د مغذي موادو ککړتیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مغذي موادو ککړتیا د اوبو د ککړتیا یو ډول دی چې اوبو ته د بې حده ډېرو مغذي موادو د ننوتو له امله رامنځته شوې ککړتیا ته ویل کېږي. دا د سطحي اوبو (جهیلونو، سیندونو او ساحلي اوبو) د ډېرې مغذي کېدنې اصلي لامل دی چې په کې د اضافي مغذي موادو لکه نایتروجن یا فاسفورس له امله د اوبړیو وده چټکېږي. د مغذي موادو د ککړتیا په سرچینو کې له کرنیزو سیمو او څړځایونو څخه د سطحي جریان اوبه، د سپټېک له زېرمو او اخورونو څخه د موادو وتل او د سوځېدو له امله د ګازونو خپرېدل شامل دي. خام فاضلاب د کرنیزو موادو په مغذي کېدو کې لویه ونډه لري، ځکه فاضلاب لوړه اندازه مغذي مواد لري. په ډېرو اوبو کې د خامو فاضلابو خوشي کول د فاضلابو تخلیه بلل کېږي چې دغه کار لا هم په ټوله نړۍ کې کېږي. په لویه کچه کې د چاپېریالي اندېښنو لامل په چاپېریال کې تر اندازې د ډېر فعال نایتروجن مرکبات دي. په دې کې د سطحي اوبو ډېر مغذي کېدل، د اوبړیو مضرې غوزې، هایپوکسیا، تېزابي باران، په ځنګلونو کې د نایتروجن اشباع او د اقلیم بدلون شامل دي.[۱][۲]

کله چې په ۱۹۱۰مه لسیزه کې او بیاځلي په ۱۹۴۰مه لسیزه کې کرنې وده وکړه او غذايي موادو ته تقاضا ډېره شوه، له هغه مهال راهیسې له دغې تقاضا سره د مطابقت لپاره کرنیز تولیدات په پراخه کچه د کیمیاوي سرې پر استعمال تکیه دي. کیمیاوي سره یوه طبیعي یا اصلاح شوې کیمیاوي ماده ده چې د خاورې په ښېرازۍ یا حاصل‌خېزۍ کې مرسته کوي. دا سرې په ډېره اندازه فاسفورس او نایتروجن لري چې په پایله کې يې ډېره اندازه مغذي مواد خاورې ته ننوځي. نایتروجن، فاسفورس او پوتاشیم په سوداګریزو سرو کې «درې لوی» اصلي مغذي مواد دي، په دغو درې واړو مغذي موادو کې هر یو یې د نبات په تغذیه کې اساسي رول لري. کله چې د ودې په حال کې نباتات نایتروجن او فاسفورس په بشپړ ډول مصرف نه کړي، د کرنې په ساحو کې ورکېږي او د هوا او ځمک‌لاندې اوبو پر کیفیت منفي اغېز کوي. دا مغذي مواد په پای کې د اوبو ایکوسیستمونو ته رسېږي او د موادو په مغذي کولو کې ونډه اخلي. کله چې کروندګر سرې شیندي، هغه که عضوي وي یا مصنوعي، ځینې یې د اشغالو یا کثافاتو په توګه باقي پاتې کېږي او کېدای شي په لاندېنیو جریانونو کې د موادو د مغذي کېدو لامل شي.[۳][۴][۵][۶][۷]

د مغذي موادو د ککړتیا کمولو په لارو چارو کې د مغذي موادو اصلاح یا پاکول، د مغذي موادو راکړه ورکړه او د غذايي موادو د سرچینو وېش شامل دي.

