Jump to content

د مصر دریمه منځنۍ دوره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مصر دریمه منځنۍ دوره له میلاد وړاندې ۱۰۷۷ کال کې د فرعون یوولسم رامسس په مړینې سره چې له امله یې د هغه نوې پاچاهي پای ته ورسېده پیل او ورپسې وروستۍ دوره رامنځته شوه. د دویمې دورې اړوند بېلابېل موارد وړاندې شوي، په داسې حال کې چې تر ډېره پورې یې لرغونتیا له میلاد وړاندې ۶۶۴ کال کې د لومړي پسماتیک له خوا د ۲۶مې لړۍ د تاسیس له مهاله د اشوري پاچا آشور بانی پال په مشرۍ د آشوریانو له خوا د پنځه ویشتمې لړۍ د کوشي نوبي واکمنانو د شړلو تر مهاله بلل کېږي. د دریمې منځنۍ دورې اصطلاح د لومړۍ او دویمې منځنۍ دورو د قیاس پر بنسټ په ۱۹۷۸ زکال کې هغه مهال شهرت وموند چې بریتانوي مصر پېژندونکي کنټ کیچن په خپل کتاب کې د مصر د مهالیزو دورو لپاره وکاروله. په داسې حال کې چې کیچن استدلال کاوه دغه دوره « له ګډوډیو او جنجالونو خالي» دوره وه او تمه یې لرله چې هڅې به یې د دغې اصطلاح د لغو کېدو لامل وګرځي، خو خپله ده ته «له سترواکۍ وروسته دورې» د بیانولو لپاره د یوازني عنوان په توګه ښکارېده او له امله یې دغې اصطلاح د ده په څېړنیزو چارو کې ریښه وغځوله. [۱][۲]

په دغه دوره کې چې د زوال او سیاسي بې ثباتۍ د دورې په توګه ګڼل کېږي په مصر باندې غیربومي مصریانو واکمني کوله؛ همدا و چې د دغې دورې پر مهال په لرغوني نږدې ختیځ او ختیځه مدیترانه کې د یونان د تورې دورې په ګډون د برونزو د دورې د وروستیو تمدنونو سره هم مهاله د مصر دولت هم وویشل شو.

تاریخچه

[سمول]

یوویشتمه لړۍ

[سمول]

د ۲۱مې لړۍ دوره د هېواد په پاچاهۍ کې د درځ په رامنځته کېدو سره مشخصه کېږي. په دغه دوره کې د یوولسم رامسس د واکمنۍ پر مهال د مصر ۲۰مې لړۍ په تبس ښار باندې په تدریجي ډول خپل کنټرول له لاسه ورکاوه او د دغه ښار کشیشان هم ورځ تر بلې پیاوړي کېدل. له مړینې وروسته یې ځای ناستي، لومړي سمندس له تانیس ښار څخه حکومت وکړ، خو تر ډېره یې په لاندني مصر کې چې د ده تر کنټرول لاندې و فعالیت درلود. ورته مهال په تبس کې د آمون لویو کاهنانو په منځني او پورتني مصر باندې واک چلاوه. سربېره پر دې دغه ویش له هغه کچې څخه ډېر کم اهمیت درلود څومره چې ښکارېده، ځکه چې کشیشان او فرعونان دواړه له یوې کورنۍ څخه وو. [۳]

دوه ویشتمه او درویشتمه لړۍ

[سمول]

دغه هېواد د ۲۲مې لړۍ د واکمنۍ پر مهال چې له میلاد وړاندې ۹۴۵ کال (یا ۹۴۳ کال) کې د لومړي شوشنق له خوا تاسیس شوه بیاځلي یو موټی شو. خو په ځانګړې توګه د دویم اوسرکون له واکمنۍ وروسته هېواد په عملي بڼه په دوه برخو وویشل شو؛ دغه مهال ۲۲مې لړۍ ته اړوند دریم شوشنق له میلاد وړاندې ۸۱۸ کال کې په لاندني مصر حکومت کاوه په داسې حال کې چې دویم تاکیلوت او د هغه زوی اوسرکون (راتلونکي دریم اوسرکون) پر منځني او پورتني مصر واک چلاوه. په تبس کې کورنۍ جګړې ټول ښار ونیو او د لومړي پېدوباست ځواکونو، چې ځانونه یې فرعونان بلل د دویم تاکیلوت/ اوسرکون ب پر وړاندې جګړه وکړه. دواړو لورو دوامداره جګړه وکړه چې بیا ۳۹ کاله وروسته د دریم شوشنق د واکمنۍ پر مهال پای ته ورسېده، کله چې اوسرکون په هر اړخیزه توګه خپل دښمنان مات کړل. هغه د دریم اوسرکون – دریم تاکیلوت – رودامون له واکمنۍ څخه د پورتني لیبیايي مصر د درویشتمې لړۍ په جوړولو پیل وکړ، خو دغه پاچاهي د رودآمون په مړینې او همدارنګه د پفتجاویباست، هراکلئوپولیس، نیملوت هرموپولیس او ایني له خوا په تبس کې د سیمه ئیزو ښاري دولتونو په جوړېدو وپاشل شوه.

څلورویشتمه پېړۍ

[سمول]

له دغه ویش او له هغو څخه له رامنځته شوې سیاسي بې ثباتۍ څخه په سویل کې نوبي پاچاهۍ اعظمي ګټه وکړه. په مصر باندې د بعنخي له ۲۰ کلنې لښکرکشۍ وړاندې، د نوبي پخواني واکمن – کاشتا – په تبس کې خپل نفوذ زیات کړی و، دغه مهال شپنوپت د آمون ستایونکې او د دریم تاکیلوت لور اړ کړه څو د ده لور آمنیردیس د خپلې ځای ناستې په توګه غوره کړي. ۲۰ کاله وروسته له میلاد وړاندې شاوخوا ۷۳۲ کال کې د هغه ځای ناستي، بعنخي، د شمال لوري ته لښکرې ولېږلې او د څو بومي مصریانو ترکیبي واکمنۍ یې راوپرځولې؛ په دغو واکمنانو کې پفتجاویباست، د تانیس څلورم اوسرکون، د لئونتوپولیس دویم ایوپوت او د سایس تف ناخت شامل وو.

