د مغولو او افغانانو جګړې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د مغولو او افغانانو جګړې
عامه معلومات
عمومي معلومات

د افغانانو او مغولو جګړې د نښتو يوه لړۍ و ه چې د شپاړسمې او اتسلمې پېړۍ تر منځ د هندوستان د مغول سترواکۍ او مختلفو افغان قبيلو او پاچاييو تر منځ پېښې شوې وې.[۱][۲]

د اوسني افغانستان د سيمو پر سر نښتې، کومې سيمې چې د دواړو خواوو لپاره له ستراتيژيک اړخه مهمې وې، د دې نښتو د ابتدايي لاملونو په توګه وې. افغانانو هڅه کوله چې خپله خپلواکي وساتي او د مغولو د پراختيا په وړاندې يې مقاومت وکړ، په داسې حال کې چې مغولو د خپلې سترواکۍ د پراختيا او دې سيمې د نيولو لپاره کار کاوه.

مخينه[سمول]

د افغانانو او مغولو د جګړو رېښې په شپاړسمه پېړۍ کې د هند نيمې لويې وچې په پېچلي سياسي او پوځي تاريخ کې خپرې وې. د سترواک بابر په مشرۍ کې د مغولو سترواکۍ په 1526ز کال کې د ډيلي سلطنت ته په ماتې ورکولو سره خپله واکمني جوړه کړې وه. په هر حال، مغولو ته د مختلفو سيمه ييزو طاقتونو له خوا پرله پسې ګواښونه متوجه و، چې په هغوی کې افغانان هم شامل و، چا چې د اوسني افغانستان ځينې برخې په واک کې درلودې.

افغانان او په ځانګړي ډول پښتانه قبايلي خلک وو، چا چې د بهرنيو واکمنو په وړاندې د مقاومت يو اوږد تاريخ درلود. له دې وړاندې دوی د فارسي صفوي او ازبکو شيبانيانو پر ضد جګړې کړې وې، او اوس د مغولو د پراختيا په مخالفت کې ولاړ وو. افغانانو همدا راز په 1526ز کال کې د پاني پت په جګړه کې له مغولو څخه سخته ماتې خوړلې وه، او اړ کړای شوي وو چې مغولو ته باج (خراج/جزيه) ورکړي.

په هر حال، مغول سترواکي له داخلي ناندرو څخه هم خوندي نه وه. په شپاړسمه پېړۍ کې، مغول سترواک اکبر د ګڼو سيمه ييزو واليانو او مذهبي فرقو له بغاوتونو سره مخ شو. دې حالت افغانانو ته موکه په لاس ورکړه چې د هندوستان په داخل کې بريدونه وکړي، او د مغولو واکمني نا امنه کړي.

تاريخ او پړاونه[سمول]

لومړی پړاو[سمول]

د بابر د نوې پر پښو ولاړې سترواکۍ او د لودي کورنۍ تر واک لاندې د ډيلي سلطنت تر منځ په 1526ز کال کې پيل شوی مهم ټکر د مغول-افغان جګړې د لومړي پړاو په توګه پېژندل کېږي.[۳]

دا مهال د شمالي هندوستان يوه مهمه برخه د ډيلي د سلطنت له خوا اداره کېده، کومه چې يوه پياوړې مسلمانه پاچايي وه. په هر حال، د اشرافو تر منځ داخلي مخالفتونو او ټکرونو دا پاچايي کمزورې کړه، او د بهرنيو ګواښونو سره يې مخ کړه.[۴][۵]

د جنګيز خان لمسي او د مغول سترواکۍ بنسټ اېښودونکي بابر د خپل قلمرو د پراخولو يوه موکه وليده او په هندوستان يې بريد وکړ. د 1526ز کال د اپريل د مياشتې په يوويشتمه نېټه، نوموړي د هندوکش د غرونو له تنګيو څخه خپل لښکر واړاوه او د پاني پت په لومړۍ جګړه کې يې د لودي واکمنې کورنۍ پوځونو ته ماتې ورکړه.[۶][۷]

د مغولو د پوځ ټول جګړه ييز وسايل او ښه نظم او ضبط، او تر څنګ يې د پلته يي توپکونو او توپخانې په څېر پرمختلليو وسلو ته لاسرسي د لوديانو پوځ د هغوی په وړاندې عاجز کړ. په دې نښته کې، لودي سلطان ابراهيم لودي ووژل شو، او بابر ډيلی او د شمالي هندوستان ځينې سيمې په واک کې راوستې.[۸][۹]

دويم پړاو[سمول]

د افغان-مغولو د جګړې دويم پړاو د مغولو او سوري ستورواکۍ په جګړو مشتمل دی. سوري سترواکي لنډمهالې افغان واکمنه کورنۍ وه، چې له 1540 څخه تر 1556ز کال پورې يې په شمالي هندوستان واکمني کړې وه. د سوري سترواکۍ بنسټ شيرشا سوری ايښی و، څوک چې په 1539ز کال کې په لومړي ځل د «چوسه» په جګړه کې، او په 1540ز کال کې د «قنوج» په جګړه کې دويم ځل مغول سترواک همايون ته په ماتې ورکولو سره واک ته ورسېد.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

