د معلوماتو يا ډيټا له لاسه ورکول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د معلوماتو يا ارزښتونو له لاسه ورکول په احصائيه کې هغه وخت پېښېږي، چې په يو زېرمه کې د بدلېدونکې اندازه يا اوسمهال هر رياضيکي جسم (Variable) لپاره د معلوماتو يا ډيټا هيڅ قيمت هم زېرمه نه شي. د معلوماتو له لاسه ورکول يوه عامه پېښېدنه ده او پر هغو پايلو باندې د پام وړ اغېز درلودلی شي، چې له ډيټا څخه تر لاسه کېدلی شي.

د معلوماتو له لاسه ورکول يا ورکېدل د نه غبرګون له امله رامنځته کېږي، يعنې دا چې د يو يو څو شيانو يا هم د ټول واحد (موضوع) لپاره هيڅ معلومات نه چمتو کېږي. ځينې توکي د ځينو نورو په پرتله د نه غبرګون ښودلو زياته شونتيا لري. لکه: د عايد په شان د خصوصي موضوعګانو په اړه توکي. سولېدنه يا زړېدنه د ورکېدنې يو ډول دی، چې په اوږدمهاله څېړنو کې پېښېږي. د بېلګې په ډول: د پرمختګ څېړنه چې يوه اندازه په کې د وخت له ځانګړې دورې څخه وروسته تکرارېږي. له لاسه ورکونه يا ورکېدنه هغه مهال پېښېږي، چې د ازمايښت له پای ته رسېدلو څخه مخکې په کې د ازمايښټ ګډونوال له منځه ځي او يو يا څو اندازې ورکېږي.

د اقتصاد، ټولنپوهنې او سياسي پوهې برخو څېړنه کې زياتره وخت معلومات د دې له امله ورکېږي، چې حکومتونه يا خصوصي ادارې د کړکېچن يا ګواښونکې احصائيې په راپور ورکولو کې پاتې راځي يا دا چې نه غواړي راپور ورکړي يا دا چې د معلوماتو نه شتون به يې لامل وي. د ځينو ارزښتونو له لاسه وتل د څېړونکي له امله وي. د بېلګې په ډول هغه وخت چې د معلوماتو راټولونه په ناسم ډول تر سره شوې وي يا دا چې د معلوماتو په ثبتولو کې تېروتنه شوي وي. [۱][۲]

د ورکېدنې دا بڼې بېلابېل ډولونه لري، چې هر يو يې له څېړنې څخه د پايلو پر اعتبار باندي بېلابېلې اغېزې هم لري. لکه: په ناټاکلي يا ناڅاپي ډول بشپړه ورکېدنه، ناڅاپي ورکېدنه او له ناڅاپي پرته ورکېدنه. د معلوماتو له لاسه ورکول د سانسور شويو معلوماتو سره په ورته ډول اداره کېدلی شي.

ډولونه[سمول]

په سم ډول د پاتو معلوماتو د ادراه کولو لپاره پر هغو لاملونو باندې پوهېدل مهم دي، چې ډيټا يا معلومات ولې ورکېږي. که چېرې ارزښتونه په ناڅاپي ډول بشپړ ورکېږي، شونې ده چې د معلوماتو نمونه لا هم د نفوس استازې وي. مګر که چېرې ارزښتونه په منظم ډول ورکېږي، نو کېدای شي شننه يا تحليل په يو اړخيز ډول شوی وي. د بېلګې په ډول: د ذکاوت او عايد تر منځ د اړيکې په څېړنه کې که چېرې د لوړ اوسط لرونکي ګډونوالو ذکات د «ستاسو معاش څومره دی؟» له پوښتنې څخه د تېرېدلو هڅه کوي، هغه شننې چې په ناڅاپي حالت کې دا ورکېدنه په پام کې نه نيسې ښايي د ذکاوت او معاش تر منځ د مثبتې اړيکې موندلو کې په ناسم ډول پاتې راشي. د همدې ستونزو له امله د مېتودولوژي پوهان په منظم ډول څېړونکو ته سلا ورکوي، چې څېړنې داسې ډيزاين کړي، چې د ورکېدونکو ارزښتونو پېښېدنه کمه کړي. په ژور ډول د معلوماتو د ورکېدنې لارې چارې د روښانه کولو په موخه ګرافيکي موډلونه کارېدلی شي. [۳][۴]

په ناڅاپي ډول د معلوماتو بشپړ ورکېدل (MCAR)[سمول]

د معلوماتو په ټولګه کې ارزښتونه په ناڅاپي ډول هغه وخت بشپړ ورکېږي، چې د هرو ځانګړو معلوماتو د ورکېدونکي توکي لامل پېښې د ګټې د ليدلو وړ بدليدونکې اندازې يا هر رياضيکي څيز او د نه ليدو معلومه اندازو (پارامترونو) دواړو څخه خپلواک وي او په بشپړ ډول ناڅاپي پېښېږي. کله چې په دې ډول معلومات ورک شي، نو د معلوماتو په اړه تر سره شوې شننه يو اړخيزه نه ده، که څه هم معلومات ډېر لږ وخت په بشپړ ډول ناڅاپي ورکېږي. [۵]