سرچینې[سمول]

د اوبو په یوه منفرده حوضه کې د مغذي موادو د ککړتیا اصلي سرچینې د ځمکې په ډېر استعمال پورې اړه لري. سرچینې ښايي نقطه‌يي او غیر نقطه‌يي یا دواړه وي:

  • کرنه: د څارویو تولیدات یا کرنیز محصولات
  • ښاري سیمې یا د ښار شاوخوا: له سړکونو او پارکېنګونو څخه د باران د اوبو جریان؛ په چمنونو کې د کیمیاوي سرې ډېر کارول؛ د ښاروالۍ د فاضلابو تصفیه ځایونه؛ له نقلیه وسایلو څخه وتونکي لوګي
  • صنعتي سرچینې: د هوا د ککړتیا خپرېدل (مثلاً د برېښنا د تولید ځایونه)، له بېلابېلو صنایعو څخه د جوټه اوبو وتل. [۸]

د مغذي موادو هغه ککړتیا چې د هوا د ککړتیا د ځینو سرچینو له امله راپیدا کېږي، ښايي د ځايي ځمکو له کارولو پرته هم رامنځته شي چې لامل یې له لرې سرچینو څخه د هوا ککړوونکو پراخ لېږد یا ترانسپورت دی.[۹]

د دې لپاره چې د ډېرې مغذي کېدنې د مخنیوي څرنګوالی وارزول شي، باید هغه ځانګړې سرچینې وپېژندل شي چې د مغذي موادو په ښېرازۍ کې رول لري. د مغذي او عضوي موادو دوې عامې سرچینې موجودې دي چې یو یې نقطه‌يي او بل یې غیر نقطه‌يي سرچینې دي.

فاسفورس[سمول]

د فاسفورس ککړتیا د کیمیاوي او حیواني یا عضوي سرې د ډېر استعمال له امله رامنځته کېږي، په ځانګړې توګه کله چې د خاورې له تخریب سره ترکیبېږي. فاسفورس هم د ښاري فاضلابو د تصفیه‌ځایونو او ځينو صنایعو له‌خوا تخلیه کېږي.[۱۰]

نقطه‌يي سرچینې[سمول]

نقطه‌يي سرچینې په مستقیم ډول له یوه اغېز سره تړلې بلل کېږي. په نقطه‌يي سرچینو کې د مغذي موادو ضایعات په مستقیم ډول له سرچینې څخه اوبو ته ځي. د نقطه‌يي سرچینو تنظیم یو څه اسانه دی.[۱۱]

غیر نقطه‌يي سرچینې[سمول]

د غیر نقطه‌يي سرچینو ککړتیا (چې د خپرې شوې ککړتیا یا د اوبو د جریاني ککړتیا په نامه هم پېژندل کېږي) هغه ککړتیا ده چې له نامعلومو او تیت پرک سرچینو څخه رامنځته کېږي. د غیر نقطه‌يي سرچینو تنظیم ستونزمن دی او معمولاً د ځای او وخت له نظره (د موسمونو، ورښتونو او نورو نامنظمو پېښو له مخې) توپیر لري.[۱۲]

څرګنده شوې ده چې د نایتروجن لېږد په اوبو کې د بشري فعالیتونو له بېلابېلو شاخصونو سره تړاو لري. په کرنه کې یویې کول له هغو فعالیتونو څخه دي چې د غذايي موادو په حاصلخېزۍ یا ښېرازۍ کې ډېره ونډه لري.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د خاورې ساتنه[سمول]

د بشري فعالیتونو په پایله کې رامنځته شوي مغذي مواد په خاوره کې راټولېږي او کلونه کلونه هلته پاتې کېږي. دا څرګنده ده چې په سطحي اوبو کې د ګډ شوي فاسفورس اندازه په خاوره کې د فاسفورس له اندازې سره په خطي ډول ډېرېږي. همدا لامل دی چې کله په خاوره کې مغذي مواد ډېر شي، بالاخره اوبو ته لاره پیدا کوي. نایتروجن هم دې ته ورته د لسیزو لسیزو ګردشي وخت لري.[۱۷]

سطحي اوبو ته د نورو اوبو جریان[سمول]