درېیم پړاو[سمول]

د سوري سترواکۍ او مغولي سترواکۍ تر منځ درېيمه ستره جګړه، د درېيم مغول سترواک اکبر د واکمنۍ پر مهال منځ ته راغله. په 1555ز کال کې، اکبر په سوري سترواکۍ بريد وکړ، او د سرهند په جګړه کې يې سوري ځواکونو ته ماتې ورکړه.[۱۶]

د سوريانو او مغولو تر منځ نښتې د څو کلونو لپاره روانې وې، او دواړه خواوې له بريا او ماتې سره مخ کېدلې. په هر حال، بالاخره مغول د دوی د پياوړي پوځي ټيکنالوژۍ، تنظيم او وسايلو له امله بريالي شول. په 1556ز کال کې، د اکبر ځواکونو د سوريانو پوځ ته د «ماچیواره» په جګړه کې ماتې ورکړه، او له دې ډېر ژر وروسته سوري واکمني ړنګه شوه.

د سوريانو او مغولو جګړه د شمالي هندوستان په تاريخ کې يو مهم باب و، ځکه چې په دې سره واک له سوري سترواکۍ څخه مغول سترواکۍ ته ولېږدېد، او د هند نيمې لويې وچې په ډېرو برخو د مغولو واک سره راټول شو.

څلورم پړاو[سمول]

د اکبر د واکمنۍ پر مهال، مغول سترواکۍ د «کراني» (کرلاڼي) واکمنې کورنۍ پر ضد د خپلې ځمکمنۍ پراختيا په هڅه کې ګڼ پوځي بريدونه وکړل، او په بنګال يې خپله واکمني قايمه کړه. په 1557ز کال کې، د بابر د والي «تودار مل» تر قوماندې لاندې مغول د بنګال پر لور ولاړل، او له «کراني» ځواکونو سره په يو لړ نښتو کې ښکېل شول. [۱۷]

د پاچا داود خان کراني په مشرۍ کرانيانو د مغولو د ځواکونو په وړاندې خونړۍ جګړې وکړې، او وتوانېدل چې د مغولو پوځ ته درنده مرګ ژوبله واړوي. په هر حال، په پايله کې، مغول وتوانيدل چې کرانيانو ته ماتې ورکړي، او د دوی پلازمېنه «ګور» ونيسي.

د کرانيانو او مغولو تر منځ نښتې تر بنګال پورې محدودې نه وې، ځکه چې د شمال لوېديځو سرحدي سيمو په څېر، کرنيانو او نورو افغان ډلو د دې سترواکۍ په نورو سيمو کې هم د مغولو پر ضد مقاومت ته دوام ورکړ. په هر حال، په بنګال کې کرنيانو ته په ماتې ورکولو سره مغولي سترواکۍ مهمه بريا تر لاسه کړه، او له مغولو سره يې مرسته وکړه چې خپل واک په ختيځ هندوستان هم پیاوړی کړي.

پنځم پړاو[سمول]

د اکبر پاچا د واکمنۍ پر مهال، اکبر غوښتل چې د یوسفزيو په يوه سيمه "افغانيه" بريد وکړ، اکبر د يوسفزيو سيمه محاصره کړه، خو مغول پوځ ناکام شو. محاصره له دوه مياشتو زياتې مودې لپاره روانه وه. له دې وروسته اکبر خپل يو ډېر ځيرک او هغه ته نږدې وزير «راجا بربل» واستاوه. خو يوسفزي قبايلو د مغولو هغه ځواکونو ته ماتې ورکړه، چې مشري يې «بربل» او شجاعت خان کوله. دا د اکبر د واکمنۍ پر مهال د مغول سترواکۍ لپاره يو تر ټولو ستر ناورين و. د مغول تاريخ پوه خافي خان په وينا، يوسفزي افغانانو له 40000 څخه زيات مغول سرتيري او قوماندانان ووژل، په داسې حال کې چې عبدالقادر بداوني ادعا کړې چې له 8000 څخه زيات مغول سرتيري او قوماندانان د «کراکار» او «مالانداري» په تنګي کې وژل شوي وو، کوم چې د اکبر او مغولو په تاریخ کې يو له تر ټولو ستر پوځي زيان څخه شمېرل کېږي. د همدې ناورین له امله، اکبر سخت خواشينی شو، او د دوه ورځو لپاره يې نه څه وخوړل او نه يې څه وڅښل.[۱۸][۱۹][۲۰]

شپږم پړاو[سمول]

د پنجاب په سیمه شخړه د دراني سترواکۍ او مغول سترواکۍ تر منځ د نښتې لامل وګرځېده، کومه سيمه چې د دوه سترواکيو ترمنځ په پوله د موقعيت له امله له ستراتيژيکي اړخه مهمه وه. احمد شاه دراني او د هغه ځواکونو په 1748 او 1752ز کلونو کې پر هندوستان بريد وکړ، او لاهور يې له مغولو ونيو.[۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  7. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  21. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).