د مصر کلتور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مصر کلتور د زرګونو کلونو ثبت شوی تاريخ لري. لرغونی مصر د نړۍ له لومړيو تمدنونو څخه يو و. د يوې زريزې لپاره، مصر په هېښونکي ډول بې ساري، پېچلي او باثباته کلتورونه جوړ کړل، کومو چې د اروپا، افريقا او منځني ختيځ په نورو کلتورونو اغېز وکړ.[۱]

ژبې[سمول]

اوسمهال عربي د مصر رسمي ژبه ده. دا ژبه په اومه پېړۍ کې مصر ته رسېدلې ده او دا د دولت رسمي ژبه ده چې د حکومت او ورځپاڼو له خوا کارول کېږي. په ورته وخت کې، مصري عربي لهجه يا «مصري» هغه ژبه ده چې عام مصريان پرې غږېږي. د عربي له ډېرو بڼو څخه زياتې خبرې په مصري ژبه کېږي او ډېر خلک پرې پوهېږي، ځکه چې په عربي نړۍ کې مصري سينما او مصري رسنۍ زيات اغېز لري. اوسمهال ډېری بهرني زده کړيالان خوښ ګڼي چې د مصري سندرو او فلمونو له لارې دا ژبه زده کړي، مصري لهجه عام ولس يو له هغو لهجو څخه بولي چې په اسانۍ او چټکۍ سره زده کېدای شي، بنسټيز لامل يې د لاسرسي وړ زياتې سرچينې دي (فلمونه، سريالونه، تلويزيوني پروګرامونه، کتابونه او داسې نور)، کومې چې د دې ژبې د زده کولو په برخه کې مرسته کوي. په عربي ژبه د خبرې کونکې نړۍ په زړه کې د مصر حيثيت دا هېواد د کلتور مرکز ګرځولی، د دې هېواد پراخه لهجې نږدې په ټولو ګاونډيو لهجو ستر اغېز شيندلی او د دوی په ورځني ژوند کې ګڼ مصري متلونه لري.[۲]

مصري ژبه، کومه چې د افرو-اسياټيک ژبو په کورنۍ کې یوه جلا څانګه جوړوي، د لومړيو ليکل شويو ژبو څخه يوه وه او په په تاریخي څليو د خوندي پاتې شويو ډبرليکونو او د پاپيروس له پاڼو څخه پېژندل شوې ده. قبطي ژبه د مصري ژبې تر ټولو وروستی پړاو دی، کومه چې په بنسټيز ډول د اوو ډيموټيکو تورو په مرسته په يوناني الفبا حروفو ليکل کېږي، اوس مهال د قبطي ارتودوکس کليسا مذهبي ژبه هم ده.

د یوناني ژبې «کويني» لهجه په هلنستي اسکندريه کې مهمه وه، د هغه کلتور په فلسفه کې کارېده او وروسته عربي پوهانو هم مطالعه کړې وه.

په لوړه نيل دره، سويلي مصر، د «کوم اومبو» په شا او خوا او «اسوان» په سويل کې، شا او خوا ۳۰۰۰۰۰ تنه په «نيوبيايي» ژبه خبرې کوي؛ عمده يې نوبيان دي، خو کينوزي-ډونګولا هم پکې شته. په« سیوا اواسس» کې، سیوي ژبه هم شته چې شا او خوا ۲۰۰۰۰ تنه ويونکي لري. په نورو لږکيو کې نږدې دوه زره په يوناني ژبه خبرې کونکي شته چې په سکندريه او قاهره کې مېشت دي، تر څنګ يې شا او خوا ۵۰۰۰ په ارمينيايي ژبه خبرې کوونکي هم شامل دي.

ادبيات[سمول]

ډېرو مصريانو باور درلود کله چې د دوی فرعون مړ شي دوی به اړ وي چې دا فرعون د يو اهرام د داخل په ژورو کې خښ کړي. د لرغوني مصري ادبياتو تاريخ له زېږد مخکې په درېيمه زريزه کې تر زړې پاچايۍ پورې رسېږي. مذهبي ادبيات يې د مذهبي مشرانو او د مړستون له متونونو پېژندل شوي دي. تر ټولو لرغوني موجود مصري ادبيات د اهرام متنونه دي: د واکمنو د مزارونو په شا او خوا کې توږل شوي نکلونه او مذهبي مراسم. د لرغوني مصر په وروستيو بې دينه ادبياتو کې د معرفت متون شامل دي چې د فلسفي لارښوونو ځينې بڼې دي. د بېلګې په ډول د « Ptahhotep» لارښوونې د يو « Egto» (د دويمې مخزېږديزې زريزې منځ) په واسطه اخلاقي متلونه دي او داسې برېښي چې له يوې خاصې اداري طبقې څخه تر لاسه شوي دي او په نوې پاچايۍ کې يې لمانځنه او درناوی کېدو (د دويمې زريزې تر پايه پورې). په هغه وخت کې چې د اهرام متنونه د تابوت متنونه وګرځېدل (احتمالاً د زړې پاچايۍ له پای ته رسېدو وروسته)، په پايله کې د نوي پاچايۍ پر مهال د مړستون ادبياتو خپل تر ټولو غوره شهکار (اثر) توليد کړ، د مړيو کتاب.

منځنۍ پاچايي د مصري ادبياتو زرين پړاو و. ځينې متنونو کې د «نيفرتي» نکل، د «امينيمهات اول» لارښونې، د سينوهه نکل، د ماتې بېړۍ د ماڼو کيسه او د اغېزناک کروندګر کيسه شامل دي. لارښوونې د نوې پاچايۍ يوه تر ټولو مشهوره ادبي بڼه وګرځېده چې په مناسب چلند د نصيحت بڼه يې خپله کړه. د «وينامون» کيسه او د «اني» لارښونې له همدې پړاو ځينې بېلګې دي.