د انساني فعالیتونو په پایله کې رامنځته شوي مغذي مواد له وچې څخه سطحي اوبو یا ځمک‌لاندې جریانونه ته ځي. په ځانګړي ډول نایتروجن د باران د اوبو د ایستلو، د فاضلابو د پایپونو او د سطحي اوبو د جریانونو د نورو ډولونو له لارې له منځه ځي. په اوسنۍ یا مدرنه کرنه کې مغذي مواد د دې لپاره په کروندو کې کارول کېږي چې د تولید کچه حد اکثر حالت ته ورسول شي. کروندګر په پرله‌پسې ډول د اړینو محصولاتو په نسبت ډېر مغذي مواد کاروي او په پایله کې یې سطحي یا ځمک‌لاندې اوبو ته اضافي ککړتیا ورځي. له کرنې څخه د مغذي موادو د کمولو لپاره جوړ شوي مقررات معمولاً د هغو مقرراتو په پرتله سختګیرانه دي چې د فاضلابو په تصفیه‌ځایونو او د ککړتیا په نورو نقطه‌يي سرچینو کې وضع شوي دي. دا هم باید هېره نه‌شي چې د ځنګلي ځمکو داخلي جهیلونه هم د سطحي اوبو د جریانونو تر اغېز لاندې دي. د اوبو جریان کولی شي منرالي نایتروجن او فاسفورس له کوچنیو ډبرو څخه پاک کړي چې پایله یې د مغذي موادو ورو او طبیعي ډېروالی دی.[۱۸][۱۹][۲۰]

اتومسفیري رسوب[سمول]

نایتروجن د امونیا د تبخیر او نایټرس اکسایډ د تولید په پایله کې هوا ته ازادېږي. د فوسیلي سون‌توکو سوځول د اتومسفیر د نایتروجني ککړتیا هغه لوی لامل دی چې انسانانو رامنځته کړی دی. اتوموسفیري نایتروجن د دوو بېلابېلو پروسو له لارې ځمکې ته رسېږي، لومړی د مرطوب رسوب لکه باران یا واورې په ډول دی او دویم وچ رسوب دی چې په هوا کې موجود ذرات او ګازونه دي. اتوموسفیري رسوب (مثلاً تېزابي باران) په اوبو کې د مغذي موادو پر غلظت اغېز کولی شي، په ځانګړې توګه په ډېرو صنعتي سیمو کې.[۲۱][۲۲]

اغېزې[سمول]

چاپېریالي او اقتصادي اغېزې[سمول]

اضافي غذايي مواد په بالقوه ډول د لاندې مواردو لامل کېږي:

  • د اوبړیو ډېره وده (د اوبړیو مضرې غوزې) او د ژوند تنوع بایلل؛ [۲۳][۲۴]
  • د نوعو د جوړښت بدلون؛
  • د غذايي شبکې بدلونونه، د رڼا محدودیت؛
  • اضافي عضوي کاربن (اتروفېکشن)؛ د منحل اکسیجن کمښت (چاپېریالي هایپوکسیا)؛ زهرجن تولید؛ [۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. Walters, Arlene, المحرر (2016). Nutrient Pollution From Agricultural Production: Overview, Management and a Study of Chesapeake Bay. Hauppauge, NY: Nova Science Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-63485-188-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Reactive Nitrogen in the United States: An Analysis of Inputs, Flows, Consequences, and Management Options, A Report of the Science Advisory Board" (PDF). Washington, DC: US Environmental Protection Agency (EPA). EPA-SAB-11-013. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر February 19, 2013 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Seo Seongwon; Aramaki Toshiya; Hwang Yongwoo; Hanaki Keisuke (2004-01-01). "Environmental Impact of Solid Waste Treatment Methods in Korea". Journal of Environmental Engineering. 130 (1): 81–89. doi:10.1061/(ASCE)0733-9372(2004)130:1(81). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Fertilizer 101: The Big Three―Nitrogen, Phosphorus and Potassium". Arlington, VA: The Fertilizer Institute. 2014-05-07. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ جون ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "The Sources and Solutions: Agriculture". Nutrient Pollution. EPA. 2021-11-04. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Huang, Jing; Xu, Chang-chun; Ridoutt, Bradley; Wang, Xue-chun; Ren, Pin-an (August 2017). "Nitrogen and phosphorus losses and eutrophication potential associated with fertilizer application to cropland in China". Journal of Cleaner Production. 159: 171–179. doi:10.1016/j.jclepro.2017.05.008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Carpenter, S. R.; Caraco, N. F.; Correll, D. L.; Howarth, R. W.; Sharpley, A. N.; Smith, V. H. (August 1998). "Nonpoint Pollution of Surface Waters with Phosphorus and Nitrogen". Ecological Applications. 8 (3): 559. doi:10.2307/2641247. hdl:1813/60811. JSTOR 2641247. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Sources and Solutions". Nutrient Pollution. EPA. 2021-08-31. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The Effects: Environment". Nutrient Pollution. EPA. 2021-03-01. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Phosphorus and Water". USGS Water Science School. Reston, VA: U.S. Geological Survey (USGS). 2018-03-13. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Point Source; Pollution Tutorial". Silver Spring, MD: U.S. National Ocean Service. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Basic Information about Nonpoint Source Pollution". 15 September 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Cole J.J., B.L. Peierls, N.F. Caraco, and M.L. Pace. (1993) "Nitrogen loading of rivers as a human-driven process", pp. 141–157 in M. J. McDonnell and S.T.A. Pickett (eds.) Humans as components of ecosystems. Springer-Verlag, New York, New York, USA, کينډۍ:ISBN.
  14. Howarth, R. W.; Billen, G.; Swaney, D.; Townsend, A.; Jaworski, N.; Lajtha, K.; Downing, J. A .; Elmgren, R.; Caraco, N.; Jordan, T.; Berendse, F.; Freney, J.; Kudeyarov, V.; Murdoch, P.; Zhao-Liang, Zhu (1996). "Regional nitrogen budgets and riverine inputs of N and P for the drainages to the North Atlantic Ocean: natural and human influences" (PDF). Biogeochemistry. 35: 75–139. doi:10.1007/BF02179825. S2CID 134209808. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  15. Bertness, M. D.; Ewanchuk, P. J.; Silliman, B. R. (2002). "Anthropogenic modification of New England salt marsh landscapes". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 99 (3): 1395–1398. Bibcode:2002PNAS...99.1395B. doi:10.1073/pnas.022447299. JSTOR 3057772. PMC 122201. PMID 11818525. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Sources and Solutions". Nutrient Pollution. EPA. 2021-08-31. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Sharpley AN, Daniel TC, Sims JT, Pote DH (1996). "Determining environmentally sound soil phosphorus levels". Journal of Soil and Water Conservation. 51: 160–166. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ مارچ ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Buol, S. W. (1995). "Sustainability of Soil Use". Annual Review of Ecology and Systematics. 26: 25–44. doi:10.1146/annurev.es.26.110195.000325. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Carpenter, S. R.; Caraco, N. F.; Correll, D. L.; Howarth, R. W.; Sharpley, A. N.; Smith, V. H. (August 1998). "Nonpoint Pollution of Surface Waters with Phosphorus and Nitrogen". Ecological Applications. 8 (3): 559. doi:10.2307/2641247. hdl:1813/60811. JSTOR 2641247. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Xie, Meixiang; Zhang, Zhanyu; Zhang, Pingcang (16 January 2020). "Evaluation of Mathematical Models in NitrogenTransfer to Overland Flow Subjectedto Simulated Rainfall". Polish Journal of Environmental Studies. 29 (2): 1421–1434. doi:10.15244/pjoes/106031. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Critical Loads – Atmospheric Deposition". U.S Forest Service. United States Department of Agriculture. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Paerl H. W. (1997). "Coastal Eutrophication and Harmful Algal Blooms: Importance of Atmospheric Deposition and Groundwater as "New" Nitrogen and Other Nutrient Sources" (PDF). Limnology and Oceanography. 42 (5_part_2): 1154–1165. Bibcode:1997LimOc..42.1154P. doi:10.4319/lo.1997.42.5_part_2.1154. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  23. "Harmful Algal Blooms". Nutrient Pollution. EPA. 2020-11-30. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "National Nutrient Strategy". EPA. 2021-08-18. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "The Effects: Environment". Nutrient Pollution. EPA. 2021-03-01. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "The Effects: Economy". Nutrient Pollution. EPA. 2022-04-19. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)