د مصر تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مصر تاریخ د نیل سیند له ښېرازه سیندونو او ډیلټا سره د جریان له امله، او هم د مصر د اصلي اوسیدونکو د لاسته راوړنو او د بهرني نفوذ له امله اوږد او بډایه دی. د مصر د تاریخ ډېره برخه د یوه راز په توګه پټ و، خو کله چې هیروغلیف توري او روزیتا ډبره وموندل شوه، نو هغه پټ اړخونه یې رابرسېره شول.

د لرغوني مصر تمدن د ۳۱۵۰ مخکې له میلاد په شاوخوا کې د لومړي سلطنت د لومړي پاچا، نرمر په مشرۍ د پورتنۍ او ښکته مصر د سیاسي یووالي سره رامنځته شو. په ځانګړې توګه د مصر اصلي واکمنۍ تر شپږمې مخکې له میلاد پیړۍ د هخامنشي سترواکۍ تر فتحې پورې دوام وکړ.

د مصر عصري جمهوریت په ۱۹۵۳ کال کې تاسیس شو، او په ۱۹۵۶ کې له سویز کانال څخه د بریټانوي ځواکونو په بشپړ ډول تر شاتګ وروسته، په لومړي ځل په ۲۵۰۰ ز کال کې مصر په بشپړ ډول خپلواک او د اصلي مصریانو له خوا اداره کېده. جمهور رئیس جمال عبدالناصر (له ۱۹۵۶ څخه تر ۱۹۷۰ ز کال پورې ولسمشر) ډېر اصلاحات راوستل او لنډ مهاله عربي جمهوریت (له سوریې سره) یې رامنځته کړ.

د مصر وروستی تاریخ د هغو پېښو تر نفوذ لاندې دی چې د پخواني ولسمشر حسني مبارک د شاوخوا دېرش کلنې واکمنۍ په بهیر کې رامنځته شوی دی. د ۲۰۱۱ ز کال د مصر انقلاب مبارک له واکه لرې کړ او په پایله کې یې د مصر په تاریخ کې لومړی منتخب ولسمشر محمد مرسي وټاکل شو.[۱][۲]

شاهي مصر (۳۱۵۰-۳۳۲ مخکې له میلاد)[سمول]

د شاهي کورنۍ لومړۍ دوره او زوړ سلطنت[سمول]

په ۳۱۵۰ مخکې له میلاد کې یو متحد سلطنت د پاچا مینیس له خوا رامنځته شو، چې یو شمیر پاچهيو ته یې لاره هواره کړه او د راتلونکو ۳۰۰۰ کلونو لپاره یې پر مصر حکومت وکړ. د مصر کلتور په دې اوږدې مودې کې وده وکړه او په مذهب، هنر، ژبه او مصري دودونو کې ځانګړی پاتې شو. د یو متحد مصر لومړیو دوو واکمنو سلطنتونو د زوړ سلطنت دورې (د ۲۷۰۰-۲۲۰۰ مخکې له میلاد  شااوخوا) لپاره لاره هواره کړه، چې ډېری اهرامونه یې جوړ کړل، په ځانګړې توګه د جوسر د درېیمې کورنۍ اهرام او د څلورمې کورنۍ ګیزا اهرامونه وو.

رومي مصر[سمول]

مصر په چټکۍ سره د سترواکۍ د ډوډۍ په ټوکرۍ بدل شو چې د سترواکۍ د غلو د لویې برخې ترڅنګ یې د کتان، پاپیروس، ښيښه او ډیری نور بشپړ شوي توکي چمتو کول. د الکساندریا ښار د روم سترواکۍ لپاره د سوداګرۍ کلیدي پوسته شوه. دا د سترواکۍ یو مخکښ ساینسي او تخنیکي مرکز هم و. پوهانو لکه: بطلیموس، هایپتیا، او هیرون په ستورپوهنه، ریاضياتو او نورو څانګو کې نوې څېړنې وکړې. په کلتوري لحاظ، د الکساندریا ښار په ځینو وختونو کې له روم سره د خپل ارزښت له امله سیالي کوله.[۳][۴]

