د مسيحيانو ځورول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له تاريخي پلوه د مسيحيانو ځورول د مسيحيت پړاو له لومړۍ پېړۍ تر اوسه روان دي. د مسيحيت د منځ ته راتلو وروسته مسيحي مبلغين او هغه څوک چې مسيحيت يې منلی دواړه د ځورولو موخه ګرځېدلي، ځينې وخت د دوی د ګروهې له امله وژل شوي دي.

لومړي مسيحيان هم د يهودو له خوا له چا چې مسيحیت د دوی له دین څخه راوتلي و او هم د روميانو له خوا چا چې په رومي سترواکۍ کې یې د مسيحيانو لومړي مرکزونه کنټرول ځورول شوي وو. په لرغونې زمانه کې د مسيحي دولتونو له رامنځ ته کېدو راهيسې، مسیحيان همدا راز د نورو مسیحيانو له خوا د اصولو د توپير له امله چې بدعت بلل شوی و ځورول شوي. د څلورمې پېړۍ په لومړيو کې، د سترواکۍ د مسئولينو د ځورولو لړۍ د سرديکا په فرمان سره پای ته ورسېده او د ميلان په فرمان د مسيحيت دين قانوني حيثيت غوره کړ. لږ وخت وروسته، مسيحيانو د يو بل په ځورولو پيل وکړ. په لرغونې زمانه او منځنيو پېړيو کې مذهبي ډلبندۍ- د روم او قسطنطنيې انشعاب او د مسيحيت ډېرو اختلافاتو په ګډون- او وروسته بيا د پروټيسټانت سمونې د مسيحيانو د ډلو تر منځ د سختو جګړو لامل شوې. د دې نښتو پر مهال هرې مسيحي ډلې يو بل بيا بيا ځورولي او ګوندي تاوتريخوالي کې ښکېل شوي. په شلمه پېړۍ کې د ګڼو هيوادونو له خوا مسيحيان و ربړول شول او ځینې وختونه یې نسل وژنه وشوه، د عثماني سترواکۍ او د هغه د ځای ناستي په ګډون چا چې حميديان له منځه يوړل، د ارمينيايانو، اشوريانو او يونانيانو نسل وژنه يې وکړه. همدا راز، په رسمي ډول د لادينه هيوادونو له خوا لکه پخوانی شوروي اتحاد، کمونستي البانيا، چين او شمالي کوريا. 

تر يووېشتمې پېړۍ د مسيحيانو ځورولو دوام وکړ. له دې امله چې مسيحيت په نړۍ کې ستر دين دی، د دې دين پيروان په ټوله نړۍ کې ژوند کوي. نږدې لس سلنه د نړۍ مسيحيان لږکي دي چې په هغو هيوادونو کې ژوند کوي چې غير مسيحيان يې ډېری دي. په اوسني وخت کې د مسيحيانو له خوا د مسيحيانو ځورول، د داعش او نورو ترهګرو ډلو له خوا د مسيحيانو ځورول، د حکومتونو له خوا په رسمي ډول د مسيحيانو ځورول تر ډېره په اسيايي او افريقايي هيوادونو کې تر سره کېږي، ځکه دوی حکومتي دين لري او يا له دې امله چې د دوی حکومتونه او ټولنې مذهبي پلوي کوي. په دې ډول په مذهبي طرفدارۍ کې ډېر ځله مذهبي تبعيض او مذهبي ځورول پېښېږي، لکه چې همدا حالت په اوسنيو او پخوانيو کمونستي هيوادونو کې هم دی.[۱]

د نړيوالې مذهبي ازادۍ په اړه د ملګرو ملتونو د کمېسيون د ۲۰۲۰ ز کال له راپور سره سم، په برما، چين، ايريتريا، هند، ايران، نايجيريا، شمالي کوريا، پاکستان، روسيه، سعودي عربستان، سوريا او ويټنام کې مسیحيان تر څارنې لاندې  دي؛ د مذهبي ازادۍ پر وړاندې د سخت تاوتريخوالي زغملو او يا په کې د يادو هيوادونو د حکومتونو ښکېلتيا له امله ياد هيوادونه د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت له خوا د «ځانګړې اندېښنې وړ هيوادونو» په نوم يادېږي. دغه راپور سپارښتنه کوي چې افغانستان، الجزاير، اذربايجان، بحرين، مرکزي افريقا جمهوريت، کيوبا، مصر، اندونيزيا، عراق، قزاقستان، ماليزيا، سوډان او ترکيه د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په هغه ځانګړي نوملړ کې شامل دي چې حکومتونه يې د مذهبي ازادۍ پر وړاندې د سخت تاوتريخوالي اجازه ورکوي يا خپله په دې تاوتريخوالي کې ښکېل دي.[۲]

