مخزېږديز) کې يې د «Ptolemaic» مصر د سمندري بريدونو په وړاندې د دې ښار دفاع وکړي. په هر حال، په ۳۵۱مخزېږديز کې د «سيسيون» «الراټس» بغاوت د «اچيان» د اتحاديې د جوړېدو لامل وګرځېد، کوم چې د يونان په مرکزي سیمو کې د مقدونيې د پاچايانو د هيلو لپاره يوه تلپاتې ستونزه وګرځېده. د مقدونيې ځواک (۲۲۹-۲۲۱ مخزېږديز) د «دوسون» «درېیم انتيګونوس» تر واکمنۍ لاندې يو ځل بيا د سر پورته کولو شاهد و، چا چې په «کليومين» جګړه (۲۲۹-۲۲۲ مخزېږديز) کې د «درېیم کلومينز» تر مشرۍ لاندې سپارټيانو ته ماتې ورکړه. که څه هم پنځم فيليپ (۲۲۱-۱۷۹مخزېږديز) په ټولنيزه جګړه (۲۲۰-۲۱۷مخزېږديز) کې «ايټولي» اتحاديې ته په ماتې ورکولو کې بريالی شو، خو د هغه دې هڅو چې په «ايډرياټيک» سمندر کې مقدونيايي ځواک ځای پر ځای کړي او «هنيبل» سره د مقدونيايی-کارتيجيني تړون منځ ته راوړي، رومي جمهوريت ووېراوه، کوم چې يوناني ښاري دولتونو اتحاد په مقدونيه بريد ته چمتو کړ، په داسې حال کې چې روم په ايټاليې کې «هنيبل» ته په ماتې ورکولو خپله توجه مرکوزه کړه. په پايله کې روم د پنځم فيليپ په وړاندې په لومړۍ (۲۱۴-۲۰۵ مخزېږديز) او دويمه (۲۰۰-۱۹۷مخزېږديز) مقدونيايي جګړو کې بريالی و، پنځم فيليپ  ته د «کريټن» په جګړه (۲۰۵-۲۰۰ مخزېږديز) کې هم د هغه اتحاد له خوا ماتې ورکړل شوې وه چې مشري يې «روډز» کوله. مقدونيه اړ شوه چې له مقدونيې څخه بهر په یونان کې خپلې واکمنۍ خوشې کړي، په داسې حال کې چې دريمه مقدونيايي جګړه (۱۷۱-۱۶۸مخزېږديز) په بشپړ ډول د پاچايې په پای ته رسولو کې بريالۍ شوه، له کومې وروسته چې روم د مقدون «پرسيوس» (۱۷۹-۱۶۸مخزېږديز) نظرباند کړ او په مقدونيه کې يې څلور تابع جمهوري دولتونه جوړ کړل. په مقدونيه کې د بغاوت د مخنیوي په یوه هڅه کې، روم په دې دولتونو کې سخت قوانين پلي کړل، کومو چې د  دوی اقتصادي وده او په خپلو منځو کې تعامل محدود کړ. په هر حال، «اينډريسکس»، څوک چې د «انټيګوناډز» سره اړیکه درلودونکی د تخت دعوادار و، د څلورمې مقدونيايي جګړې (۱۵۰-۱۴۸ مخزېږديز) پر مهال د لنډې مودې لپاره مقدونيايي پاچايي بيا راژوندۍ کړه. د هغه پوځونو د «پيډنا» په دويمه جګړ کې د رومي جنرال « Quintus Caecilius Metellus Macedonicus» له خوا وځپل شول، په دې ډول رومي مقدونيايي ولايت منځ ته راغی او د رومي یونان لومړی پړاو پيل شو.[۴]

سرچينې

[سمول]
  1. Gabriel, Richard A. (2010). Philip II of Macedonia: Greater Than Alexander. Potomac Books. p. 232. ISBN 978-1597975193. That sense of being one people allowed each Greek state and its citizens to contribute their values, experiences, traditions, resources, and talents to a new national identity and psyche. It was not until Philip's reign that a common sentiment of what it meant to be a Hellene reached all Greeks. Alexander took this culture of Hellenism with him to Asia, but it was Philip, as leader of the Greeks, who created it and in doing so made the Hellenistic Age possible.
  2. Kinzl, Konrad H (2010). A Companion to the Classical Greek World. Wiley-Blackwell. p. 553. ISBN 978-1444334128. He [Philip] also recognized the power of pan-hellenic sentiment when arranging Greek affairs after his victory at Chaironeia: a pan-hellenic expedition against Persia ostensibly was one of the main goals of the League of Corinth.
  3. Burger, Michael (2008). The Shaping of Western Civilization: From Antiquity to the Enlightenment. University of Toronto Press. p. 76. ISBN 978-1551114323. In the end, the Greeks would fall under the rule of a single man, who would unify Greece: Philip II, king of Macedon (360-336 BC). His son, Alexander the Great, would lead the Greeks on a conquest of the ancient Near East vastly expanding the Greek world.
  4. King 2010, p. 376; Sprawski 2010, p. 127; Errington 1990, pp. 2–3.