تروریستي بغاوت[سمول]

په ۱۹۸۰، ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ لسیزو کې، په مصر کې ترهګریز بریدونه ډیر او سخت شوو او د قبطیانو او بهرنیو سیلانیانو او هم حکومتي چارواکو په نښه کول یې پیل کړل. ځینو پوهانو او لیکوالانو اسلامپال لیکوال سید قطب، چې په ۱۹۶۷ ز کال کې اعدام شو، د دې بریدونو مسؤل او پاروونکی ګڼلی دی.[۵][۶][۷]

په ۱۹۹۰ لسیزه کې یوه اسلامپاله ډله د الغامة الاسلامیه په نوم، چې د تاوتریخوالي په پراخو عملیاتو کې ښکېله وه، د نامتو لیکوالانو او روڼ اندو د وژنې له هڅو څخه نیولې تر د بهرنیو سیلانیانو په مکرر ډول په نښه کولو پورې چې د مصر د اقتصاد تر ټولو لوی سکټو ګرځندوی او حکومت ته یې سخت زیانونه واړول، خو د ډېرو هغو خلکو معیشت هم له منځه ولاړ چې له دې ډلې څخه یې ملاتړ کاوه.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

مدني ناکرارۍ (۲۰۱۱-۱۴ز کال)[سمول]

انقلاب[سمول]

په ۲۰۰۳ ز کال کې، کفایا («د بدلون لپاره د مصر غورځنګ»)، د مبارک رژیم سره د مخالفت او د ډیموکراتیکو اصلاحاتو او د ډیرو مدني آزادیو د رامنځته کولو لپاره رامنځته شو. د ۲۰۱۱ ز کال د جنورۍ په ۲۵ مه د مبارک د حکومت پر ضد پراخ لاریونونه پیل شول. د لاریون موخه له واکه د مبارک لرې کول و. دې کار د مدني مقاومت د پراخې مبارزې بڼه خپله کړه چې د ډېرو خلکو له خوا یې ملاتړ وشو او په ځانګړې توګه د پرله پسې پراخو مظاهرو څخه جوړ شوی و.

مبارک د ۲۰۱۱ ز کال د فبرورۍ په ۱۱ مه استعفا وکړه او له قاهرې وتښتېد. د ولسمشر مرستیال عمر سلیمان اعلان وکړ چې مبارک له دندې ګوښه شوی او د مصر پوځ به په لنډه موده کې د هیواد د چارو کنټرول په غاړه واخلي. په التحریر څلورلارې کې د خوشحالۍ مراسم پیل شول.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د مرسي ولسمشري                                              [سمول]

د ۲۰۱۲ ز کال د مې په ۲۳ او ۲۴ په مصر کې د ولسمشرۍ لومړی پړاو ټاکنې ترسره شوې، چې محمد مرسي ۲۵٪ او احمد شفیق، چې د عزل شوي ولسمشر حسني مبارک د واکمنۍ وروستی لومړی وزیر و ۲۴٪ رایې وګټلې. دویم پړاو د جون په ۱۶ او ۱۷ ترسره شو. د ۲۰۱۲ ز کال د جون په ۲۴ مه د ټاکنو کمیسیون اعلان وکړ چې محمد مرسي په ټاکنو کې بریالی شوی او هغه د مصر لومړنی دیموکراتیک منتخب ولسمشر شو. د رسمي پایلو له مخې مرسي ۵۱،۷ سلنه رایې او شفیق ۴۸،۳ سلنه رایې خپلې کړې وې.

