Jump to content

د مصر د ۲۰۱۱ کال انقلاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مصر د ۲۰۱۱ کال انقلاب چې د جنوري د ۲۵مې د انقلاب په نوم هم یادیږي، د ۲۰۱۱ کال د جنوري په ۲۵ پیل او ټول مصر ته خپور شو. دا نېټه د ځوانانو د بېلابېلو ګروپونو له خوا د مصر د کلنۍ «پولیسو رخصتي» سره مصادف وه، کوم چې د حسني مبارک د ولسمشرۍ په تېرو څو کلونو کې د پولیسو له خوا وحشت مخ په زیاتیدو و. په دې انقلاب کې لاریونونه، مارشونه، د پلازو نیول، له تشدد پرته مدني مقاومت، د مدني نافرماني کړنې او اعتصابونه شامل و. د مصر له پراخو ټولنیزو-اقتصادي او مذهبي سابقې لرونکو په میلیونونو لاریون کوونکو د مصري ولسمشر حسني مبارک د واکمنۍ د پای ته رسولو غوښتنه درلوده. د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو تر منځ په تاوتریخجنو شخړو کې ۸۴۶ کسان مړه او څه باندې ۶۰۰۰ نور یې ټپيان شول. لاریون کوونکو هم په ټول هېواد کې څه باندې ۹۰ د پولیسو پوستې وسوځولي.[۱][۲][۳][۴]

د مصري لاریونوالو شکایتونه پر حقوقي او سیاسي مسایلو باندې را ټول و، له هغې ډلې د پولیسو له خوا زورزیاتی، د بېړني وضعیت قوانین، د سیاسي ازادي، مدني ازادي او بیان ازادي نشتوالی، فساد، لوړه بې روزګاري، د خوړو د بیو پړسوب او ټیټ مزد یا معاش. د لاریونوالو لومړۍ غوښتنه د حسني مبارک د رژيم پای ته رسول و. د کارګري ټولنو اعتصاب پر دولتي چارواکو لا فشار واچاوه. د دې پاڅون په درشل کې، پلازمېنه قاهره د «جګړې د ډګر» په توګه یاده شوه او سویز په بندري ښار کې بیا له زورزیاتي ډکې شخړې په کراتو تر سره کېدلې. لاریونوالو د حکومت له خوا لګیدلی ګرځبندیز و نه مانه او پولیس او پوځ هېڅ ونشو کړای چې هغه ته عملي بڼه ورکړي. د مصر مرکزي امنیتي ځواکونه چې مبارک ته وفاداره و په تدریج سره د پوځي ځواکونو ځایناستي شول. په دې ګډوډۍ کې، د بغاوت کوونکو له خوا چوراو چپاول وشو (چې د مخالفو سرچینو په وینا) په شخصي کالیو کې د پولیس افسرانو له خوا وپاریدل. د دې په ځواب کې، څارونکي ډلې د ملکي کسانو له خوا د خپلو سیمو د ساتنې لپاره سمبال شول.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ۲۰۱۱ کال د فبروري په ۱۱مه، مرستیال ولسمشر عمر سلیمان اعلان وکړ چې حسني مبارک د ولسمشر په توګه له خپلې دندې استعفا ورکړې او واک یې د وسله والو ځواکونو عالي شورا (SCAF) ته سپارلی. پوځي حکومت چې د محمد طنطاوي له خوا یې مشرې کېده د فبروري په ۱۳مه اعلان وکړ چې اساسي قانون ځنډیدلی، د پارلمان دواړه مجلسین منحل شوي او پوځ به د شپږو میاشتو لپاره د هېواد چارې اداره کړي (تر څو چې ټولټاکنې کېږي). پخوانۍ کابینه او لومړی وزیر احمد شفیق به د نوي حکومت تر رامنځته کېدو پورې د سرپرست حکومت مشري پر غاړه ولري.[۱۳][۱۴]

د حسني مبارک پر وړاندې له تر سره شوي انقلاب او د وسله والو ځواکونو د عالي شورا له خوا د یوې مودې واکمني نه وروسته، اخوان المسلمین په مصر کې د یو لړ مشهورو ټولټاکنو له لارې واک ته ورسېد او مصریانو اسلام پاله محمد مرسي د ۲۰۱۲ کال د جون په میاشت کې د ټولټاکنو له لارې پر احمد شفیق باندې بریالی شو. که څه هم د محمد مرسي حکومت وروسته له هغه چې نوموړي غوښتل یو اسلامي اساسي قانون پاس کړي له شدیدو مخالفتونو سره مخ شو. همداشان، مرسي د ولسمشرۍ یو موقتي فرمان صادر کړ چې د اساسي قانون د تصویب لپاره یې د قضايي څېړنې پر وړاندې د هغه تصمیمونه زیات کړل. دې کار د سیکولرانو او د پوځ د غړو عمومي خښم را وپاراوه او د ۲۰۱۳ کال د جون په ۲۸مه یې د حکومت پر وړاندې پراخ لاریونونه تر سره کړل. د ۲۰۱۳ کال د جولای په ۳مه ولسمشر مرسي د دفاع د وزیر جنرال عبدالفتاح السیسي له خوا د یوې کودتا له لارې له واک څخه لرې کړل شو په داسې حال کې چې په میلیونونو مصریان د وختي ټولټاکنو په ملاتړ لارو ته را ووتل. سیسي د ۲۰۱۴ کال له ټولټاکنو وروسته چې د مخالفو ګوندونو له خوا تحریم شوی و، د مصر ولسمشر اعلان شو.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