د مسيحيانو ډېره ځورونه د غېر دولتي فعالانو له خوا تر سره کيږي کومو ته چې د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت  د «ځانګړې پاملرنې موجوداتو» په نوم پېژندل کېږي چې په نايجيريا کې د بوکو حرام، په يمن کې حوثي غورځنګ، په عراق او شام کې د اسلامي دولت، په پاکستان کې خراسان ولايت، په صوماليا کې د الشباب، په افغانستان کې د طالبانو او په سوريه کې تحرير الشام شامل دي او همدا راز، په برما کې د کاچین په جګړو کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ له خوا.[۲]

لرغونې زمانه[سمول]

نوې صحيفه[سمول]

لومړی مسيحيت د يهوديانو په دويم عبادتځای کې د يوې ډلې په توګه پيل شو، د نوې صحيفې په وينا، فريسيان د شاوول طرسوس په ګډون هغه مسيحيت ته له اوښتو مخکې، لومړي مسيحيان ځورولي. د دې ډلو تر منځ اخلافات سمدستي پيل شول. د حواريونو د کارونو کتاب سره سم «نوې صحيفه او دمسيحيانو کتاب دی»، په صليب کې د عيسی مسيح له راځړول کېدو يو کال وروسته، کشيش سټيفان، څوک چې د يهودي مسئولينو له خوا مرتد بلل کېدو، د يهودي دين څخه د سرغړونې په تور سنګسار شو. شاوول (چې وروسته يې دين بدل کړ او پاولس نوم ورکړل شو) په خپله خوښه تسليم شو هغه د سټيون مرګ ته کتل او د هغه د مرګ شاهد و. وروسته، پولس د دين له بدلولو وروسته په دويم قرنتيان (د عهد يو کتاب دی) کې د خپلو ځورونو فهرست پيل کړ: د يهوديانو له خوا پینځه ځلې يو کم څلوېښت درې ووهل شوم. درې ځلې په ډنډه ووهل شوم او يو ځلې سنګسار شوم».[۳][۴]

لومړي يهود-مسيحيان[سمول]

له ميلاد وروسته په ۴۱ ز کال کې هرود اګريپا، چې له مخکې څخه يې د هرودس انتيپاس او فيليپ (هيروديس څلورګوني کې د هغه پخوانی ملګری) سيمې په واک کې وه، د يهودو د پاچا لقب تر لاسه کړ او په يو ډول يې د يهودي لوی هيروديس پادشاهي بيا جوړه کړه (۳۷-۴ له میلاد مخکې). د روايتونو له مخې، هيروديس اګريپا لېواله و چې خپل يهودي رعيت ورسره مينه وکړي او د هغه ځورولو ته يې دوام ورکړ چې په پایله کې لوی جيمز ژوند له لاسه ورکړی و، کشيش پطرس په سختۍ ژغورل شوی و او نور حواريون وتښتېدل. په ۴۴ ز کې د اګريپا له مړینې وروسته، د نائب الحکومة واکمني پېل شوه (له ۴۱ ز مخکې دوی د لوديا په ولايت کې برخه لرونکي وو) او دې مشرانو يوه بې پرې سوله وساتله تر دې چې نائب الحکومة پورسيوس فستوس په ۶۲ کې مړ شو او لوی کاهن انانونس بن انانوس د واک د تشې څخه ګټه واخیسته چې په کليسا بريد وکړي، عادل جيمز او بيا د اروشليم د مسيحيانو مشر ووژني. [۳]