د ۲۰۱۲ ز کال د جولای په ۸ مه، د مصر نوي ولسمشر محمد مرسي اعلان وکړ چې هغه د پوځ هغه فرمان لغوه کوي چې د هیواد منتخب پارلمان یې منحل کړ او وکیلان یې بیرته غونډې ته راوبلل.[۱۸]

د ۲۰۱۲ ز کال د جولای په ۱۰مه، د مصر د اساسي قانون سترې محکمې د مرسي هغه پریکړه رد کړه چې د هیواد پارلمان یې بېرته غونډې ته رابللی و. د ۲۰۱۲ ز کال د اګست په ۲ مه د مصر لومړي وزیر هشام قندیل خپله ۳۵ کسیزه کابینه اعلان کړه، چې ۲۸ تنه یې نوي راغلي وو، چې څلور یې د اخوان المسلمین له نفوذي ډلې څخه وو او شپږ تنه او پخواني لنډمهالي پوځي واکمن محمد حسین طنطاوي د دفاع وزیر په توګه د پخواني حکومت څخه راغلي وو. [۱۹][۲۰]

د ۲۰۱۲ ز کال د نومبر په ۲۲مه، مرسي یوه اعلامیه خپره کړه چې د هغه فرمانونه یې له ګواښونو څخه معاف کړل او د نوي اساسي قانون د مسودې د جوړولو لپاره، د اساسي قانون د اسمبلۍ د کار د خوندي کولو په لټه کې و.[۲۱][۲۲]

مرسي د مخالف لوري مشرانو ته «د ملي خبرو اترو» وړاندیز وکړ، خو د ډسمبر د ۱۵ په مسوده کې د یوې اسلامپالې واکمن مجلس له خوا لیکل شوې مسودې باندې د رایې له لغوه کولو څخه انکار وکړ ،چې دوه اونۍ سیاسي ناکرارۍ یې راپارولې دي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د اساسي قانون ټولپوښتنه د ۲۰۱۲ ز کال د ډسمبر په ۱۵ او ۲۲ په دوو پړاوونو کې ترسره شوه، چې ۶۴٪ ملاتړ او ۳۳٪ مخالف وو. دا د ۲۰۱۲ ز کال د ډسمبر په ۲۶ مه د مرسي له خوا د ولسمشر د فرمان له مخې لاسلیک شو. د ۲۰۱۳ ز کال د جولای په ۳ مه د مصر د پوځ په حکم سره اساسي قانون وځنډول شو.

د ۲۰۱۳ ز کال د جون په ۳۰ مه د مرسي د ټاکنو د لومړۍ کلیزې په مناسبت په مصر کې په میلیونونو مظاهره چیان واټونو ته راووتل او د ولسمشر د سمدستي استعفا غوښتنه یې وکړه. د جولای په لومړۍ نېټه، د مصر وسله والو ځواکونو ۴۸ ساعتونه ټاکل شوی وخت یې خپور کړ چې د هیواد سیاسي ګوندونو ته یې د جولای تر ۳ پورې وخت ورکړ چې د مصر د خلکو غوښتنې پوره کړي.

ولسمشرۍ د مصر د پوځ ۴۸ ټاکل شوی وخت رد کړ او ژمنه یې وکړه چې ولسمشر به د سیاسي ناورین د حل او د ملي پخلاینې لپاره خپلې کړنلارې تعقیب کړي. د جولای په درېیمه د مصر د وسله والو ځواکونو مشر جنرال عبدالفتاح السیسي اعلان وکړ چې محمد مرسي یې له واکه لرې کړی، اساسي قانون یې ځنډولی او د ولسمشرۍ او شوراګانو نوې ټاکنې به کوي او د اساسي قانون د سترې محکمې مشر عدلی منصور به سرپرست ولسمشر نوموي. منصور د ۲۰۱۳ ز کال د جولای په څلورمه لوړه وکړه.

له مرسي وروسته[سمول]

له کودتا وروسته په څو میاشتو کې نوی اساسي قانون جوړ شو چې د ۲۰۱۴ ز کال د جنورۍ په ۱۸ مه نافذ شو، له هغه وروسته باید د ۲۰۱۴ ز کال د جون په میاشت کې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې ترسره شي. د ۲۰۱۴ ز کال د مارچ په ۲۴ مه د مرسي ۵۲۹ پلویان په اعدام محکوم شول، په داسې حال کې چې په خپله د مرسي محاکمه روانه وه.[۲۷][۲۸]