ناڅاپي او په بشپړ ډول د معلوماتو له لاسه ورکولو يا “MCAR” په حالت کې د معلوماتو ورکېدنه د څېړنې په هيڅ بدلېدونکې اندازې يا رياضیکي څيز پورې تړاو نه لري: په دې ډول په بشپړ ډول د کتل شويو معلوماتو په درلودلو سره ګډونوال د ټولو هغو ګډونوالو په عمل کې يوه ناڅاپي نمونه دي، چې يوه ځانګړې لاسوهنه يې ګومارلې ده. په MCAR سره د درملنو ناڅاپي دنده ساتل کېدونکې انګېرل کېږي، مګر دا په عمومي ډول په عمل کې په نارښتيني ډول يوه پياوړې انګېرنه ده. [۶]

په ناڅاپي ډول ورکېدنه[سمول]

ناڅاپي ورکېدنه يا (Missing at random “MAR”) هغه وخت پېښېږي، چې ورکېدنه په کې ناڅاپي نه وي، مګر په هغه حالت کې د بدلېدونکو اندازو يا رياضيکي څيزونو له لورې په بشپړ ډول ځواب ويونکي دي، چې بشپړ معلومات وي. دا چې “MAR” هغه انګېرنه ده، چې په احصائيوي ډول تاييدول يې ناشوني دي، نو بايد د هغه په اصلي معقوليت باندې تکيه وکړو. يوه بېلګه يې دا ده، چې نارينه لږه شونتيا لري چې د خفګان پلټنه يا سروې بشپړه کړي، مګر دا د نارينه په توګه د دوی له ګڼلو پرته د دوی د خفګان له کچې سره هيڅ تړاو نه لري. د شننې د مېتود پر بنسټ دا معلومات لا هم د حجرو اړوند خالي کېدنې له امله (د نارينه د خورا لوړ خفګان هيڅ پېښه ښايي ثبت نه شي) په شننه کې د پارامتر يو اړخيز قضاوت رامنځته کولی شي. که څه هم که چېرې پارامتر (د دوه سطحو تر منځ د ټکر نسبت) د بشپړو معلوماتو په تر ټولو لوړې شونتيا سره اټکل شي، MAR به په asymptotically بې پلوه اټکلونه چمتو کړي. [۷][۸]

ناڅاپي نه ورکېدل[سمول]

ناڅاپي نه ورکېدل (Missing not at random “MNAR”) چې د پام کې نيولو وړ نه غبرګون په توګه هم پېژندل کېږي، “MAR” او MCAR” څخه پرته معلومات دي. لکه: د هغه ورکېدونکي ارزښت چې ورکېدنه يې د ورکېدنې په لامل پورې تړاو لري. دا ښايي د پخوانۍ بېلګې د پراخولو په موخه هغه وخت پېښ شي، چې نارينه د دوی د خفګان د کچې له امله د خفګان اړوند سروې په بشپړولو کې پاتې راشي. [۹]

سمويلسن “Samuelson” او سپايرر “Spirer” (۱۹۹۲ زکال) بحث وکړ، چې څنګه د نفوس شمېرنو، د قانون پلې کولو او روغتيا په اړه ورک شوي او يا تحريف شوي معلومات د بشري حقونو د سرغړونو شاخص کېدلی شي. دوی په مناسب ډول بېلابېل غوره مستندې بېلګې وړاندې کړې. [Samuelson, D A, and Spirer, H F, "Use of Missing and Distorted Deta in Inferences About Human Rights Violations," in "Jabine, T., and Claude, R., eds., "Human Rights and Statistics: Getting the Record Straight," U of Pennsylvania Press, 1992.][۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Messner SF (1992). "Exploring the Consequences of Erratic Data Reporting for Cross-National Research on Homicide". Journal of Quantitative Criminology. 8 (2): 155–173. doi:10.1007/bf01066742. S2CID 133325281. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hand, David J.; Adèr, Herman J.; Mellenbergh, Gideon J. (2008). Advising on Research Methods: A Consultant's Companion. Huizen, Netherlands: Johannes van Kessel. د کتاب پاڼي 305–332. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-79418-01-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Mohan, Karthika; Pearl, Judea; Tian, Jin (2013). "Graphical Models for Inference with Missing Data". Advances in Neural Information Processing Systems 26. د کتاب پاڼي 1277–1285. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Karvanen, Juha (2015). "Study design in causal models". Scandinavian Journal of Statistics. 42 (2): 361–377. arXiv:1211.2958. doi:10.1111/sjos.12110. S2CID 53642701. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Polit DF Beck CT (2012). Nursing Research: Generating and Assessing Evidence for Nursing Practice, 9th ed. Philadelphia, USA: Wolters Klower Health, Lippincott Williams & Wilkins. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Deng (2012-10-05). "On Biostatistics and Clinical Trials". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Home". مؤرشف من الأصل في ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Little, Roderick J. A.; Rubin, Donald B. (2002), Statistical Analysis with Missing Data (الطبعة 2nd), Wiley الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  9. Polit DF Beck CT (2012). Nursing Research: Generating and Assessing Evidence for Nursing Practice, 9th ed. Philadelphia, USA: Wolters Klower Health, Lippincott Williams & Wilkins. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Li, Tianjing; Hutfless, Susan; Scharfstein, Daniel O.; Daniels, Michael J.; Hogan, Joseph W.; Little, Roderick J.A.; Roy, Jason A.; Law, Andrew H.; Dickersin, Kay (2014). "Standards should be applied in the prevention and handling of missing data for patient-centered outcomes research: a systematic review and expert consensus". Journal of Clinical Epidemiology (په انګلیسي ژبه کي). 67 (1): 15–32. doi:10.1016/j.jclinepi.2013.08.013. PMC 4631258. PMID 24262770. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)