د عهد جديد کتاب بيانوي چې پولس په خپله هم په بېلا بېلو وختونو کې د رومي مسئولينو له خوا بندي شوی و، د پريسيان له خوا په ډبرو ويشتل شوی و او په یوه پېښه کې مرګونی پرېښودل شوی و چې په پايله کې روم ته د بندي په توګه بوتلل شو. پترس او نور لومړي مسيحيان هم بنديان شوي، وهل شوي او سپک شوی وو. د يهوديانو د لومړی پاڅون له امله، چې د روميانو له خوا د درې زره يهوديانو د وژل کېدو په غبرګون کې راپورته شوی وو، له مېلاد وروسته په ۷۰ ز کال کې اورشليم ويجاړ شو، د يهوديت دويم عبادتځای پای ته ورسېد (له دې وروسته کرار کرار حاخامي يهوديت راپورته شو).[۳]

کلوديا ستزر وايي د «دويمې پېړۍ تر نيمايي پورې يهوديانو مسيحيان له خپلې ټولنې جلا نه بلل»، خو ډېری څېړونکي وايي چې د «دوی د لارو جلا کېدل» ډېر په خوا پيل شوي و او الهياتو بېل والی يې اوس پېلېدو. د يهوديت دويم عبادتځای د يهودي کېدو لپاره ډېرو لارو ته اجازه ورکوله. د معبد له سقوط وروسته، يوه لار د حاخامي يهوديت وه او بله لار مسيحيت شو. خو «مسيحيت په دې باور رامنځ ته شوی و چې يهودي مسیح ناصري يوازې د يهوديانو هغه مسیح نه و چې ژمنه يې شوې وه، بلکې د خدای زوی و چې د خدای برکت يې غېر يهوديانو ته وړاندې کولو. چې په نهایت کې د يهوديانو په اندازه نورو ته هم ورکولو او ممکن له يهوديانو هم زيات». په داسې حال کې چې اخرت پېژندنې په يهوديت کې ژورې رېښې لرلې او د ځوريدلي غلام نظريه چې د مسيح افرايم په نوم پېژندل کېده د اشعياء له وخته يو اړخ و (له ميلاد مخکې اومه پېړۍ)، په لومړۍ پېړۍ کې دې نظريې ته په دې باور کتل کېدل چې د مسيحيانو له خوا په زور نيول شوې. دغه نظريه بيا له منځه يوړل شوه او په اومه پېړۍ کې د پيسيکتا رباطي تر لېکنو پورې بېرته حاخامي لارښوونو ته یې لار پیدا نه کړه.  [۵][۶][۷][۸][۹]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. PEW (19 December 2011). "Living as Majorities and Minorities". Global Christianity - A Report on the Size and Distribution of the World’s Christian Population. Pew Research Center Religion and Public Life. د کتاب پاڼې 3. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۲۱. If all these Christians were in a single country, it would have the second-largest Christian population in the world, after the United States. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ "Annual Report 2020" (PDF). United States Commission on International Religious Freedom. د کتاب پاڼي 1, 11. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ Lim, Kar Yong (2009). The Sufferings of Christ Are Abundant In Us': A Narrative Dynamics Investigation of Paul's Sufferings in 2 Corinthians. A&C Black. د کتاب پاڼي 214–227. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780567635143. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Wand 1990، ص. 13.
  5. Setzer, Claudia (1994). Jewish Responses to Early Christians: History and Polemics, 30–150 C.E. Minneapolis: Fortress. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Lieu, Judith (2003). "The Synagogue and the Separation of the Christians" (PDF). Coniectanea Biblica. New Testament series 39: 189–207. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Schäfer, Peter (2014). The Jewish Jesus: How Judaism and Christianity Shaped Each Other (الطبعة illustrated, reprint). Princeton University Press. د کتاب پاڼې 18. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780691160955. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. von Harnack, Adolf (1908). Moffatt, James (المحرر). The Mission and Expansion of Christianity in the First Three Centuries (الطبعة 2). Williams and Norgate. د کتاب پاڼي 103–104. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Katz, Steven T. (1984). "Issues in the Separation of Judaism and Christianity after 70 C.E.: A Reconsideration". Journal of Biblical Literature. 103 (1): 43–44. doi:10.2307/3260313. JSTOR 3260313. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)