د وروستۍ فیصلې په صادرولو سره، ۴۹۲ حکمونه په عمري بند واوښتل او ۳۷ د اعدام حکمونه تائید شوو. د اپریل په ۲۸ مه یوه بله ډله ییزه محاکمه وشوه چې د مرسي ۶۸۳ پلویان د یوه پولیس افسر د وژلو په تور په اعدام محکوم شول. [۲۹]

سرچینې[سمول]

  1. Sänger, Patrick. "The Administration of Sasanian Egypt: New Masters and Byzantine Continuity." Greek, Roman, and Byzantine Studies 51.4 (2011): 653-665.
  2. "French Invasion of Egypt, 1798-1801". www.HistoryOfWar.org. History of War. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Olson, Roger E. (2014). The Story of Christian Theology: Twenty Centuries of Tradition & Reform. InterVarsity Press. د کتاب پاڼې 201. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780830877362. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Riggs, Christina, المحرر (2012). The Oxford Handbook of Roman Egypt. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 107. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-957145-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Murphy, Caryle Passion for Islam: Shaping the Modern Middle East: the Egyptian Experience, Scribner, 2002, p.4
  6. Murphy, Caryle Passion for Islam: Shaping the Modern Middle East: the Egyptian Experience, Scribner, 2002, p.57
  7. Kepel, Gilles, Muslim Extremism in Egypt by Gilles Kepel, English translation published by University of California Press, 1986, p. 74
  8. "Solidly ahead of oil, Suez Canal revenues, and remittances, tourism is Egypt's main hard currency earner at $6.5 billion per year." (in 2005) ... concerns over tourism's future Archived 24 September 2013 at the Wayback Machine.. Retrieved 27 September 2007.
  9. Gilles Kepel, Jihad, 2002
  10. Lawrence Wright, The Looming Tower (2006), p.258
  11. As described by William Dalrymple in his book From the Holy Mountain (1996, کينډۍ:ISBN) pp. 434–54, where he describes his trip to the area of Asyut in 1994.
  12. "Timeline of modern Egypt". Gemsofislamism.tripod.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Uppsala Conflict Data Program, Conflict Encyclopedia, "The al-Gama'a al-Islamiyya insurgency," viewed 2013-05-03, http://www.ucdp.uu.se/gpdatabase/gpcountry.php?id=50&regionSelect=10-Middle_East# Archived 11 September 2015 at the Wayback Machine.
  14. (په 11 February 2010 باندې). Mubarak Steps Down, Ceding Power to Military. The New York Times.کينډۍ:Cbignore
  15. (په 11 February 2010 باندې). Egypt crisis: President Hosni Mubarak resigns as leader. BBC
  16. Mubarak Resigns As Egypt's President, Armed Forces To Take Control Huffington Post/AP, 11 February 2011
  17. کينډۍ:Cite document
  18. (په 9 July 2012 باندې). Egypt's president calls back dissolved parliament. CNN
  19. (په 10 July 2012 باندې). Court overrules Egypt's president on parliament. CNN
  20. (په 3 August 2012 باندې). [{{{url}}} Egypt unveils new cabinet, Tantawi keeps defence post].
  21. (په 22 November 2012 باندې). Egypt's President Mursi assumes sweeping powers. BBC News.
  22. (په 23 November 2012 باندې). Rallies for, against Egypt president's new powers.
  23. (په 22 November 2012 باندې). Egypt's President Morsi takes sweeping new powers. The Washington Post.
  24. (په 23 November 2012 باندې). Violence breaks out across Egypt as protesters decry Mohammed Morsi's constitutional 'coup'. The Daily Telegraph.کينډۍ:Cbignore
  25. (په 6 December 2012 باندې). Morsi refuses to cancel Egypt's vote on constitution.
  26. (په 6 December 2012 باندې). Egypt Sees Largest Clash Since Revolution.
  27. Czech News Agency (2014-03-24). "Soud s islamisty v Egyptě: Na popraviště půjde více než 500 Mursího stoupenců". IHNED.cz. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Egypt sentences 683 to death in latest mass trial of dissidents". The Washington Post. 28 April 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Egypt and Saudi Arabia discuss maneuvers as Yemen battles rage". Reuters. 14 April 2015.