پنځه ویشتمه لړۍ

[سمول]

بعنخي ۲۵مه لړۍ تاسیس کړه او ماته خوړلي حاکمان یې ځانته د اړوندو ولایتونو والیان وټاکل. له ده وروسته په پیل کې یې ورور شباکا او بیا یې دوه زامن شبتکو او تهارقا ځای ناستي شول. د نیل د درې سترواکي چې د ۲۵مې لړۍ پر مهال یو موټې شوې وه؛ په هماغه کچه لویه وه چې د لویې پاچاهۍ پر مهال وه. د دغې لړۍ فرعونانو له دې ډلې تهارقا د نیل په ټوله دره او په ځانګړې توګه په ممفیس، کارناک، کاوا او جبل بارکال کې تاریخي ودانۍ او معابد جوړ یا بېرته ورغول. ۲۵مه لړۍ وروسته له هغه پای ته ورسېده چې حاکمان یې په نپته کې خپل اصلي معنوي ځای ته وګرځېدل. همالته (په ال کورو او نوري) و چې د ۲۵ لړۍ ټول فرعونان د نیل په دره کې د سلګونو کلونو په اوږدو کې جوړ شوي لومړني اهرام کې خښ کړای شول. د نپته لړۍ د کوش په پاچاهۍ سره پای ته ورسېده چې لږ تر لږه یې له میلاد وروسته دویمې پېړۍ پورې په نپته او مروي کې وده وکړه. [۴][۵][۶][۷][۸][۹]

دغه مهال د مصر نړیوال اعتبار په پام وړ کچه کم شوی و. د دغه هېواد نړیوال متحدین په زیاته کچه کې د آشور په نفوذي حوزه کې ګډ شوي و؛ له همدې امله له میلاد وړاندې ۷۰۰ کال څخه دا پوښتنه مطرح شوې وه چې څه مهال کېدای شي د دغو دواړو دولتونو ترمنځ جګړه رامنځته شي، ځکه چې اسرحدون موندلې وه چې د کښتني مصر فتح په شام کې د آشور د ګټو د خوندیتوب په موخه اړینه ده.

د مصر د پراختیا او بډاینې سربېره، آشور د لرګیو پریمانه زیرمې لرلې، په داسې حال کې چې مصر د هغو له دوامداره کمښت سره مخ و، همدا و چې آشور ته یې اجازه ورکړه د اوسپنې د ویلي کولو لپاره اړتیا وړ د لرګیو سکاره تولید کړي او د دغې چارې په بدل کې یې ورته پریمانه اوسپنیزې وسلې ورکړې. دغې ستونزې له میلاد وړاندې ۶۷۰ کال څخه تر ۶۶۳ کال پورې په مصر باندې د آشور له برید وروسته حیاتي بڼه ومونده. په پایله کې د فرعون تهارقا او د هغه د ځای ناستي تنوت اماني سلطنت له آشوریانو سره د دایمي نښتو شاهد و. له میلاد وړاندې ۶۶۴ کال کې آشوریانو د تبس او ممفیس په لوټ کولو سره پر مصر باندې له منځه وړونکی ګذار وکړ. له دغو وقایعو وروسته د اتلانیرسا د واکمنۍ په پیلېدو سره نور نو هېڅ کوشي حاکم بیا پر مصر حکومت وه نه کړ. [۱۰]

سرچينې

[سمول]
  1. Schneider, Thomas (27 August 2008). "Periodizing Egyptian History: Manetho, Convention, and Beyond". In Klaus-Peter Adam (ed.). Historiographie in der Antike. Walter de Gruyter. pp. 181–197. ISBN 978-3-11-020672-2. Archived from the original on 18 February 2020. نه اخيستل شوی 26 December 2019.
  2. Kenneth A. Kitchen, The Third Intermediate Period in Egypt (1100–650 BC), 3rd edition, 1986, Warminster: Aris & Phillips Ltd, pp.xi-xii, 531.
  3. Kenneth A. Kitchen, The Third Intermediate Period in Egypt (1100–650 BC), 3rd edition, 1986, Warminster: Aris & Phillips Ltd, pp.xi-xii, 531.
  4. Bonnet, Charles (2006). The Nubian Pharaohs. New York: The American University in Cairo Press. pp. 142–154. ISBN 978-977-416-010-3.
  5. Diop, Cheikh Anta (1974). The African Origin of Civilization. Chicago, Illinois: Lawrence Hill Books. pp. 219–221. ISBN 1-55652-072-7.
  6. Emberling, Geoff (2011). Nubia: Ancient Kingdoms of Africa. New York, NY: Institute for the Study of the Ancient World. p. 10. ISBN 978-0-615-48102-9.
  7. Mokhtar, G. (1990). General History of Africa. California, USA: University of California Press. pp. 161–163. ISBN 0-520-06697-9.
  8. Emberling, Geoff (2011). Nubia: Ancient Kingdoms of Africa. New York: Institute for the Study of the Ancient World. pp. 9–11. ISBN 978-0-615-48102-9.
  9. Silverman, David (1997). Ancient Egypt. New York: Oxford University Press. pp. 36–37. ISBN 0-19-521270-3.
  10. Shillington, Kevin (2005). History of Africa. Oxford: Macmillan Education. p. 40. ISBN 0-333-59957-8.