د يوناني-رومي پړاو پر مهال (۳۳۲ مخزېږديز -۶۳۹ز)، مصري ادبيات نورو ژبو ته ژباړل شوي وو او یوناني-رومي ادبيات له ځايي هنر سره د ليکلو په يوه نوې طريقه تړل شوي وو. د «روسيټا سټون» له همدې پړاو څخه ده، کومه چې اوسني علم ته د مرموزو مصري ليکنو د پرانيستلو لپاره يوه کلي وګرځېده. د درېيمې مخزېږديزې پېړۍ په اوږدو کې د الکسندريې ښار خپل کتابتون نږدې په نيم ميليون په لاس لیکل شويو کتابونو ډک کړ. د السکندريې د زده کړې مرکز همدا راز د عبري بايبل يوناني ژباړه «سيپټواګينټ» وړاندې کړه.

د مسيحي پړاو په اوږدو کې د لومړيو څو پېړيو پر مهال، مصر په «کوپټيک» ژبه کې د ډېر پرهېزګارۍ د ادبياتو يو مرکز و.  مصري عبادتځايونو ګڼ يوناني او «سرياني» ويي وژباړل، کوم چې اوس مهال يواځې په «کوپټيک» کې موجود دي. د اسلامي پړاو پر مهال هم مصر د ادبي هڅو د سترې سرچينې په توګه خپل حيثيت ته دوام ورکړ، اوسمهال په عربي ژبه کې دا حيثيت لري. په ۹۷۰ کې، په قاهره کې د الازهر پوهنتون بنسټ کېښودل شو، کوم چې تر اوسه د سني اسلامي زده کړو تر ټولو مهم مرکز دی. د دولسمې پېړۍ په مصر کې، یهودي تلمودي عالم ميموني خپل تر ټولو مهم اثر وړاندې کړ.

په معاصر وخت کې، مصري ناول لیکونکي او شاعران د هغو وروستيو له ډلې و چې د عربي ژبې د ادبياتو نوي طرزونه يې تجربه کړي او هغه بڼې چې دوی جوړې کړې په پراخه کچه نقل شوي دي. د محمد حسين هيکل له خوا ليکل شوی د زينب په نوم لومړی عصري مصري ناول په ۱۹۱۳ز کال کې په مصري عامي ژبه کې خپور شو. مصري ناول ليکونکی نجيب محفوظ  د عربي ژبې لومړی ليکوال دی چې په ادبياتو کې يې د نوبل جايزه ګټلې ده. په منځني ختيځ کې ګڼ مصري کتابونه او فلمونه شته. په نورو مصري ليکوالانو کې نوال السعداوي شامله ده، څوک چې د خپلې ښځمنپالنې د کارونو او فعاليتونو له امله شهرت لري، بله يې اليفه رفعت ده چې هغه هم د مېرمنو او دودونو په اړه ليکل کوي. ويل کېږي چې په عامي ژبه (ځايي اصلي ژبه) شاعري د مصريانو په منځ کې د ادبياتو تر ټولو عام طرز دی چې  بيرام التونسي، احمد فواد نجم (فاجومي)، صلاح جاهين او عبدالرحمن الابنودي يې استازيتوب کوي.

دين[سمول]

د مصر شا اوخوا ۸۵-۹۵٪ وګړي مسلمانان دي، سنيان پکې اکثريت دي. شا اوخوا ۵-۱۵٪ سلنه وګړي يې کوپټيک مسيحيان دي؛ پاتې درې سلنه يې له نورو مذهبونو او د مسيحيت له نورو بڼو څخه جوړ دي.  سني اسلام مصر ته د خپل مذهب د يوې مهمې برخې په سترګه ګوري، نه يواځې له دې امله چې قرأني ايتونو د دې هېواد يادونه کړې، یبلکې د الازهر پوهنتون له امله هم، کومه چې د نړۍ په کچه يو له لومړيو پوهنتونونو څخه يو دی. دا پوهنتون د ديني زده کړو او کارونو لپاره د يو ښوونځي په توګه جوړ شوی و.[۳]

سرچينې[سمول]

  1. "Egyptian Identity". www.ucl.ac.uk. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Abdl-Hamid Youssef 2003، ص. vii.
  3. Numbers vary widely. The 1996 census, the last for which public info on religion exists has 5.6% of the population as Christian (down from 8.3% in 1927). However the census may be undercounting Christians. The government Egyptian Demographic and Health Survey (2008) of around 16,500 women aged 15 to 49 showed about 5% of the respondents were Christian. According to Al-Ahram newspaper, one of the main government owned national newspapers in Egypt, estimated the percentage between 10% - 15% (2017). QScience Connect in 2013 using 2008 data estimated that 5.1% of Egyptians between the ages of 15 and 59 were Copts. The Pew Foundation estimates 5.1% for Christians in 2010. The CIA Fact Book estimates 10% (2012) while the Washington Report on Middle East Affairs states in 1997, "Estimates of the size of Egypt's Christian population vary from the low government figures of 6 to 7 million to the 12 million reported by some Christian leaders. The actual numbers may be in the 9 to 9.5 million range, out of an Egyptian population of more than 60 million" which yields an estimate of about 10-20% then. Several sources give 10-20%.  The British Foreign Office gives a figure of 9%. The Christian Post in 2004 quotes the U.S. Copt Association as reporting 15% of the population as native Christian.