نور نومونه

[سمول]

په مصر او د عربي نړۍ په نورو هېوادونو کې دا لاریونونه او د حکومتونو بدلون د جنوري د ۲۵ انقلاب (ثورة 25 يناير Thawrat 25 Yanāyir)، د ازادۍ انقلاب (ثورة حرية Thawrat Horeya)، د غضب انقلاب (ثورة الغضب Thawrat al-Ġaḍab)، د ځوانانو انقلاب (ثورة الشباب Thawrat al-Shabāb)، ابي نیلوفري انقلاب (ثورة اللوتس) یا سپین انقلاب (الثورة البيضاء al-Thawrah al-bayḍāʾ) په نوم هم یادیږي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې

[سمول]
  1. Egyptian-American leaders call for U.S. support of 'Lotus Revolution' – CNN.com. Edition.cnn.com. Retrieved on 2013-12-06.
  2. "شيحة: مكاتب الصحة وثقت سقوط 840 شهيداً خلال ثورة 25 يناير". Almasry-alyoum.com. 16 March 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 April 2011. بياځلي په 4 April 2011.
  3. "Egypt: Cairo's Tahrir Square fills with protesters". BBC. 8 July 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 July 2011. بياځلي په 11 July 2011.
  4. "Was the Egyptian revolution really non-violent?". Egypt Independent. 2012-01-24. بياځلي په 2013-03-25.
  5. "Q&A: What's Behind the Unrest?". SBS. 27 January 2011. بياځلي په 29 January 2011.
  6. "Trade unions: the revolutionary social network at play in Egypt and Tunisia". Defenddemocracy.org. خوندي شوی له اصلي څخه په 13 February 2011. بياځلي په 11 February 2011.
  7. Siddique, Haroon; Owen, Paul; Gabbatt, Adam (25 January 2011). "Protests in Egypt and unrest in Middle East – as it happened". The Guardian. UK. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 January 2011. بياځلي په 26 January 2011.
  8. Fleishman, Jeffrey and Edmund Sanders (Los Angeles Times) (29 January 2011). "Unease in Egypt as police replaced by army, neighbors band against looters". The Seattle Times. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 February 2011. بياځلي په 1 February 2011.
  9. "Looting spreads in Egyptian cities". Al Jazeera. 29 January 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په 31 January 2011. بياځلي په 1 February 2011.
  10. Hauslohner, Abigail (29 January 2011). "The Army's OK with the Protesters, for now". Time. خوندي شوی له the original on 31 January 2011. بياځلي په 1 February 2011.
  11. "Mubarak plays last card, the army; Police vanish". World Tribune (online). 31 January 2011. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 February 2011. بياځلي په 1 February 2011.
  12. Stirewalt, Chris (31 January 2011). "Egypt: From Police State to Military Rule". Fox News Channel. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 February 2011. بياځلي په 1 February 2011.
  13. "Hosni Mubarak resigns as president". Al Jazeera. 11 February 2011.
  14. el-Malawani, Hania (13 February 2011). "Egypt's military dismantles Mubarak regime". The Sydney Morning Herald.
  15. "Muslim Brotherhood's Mohamed Morsi declared president of Egypt". The Guardian. 24 June 2012. بياځلي په 9 January 2015.
  16. Kirkpatrick, David D.; Sheikh, Mayy El (22 November 2012). "President Morsi in Egypt Seizes New Powers". The New York Times. بياځلي په 9 May 2018.
  17. Taylor, Alan. "Millions March in Egyptian Protests". The Atlantic (in American English). بياځلي په 2017-05-02.
  18. "Morsi ousted, under house arrest, as crowds celebrate in Cairo". NBC News. 3 July 2013. بياځلي په 9 January 2015.
  19. "The Simplest Explanation of Egypt's Revolution You'll Ever Read". TakePart (in انګليسي). خوندي شوی له the original on 9 May 2017. بياځلي په 2017-05-02.
  20. "Sisi elected Egypt president by landslide". Al Jazeera. 30 May 2014. بياځلي په 9 January 2015.
  21. "Egypt: The Bread and Freedom Revolution |A Global Revolution". Aglobalrevolution.wordpress.com. 2011-02-05. بياځلي په 2013-03-25.
  22. "The 25 January Revolution (Special issue)". Al-Ahram Weekly. 10–16 February 2011. خوندي شوی له the original on 13 February 2011. بياځلي په 15 February 2011.
  23. "Egyptian-American leaders call for U.S. support of 'Lotus Revolution'". CNN. 28 January 2011. خوندي شوی له the original on 14 March 2011. بياځلي په 21 March 2011.
  24. "Business News » Investors See White Revolution in Egypt". 3 News NZ. 13 February 2011. خوندي شوی له the original on 30 April 2011. بياځلي په 21 March 2011.